سټالین
[16.Mar.2024 - 11:30]سټالين څوک وو
لیک: پونده لیلېزی
سټالین د اکټوبر انقلاب د کلیدي رهبرانو، په شوروي اتحاد کي د سوسیالیزم جوړونکی او شوروي اتحاد د ګوند او دولت مشر، له فاشیزم سره د جګړې پر مهال د شوروي اتحاد له اړخه د جګړې عمومي قومندان او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کي د خلقي او سوسیالیسټي انقلابونو اصلي ملاتړ کونکی وو.
ژوزف جوګاشویلي ویسارینوویچ سټالین د ۱۸۷۸ کال، د ډسامبر پر۱۶ نېټه، د اوسني ګرجستان په ګوري ښار ګوټي کي زیږېدلی وو. سټالین د خپلو والدینو یواینی اولاد وو، چي په ماشومتوب کي له مړیني بچ سو. کورنۍ یې ده ته له نازه (سوسو) ویل. د سټالین کورنۍ ډېره بې وزلې وه، پلار یې موچي وو او د یو ورکشاپ له خاوند سره یې په مزدورۍ کار کاوه. کله چي یې خپله د مزدورۍ دنده هم دلاسه ورکړل؛ ډېر بې وزله سو او په افراطي شکل یې د الکولو څښلو ته مخه کړل. د سټالین مور خپل خاوند پرېښود او د خپل کوچني زوی سره یې د ۱۸۸۳ کال څخه یو کوچیانی ډوله ژوند پیل کړ. سټالین او مور یې په یوه لسیزه کي یې نهه پلا خپل د استوګني ځای بدل کړ.
د سټالین مور، د خپل خاوند څخه تر جلا کېدو وروسته، د یوې کورنۍ خدمتګاري (کور پاکونکي) په توګه کار کاوه او له همدې لاري یې د ځان او زوی د ژوندانه اړتیاوي پوره کولې، خو پر ماشوم سټالین باندي یې د کار پر ځای زده کړي کولې او هغه یې ښوونځی ته لېږی. په ۱۸۸۸ کال کي، سټالین د ګوري په ارټوډوکس مسیحي ښوونځی کي شامل سو او مور یې هیله درلودل، چي د زوی څخه یې په راتلونکي کي د عیسوي مذهب کشیش جوړ سي. ده، د ډرامې او رسامۍ په مضامینو کي له ځانه ډېر استعداد ښودی او شاعري او سندره ویل یې هم ډېر ښه وه. سټالین په ۱۸۸۴ کال کي په چیچک ناروغۍ اخته سو، په ۱۲ کلنۍ کي بیا د آس بګۍ لاندي کړ او لاس یې داسي ور عیبي کړ، چي د ژوند تر پایه یې آثار ور باندي پاته وه. د ۱۸۹۴ کال په اګسټ کي سټالین د ارټوډوکس په روحاني مدرسه کي نوملیکنه وکړل او د ۶۰۰ نورو کشیشانو سره یو ځای یې د کشیش توب زده کړي پیل کړې. هلته یې په آزموینو کي لوړي نمرې ترلاسه کولې. د ده اشعار د ګرجستان په بیلابیلو جرایدو کي خپاره سول او د ډېري پاملرني وړ وګرځېدل. هغه شعرونه یې اوس په کلاسیکو ګرجي ادبیاتو کي شمېرل کېږي. کله چي سټالین را لوی سو، د دیني زده کړو سره یې لېوالتیا لږه سول، په عباداتو کي یې برخه نه اخیستل، نمرې یې لږي وړلې او څو پلا د روحانیونو لخوا په مدرسه کي، د باغیتوب په تور کوټه قلفه سوی هم وو. سټالین په ښوونځی کي، د منع سوي کتابونو د لوستونکو له یوې ډلي سره یو ځای سو. پر ده باندي زیاته اغېزه د نیکولای چرنیفشسکي (څه باید وکړو؟) اثر وکړل. په همدې موده کي یې د کارل مارکس سرمایه ولوستل او د مارکس له نظریاتو څخه هم زیات اغېزمن سو. هممهاله د شپې لخوا، په پټه د کارګرانو او مارکسیسټانو غونډو ته تلی او د دریمي ډلي په نامه د یو ګرجستاني سوسیالیسټي ګروپ سره یو ځای سو. سټالین په ۱۸۹۹ کال کي روحاني مدرسه پرېښودل او بیا هیڅکله هم هغې خواته نه ورغی.
