شهید محمد اصف خوګیاڼی
[29.Apr.2024 - 19:26]دلویې پکتیا ولایت ښونځیوبنسټګر ارواښادشهید الحاج محمد آصف خوګياڼی وپېژنئ
لیک: سلطانزی
دسرخبرې:
زه پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ لاندې لیکنه دهیواد ملي فرهنګي څېره، دمعارف وزارت ځلانده علمي ادبي شخصیت، ارواښادشهید الحاج محمد آصف خوګياڼي په یاد لیکم.
داځکه چې زه دلويې پکتیاولایت (جنوبي ولایت) اوسیدونکي په صفت خپل ځان پوروړې ګڼم چې زموږپه ولایت کې دابتدایه او لېسې دښونځیوبنسټ لومړی اقدام دارواښادپه نوښت ترسره شو. دیادولووړده چې هغه مهال دلویې پکتیاولایت نوم جنوبي ولایت نومیدلو. دنوموړې موخې لپاره مخکې ترمخه ارواښادشهید الحاج محمد آصف بې سارې منډې رامنډې وکړې اوډیرتکلیفونه یې په ځان قبول کړل ترڅودهغه وخت چارواکوته دقناعت وړمستند دلایل وړاندې کړي اودښوونځیودجوړولوامرترلاسه کړي . دادومره اسانه کارنه وو،داځکه چې یوخوادحکومت دچارواکوله خوابه تل دلويې پکتیاولایت (جنوبي ولایت) لپاره ډیره کمه بودجه منظور کیدله اوبلخواپه دې اړوندبیخي بې پروااوبې مسؤلیته وو . په داسې حال کې چې دنوروولایتونولپاره په تېره بیا لکه شمالي ولایت لپاره پرته له خنډاوځنډ بې شماره ښوونځی پرلپسې تأسیس کیدلې . بلخواچارواکوبه تل دپلمي په بهانه داسې دلایل هم وړاندې کول چې ګڼه دلويې پکتیاولایت خلک په خپله نه غواړي چې ښوونځی ته لاړشي. خوارواښاددچارواکوداسې بې بنسټه نظرته دپای ټکی کیښوداو بیخي تغیرورکړ. داځکه چې زموږدولایت خلکو طالع اودنیکمرغی برکت ووچې ارواښادشهید الحاج محمد آصف خوګياڼي دهمغه وخت صدراعظم شهیدمحمدهاشم میوندوال هم ټولګی اومخلص ملګری وو. نوله دې کبله ارواښادوکولای شول چې په دیپلوماسې ،مهارت،زړه ورتوب،علمیت ،منطق،متوازن معارف دلایلوپه اساس اوپه څنګ کې دلوړپوړوچارواکوسره په تیره بیا دهمغه وخت صدراعظم شهیدمحمدهاشم میوندوال سره د راشه درشه اودبې شماره ملا قاتونوپه نتیجه کې ارواښادبریالی شوچې دلویې پکتيا ولایت(جنوبي ولایت) په کاري دوره کې په یوه عریضه اویوه وارسره ددری شپيته ٦٣ ښونځیوفوق العاده امرترلاسه کړي چې په تاریخ کې لاتراوسه ساری نه لري. بلخواګڼ شمېردهاتي، ابتدایه او لېسې یا نوې جوړې شوي او یا ورته د ټيټ نه لوړ ته ارتقا ورکړل شوې. که زه په ساده الفاظوکې ووایم نومبالغه به نه وي چې دلويې پکتیاولایت لپاره د پوهنې لوی مدير په توګه دارواښادشهید الحاج محمد آصف خوګياڼي مقرري اوخدمت کول یوه خدايي معجزه اوزموږدولایت بخت اوطالع وې چې الله ج ورباندې پېرزوینه کړې وه.
همدالامل دی چې زه غواړم دلويې پکتیاولایت (جنوبي ولایت ) ته دارواښادهراړخیز اوبې ساری خدمتونوکارنامې دتاریخ پاڼوته وسپارم اوهمدارنګه دمرحوم په تړاوځوان نسل ته نه هېرېدونکي اوریښتوني معلومات دژوندلیک له لارې وړاندې کړم. دخوشحالی ځای دی چې دارواښادژوندلیک مې چې ددې مضمون په اخیرکې لیکل شوی دی ، د انجینیر محمد اسحق آصف په مرسته ترلا سه کړچې ورڅخه دزړه له کومې مننه کوم. زه انجینیر محمد اسحق آصف دډېرې مودې راهیسې دیوه مخلص ملګري په توګه پيژنم اویوصادق ،وطنپال،وفادار،ولسي ملي شخصیت دی چې په ملګرتیایې افتخارکوم.
