(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عکسونو او لفظونو

[16.Mar.2024 - 11:07]

د عکسونو او لفظونو مقدمه د فرائېډ او لاکان په عدالت کښې

لیک: قیصر اپریدی

ما په يوه ليکنه کښې د فرائېډ په انفرادي لاشعور او د کارل ژونګ په اجتماعي لاشعور د يوې مستعار نکتې د لاندې خبرې کړې وې او ددې نظريې په ترڅ کښې مې يو معمولي غوندې کږلېچ، خو ډېر اهم کږلېچ د عبدالاحد خان د اعصابي افتاد یا اعصابي اعادې په تناظر کښې تشريح کړی وۀ ـ اوس په دې نيزدې ورځو کښې يو ځل بيا يوې بلې ډېرې دقيقې نکتې ته زما پام هغه وخت راوګرځېدو کله چې ما د فرائېډ د لاشعور ( unconscious)  په نظريه د ژاک لاکان ( jacques lakan ) د خيالاتو په دوهم ځل مطالعه وکړه ـ د فرائېډ د لاشعور په حواله چې ژاک لاکان تر هرڅه وړاندې کومه بنيادي کړنلاره ( متهوډخپله کړې ده نو هغه دا ده چې هغۀ د فرائېډ ياده نظريه textualize کړې ده او د ژبې په تناظر کښې یې ځينې هغه خبرې ورزياتې کړې دي کومې چې د لاکان په باور فرائېډ ته ارو مرو څرګندې شوې وې خو فرائېډ د هغې د بيانولو همت یا جرات نۀ شو کولی ـ 

 

وبه وايم چې زۀ د خپل ځان په باره کښې د ډېر زُعم خاوند خو نۀ يم، ولې په احساسِ کمترۍ کښې هم دومره مبتلا نۀ يم چې د هغې ترمخه له خپل ځان څخه ان د سوچ کولو او بيا د هغې د اظهار کولو حق هم وتروړم ـ ځکه نو د خپل لوستونکي نه دا هيله لرم چې ماته به زما په وړوکي ځان يوې لوئې ادبي او لسانياتي مسلې ته د ورننوتو اجازت راکړي ـ ماته په خپل دانست کښې داسې ښکاري چې زۀ کومه نکته دلته څرګندول غواړم که چرې هغه په علمي خصوصًا نفسياتي سرشت کښې کوم رښتونی ثبات ولري نو د فرائېډ خبره خو په خپل ځاې، زۀ ګڼم چې د لاکان ټوله متني ودانۍ ورسره راړنګېږي ـ ځکه چې د ژبې احاطې ته د لاشعوري مسلو د راوړلو د پاره ضروري ده چې د ژبې او لاشعور ترمنځه يوه لازمي او طبیعي رشته په ګوته کړی شي ـ او ددې رشتې د پېدا کولو د پاره ژاک لاکان [ په ځاې ددې چې لاشعوري قضاياوې ژبې ته راوړي ] د ژبې ټول بنياد يې د لاشعور په ولقه کښې ورکړی دی ـ دا عجيبه اتفاق دی چې د لاکان نه قطعِ نظر ژاک دريدا هم خپله يوه دغسې هڅه په ادب کښې ثبت کړې ده او د يو جادوئي تحريري پېډ په مثال ورکولو يې د ژبې قوت د انسان د نفسياتو لاندينيو قوتونو ته نسبت کړی دی ـ ددې هرڅه ترشا د لاکان او دريدا عزايم خو په هر حال د چانه پټ نۀ دي او نۀ هغوي خپل عزايم پټ ساتل غواړي ـ بلکې د ایګو د بېرغ راښکته کولو د پاره هغوي ته د يو متوازي نفسياتي قوت د متعارف کولو ضرورت خامخا وۀ ـ ځکه نو د فرائېډ په نظرياتي روټ د اډ id قوت له د دوي رسائي په اسانه وشوه، صرف دومره ذهني مشقت ته يې اړتيا وه چې دوي په هغې کښې د خپلو خواهشاتو په موجب ځينې نور تصرفات وکړي ـ 

 