د ۱۸۹۹ کال په اکټوبر کي، سټالین د تفلیس ښار په رصد خانه کي د کارکونکي په توګه کار پیل کړ. په همدې موده کي یې پر خپل ځان شاوخوا نور ملګري هم را ټول کړل او په یوه پټه ناسته کي یې د ۱۹۰۰ کال د مې میاشتي د لومړۍ ورځي د لمانځلو لپاره د یوه اعتصاب جوړولو هڅه وکړه. همدا مهال پولیس د ده له کړنو څخه خبر سول او د ۱۹۰۱ کال په مارچ کي یې هڅه وکړه دی ونیسي، خو دی مخفي سو. بیا یې د ۱۹۰۱ کال د مې پر لومړۍ نېټه، د ۳۰۰۰ کارګرانو یو لوی لاریون جوړ کړ. سټالین د مستعارو نومونو څخه په ګټي اخیستني او بیلابیلو آپارتمانونو کي په اوسېدني سره تل په خفاء کي وو. دی، د ۱۹۰۱ کال په نومبر کي د روسیې د سوسیال ډموکراټ کارګري ګوند د تفلیس د کمیټې غړی سو. وروسته د باټومي بندري ښار ته ولاړ او د روچیلډ د تصفیه ځای په ګودامونو کي یې کار پیل کړ. هلته یې هم دوه اعتصابه جوړ کړل. وروسته له هغه چي پولیسو د اعتصاب څو تنه مشران ونیول؛ سټالین د زندان پر لور اعتصاب رهبري کړ، چي د پولیسو او اعتصاب کونکو ترمنځ د شخړي لامل سو او ۱۳ تنه پکښي ووژل سول. سټالین د هغو د جنازو د ښخولو په وخت کي هم لاریونونه تنظیم کړل. د ۱۹۰۲ کال په اپریل کي، سټالین د پولیسو لخوا ونیول سو او لومړی د باټومي او وروسته د کوتایسي زندانونو ته ولېږل سو او د ۱۹۰۳ کال په منځ کي، په ختیځي سایبریا کي په درې کلن تبعید محکوم سو، خو دی د ۱۹۰۴ کال په جنوري کي، په بریالیتوب سره له سایبریا څخه وتښتېد او د تفلیس (د ننني ګرجستان پلازمینه) ښار ته ولاړ. بیاځلي یې په تفلیس کي د پرولتاري مبارزې په نوم د یوې جریدي په چلولو کي د ګرجستاني مارکسیست فیلیپ ماخرازده سره برخه واخیستل.
کله چي د بلشویکانو او منشویکانو ترمنځ جلا والی راغلی؛ سټالین د بلشویکانو پلو ونیو او په ګرجستان کي یې د بلشویکانو هسته رهبري کول، خو په ګرجستان کي، د منشویکانو شمېر نسبت بلشویکانو ته خورا زیات وو.
د ۱۹۰۵ کال د روسیې د بورژوا ډموکراټیک انقلاب پر مهال، سټالین د آذربایجان په باکو (د آذربایجان اوسنۍ پلازمینه) کي وو. ده، هلته د بلشویکانو تشکیلات جوړ کړل او د انقلاب پر مهال یې د باکو ښار له قومي جګړو څخه وساتی. د ګډوډیو د زیاتوالي سره سټالین د بلشویکانو نوري ډلي هم جوړي کړې، چي هغوی به د ښار پولیس ټول بې وسلې کول او د بیلابیلو برخو امنیت به یې ساته. د ۱۹۰۵ کال په نومبر کي د ګرجستان بلشویکانو په سنټ پټرزبورګ کي د بلشویکانو جوړېدونکي عمومي غونډي ته سټالین خپل استازی وټاکی. سټالین، هلته د لومړي ځل لپاره د لنین سره هم ولیدل. د ۱۹۰۶ کال په اپریل کي، سټالین د روسیې سوسیال ډموکراټ کارګري ګوند څلورمي کنګرې ته چي په سټاکهلم کي جوړه سوې وه؛ ورغی. دا د روسیې له امپراطورۍ بهر د ده لومړی سفر وو. په ۱۹۰۶ کال کي سټالین د کاتو سوانيژدا سره واده وکړ او په ۱۹۰۷ کي یې له هغې څخه یو زوی (یاکوف) پیدا سو. په ۱۹۰۷ کال کي یې، په لندن کي د ګوند په کنګره کي ګډون وکړ. تفلیس ته په بیرته را ګرځېدو سره یې د ۱۹۰۷ کال په جون کي د امپریال بانک څخه د پیسو غنیمت کولو پلان عملي کړ او هغه ټولي پیسې یې د ګوندي فعالیتونو د تمویل لپاره ولګولې. تر تفلیس وروسته، سټالین بیا باکو ته ولاړ او هلته یې دوې بلشویکي ورځپاڼي (باکینسکي) او (ګودوک) خپرولې. د ۱۹۰۷ کال په اګسټ کي، د دوهم انټرنېشنل د ناستي لپاره د جرمني شتوتګارت ته ولاړ. د ۱۹۰۷ کال په نومبر کي یې مېرمن د تیفوس (چیچک) ناروغۍ له کبله مړه سول. په ۱۹۰۸ کال کي، سټالین بیاځلي اروپايي سفر وکړ او دا ځل یې په جینیوا کي د لنین او پلخانوف سره ولیدل. له هغه ځایه بیا باکو ته ولاړ. د ۱۹۰۸ کال په مارچ کي سټالین په باکو کي د تزاري حکومت له لوري ونیول سو او زندان ته یې ولېږی. ده، په زندان کي هم بلشویکان