دخدمت خبرې :
هر قوم ته خپل افتخارات مهم دي، موږ هم باید په خپلو نومیاليو، وویاړو او تل یې یاد ژوندی وساتو. داځکه چې دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوي اوتاريخ پوهان هغوی دتاريخ پاڼوته رسوي ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگي برياوواودهغوی له قهرمانانونه پوره خبرتياترلاسه کړي.
موږ پښتانه ولې په یوه داسې ناوړه فرهنګ کې راګیرشوي یو،چې نه دژوندیوملي اټلانو اونه دمړوملي اټلانولمانځنه اوستاینه کوو؟ دايوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړو گټل نه بلکې په نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې خوندي ساتلي وي.
دهیوادپه کچه یوه داسې نه هیریدونکي څېره ارواښادشهید الحاج محمد آصف خوګياڼي وو .
دایوڅرګند اوتریخ حقیقت دی چې پښتانه خپل اټلان دنوروقومونوپه پرتله نه دهغوی په ژوند اونه دهغوی په مرګ موده کې ستايي او حتي بیخي يي دپام څخه غورځوي. دعلمي،فرهنگي اوادبي شخصيتونونازول همدارنګه د تاريخي وياړونو اوتاريخي ارزښتونوساتل یوه کړنلاره ده چې په تیره بیاپه پښتنوکې يې څرک نه لیدل کیږي .
دارواښادستاینه داستادخادم په لاندې شعرباندې ختم کوم
څوک چې خادم وي دخپل ملک اودملت
وطن يې پس له مرګه په مدفن فخرکوي
( استادخادم )
داولادونوروزنه :
زه د ارواښاد شهیدمحمد آصف اولاد له نږدې څخه پيژنم . ارواښاد خپل اولادونه نیک صالح ،غیرتي ،میلمه پال په اسلامي ، پښتونولي اوافغاني روحیه روزلي دي . اسلامي روحیه داده چې دمشرانواحترام کوي اوپه کشرانومهرباني کوي . دخپل پلارسیاسي اوفرهنګي مبارزه پرته له خنډ اوځنډاوناستړې کیدونکو هلوځلوسره پرمخ بیایي . الله ج دهغوی ته په بدل کې اجرونه ثوابونه اونیکمرغه،خوشحال ژوندپه نصیب کړي .
دځوانۍ خبرې :
دیادولووړده چې الله ج ارواښاد ته یوه ډیره شکلې ، اکادمیک ،د اوږدوتوروځلانده څڼو، دآره اریايي ډوله لوړه ځوانې ورپه برخه کړې وه چې په افغان ولس کې بیخي بې ساری اولږلیدل کیږي ..تل به په عصري ،پاک، فوق العاده دریشي کې موږته راتللو اودکنفرانس له لارې به یې موږته دزده کړې اهمیت په تړاو تبلیغ کولو.
نوموړې صفتونه دارواښادیوه بله ځانګړتیاوه چې دیوې غیرعادي نښې نښانې په ډول تعبیرکیدی شي .ځکه دانسان ښایست دالله ج یونعمت دی چې په دوستو بندګانوباندې يې لوریږي.
دپیژندګلوی خبرې :
زه خپل ځان بختورګڼم چې دارواښادشهیدمحمدآصف خوګیاڼي سره مې دهغه دژوندپه موده کې پيژندګلوي په نصیب شوه . داهغه وخت ووچې ارواښاددرحمن بابالیسې دمدیرپه صفت دنده درلودله اوزه په نوموړې ښونځۍ کې شاګردوم ارواښادزموږسره دزړه له کومې پښتنه مینه درلودله اوموږبه یې هیوادته اوپه تیره بیالويي پکتیا(جنوبي ) ولایت ته دخدمت کولوپه موخه هڅولو. درحمن بابالیسې ټولوشاګردانودارواښاداحترام کولو. داځکه چې ارواښاددښوونځۍ لارې چارې په مدبرانه او یوفوق العاده ډول سره مدیریت کولې اودیوه علمي لارښوونکي اوولسي مشرپه توګه منل شوی محبوب شخصیت وو.
دپای خبرې :
زړه مې غواړي چې دلویې پکتیاولایت ته دارواښادشهیدمحمدآصف خوګیاڼي دخدمتونوپه تړاوډير څه وليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی . داځکه چې زماعمرداتیاکالوڅخه هم اووښتی دی.