د لاکان د دغو تصرفاتو تفصيل خو په هر حال ډېر اوږد دی خو څنګه چې د فرائېډ په نظريه کښې د خوبونو قضيه يو ډېر د پاملرنې وړ حېثيت لري نو ژاک لاکان په خپلو بحثونو کښې د خوبونو په اړه هم ددې قضيې مېدان ته ډېر په جرات سره ورګډ شوی دی او بيا په خپلو تفصيلاتو کښې د هغۀ د خولې نه څه داسې خبرې هم برامد شوې دي، مثلًا

 

ً" لاشعور په خپله مورنۍ ژبه کښې خبرې کوي "

 

" همدغه خبرې کوونکی لاشعور د دانشورانه ژوند اصل ماډل ( نمونه) ده "

 

رښتيا خبره خو دا ده چې د لاکان د همدغې خبرې نه زما په ذهن کښې يوه پوښتنه دا راپورته شوه چې آيا د ژبې سره نېغ په نېغه د لاشعور څه قسمه تعلق جوړېدی شي؟ يا دا چې آيا لاشعور خبرې هم کولی شي؟ يا آيا لاشعور د لفظونو په ذريعه اظهار کولی شي؟  يعني دا پوښتنه خو دې په خپل ځاې وي چې مثلًا ژبه د لاشعور، که لاشعور د ژبې له خوا ساختياتي بڼه اخلي؟ مونږ وينو چې لاکان د ژبې ټول حېثيت د لاشعور په خولۀ کښې ورکړی دی نو بيا د لاکان په باره کښې دا فېصله کول ګرانه نۀ ده بلکې هغۀ په جوت ډؤل ژبه د لاشعور له لارې سټرکچرډ شوې پديده ګڼلې ده ـ که څه هم په بادي النظر کښې مونږ ته داسې ښکاري چې لاکان رښتيا هم د لاشعور قضيه متنوالې ته راوړې ده خو دا احساس تر هغه وخته مونږ ته مخې ته ودرېږي ترڅو چې مونږ په نېغ ډؤل د ژبې او لاشعور په فطري تعلق سوال نۀ وي راپورته کړی، ځکه هم بعضې شارحين دا ګڼي چې ګني لاکان د ژبې او لاشعور ترمنځه د سټرکچرنګ په سوال زياتره خاموشه پاتې شوی دی ـ خو زۀ وايم چې خاموشه نۀ دی پاتې شوی بلکې د هغۀ د تحريرونو ټوله نقشه ددې امر غمازي کوي چې نۀ يوازې ژبه بلکې هغۀ د ژبې په شمول مجموعي انساني پوهه د لاشعور څخه عبارت ګڼلې ده  ـ

 

که زۀ چرته دعوه وکړم چې د ژبې سره د لاشعور هيڅ قسمه رشته او نسبت نشته او نۀ لاشعور په ژبه کښې څه قسمه مداخلت کولی شي نو هيڅوک دې له مانه زما د مشخص دليل غوښتنه نۀ کوي بلکې دې لړ کښې به هډو د فرائېډ او ژاک لاکان د خوبونو قضيه راواخلو او خپلې مخې ته به یې د يوې پوښتنې په رنګ ودروو چې 

آيا مونږ خوبونه د لفظونو په ذریعه وينو؟ که نۀ خوبونه خپل اظهار په عکسونو کښې کوي؟ 

ددې مسلې يو بل مماثل اړخ به هم راوچت کړو او ددې سره به يې د مماثلت له لارې د اصليت پلټنه وکړو ـ مثلًا لاکان وائي چې " جديد ادب په خپله خپلواکه عمل کارۍ کښې بېخي د خوبونو په شان دی " نو پوښتنه دا ده چې تخليقي ادب که جديد دی که قديم دی آيا د مجردو الفاظو په ذريعه خپل اظهار کوي؟ که نۀ په لفظي عکسونو يا عکسي لفظونو کښې د ځان اثبات کوي؟ دلته د عکسونو او لفظي عکسونو دا استثنا به زمونږ په راروانو تفصيلاتو کښې په خودکاره توګه له منځه لاړه شي ـ خو اول د خوبونو په اړه خبره کوو ـ