تنظیم کړل او هلته یې هم د بحثونو او زده کړو ډلي جوړي کړې. سټالین د حکومت له لوري په دوه کاله تبعید محکوم سو او د ۱۹۰۹ کال په فبرورۍ کي یې والګادا ولایت ته ولېږی، خو ده د هماغه کال په جون کي بیا د تبعید زندان مات کړ او سنټ پترزبورګ ته ولاړی. د ۱۹۱۰ کال په مارچ کي بیا ونیول سو او پخواني تبعید ځای ته یې ولېږی، خو ده په ۱۹۱۱ کال کي بیاځلي زندان مات کړ او سنټ پټرزبورګ ته وګرځېد. همداسي د ۱۹۱۱ کال په سپټامبر کي بیا ونیول سو او په ولګادا کي په درې کاله نور تبعید محکوم سو. د ۱۹۱۲ کال په جنوري کي چي سټالین په تبعید کي وو، د بلشویکانو لومړنۍ مرکزي کمېټه د پراګ په کانفرانس کي جوړه سول. تر کنفرانس وروسته لنین او زینویف پریکړه وکړل، چي سټالین دي هم د کمیټې غړی سي. د ۱۹۱۲ کال په فبرورۍ کي سټالین بیاځلي زندان مات کړ، سنټ پټرزربورګ ته ولاړ او هلته یې د بلشویکانو د دوو جریدو (ستوری) او (حقیقت) د خپرولو کار پیل کړ. د ۱۹۱۲ کال په مې کي بیا ونیول سو او بیاځلي سایبریا ته تبعید سو، خو ده لا په تبعید کي دوې میاشتي نه وې تېري کړي، چي بیا د زندان په ماتولو بریالی سو، بیا ځلي سنټ پټرزبوګ ته ولاړ او هلته یې د خپلو سیاسي، انقلابي او ګوندي چارو مخته وړلو ته دوام ورکړ. په ۱۹۱۲ کال کي دوه پلا د اتریش – هنګري امپراطورۍ ته ولاړ، تر څو له لنین سره وویني. د ۱۹۱۳ کال په جنوري کي ویانا ته ولاړ او هلته یې د (مارکسیزم او ملي مسئله) رساله ولیکل. دا رساله د ۱۹۱۳ کال په پیل کي د پروزویشنایا په بلشویکي جریدې کي د (سټالین) په لاسلیک سره خپره سول. دا نوم ده لومړی ځل په ۱۹۱۲ کال کي ځانته کارولی وو او بیا یې د ژوند تر پایه ورسره پاته سو. د ۱۹۱۳ کال په فبروري کي، سټالین بیا ونیول سو. دا پلا په تارخانسک کي په ۴ کاله تبعید باندي محکوم سو، دا سیمه د سایبریا داسي برخه وه چي تښتېدل ورڅخه ډېر سخت وه. د ۱۹۱۴ کال په مارچ کي، چارواکو د ده د بیا تېښتي له ډاره دی د کویریکا کوچني کلي ته ولېږی. ده، په کوریکا کي خپل زیات وخت د ځايي خلګو سره په مجلس، مطالعې او ماهي نیولو باندي تېروی.
سټالین په تبعید کي وو، چي روسیه لومړۍ نړیوالي جګړې ته داخله سول. دی، د ۱۹۱۶ کال په اکټوبر کي په جبري ډول په جګړې کي د ګډون لپاره له تبعید ځای څخه کراسنایارسک ته یووړل سو، خو په کراسنایارسک کي یو ډاکټر دی د خپل لاس د عیبي توب له کبله د جګړې کرښي ته د تللو وړ ونه ګاڼه. د سټالین په غوښتنه دی په اچنیسک کي پاته سو. سټالین په هماغه ښار کي وو، چي د فبروري میاشتي انقلاب وسو.
د فبروري له انقلاب سره، ده سمدستي پټروګراډ ته ځان ورساوه. هلته یې د پراواډا د خپرولو او نشرولو چاري سمبال کړې. سټالین هم مهاله د پټروګراډ د شورا په اجرایوي کمېټه کي د بلشویکانو استازی وټاکل سو، دا شورا د ښار په کارګرانو کي د ډېر نفوذ څخه برخمنه وه. د اپریل په میاشت کي، د مرکزي کمیټې په ټاکنو کي سټالین، تر لنین او زینویف وروسته په دریم مقام کي زیاتي رايي واخیستې. ده، د جولای دورځي پاڅونونه رهبري کړل او کله چي انتقالي دولت د لنین د نیولو او بلشویکان د ټکولو هوډ وکړ؛ ده لنین د بلشویکانو په مخفي ځایونو کي مخفي کړ او وروسته یې فنلنډ ته د هغه د مخفي تګ زمینه برابره کړل. کله چي لنین فنلنډ ته ولاړ، سټالین بیا د پرواډا تصحیح او د بلشویکانو نوري ګوندي چاري پر غاړه واخیستې او ښې یې سمبالولې. د اکټوبر پر ۲۴ نېټه پولیسو د بلشویکانو پر ورځپاڼه برید وکړ او ماشینري یې ورڅخه یووړل، خو سټالین بیا څه اندازه ماشینري پټه کړل او نشراتي کار يې سقوط ته پرېنښود. د ۱۹۱۷ کال د اکټوبر پر ۲۵ نېټه سټالین د مرکزي کمیتې په هغه غونډه کي یو ځای سو، چي بلشویکانو پکښې د سوسیالیسټي انقلاب د ترسره کولو نهايي پریکړه کول.