خودومره په ډاډسره ویلای شم چې دارواښادشهیدمحمدآصف خوګیاڼي به تل داصیلو،وطنپالو فرهنګي،غیرتي اواحسان منونکو پښتنو په زړونو کې تل خاص ځای ولري .
په خواشینۍ سره بایدووایم چې ارواښاددکورنیوجګړوپه ترځ کې زموږڅخه ډیروختي دایمي نړۍ ته کوچ وکړ، اودالله ج امرسره سم یې فاني نړی ته لب بیک وویل .
انا لله و انا الیه راجعون. د ارواښاد يادونه دې تلپاتې او اروادې ښاده وي ،اوه جنتوته یې نصیب کړې .
پتمنې،قدرمنې،درنې کورنۍ ، خپلوانو،شاګردانواودوستانوته يې دزړه له کومې صبرجمیل غواړم .
(پای)
لیکوال : پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
جرمني هیواد، داپریل میاشت، ۲۰۲۴ م کال
دارواښادشهیدالحاج محمد آصف خوګياڼي لنډ ژوند لیک
ارواښاد الحاج محمد آصف د مولوي صالح محمد خان زوی او د حاجي مصاحب خان لمسی، په ١٢٩٨ ه ل کال کې د ننګرهار ولایت خوګياڼيو ولسوالۍ د قیلغو د کوز الم خېلو د کلي په یوه مخوره، متدینه او عالمه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
پلار يې د غازي امانالله خان په سلطنت کې د کابل د محکمې ريس او محرر وو او وروسته د سقاو د زوی په دوره کې د خپلې کورنۍ سره کورمې ته هجرت وکړ، او بیا د مومندو د لارې بېرته افغانستان ته ستون او د نادر خان په پلوۍ په ننګرهار کې د سقاو د زوی پر خلاف خپلې هلې ځلې پیل کړې. کله چې نادر خان بریالی شو، نو مرحوم صالح محمد خان د کابل د محکمې د ريس په توګه او په پای کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره کې د تمیز د ريس په توګه په دنده وګومارل شو.
ارواښاد محمد آصف خپلې لومړنۍ زدهکړې په ننګرهار او ثانوي زده کړې په کابل ولایتونو کې سرته ورسولې، چې د فراغت نه وروسته لومړی د ننګرهار د ولایت د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور په ښوونځي کې د ښوونکي او وروسته د سرښوونکي په توګه دنده پیل کړه. څه موده يې د مفتش په توګه هم دنده سرته رسولې وه. وروسته لدې په کابل ولایت کې يې په يو وخت د رحمان بابا او خوشحال خان د لېسو د مدیر په توګه دنده پر غاړه واخیسته، په خپله کاري موده کې يې پورته ذکر شوو ښوونځيو ته ډېر شمېر زدهکوونکي د ننګرهار، پکتیا او کوزې پښتونخوا څخه د زده کړې لپاره جذب کړل.
ارواښاد په ١٣٣١ ه ل کال کې د حج د فريضې د ادأ کولو لپاره د سعودي عربستان مکې ښار ته سفر وکړ.
په هغه وخت کې چې افغانستان په ٧ ولایتونو وېشل شوي وو، ارواښاد د ١٣٣٣ ه ل کال نه تر ١٣٤٧ ه ل کال پورې د قطغن، کندهار، هرات ،ننگرهار او پکتیا په ولایتونو کې د لوی د پوهنې مدير په توګه دندې تر سره کړي، نوموړی ددې مودې په اوږدو کې د کال ١٣٤٢-١٣٤٤ ه ل کال پورې د پوهنې وزارت د تفتیش د ریاست غړی هم پاتې شوی دي.
ارواښاد د خپلې کاري مودې چې په پوهنې وزارت کې يي پر غاړه لرله، مرکز کابل او ولایتونو کې بېسارې خدمتونه کړي. د پوهنې سره یې د حد نه ډيرې مينې له کبله د ښوونځيو څخه په منظمه توګه لیدنه کوله او چارې به يې له نژدې نه څارلې. د ارواښاد په هلو ځلو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د ډيرو ښوونځيو د بنسټ ډبره کېښودل شوې او یا ورته پراختیا ورکړل شوې. که چېرې د هېواد د معارف په برخه کې دده د بې شمېره خدمتونو یادونه وشي، نو دا لنډه ليکنه په پرې ډیره پراخه شي، نو لدې امله غواړم دوه بېلګې يې په لنډ ډول ذکر کړم: يواځې د مرحوم په زیار د پکتيا د ولایت په کاري دوره کې ٦٣ دهاتي، ابتدایه او لېسې یا نوې جوړې شوي او یا ورته د ټيټ نه لوړ ته ارتقا ورکړل شوې او تقریبا ټول تکمیل او ګټې ته سپارل شوي. همدارنګه په ننګرهار ولايت کې ښوونځي نوي جوړ شوي او یا هم ورته ارتقا ورکړل شوې، چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د ملکيار هوتک او د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور د فقرالله ښوونځي یې ښې بېلګې دي.