که چرته مونږ د خوبونو عامې مشاهدې ته وګورو نو زما په خيال زما په شان يو عام سړی هم دا وئیلی شي چې مونږ زياتره خوبونه dreams د عکسونو په ذریعه وينو ـ په هغې کښې يا خو خبرې يعني د ژبې او لفظونو استعمال وي نۀ، او که باالفرض په جزوي توګه وي هم، نو د عام تکلم ( تقرير ) مصداق باالواسطه او د ترکيبي نوعيت خبرې وي ـ يا دا به ووايو چې د ډرامائي نوعيت يو صورتحال وي ـ دلته که ژبه د څه قسمه کردار ترسره کوي نو يوازې د عکس د اثبات د پاره يې  ترسره کوي، نۀ چې عکس د ژبې فرمانبردارۍ ته اړ وي ـ بنيادي خبره دا ده چې خوبونه مونږ په وودۀ يا نيم وودۀ حالت کښې وينو! د وودۀ نه مطلب دا وي چې د خوب په شېبو کښې زمونږ شعور هم خوبولی وي ـ شعور چې وودۀ وي نو د فرائېډ د ادعاو سره سم "لاشعور دا فرصت او دا ازادي بيا ومومي چې هغه خپل اظهار د خوب dream په ذریعه وکړي" ـ او هغه چې په خوب کښې د اظهار د پاره کومې وسيلې کاروي نو هغه وسيلې لفظونه نۀ وي بلکې عکسونه وي یا بيا لفظي عکسونه وي ـ دلته عکسونه او لفظي عکسونه چې په کوم لازمي حقيقت دلالت کوي نو هغه دا دی چې په خوب کښې زمونږ د ژبې شعوري برخه په مکمله توګه غېر فعاله وي! ځکه چې شعور وودۀ وي ـ خو د هغې مطلب به دا نۀ اخلو چې مونږ دې د خوبونو صورتحال ته په کتو د ويښې په جريان کښې هم د ژبې د شعوري برخې نفي وکړو ـ 

 

اصل خبره دا وي چې په ژبه کښې د خوب د عکسي واقعې د بيانولو ضرورت مونږ ته هله راپېښ شي کله چې مونږ راويښ شو او بيا چا بل چاته د خپل خوب احوال تېروو ـ يا مثلًا هغه بل څوک بيا مونږ ته زمونږ د خوب شعوري تعبير راکوي ـ معنا دا شوه چې لاشعور د خپل خوب منظر ته د ژبې شعوري قالب په خپله نۀ ورکوي، بلکې د بيان دا قالب د ويښې په جريان کښې لاشعور ته مونږ ورکوو ـ خوب په خپل اصل کښې يو واقعاتي يا ډرامائي شکل وي، چې په وودۀ حالت کښې عيانېږي، خو بيانېږي نۀ ـ په دې لحاظ زمونږ ژبه زمونږ د ويښ شعور ژبه خامخا ده خو دا ژبه زمونږ د خوب او لاشعور ژبه نۀ ده ـ بلکې زمونږ د خوب او لاشعور ژبه عکس دی او دغه عکس څه رنګه چې په خوب کښې په عکسي ډؤل خپل اظهار کوي په تخليقي ادبياتو کښې هم زمونږ سترګو ته د عکس په بڼه مخامخ کېږي صرف دومره فرق یې وي چې مونږ په شعر کښې ګويا عکس د لفظ په فرېم کښې ژبې ته ترجمه کړی وي ـ

 