د اکټوبر د انقلاب تر بریالیتوب سمدستي وروسته، سټالین د حکومت له څلورو مهمو کسانو څخه وو او د حکومت او انقلاب د مشر (لنین) دفتر ته یې له هر ډول خنډ پرته لاسرسی درلود. تر انقلاب وروسته، سټالین د ملتونو په برخه کي د خلګو کمیسار وټاکل سو او همدا مهال یې د نادژدا الیویوا سره واده هم وکړ. د ۱۹۱۷ کال په نومبر کي، ده د ملتونو په اړه د انقلاب مهم فرمان صادر کړ، چي د هغو د حقوقو او پراخو آزادیو یادونه پکښې سوې وه. د سټالین کمیسارۍ د اقلیتونو لپاره د زده کړو، کتابونو او ښوونځیو بودجه برابره کړل. د ۱۹۱۸ کال په مې میاشت کي، سیاسي بیرو سټالین ته دنده ورکړل، چي په جنوبي روسیه کي، د خواړو د رسولو، ټولولو او ویش لپاره تزاریستین ښار ته ولاړ سي. په تزاریستین ښار کي، سیاسي حالات ښه نه وه. د انقلاب ضد سپینو پوځونو او نورو باغیانو حملې کولې او سټالین یې د تصفیې لپاره هلته عملیات پیل کړل. ده، نه یوازي دا چي د سپین پوځ پر ضد بریالي عملیات ترسره کړل او د نورو انقلاب ضد قوتونو ځالي یې هم له منځه یووړې، بلکې د خواړو تدارکات یې هم په سم ډول سمبال کړل.
کله چي په روسیه کي تر انقلاب وروسته، د امپریالیسټي هیوادونو او کورنۍ ارتجاع په لمسون جګړو زور واخیست، سټالین د روسیې په ختیځ، لویدیځ او سویل کي بیلابیلو نورو سیمو ته هم ولاړی او هلته یې د پوځي عملیاتو مشري وکړل. سټالین، له هیڅ جبهې څخه هم ناکامه نه ګرځېدی او د همدې خدمتونو په خاطر ورته د ۱۹۱۹ کال په نومبر کي سور مډال ورکول سو. د کورنیو جګړو پر مهال چي په اسټونیا، لاتویا او لتوانیا کي شورايي دولتونه نسکور سوي ول؛ د سټالین تر مشرۍ لاندي هلته بیاځلي شوروي واکمنۍ جوړي سوې. کله چي د ۱۹۲۰ کلونو په پیل کي د پولنډ – شوروي جګړه را منځ ته سول او پولنډیانو د اوکراین پلازمینه کیف ونیول؛ سټالین د هماغه کال د مې پر ۲۶ نېټه اوکراین ته ولاړ. د ده تر قوماندې لاندي ځواکونو بیرته کیف ونیو او پولنډي پوځیان یې شاته وتمبول. وروسته، د سټالین عملیات د پولنډ تر پولو ورسېدل او په ۱۹۲۱ کال کي د سولي د تړون پر اساس یې د پولنډیانو سره جګړه پای ته ورسول.
د ۱۹۲۱ کال وروسته سټالین چي لا هغه مهال د ملتونو په چارو کي د خلګو کمیسار وو، د نوي شوروي جمهوریتونو د تاسیس طرحه جوړه کړه او د عملي کولو ډېري چاري یې د ده پر غاړه وې. هممهاله یې د مرکزي کمیټې په دالارنشاء کي د تبلیغ او ترویج د څارني دنده هم پر غاړه واخیستل. په ۱۹۲۲ کال کي، چي د ګوند ۱۱ کنګره دایره سول؛ لنین کنګرې ته، سټالین د ګوند د نوي عمومي منشي په توګه وړاندیز کړ او کنګرې هم په اکثریت رایو د ګوند د نوي عمومي منشي په توګه وټاکی. کله چي لنین ناروغه سو، نو د ګوند ډېري چاري سټالین مخته وړلې او له لنین سره یې منظمي لیدني کولې. په ۱۹۲۶ کال کي، سټالین خپل بل اثر (د لنینزم مسایل) خپور کړ او ترڅنګ یې د نړیوال کمنترن چاري هم لږ و زیاتي سمبالولې. د لنین تر مړیني وروسته، په ګوند کي دننه ښې اړخی اپوزیسیون د ټروټسکي په مشرۍ را څرګند سو، خو د ګوند اکثریت غړو بیا د سټالین په مشري د هغوی پر وړاندي مبارزه وکړل او ګوند او انقلاب یې د ټوټه کېدو او ماتېدو څخه وژغوری. د ۱۹۲۷ کال په ټاکنو کي، د سټالین او ټروټسکي طرحو ته ۷۵۰۰۰ پر ۴۰۰۰ رایه ورکول سول او د ټروټسکي اپوزیسیون په ګوند کي، په لوی اکثریت سره ماته وخوړل. په ۱۹۲۹ کال کي چي د هیواد چاري د اقتصادي او سیاسي اړخه ښې نه وې، سټالین د شوروي اتحاد لومړی پنځه کلن پلان اعلان کړ، چي د هغه په تطبیق سره شوروي اتحاد ډېري لويي لاسته راوړني ودرلودې. د پنځه کلن پلان اهداف په څلورو کلونوکي ترلاسه سول او ورپسې دوهم پنځه کلن پلان تطبیق پیل سو.
