د نوې شعر اصنافو
[19.Apr.2024 - 16:28]د نوي شعري اصنافو تجربې
لیک: ډاکټر اسماعيل ګوهر
نوي شعري اصناف نورو ژبو نه هم پښتو ته راغلي او مقبول شوي دي او کله کله پښتو شاعرانو هم د نوي اصنافو وضع کؤلو هڅې کړې دي ۔ د يو څو مثالونو نه واضحه کېږي چې پخپله په شعوري طور د اصنافو د وضع کؤلو تجربې کاميابه شوې نۀ دي ۔ د کال ۱۹۹۰ دوران کښې د کراچۍ شاعرانو د يو نوي صنف تجربه د “څړيکه” په نوم اوکړه ۔ فني خد و خال ئې ورله اوټاکل او “جرس” غوندې معياري او مقبول رسالې “څړيکې” چاپ کؤلې هم خو دې صنف رواج اونۀ موندو۔ دا صنف په شپږو مصرعو مشتمل ؤ چې دوه مصرعې به پکښې ټپه هم شامله وه ۔ د فاروق مظهر د يوه څړيکې نمونه اوګورئ چې ددې صنف د ناکامۍ سبب ته رسېدل اسان شي ۔
څانګه به نن صبا کښې ګل شي
چمن ښائسته به د بلبل شي
سپرلے به راشي په وطن کښې
ما ئې په سر کښې سرې غوټۍ ليدلي دينه
د مايوسۍ زندان به دړې وړې شينه
( جرس ستمبر مخ ۶۸)
د ټپې د دواړو مصرعو په مينځ کښې دوه مصرعې راوستے شوي دي ۔ د ټپې دواړه مصرعې چې مسلسل يو ځائے وي نو د مفهوم ابلاغ ئې ډېر صراحت ،وضاحت او اسلوبياتي ښائيست سره کېږي ۔
خو دواړه مصرعې چې د يو بل نه جدا شي او مينځ کښې شاعر خپلې دوه مصرعې په تشريحي انداز کښې داخل کړي نو د ټپې معنوي او فني اختصار او او د اسلوب ښائيست دړې وړې شي ۔ د جذبې صداقت، قوت او شدت ئې کمزورے شي ۔ هسې هم ددې نوي صنف په ټول وجود کښې هيڅ داسې فني خوبي نۀ وه چې يو شاعر به ئې ځان ته متوجه کؤ او شاعر به د لوستونکي توجه راښکله ۔ ټپه زمونږ اولسي صنف دے۔ فني جوړښت ئې دومره مستحکم دے چې تر ننه پکښې د يوې چپې کمے بيشے نۀ دے شوے نو د داسې مضبوط فني صنف په مينځ کښې خپلې مصرعې شاملؤل او ټپه شلؤل د ټپې د محفوظؤلو او سمبالؤلو په ځائے ددې د شناخت مجروح کولو باعث ثابتېدو ۔ او اخر “څړيکه” د محدود پيمانې يوه ناکامه تجربه ثابته شوه ۔ په دغه مذکوره کلونو کښې جاپاني هائيکو هم پښتو ته ننؤتې وه ۔ اخبارونو رسالو او ادبي تذکرو کښې هائيکو چاپ کېدلې ۔ کال ۱۹۹۲ کښې پښتو کښې د هائيکو ړومبۍ مجموعه“مُسکا” چاپ شوه ۔ د مسکا نه ړومبے ټولې هائيکو د پنځۀ اووۀ پنځۀ په هيئت کښې چاپ کېدلې ۔ ما چې هائيکو له د يولسو چپو هيئت اوټاکو نو شاعرانو دا هيئت خوښ کړو او زما د “مسکا” نه پس زياته هائيکو په دغه يولسو چپو کښې اوليکلے شوه او ټول کتابونه هم دغه هيئت کښې چاپ شول او دا سلسله لا تراوسه روانه ده ۔ پاکستان سره سره افغانستان کښې چې تراوسه د هائيکو کومې څلور مجموعې چاپ شوې دي هغه څلور واړه د يولسو چپو په هيئت کښې دي ۔ دلته ئې صرف نومونه او د شاعر نوم درج کؤم ۔ يو د محمد الله مقبل“يبره” دويم د پوهنوال يار محمد يزال“ دريګې” دريم د خيال باچا مفتون“ زما د زړۀ په راز به څۀ پوهه شې” او څلورم د محب الله سباؤن“ په چنارونو دې لمبې پورې شي”ددې څلورو مجموعو نه علاوه د افغانستان ټول د هائيکو شاعران د يولسو چپو لويه هائيکو ليکي۔ د هائيکو د مقبوليت په ابتدائي کلونو کښې انګريزي صنف“ سانيټ” هم سليم راز او هاشم بابر غوندې سينئر شاعرانو ليکو خو د خپل پيچيده فني جوړښت او د زبان او بيان د څۀ خاص انفراديت د فقدان په سبب پښتو کښې اونۀ چلېدو ۔۔ د جاپان يو بل صنف“واکا” پښتو کښې د رائج کؤلو کوشش اوشو خو کاميابي ئې اونۀ مونده ۔ د واکا په پنځۀ مصرعو کښې نه خو قافيه رديف دي او نه د مصرعو په جوړښت کښې څۀ قسمه بې ساختګي او فطري تړون دے چې ليکونکے او اورېدونکے ځان ته متوجه کړي ۔ د عبد الرؤف رفيقي يوه “واکا” اوګورۍ
ستا په لټون يم ستا د ديدن په طمع
ترڅو به يمه هغسې ووږې سترګې
ورانې دنيا ته ګورم
( جرس جولائي ستمبر ۱۹۹۱)
واکا خپل جوړ کړے صنف نۀ ؤ ۔ د بهر نه اخيستے شوے ؤ خو د خپلې فني بې خوندۍ په سبب اونۀ چلېدو ۔ دد ې نه پس د خپلو اصنافو وضع کولو نور کوششونه په مختلفو وختونو کښې اوشول ۔ د ټپې په استعمال د “څړيکه” صنف ناکامه کېدو نه پس يو ځل بيا د ټپې په استعمال د يو نوي صنف تجربه اوشوه ۔ نوم ئې ورله ټپئيزه خوښ کړو ۔ دغه صنف هم مقبول نۀ شو نو“ټکوريزه” نومې صنف په مخه راغے او هغه هم بس د تجربې تر حده پاتې شو ۔ خو د افسوس مقام دادے چې ځينې جلد بازو اديبانو د ادبي اصطلاحاتو په خپلو کتابونو کښې ددې رد شوي اصنافو تعريفونه او نمونې هم درج کړې ۔ دا نوي پيدا کړے شوي اصناف ئې سر اوچېدو ته هم پرې نۀ ښودل ۔ ددې اصنافو نوم قدرې لا ژوندے ؤ چې په 20 جنوري 2024 د سوات شاعر حنيف قيس صيب د “پهه” په نوم د يو نوي صنف اعلان د ويډيو ريکارډنګ په ذريعه په فيس بک خور کړو او د “پهې” نمونې ئې هم پخپله واؤرؤلې ۔ ړومبے “پهه” ګورو:
مونږ د ګلونو په خندا مئين يُو
ډېوې مو خوښې په رڼا مئين يُو
ځکه په تا مئين يُو
دا هيڅ نوے صنف نۀ دے ۔ دا د يولسو چپو هائيکو ده چې دريمه مصرعه ئې څلور چپې لنډه کړے شوې ده ۔ دا د هائيکو يو هيئت يا فارميټ کېدے شي خو نوے صنف نۀ شي کېدے ۔ تر څو چې دې “پهه” کښې د قافيې رديف د استعمال خبره ده نو د يولسو چپو هائيکو کښې قافيه رديف ړومبے هم استعمال شوي دي ۔ د “پهې” ددې اعلان سره سم په بله ورځ د شانګلې يو شاعر د “پلستر” په نوم يو صنف متعارفه کړو( ډاکټران چې په مات هډوکي کوم پلستر کوي) خو زر ئې ورله نوم بدل کړو او “هپه” ئې کېښودو۔ظاهره ده چې “پهه” لفظ کښې ئې د حروفو تقديم تاخير اوکړو او“ هپه” نوم ئې جوړ کړو ۔ د “هپه” نمونې ئې په سوشل ميډيا خورې کړي چې يوه نمونه يې دا ده
د ژوند سپرلے ئې
د مينې ګل ئې
د خوبونو لاروے ئې
زما لالے ئې