وبه وايم چې زۀ لاشعور دلته په هغه معنوي رعايت سره استعمالوم په کوم رعايت سره چې سګمنډ فرائېډ يا بيا ژاک لاکان د يو تهه نشين عنصر په توګه استعمال کړی دی ـ د لاشعور په باره کښې زما خپله فکري او مطالعاتي رايه د فرائېډ او لاکان نه بېخي په بل او بدل رنګ ده ـ کومه چې د عبدالاحد خان د اعصابي اعادې مترادف ده ـ ګويا په عملي مېدان کښې زمونږ په اعصابو زمونږ د هر عمل عادتي خاپونه جوړېږي او پاتې کېږي ـ دغه عادتي خاپونه وروستو که څه هم زمونږ د نوو مقاصدو ترمخه زمونږ له خوا ترک شوي او هېر کړي شوي وي خو د بعضې مماثل يا شبیهي يا تلازمي سچوايشن په راپېښېدو دغه ګرد الود عادتي خاپونه په تت غوندې شکل کښې د اظهار لاره او جواز ومومي ـ دغه تتوب د ژاک دريدا د جادوئي پېډ د مثال نه هم ترلاسه کېدی شي خو هغۀ د اعصابي نظام برعکس هماغه د لاشعور مترادف مخه ورکړې ده او په دې شکل د لاشعور نه يوه داسې پراسراره او جادوئي دنيا جوړه شوې ده چې د انساني ژوند ټول لر او بر خصلتونه ددې دنيا مرهونِ منت ګڼلی کېږي ـ همدغه شان د لاکان په نظرياتي ساحه کښې دننه هم لاشعور مونږ ته د يو دغسې فعال قوت په دود رامعرفي کېږي چې ان د ژبې د نظام تعين هم لاشعور کوي ـ حالانکې لاشعور يا اعصابي اعاده په براهِ راست ډؤل هډو د ژبې سره څه تعلق نۀ لري ـ هغه خپل اظهار د عکسونو يا خاپي عکسونو په وساطت سره کوي او دغه عکسونه يا عادتي خاپونه بيا مونږ د ويښې په جريان کښې د ژبې په ذريعه تعبيروو ـ او دغسې مونږ په خپل نفسياتي او اعصابي سرشت کښې په خپله ددې مغالطې ښکار کېږو چې ګني لاشعور په خپل صوابديد ژبه د خپلې اعادې د پاره کاروي ـ او شعور ته فرېب ورکوي ـ حالانکې ژاک لاکان په يو ځاې کښې خپله هم دغسې مدعا وړاندې کړې ده چې "لاشعور په کومو علامتي امېجونو کښې معنا رانغاړلې وي! هغه غوټې پرانستل کېدی شي" ـ دلته د علامتي امېجونو نه مراد په ښکاره ډؤل عکس، او د غوټو پرانستل د ژبې په ذريعه د عکس شعوري تعبير پېش کول دي ـ

 

که وګورو نو مونږ تردې وخته د خوب او شعر کېفيتي مماثلت له خو بيا بيا کتلي دي خو ددې متوازي مونږ د خوب د تعبير او د شعر د تنقيد مماثلت بېخي نظرانداز کړی دی ـ که چرته مونږ ددې مماثلتي علاقې يا رابطې په دريافت کولو کښې بريالي شو نو مونږ به ډېر په شفاف ډؤل ووينو چې څنګه خوب ته د ویښې په جريان کښې د تعبير ضرورت وي، دغسې شعر هم د شعوري تعبير د پاره تنقيد ته ضرورت لري ـ معنا دا شوه چې خوب او تعبير يعني لاشعور او شعور که څه هم دوه جدا جدا مېدانونه دي، خو متضاد نۀ دي بلکې دواړه په يو بل يو مثبت انحصار لري او د مثبت انحصار دغه اطلاق بيا د شعر او تنقيد په باهمي تعلق هم کېدی شي او ددې نه د فرډي نېنډ دي ساسير هاغې کليې ته هم جواز پېدا کېږي چې دال او مدلول يا معنا او معنا نُما په يوازيني ساين کښې په مثبت شکل مجتمع کېدی شي ـ بلکې زۀ به دا ووايم چې په دې سره د تخيل او تعقل د پخوانۍ مباحثې له منځه هم د هاغې اختلافي شخړې خاتمه کېږي چې بعضې شارحين تخيل ته د تعقل د ګرفت نه د ازاد او خپلواک عنصر نوم ورکوي او ځینې بيا دا ګڼي چې د تخيل او تعقل ترمنځه بايد د رفاقت او مشاورت فضا راجوړه وي ـ نو ددې خبرې سم او سليس سپيناوی دغسې کېدی شي چې د تخيل او تعقل د فعاليت مېدان که څه هم جدا جدا دی! تردې چې د اظهار وسائېل يې هم جدا جدا يعني عکسونه او لفظونه دي! خو دا دواړه مېدانونه خپلو کښې متضاد نۀ دي بلکې تخيل خپل بڼلي عکسي يا علامتي مواد تعقل ته د مناسب تعبيري وضاحت د پاره حواله کوي او تعقل یې د ژبې په ذريعه د خپلې مثبتي عقلياتي رائې سره واپس تخيل ته استوي ـ خو دې ضمن کښې دا يو امر په هر حال ياد ساتل پکار دي چې تخيل د خپل فعليت په لمحو کښې محض د فنپارې په خپل سټرکچر نظر ساتي، د معنا يا تعبير تعين يې نۀ کوي ـ د معنا يا تعبير د تعين د پاره تخيل خپله فنپاره بيا تعقل ته وړاندې کوي ـ او دا عمل که يوې غاړې ته د مصنف په خپل ذهن کښې ډېر په تېرۍ سره ترسره کېږي او د مصنف د ذهن تخليقي او تنقيدي دواړې غاړې په تخليقي شېبه کښې په خپل خپل مېدان کښې فعالې وي، نو بلې غاړې ته په خارج کښې د تخليق او تنقيد يا د مصنف او قاري تعلق هم دغسې رغ کېږي ـ مطلب دا شو چې د يوې فنپارې تخيلاتي سټرکچر به تعقل ته هله منظور وي چې هغه په تعقلي لحاظ بامعنا هم وي ـ يا په هغې کښې د معناخېزۍ امکانات موجود وي ـ په دې تناظر کښې چې وګورو نو د فنپارې سټرکچرل ( signifire) مخ د تخليقکار په حصه کښې راځي مګر د معنې ( signifide) مخ يې قاري يا تنقيد نګار ته مخامخ وي ـ  اوس نو له دغه تعلقه که چرته مونږ د ژبې ساخت او نظام ته ځير شو نو مونږ وئیلی شو چې د تخيل او تعقل یا د دال او مدلول یا د شعور او لاشعور، همدغسې د خوب او تعبير دا binary opposite مخونه د ژبې په ساخت کښې هم دوه جدا برخې دي خو په بعضو حوالو يو تربله هم رشته هم دي ځکه نو ددې دواړو برخو ترمنځه د همدردانه رفاقت او مشاورت خبره خو کېدی شي! د تضاد نۀ ـ په نورو الفاظو دلته مصنف په قاري او قاري په مصنف لوړ نۀ دی، نۀ څوک حَکَم دی، نۀ 