تر هغه وروسته، چي د سوسیالیسټي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ګوند د لومړي پنځه کلن پلان تطبیق پیل سو؛ په شوروي اتحاد کي د پانګوالۍ پاته شونو په کاري سبوتاژونو او ټروریستي اقداماتو پیل وکړ. سټالین په همدې موده کي دوښمنانو ته کلک متوجه سو او د هغو یو شمېر، چي په ګوند کي دننه وه؛ یې هم په څو پړاوونو کي تصفیه کړل. د لومړي او دوهمو پنځه کلنو پلانونو په موده کي، شوروي اتحاد ډېري لويي اقتصادي او عمراني لاسته راوړني درلودلې او د ۱۰۰ کلونو وروسته پاته لار یې په ۱۰ کلونو کي ووهل. شوروي اتحاد د یو وروسته پاته بزګري هیواد څخه د نړۍ په دوهم اقتصادي ځواک بدل سو. د ۱۹۳۵ – ۱۹۳۶ کلونو کي په شوروي اتحاد کي نوی اساسي قانون جوړ او د خلګو د رایو په اکثریت سره ومنل سو. سټالین هغه اساسي قانون، د نړۍ تر ټولو دموکراټیک او مترقي اساسي قانون وګڼی.
په ۱۹۳۰ کلونو کي چي فاشیزم په اروپا کي را وټوکېد؛ سټالین له پیله لا ورته متوجه وو. د هسپانیا د جمهوري غوښتنکو او فاشیستانو ترمنځ د جګړې پر مهال، شوروي اتحاد د جمهوري غوښتونکو څخه په ۶۴۸ الوتکو او ۴۰۷ ټانګونو، او همداسي شاوخوا ۵۰۰۰۰ پرسونل سره ملاتړ وکړ. د چین سره یې هم د جاپاني مليټاریزم د تېري پر ضد پوځي او سیاسي ملاتړ وکړ او دوهمي نړیوالي جګړې په نژدې کېدو سره سټالین وړاندیز وکړ، چي په نړیواله کچه دي د فاشیزم پر ضد، د جنګ ضد هیوادونو اتحاد جوړ سي، خو لویدیځ هیوادونه په دې تمه چي ګوندي هټلر به تر هر څه وړاندي په شوروي حمله وکړي او په اروپا کي به د بلشویزم مخه ونیسي؛ د سټالین له دې طرحي سره نه یو ځای کېدل. په مقابل کي یې سټالین د مولتوف - روبینتروپ تړون له جرمني سره وکړ، چي پر اساس یې جرمني او شوروي اتحاد یو پر بل د حملې نه کولو هوکړه کول. که څه هم دوهم نړیوال جنګ په ۱۹۳۹ کي پیل سو، خو شوروي اتحاد تر ۱۹۴۱ کال پوري له جګړې لیري وو او په دې موده کي یې جګړې ته ښه تیاری ونیو. د ۱۹۴۱ کال په په جون کي، نازیانو پر شوروي اتحاد حمله وکړه او په دې سره شوروي اتحاد هم په جګړه کي ښکېل سو. نازیانو ډېر ژر د اوکراین، بلاروسیې او بالټیک سیمي ونیولې او د مسکو تر څنډو ورسیدل. سټالین، د مسکو د محاصرې پر مهال همالته وو او د جګړې عمومي نظامي قومانده یې کول.
د همدې کال په جون کي د ګوند له لوري، سټالین د شوروي اتحاد د وزیرانو شورا رئیس او په جولای کي د شوروي اتحاد د وسله والو ځواکونو وزیر وټاکل سو. په دې سره، سټالین د جګړې د رهبرۍ کولو لپاره پوره دولتي، نظامي او ګوندي صلاحیتونه خپل کړل.