دې کښې ړومبۍ او دريمه مصرعه پنحۀ پنځۀ چپې او مينځنۍ ديارلس چپې ايښودے شوې ده ۔ ددۀ په بله ورځ د شانګلې معروفه شاعر فضل الرحيم لوهار هم اعلان اوکړو چې هغه د دوه درې مياشتو راسې په يو نوي صنف کار کوي او زر به ئې اعلان اوکړي ۔ هم په دغه ورځ د بټګرام شاعر فهد احساس هم د يو نوي صنف نوم اوليکو چې زۀ په دې کار کؤم ۔ دا هر څۀ راته سيالي ، غير سنجيده اوغير ضروري شوق محسوس شو ۔ کومو دوؤ شعرانو چې“پهه” او“هپه” ايجاد کړې ده نو دواړو د هائيکو په مصرعو کښې چپې کمې کړې زياتې کړي دي او د نوي صنف نوم ورته ورکوي ۔ ښۀ به وي چې د ددې نوي اصنافو دا ګپ شپ د سوشل يډيا تر حده پاتې شي او د ادبي اصطلاحاتو تر کتابونو ئې ذکر لاړ نۀ شي او زمونږ په شعري ادب کښې نوې پيچيدګۍ پيدا نۀ شي ۔ د ړومبے نه هم عجبې پيچيدګۍ روانې دي لکه نور الامين يوسفزئ په سوشل ميډيا د ديارلسو چپو خپلې هائيکو اوليکلې او نوم ئې ورته درئيزه اوليکو ۔ دا نوم د هغۀ نه ړومبے شيرين يار يوسفزي خپل کتاب“ د رنګونو پېوندونه“ کښې هائيکو ته ورکړے ؤاو هغۀ نه مخکښې هاشم بابر خپل کتاب“ هم هغه لټون” مطبوعه ۲۰۰۵ کښې چرته هائيکو ته او چرته د درې مصرعو نثري نظم ته ورکړے دے او رباعي ته ئې د څلوريځې نوم ورکړے دے ۔ددغه ديارلسو چپو هائيکو کښې قاسم محمود هم کتاب چاپ کړو او نوم ئې ورله“ درې مصرئيز” نظمونه کېښودو ۔ د يو صنف په يوه زمانه کښې دا مختلف نومونه د شاعرانو غير سنجيده رويې ته اشاره کوي ۔ د دنيا په ټولو ژبو کښې د جاپان د هائيکو نوم هائيکوبحال ساتلے شوے دے خو پښتو کښې ورله هر شاعر خپل خپل نوم د اېښولو شوق کوي ۔ او بيا ورله د اولسي ادب نه يو جواز هم پيدا کوي چې اولسي ادب کښې د درې مصرو صنف موجود ؤ ۔ اولسي ادب کښې د دوه او درې مصرعو صوتونه شته دے خو هغه د صنف هيڅ قاعده کليه نه لري ۔ او چې هائيکو نۀ وه راغلې نو دا صوتونه چا د دريئيزې په نوم ياد کړي دي ۔ د اصنافو د نومونو بدلؤلوشوق صرف هائيکو پورې نۀ دے محدوده ۔ په نورو اصنافو هم دا تجربې روانې دي ۔ زمونږ په شعري روايت او کلاسيکي شاعرۍ کښې چې کوم صنفونه کومو نومونو سره استعمال شوي دې د هغوئي د بدلولؤ جواز سوائے ددې نه نور هيڅ نشته چې دا د عربۍ او فارسۍ نومونه دي او مونږ ئې په پښتو بدلؤ ۔ لکه رباعي ته ځينې شاعران“ څلوريزه” ليکي او ځينې قطعې ته څلوريزه ليکي ۔ بلکې د يو شاعر په يوه شعري مجموعه کښې رباعي ته هم څلوريزه ليکلے شوي دي او قطعې ته هم ۔ مثالونه ئې ځکه درج کؤم چې زما خبره هسې بې دليله اونۀ ګڼلے شي ۔ د قندهار افريدي شعري مجموعې“ نوے غږ” مطبوعه ۲۰۲۱ کښې د څلوريزې عنوان لاندې دا قطعه درج ده:
په چا کور کلے څوک په ذات ښکلے شي
په ځينې خلقو کائنات ښکلے شي
ستا په راتګ مې سيمه دغسې وي
لکه په حج کښې عرفات ښکلے شي
او بل ځائے کښې ئې ددغه وزن بحر قطعې ته“قطع” ليکلي دي:
وؤ مخکښني که اوسني وختونه
په زړۀ مې پنډ غمونه يو هومره دي
په پښتومخوا کښې لوړ او ټيټ نشته دے
زمونږ د غرو سرونه يو هومره دي
خو نورو ځايونو کښې ئې رباعي ته څلوريزه ليکلي دي لکه دا رباعي:
بيا نا قرار ئې د چا د لوريه
نادان زړګيه ماشوم تي خوره
د هجر شپه ده قيامت خو نۀ دے
زر کړه راخېژه د صبا ستوريه