 اهم دی" نۀ څوک مقدم دی ـ بلکې دواړه په خپل خپل دايره کار کښې د خپلې خپلې دايرې پابند دي ـ 

دا د معاملې نېغ او متوازن مخ دی خو د پوسټ ماډدرنسټو دا هڅه چې قاري ته په مصنف ارومرو فوقيت ورکړي نو ژاک لاکان هم شعوري کوشش دا کړی دی چې د ژبې احاطې ته د لاشعوري کوايفو په راوړلو سره د معاملې مخه د مصنف خوا ته بنده او د قاري خوا ته یې خلاصه پرېږدي خو دلته بنيادي کړکېچ دا راپېښ شوی چې د مصنف يا لاشعور د اتهارټي حېثيت د ختمولو په هڅه کښې د هغۀ نه په اپوټه شکل ژبه د لاشعور ولقې ته ورښوئېدلې ده چې د هغې په نتيجه کښې نۀ صرف د مصنف يا لاشعور اتهارټي حېثيت په هر حال کم شوی نۀ دی بلکې د شعور يا منتقد د برخې ملبه ترې هم په لاشعور ورپرېوتې ده ـ او دغسې ددې معاملې يو جوړ او مناسب توازن ترې بې توله شوی دی ـ اصلًا هغه بې تولګي دا ده چې د لاشعور مورنۍ ژبه لفظ نۀ دی، عکس دی ـ په دې سربېره لاشعور د دانشورانه ژوند اصل ماډل هم نۀ دی، يعني لاشعور چې د دانشورانه ژوند نمونه ومنو نو بيا شعور او فوق الشعور ته په ذمه څه پاتې کېږي؟ ـ بيا خو د تنقيد او تعبير په نوم هم زمونږ په لاس کښې څه څيز نۀ پاتې کېږي ـ ځکه چې تنقيد او تعبير يو شعوري عمل دی ـ او خپله د پوسټ ماډرنسټو يا ژاک لاکان تنقيدي ليکنې هم د دغه شعوري عمل برخه دي ـ 16.03.2024 

Qaisar Afriday

-
بېرته شاته