د شوروي اتحاد هغه ښارونه چي نازیانو ته ور پرېښودل کېدل؛ مخکي به لا د هغو څخه انسانان او نور ټول منقول تاسیسات ایستل سوي وه، تر څو فاشیستانو ته د لوټلو لپاره څه ور پاته نه سي. د شوروي اتحاد ډېر صنایع له لویدیځ څخه مرکزي روسیې ته انتقال سول. د ۱۹۴۲ کال د اپریل څخه سټالین د متقابلي حملې په فکر کي سو او سره پوځ د دفاعي حالت پر ځای تعرضي حالت خپل کړ. هټلر د جنوب ختیځ لخوا حملې زیاتي کړې او د سټالینګراډ ښار د نیولو هڅه یې وکړه، خو سټالینګراډ تر ډېري سختي جګړې او څو میلیونه تلفاتو سره - سره نازیانو ونسوای نیولای او له همدې ځایه د دوی ماته پیل سول. د ۱۹۴۳ کال په منځ کي، شورویانو بیرته د خپل هیواد د قلمرو ټولي هغي سیمي ونیولې، چي نازیانو ورڅخه نیولي وې.
د دوهمي نړیوالي جګړې پر مهال د لندن ارکسټر د سټالین کلیزه ولمانځل او د ټایم مجلې دی د کال شخصیت ونوماوه. سټالین په لویدیځه نړۍ کي په (سټالین کاکا) مشهور سوی وو. د ۱۹۴۳ کال په نوامبر کي سټالین، چرچل او روزولټ په تهران کي (کوم ځای چي سټالین انتخاب کړی وو) سره ولیدل. هلته شوروي اتحاد او لویدیځو دولتونو ترمنځ، د نازي دولت د خامخا او ټینګي ماتي پرېکړه وسول. سټالین بیاځلي دوی ته د لویدیځي جبهې د پرانیستلو خبره وکړه، تر څو په ختیځه جبهه کي (چي شوروي اتحاد پکښې ښکېل وو) د جګړې اندازه کمه سي، خو لویدیځوالو د ۱۹۴۴ کال په نیمايي کي دا وړاندیز ومانه، ځکه دوی دا تمه درلوده، چي نازي جرمني به شوروي اتحاد ښه وځپي، تر څو په راتلونکي کي اروپا له بلشویزمه وژغورل سي، خو د شوروي اتحاد متقابلو حملو نازیان په پرلپسې توګه پر شا وتمبول او د جرمني تر پولو یې ورسول.
د ۱۹۴۵ کال په اپریل کي د سټالین تر قوماندې لاندي سره پوځ د جرمني پلازمینه برلین او د جرمني ټول قلمرو تسخیر کړ او په ختیځه جبهه کي یې هم د جاپانیانو څخه د شوروي نیول سوي سیمي ونیولې. په دې سره دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېدل. په دې جګړه کي، سره پوځ او د هغه په راس کي د سره پوځ اعلی قومندانۍ ډېري لويي قهرمانۍ ترسره کړي وې. تر جګړې وروسته، چي شوروي اتحاد ته ډېر درانه زیانونه اوښتي ول؛ د بیارغوني پروسه هم د سټالین په واکمنۍ کي پیل سول.
نه یوازي خپله شوروي اتحاد، بلکې د ختیځي اروپا آزادو سویو سوسیالیسټي هیوادونو هم د بیارغوني مرستو ته اړتیا درلودل، چي دا دنده هم په بریالیتوب سره ترسره سول. په ۱۹۴۷ کال کي، په شوروي اتحاد کي، د خوراکي توکو د سهمياتو سیسټم له منځه ولاړ، په داسي حال کي چي په انګلستان کي تر ۱۹۵۱ کال پوري لا موجود وو. د بیارغوني په کلونو کي، یوه لسیزه وروسته د ختیځي اروپا نوي خلقي او سوسیالیسټي هیوادونه هم د نړۍ د سیالۍ په کاروان کي مخکښ سول. تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته، سټالین د واحد خو ناپوځي او ناپېیلي جرمني ملاتړی وو، مګر امریکا او انګلستان دا طرحه ونه منل.
سټالین خپل نور اثار (مارکسیزم او ژبپوهنه) او (په شوروي اتحاد کي د سوسیالیزم مسایل) په ۱۹۵۰ او ۱۹۵۲ کلونو کي خپاره کړل. کله چي د شوروي اتحاد د جمهوریتونو د را منځته کېدو او نړیوال انقلاب مسایل مطرح سول؛ سټالین په دې نظر وو چي ټول نوي پرولتاري دولتونه به د یوه هیواد په چوکاټ کي یو ځای نه سي او اړتیا دا ده، چي جلا - جلا سوسیالیسټي هیوادونه را منځته سي. سټالین په ټینګه سره، په یوه هیواد کي د سوسیالیزم د جوړېدلو پلوی وو.