ارواښاد محمد آصف د ١٣٤٧ ه ل کال د لړم په میاشت کې د وخت د وزیرانو د شورا په غوښتنه د غور ولایت د والي په توګه وټاکل شو، وروسته لدې بیا په ١٣٤٩ ه ل کال کې د نيمروز او بیا ورپسې په ١٣٥١ ه ل کال کې د غزنې د ولایتونو د والي په توګه دنده تر سره کړه. په ١٣٥٦ ه ل کال کې د کورنیو چارو د وزارت د مشاور په توګه وګومارل شو او د ١٣٥٧ ه ل کال د ثور د کودتاه په لومړۍ ورځ په کور کیناست او متقاعد شو.
ارواښاد د هغې مينې چې د پوهنې سره يې لرله، د والي په توګه يې هم په خپله د ښوونځيو څخه لیدنه کوله او چارې به يې له نژدې څارلې. ددې برسیره دده په زيار په نومول شوو ولایتونو کې ډېرې عمراني، ساختماني چارې، چې ښوونځي، سرکونه او جوماتونه پکې شامل دي سرته رسېدلي، او کله کله چی نه به يې غوښتل وپيژندل شي په خپلو شخصي جامو کې به یې په نوموړو پروژو کې په مستقیم ډول برخه اخېسته او چارې به يې له نژدې څخه څارلې.
د مرحوم یوه ځانګړتیا دا وه، چې ډېرې ولسي چارې به يې د جرګو له لارې سمبالولې، د بېلګې په توګه په ١٣٤٧ ه ل کال کې د منګلو او ځاځیو د قومونو تر منځ سخته جګړه وه، چې ارواښاد د یوې جرګې د مشر په توګه هلته واستول شو او جګړه په سوله بدله شوه. کله چې مرحوم د غزني د ولایت والي وو، يو ځل بيا ددواړو خواوو تر منځ جګړه پیل شوه، بيا هم نوموړي د دوهم ځل لپاره د جرګې د مشر په توګه هلته واستول شو، دا ځل جرګه پدې بریالۍ شوه چې د دواړو قومونو تر منځ تلپاتې سوله رامنځته شي.
که په لنډه توګه د ارواښاد ٣٩ کلنې کاري دورې ته کتنه وشي، دده کړنې د هېواد معارف ته بېسارې دي. ده په هر ډول شرایطو او سيمو کې د پوهنې د ډیوې د روښانه ساتلو لپاره، خپله دنده په پوره ايماندارۍ او سپېڅلتيا سره سرته رسولې، چې له همدې امله د هېواد په لوړو حکومتي مډالونو او تقديرنامو ستایل شوی دی.
د ښو اوصافو، ملي کرکتر او د خپلې سیمې د خلکو سره د ښه سلوک له امله د خپل ماموریت د پای ته رسېدو څخه وروسته، نه يواځې د خوګیاڼو ولسوالۍ، بلکې د ټول ننګرهار ولایت د یو صالح سپين ږيري په توکه پاتې شوی او که د ماموريت ابعاديې په پام کې ونيول شی نو په ملي کچه يو سپين ږيری ورته ويلی شو. یوه بېلګه يې په کابل ولایت کې د خوګیاڼو د قومې شورا د بنسټ اېښودل وه، چې ددې شورا د مشر په توګه يې خدمتونه د ستایلو وړ دي.
د مرحوم د واده ثمره پنځه زامن او دری لوڼې دي چې زامن يې ټول تر لوړي کچي تحصيلات کړي او تر خپله وسه خپلو خلکو ته د خدمت وړ گرځيدلي.
له بده مرغه په هېواد کې د کورنې جګړې د ويجاړ حالت له امله چې زمونږ پر ټول هېواد یې سوری غوړولی وو، او لا تراوسه دوام لري، مرحوم هم لدې حالت څخه ونه ژغورل شو. د هیواد دا نامتو سپين روبی د ١٣٧٣ ه ل کال د زمري د میاشتې په ١٧ نېټه په خپل کور کې په شهادت ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.
روح یی ښاد، جنت الفردوس يې ځای او یادونه یې تل پاتې.
انجینیر محمد اسحق آصف.
29.04.2024