قطعې او رباعي دواړو ته د څلوريزه وئيلو مثالونه د نورو شاعرانو په کتابو کښې مې هم ليدلي دي ۔ دلته سوال دا پيدا کېږي چې څلوريزه څۀ شے دے؟دوه مختلف صنفونو له يو نوم استعمالؤل هيڅ جواز نۀ لري ۔
په خپله خوښه د اصنافو د نومونو بدلؤلو په شوق کښې د پيچيدګۍ پيدا کولو يو بل مثال د قندهار افريدي کتاب نه وړاندې کؤم ۔ يو ځائے ئې د درې شعرونو غزل ته عنوان ورکړے دے“نيمګړے غزل” او بل ځائے ئې د درې شعرونو نيمګړي غزل ته عنوان ورکړے دے“ شپږيزه“۔ نو آيا شپږيزه په پښتو کښې څۀ صنف شته؟ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ څوک چې قطعې ته څلوريزه وائي نو ځکه وائي چې مصرعې ئې څلور دي خو دې ته ئې نظر نۀ ځي چې قطعه د څلوېښتو مصرعو هم وي ۔ آيا که څوک اوږده قطعي ليکي نوم به ورله د مصرعو په حساب لسيزه، شلېزه او څلوېښتيزه ږدي ۔ په څلوريزه کښې بله پيچيدګي دا هم ده چې د افغانستان نوموړي شاعر اسماعيل يون مربع نظم ته څلوريز نوم ايښے دے ۔کوم اصناف چې د نورو ژبو نه خپلو نومونو سره راغلي دي او زمونږ د ادب برخه ګرځېدلي دي او هغه نومونه ئې د صدو صدو راسې چلېدلې دي د هغو بدلؤل يو غير ضروري مشق دے ۔
د نوؤ اصنافو په لړ کښې هم ډېرې بې احتياطۍ او غير ضروري مشقونه روان دي ۔ شاعران دې دا هم په نظر کښې ساتي چې هغوئي چې کوم صنف کښې د چپو د کمي بيشي په ذريعه نوے صنف ايجاد کوي نو هغه به نوے صنف نۀ حسابېږي بلکې د اصل صنف مقبوليت به حسابېږي ۔ لکه“پهه” او“هپه” دواړه د هائيکو نوي شکلونه دي ۔ د نوؤ اصنافو په خپلؤلو کښې ډېر احتياط لازم دے او په ضرورت ئې هم سنجيده غور و فکر پکار دے ۔ يو صنف صرف يو فني چوکاټ نۀ وي چې هر قسمه خيالات پکښې فټ کړے شي ۔ د هر صنف خپل يومزاج، يو خاص فکري ماحول او خاص ټريټمنټ وي ۔د هائيکو دا کوم نوي چوکاټونه چې زمونږ شاعران په مخه راولي نو د هائيکو او ددوئي په مزاج او ټريټمنټ کښې څۀ فرق دے؟ هيڅ هم نشته ۔ دا مذکوره اصناف چې د لفظي اختصار او د خيال د تکميل او د نوي طرز اظهار کومې تقاضې کوي دا د هائيکو بنيادي تقاضي دي ۔
د کال ۱۹۹۳ خبره ده چې ما جرس رساله کښې د ازاد غزل په موضوع يو مضمون اوليکو او پښتو کښې مې د ازاد غزل لاره د بندؤلو يو کوشش اوکړو ۔ اردو کښې د ازاد غزل سيلۍ چلېدلې وه او دوه درې مجموعې هم پکښې چاپ شوې وې ۔ ماته ازاد غزل کښې نوره هيڅ خوبي محسوس نۀ شوه سوائے ددې نه چې مصرعې د ازاد نظم په شان اوږدې او لنډې وي ۔ شکر دے چې ازاد نظم پښتو ته رانغے او اردو کښې هم اونۀ چلېدو ۔ پښتو کښې به ورسره نورې لوبې شروع شوې وې او هاغه نوي شاعران چې بې وزنه شعرونه وائي هغو ټولو به خپل بې وزنه غزل ته ازاد غزل وئيل حالانکې ازاد غزل کښې د يو بحر پابندي لازم وه خو صرف د وزن رعايت ؤ ۔ زمونږ کوم ملګري چې د يو صنف په چپو کښې کمي زياتي سره د نوي صنف سازؤلو په شوق کښې لګيا دي نو هغوئي دې په دې غور اوکړي چې چپې کمېدو زياتېدو سره نوے صنف نۀ جوړېږي ۔ خپله چاربيته به اوګورو ۔ د ځينو چاربيتو سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ۔ د ځينو په درو مصرعو،دوه او يوه نيمه مصرعه سر هم وي ۔ دغسې بندونه يا کړې ئې د څلورو مصرعو نه تر شلو مصرعو پورې ليکلے شوي دي ۔ کتاب“د اخون مير حسن احسن بابا چاربيتې” مطبوعه ۲۰۱۲ کښې د يوې چاربيتې يو بند د څلوېښتو مصرعو هم دے ۔ دا د چاربيتې مختلف فني جوړښتونه دي او ټول د چاربيتې صنف سره تړلي دي ۔ نن چې کومې“پهې” او“هپې” د رائج کؤلو کوششونه کېږي نو دا ټول شکلونه به په هائيکو شمېرلے کېږي ۔
د نوؤ اصنافو په لړ کښې ماته ياد شي چې يوه زمانه کښې زمونږ د صوبې د اردو ډېر معروفه شاعر او عالم فارغ بخاري يو نوے صنف د “نظمانه” په نوم متعارفه کړو ۔ نظمانه يعني نظم کښې افسانه بيانؤل ۔ فارغ بخاري اردو ادب کښې يو معيار، وقار او مقام لرو ۔ د اردو ټولو معياري مجلو کښې ئې کلامونه چاپ کېدل او د پائې شاعرانو سره ئې ادبي تعلق ؤ خو ددې هر څۀ باوجود د “نظمانه” تجربه لږ وخته پورې هغوئي پورې محدوده پاتې شوه او اخر ئې نوم نشان پاتې نۀ شو ۔ پښتو کښې نثري نظم هم او نۀ چلېدو ۔
فضل محمود روښان کال ۱۹۸۸ کښې د نثري نظمونو يوه مجموعه“رڼې ملغلرې“ هم چاپ کړه خو دا صنف شاعرانو سره سره لوستونکو هم خوښ نۀ کړو ۔ اوس د موجوده وخت ځينې ډېر د تخليقي او تنقيدي صلاحيتونو شاعرانو دې ته نوے نوم“ نثرم” خوښ کړو او تخليقات پکښې هم کېږي خو د صنف په طور ئې د چلېدو امکانات کم ښکاري ۔ اصل کښې نثر او نظم دوه بيلې بيلې ذائقې دي ۔ لوستونکي ته په نثري نظمونو کښې نه خو د نثر د سلاست، روانۍ او د مفهوم د وضاحت او صراحت خواږۀ محسوسېږي او نه د شاعرۍ هاغه خواږه کوم چې د شاعرۍ سره لازم دي ۔ بله دا هم ده چې په نثري نظم کښې داسې کومې فني او فکري خوبۍ دي چې په ازاد نظم کښې ئې احاطه نۀ شي کېدے ۔ بهر حال دا يو ځان له اوږد تنقيدي بحث دے چې مخالفت سره سره ئې په حمايت کښې ډېر دلائل په مخه راتلے شي خو د “نثرم” نه پسته داسې هم اوشوه چې بلوچستان کښې ملګرود “مناثره” په نوم د يوې داسې ناستې اعلان اوکړو چې هغې کښې به صرف نثر اورؤلے شي ۔ څنګه چې مشاعره شاعرۍ د پاره مخصوص وي نو مناثره به نثر د پاره مخصوص وي ۔ کۀ خيال اوکړو نو مونږ څخه ادبي غونډې او تنقيدي اجلاسونه جاري دي چې د نظم او نثر پکښې هيڅ بيلتون نشته ۔ هم پکښې نظم اورؤلے کېږي او هم نثر۔ “ مناثره” د يو نوي روايت د قائمؤلو د شوق نه زيات راته د ضرورت په حواله يو ضروري قدم نۀ ښکاري ۔ د چا لخوا چې اعلان شوے دے نو هغوئي به ئې تر څۀ وخته په څۀ نه څۀ شکل کښې اوچلوي خو د ادبي روايت په طور ئې مستقبل روښانه نۀ ښکاري ۔ د هر نوي صنف يا نوي ادبي روايت د اجرا نه مخکښې ډېرې سنجيدګۍ سره دا سوچ کؤل ضروري دي چې ددې ضرورت څۀ دے او ژبې او ادب ته ترې فائده څۀ رسېدے شي ۔ او چې کومې پيچيدګۍ ترې سر راولاړؤلے شي په هغو هم غور و فکر پکار دے۔
(رنګ په رنګ)