سټالین چي په ۱۵ کلنۍ کي له مارکسیزم سره آشنا سوی وو، بیا یې د ژوند تر پایه همدې نظریاتي تګلوري ته خپل ټول ژوند او امکانات وقف کړل. په ورځني ډول یې د شپې تر ناوخته کار کاوه، د ژوند طرز یې ډېر ساده وو او د لوکسو توکو سره یې لېوالتیا نه درلودل. د سټالین ژوند لیکونکو له قوله، ده پر ځان یو ډېر عالي کنټرول درلود، ډېره پیاوړې حافظه یې لرل او بېحده زیات کار یې کاوه. د زده کړي ډېر لېواله وو. ده، د سیاسي رهبرۍ پر مهال، ټولي خواوي تعقیبولې او شخصي ژوند یې له سیاسي څخه جلا نه وو. سټالین د لویو مطالعه کونکو انسانانو څخه یو وو او په خپل شخصي کتابتون کي یې ۲۰۰۰۰ کتابونه درلودل. هغه کله - کله ۵۰۰ پاڼي هم په ورځ کي لوستلې. ده به ویل، چي مطالعه نه یوازي د خلګو نظریات اړوي؛ بلکې جوړښت یې هم ور بدلوي. دی د ګرجي او روسي ژبو ترڅنګ په جرمني، لاتیني، یوناني او سلاونیکي ژبو هم بلد وو.
سټالین د خپلي لومړۍ مېرمني څخه یو زوی یاکوب درلود، چي وروسته په دوهمه نړیواله جګړه کي د نازیانو لخوا ونیول سو او ووژل سو. ده، د خپلي دوهمي مېرمني نادژدا الیلویوا څخه یو زوی واسیلي او یوه لور سوتلانا درلودل.
سټالین، د ۱۹۵۳ کال د مارچ پر اوله ناروغ سو او د یوې توطیې په ترڅ کي یې چي هغه په قصدي او عمدي ډول د ده د پروخت تداوۍ مخه نیول وه؛ د مارچ پر ۵ نېټه مړ سو. د سټالین په مړینه باندي، د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي خواشیني وښودل سول. د ده تر مړیني وروسته، د شوروي اتحاد په کمونسټ ګوند کي د خروشچف بانډ واک ته ورسېد او د شوروي اتحاد په بیلابیلو جوړښتونو کي یې بدلونونه راوستل، چي په اوږد مهاله کي د شوروي اتحاد د تدریجي کمزوري والي، مارکسیزم څخه د لیري والي او بالاخره سقوط لامل وګرځېد.
سټالین د شلمي پېړۍ له لویو انقلابي شخصیتونو او سیاستوالو څخه وو. ده، له هغه مهاله چي د لنین په مشري د بلشویکانو سره یو ځای سوی وو؛ بیا تر خپلي مړیني پوري، په نړۍ کي د کارګري طبقې او سوسیالیزم د پايښت او ټینګوالي لپاره لوی خدمتونه وکړل. د اکټوبر تر انقلاب ډېر وړاندي، د بلشویکانو په تنظیم او سمبالولو، د اکټوبر انقلاب پر مهال د لویو او تاریخي وظایفو د ترسره کولو او بیا وروسته د پلان ګذاري کېدونکي سوسیالیسټي اقتصاد په را منځ ته کولو او سمبالولو سره، شوروي اتحاد په بیلابیلو برخو کي د یو وروسته پاته فیوډالي هیواد څخه په یو عصري – صنعتي هیواد بدلولو، د فاشیزم پر وړاندي د جګړې بریاليتوبونو، تر جګړې وروسته د بیارغوني چارو د سمبالولو، د پیاوړي سوسیالیسټي بلاک را منځته کولو او نورو ډېرو اساسي چارو په مخته وړلو کي د سټالین مستقیمه ونډه موجوده وه او دا ټول کارونه د شوروي اتحاد په کمونست ګوند او شوروي دولت کي د ده د مشرتوب پر مهال ترسره سوي وه. سټالین، د شوروي اتحاد د کمونسټ ګوند د عمومي منشي او شوروي دولت د رئیس په توګه، له دغو ټولو تاریخي حوادثو او پېښو له عُهدې څخه په پوره تدبیر او لویو مادي او معنوي لاسته راوړنو سره په بریالیتوب وتلی وو.
په وروستیو کلونو کي د ترسره سویو څېړنو له مخي، ۷۵٪ روسان او د پخواني شوروي اتحاد خلګ په دې باور دي، چي د سټالین د واکمنۍ په موده کي روسیې د خپل ټول تاریخ په نسبت ډېري لاسته راوړني درلودې او سټالین د روسیې په تاریخ کي تر ټولو اغېزمن مشر وو.
که څه هم سټالین تر نظریې ډېر د عمل او پراټیک سړی پاته سوی دی، خو په سیاسي، اقتصادي، فلسفي، ادبي او نورو بیلابیلو برخو کي یې ډېري لیکني کړي دي، چي د مارکسیستي فلسفې په نوښتګري پراختیا کي اغېزناکي وې.
د ده اصلي تیوریک کارونه د ملې مسئلې په مارکسیسټي حل او طبقاتي مبارزې د تشدید په نظریه کي وه.
سټالین د مارکسیزم او ملي مسئلې اړوند په ۱۹۱۳ کال کي یو رساله خپره کړل او هڅه یې دا وه، چي د ملي مسایلو اړوند د بلشویکانو سیاسي اصول جمعبندي کړي. سټالین د ملت د پدیدې په تعریف کي وايي:
«ملت د وګړو هغه ثابت ګډون دی، چي د تاریخي عواملو پر اساس یې ترکیب موندلی وي او د ژبي، خاوري، اقتصادي ژوندانه او روحي جوړښت د یووالي پر بنسټ، چي د فرهنګي اشتراک په ډول منعکس کېږي؛ پر اساس منځ ته راغلی وي. ملتونه د ځانګړو تاریخي او اقتصادي شرایطو محصول دي، ملتونه د پانګوالۍ د را منځ ته کېدو او ودي د دورې پدیده ده. د فیوډالیزم د ړنګېدو او پانګوالۍ د جوړېدو سره ملتونه وده او تکامل کوي. هر ملت د خپل ځانته متشکل کېدو او جوړېدو حق لري، خو داسي هم نه ده چي په هر مهال کي بېلتون غوښتنه ښه ده، بلکې یوازي هغه مهال دا کار ښه دی، چي د ټولي ټولني زیار ایستونکو طبقاتو ته یې ګټه زیاته وي.»
سټالین د بېلګي په ډول وايي، د قفقاز تاتاران کولای سي د یو ملت په توګه ټول سي او د خپلو ملایانو تر نفوذ لاندي پخواني سیسټمونه جوړ کړي. د ملتونو د خپل برخلیک ټاکني له اړخه خو دا سم کار دی، خو آیا دا کار د تاتار د ملت د زیار ایستونکو د ګټو سره سر خوري؟ دا پوښتنه په ځانګړو تاریخي شرایطو پوري تړلې ده، ځکه یوازي ملي او فرهنګي خودمختاري ټولي ستونزي نه سي حلولای، بلکې د برخلیک ټاکلو صلاحیت باید ملتونو ته ورکول سي. یوازي د ملي مسایلو حل هم د انسانانو ټولو ستونزو او کړاوونو ته د پای ټکی نه سي ايښودلای، بلکې ملي مسئله د انسانانو د ډېرو ستونزو یوه برخه ده، چي د طبقاتي تضادونو له حل سره د دغو ستونزو حل هم خپل په خپله میسر کېږي. ټوله ائیزه ډموکراسي، د ملي مسئلې د حل لومړی شرط دی.
طبقاتي مبارزه چي د مارکسیستي فلسفې له ډېرو بنستیزو مقولاتو څخه ده، سټالین شرایطو ته په پام سره طبقاتي مبارزه په دوو وختونو کي تحلیل کړې: الف، د پانګوالۍ څخه سوسیالیزم ته د اوښتون طبقاتي مبارزه – ب، د سوسیالیزم د ټینګښت پر مهال طبقاتي مبارزه.
کله چي د پانګوالۍ څخه سوسیالیزم ته د اوښتون زمینه برابرېږي، په همدا موده کي، طبقاتي مبارزه د دې پر ځای چي لږه سي، لا زیات شدت اخلي. همداسي کله چي په یوه هیواد کي سوسیالیسټي انقلاب بریا ته رسېږي؛ هلته د سوسیالیزم د بریا پر مهال لا هم طبقاتي مبارزه شدت اخلي او د پانګوالۍ متخاصم ځواکونه د بیلابېلو لارو هڅه کوي، چي نوی سوسیالیسټي دولت له ټولو ممکنه لارو څخه په ګټي اخیستني سره له پښو واچوي. پر دې بنسټ هر څومره چي موږ د سوسیالیزم لوري ته نژدې کېږو؛ د نړیوال امپریالیزم او نورو سرمایه داري هیوادونو په موجودیت کي طبقاتي مبارزه هغومره شدت اخلي.
تر سټالین وروسته، د شوروي اتحاد او نورو سوسیالیسټي هیوادونو تاریخ د سټالین د دې نظریې کره والی وښودی. سټالین د نړیوال کمونسټي انقلاب په اړه هم دا نظر درلود، چي اول باید په یوه هیواد کي پرولتاریا واک ته ورسېږي او خپل ځواک ورغوي، په خپلو لویو لاسته راوړنو سره نورو ته مثال او الهام ورکونکی وګرځي او بیا د یوه پیاوړي سوسیالیسټي بلاک د جوړېدو سره، په نورو هیوادونو او ټولي نړۍ کي د کارګري او آزادي غوښتونکو غورځنګونو څخه مادي او معنوي ملاتړ وکړي. د شوروي اتحاد سیاسي تاریخ ته په کتو سره، سټالین د خپل ژوند تر پایه پوري، د خپلي طرحي سره سم په دقیق ډول مخته ولاړ. د نړیوال انقلاب دا سټالیني طرحه، د ټروتسکي د نړیوال انقلاب تر طرحي ډېره عیني او منطقي وه.
ماخذ: نړيوال انقلابي شخصيتونه
Pawanda_Lilizi_Art_پوونده_لیلیزی_آرټ