(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مرزا دېوان

[15.Jul.2024 - 06:31]

دمیرزا دیوان هدایت الحقیقت اوپټه خزانه  د نږدیوالي او ورته والي پرلیکني ټغر (۲)

لیک: عبدالخالق رشیددنهروپوهنتون استاد 

. په دغه لړکې ما مخکې هم د یوې لنډې پيژندګلوۍ په موخه یوه لنډه لیکنه کړې وه، اوس غواړم دهم هغې لړۍ پر دوام  په دغه لیکنه کې هم چې کیدای شي ډیره نوې نه وي بیاهم دمیرزاخان د دیوان ددغې نوې اوجالبې نسخې په اړه ځینې ټکي له ګرانودوستانوسره شریک کړم.

په دې هیله چې یوازې یې په لوستلوبسنه ونه کړئ بلکي په دغه اړه خپل نظرونه له ما اوله هغودوستانوسره چې پردغه نسخه باندې اوس انتقادی کارکوي شریک کړئ. داهم زما هڅه اوهیله چې په لاندې څوټکوکې یې درسره شریکوم

۱لیکدود  

 لکه چې یاده شوه،دنامتوعارف حضرت میرزاخان انصاري روښاني د دیوان دا نسخه په دریولحاظود پاملرنې وړده، چې یویې لیکدود، بل یې زمانه اودریم یې زموږله معاصریت سره مستقیم تړاودی

د لیکدود له پلوه ماخپل وړاندیزپخوا کړی اوله دغه پلوه مې ټولوهغودوستانوچې د نسخې پرادبي ارزښت باندې پوهیږي داترغوږ ورتیره کړه چې پښتوژبه دلیکدود اوآوازپوهنې په برخه یوازنې ژبه ده چې پرځان یې له حده زیات فشاراچولی، داسې چې په یوه عادي حرکت به دهغوستونزمنوژبوپه ډله کې راشي چې څوک به یې زده کړې ته د اوسنۍ تکنالوژۍ په غیږه کې  زړه زر ښه نه کړي، خوبیاهم دفکروړخبره ده چې دحضرت میرزاخان انصاري روښاني دغې نسخې زموږ دپښتولیکدود په تاریخ کې یوه نوې رڼا راوځلوله.

 په هنداوله هنده دباندې زموږپه ګډون یوشمیرپښتوپوهان درګرده پردغه ټکي پسې څارودي چې، کیدای شي پښتوژبه، دیولړنویوهڅواوموندنوله برکته دزیات شمیراضافي تورود زندۍ کولوله ښکیل څخه ځان په ډیرې آسانۍ سره راوباسي، په څه معنا؟ پردې چې زه اوماغوندې یوشمیرنور ترهرڅه دمخه دهغې لیکنۍ غمیزې له درده چغې وهو، چې هغه زموږ په پښتوژبه کې دیوشمیرورته وینګ والوتوروله امله رامنځ ته شوې ده، چې دغه تورې زیاتره دپښتوژبې له پاره دومره پرزړه دپاسه میلمانه شوي چې نوره یې پښتوله هره پلوه اوهرې خوا دپښتوژب ویونکو، پښتولوستونکواوترټولومهمه پښتوزده کونکو(هغه هم نویوزده کونکواویاهم خارجیانو) ته پراندآکاش (هندوکش)باندې په تیاره کې سفرکړې ده. رښتیاخبره داده چې زه په مسلګي لحاظ (چې دتحقیق اوتدریس برخه یې ګرامروي) خپله نه په ګرامرپوهیږم اونه مې له دغه ستونزمن مسلک سره مینه اولیوالتیا شته،خوداچې اوس دپښتوخوږې ژبې تدریس را دغاړې دی ناچاربایدیوڅه په دغه برخه کې ځان له ښې اویاله بدې ورځې عیارکړم، همداده چې کله په لومړۍ ورځ خپل زده کونکي ته په پښتواصلي تورو برسیره دنوروژبو نابللي میلمانه توري هم په خپل لست کې په یوه شان وینګ سره ورپيژنم،نوبیا مې داهرپردی تورې پرزړه را اوړي، اویاداچې زده کونکوته وایم پښتو ۴۵- ۴۶ توري لري، نوبیا ټول په حیرانۍ سره راته ګوري، خوچې کله ورته ووایم چې په دغوتوروکې هم عربي شته، هم فارسي شته اوهم پښتو، هم هندي، کله چې دالفبی لست ګوري، اووینګ یې یوشان ورترغوږکیږي بیانودا پوښتنه خامخا ورسره رامخته کیږي چې

ولې د څلورو پنځوتوروپرځای موږته پنخلس شپاړس توري (ت ط ،پ ف ، زض ظ ځ، س ص ث ، ا آ ع ، ږ ژ ګ،) را زده کوئ ؟ دانوهغه پوښتنه ده چې زده کونکي د پښتوژبې د زده کړې له پیل څخه بیا ترپایه په هیښتا اوحیرانتیا کې ورته ډوبیږي، ځکه زده کونکی باید دهرتوري له پاره دیوځل فکرکولوپرځای دری اوڅلورځلې فکروکړي، ځکه خوهغه حیرانیږي چې (خلاص) په  (ص) سم دی اوکه (س) یا داچې (ځوی) ولیکي اوکه ( زوي) یا (فور) ولیکي که (پور) ، یا هم  (تور) که (طوراویاهم (زابت) ولیکي (ضابط) یا (قار) ولیکي که (کار) یا (قندهار) ولیکي که (کندهار) یا (هلمند) که (ایلمند)  (ایندو) که ( هندو)  ( افغان) که (اپګان) داسې په لسګونو نور... 

زه هیله من یم چې دغې ستونزې ته دعلمي ژبپوهنې له لیده وګورو، نه دنوروملحوظاتو! له مخې، په دغه اړه داخبره هم دیادولووړده چې پښتودپښتنوژبه ده، پښتانه نن سبا دآسیا په زړه کې دیوه لوی بشري ځواک په توګه مطرح خلک دي، خود ژبې له پلوه ددغه لوی قام اکثریت په خپله ژبه نه پوهیږي اونه یې سمه ویلای شي، زما دغه طرحه اونظریه د پښتنوماشومانوپه برخه کې ترلس کلنۍ پورته مطرح ده نه کښته... پښتون ماشوم ترلس کلنۍ پورې خپله مورنۍ ژبه په ډیره ښه توګه اوماشومانه فصاحت اوبلاغت سره له چاپیریال څخه زده کوي، خوزموږد ژبې پښتۍ دهغه پښتون ځوان په سینه کې ماتیږي چې کله دزده کړې شعوري دایرې ته ورننوزي، ځکه په دغه پړاوکې ده ته دوې پوښتنې ورمخ ته کیږي یوه داچې ده ته څوک درس ورکوي ؟ په کومه اوڅه ډول ژبه درس ورکوي ؟ طبعي ده چې دلته ستونزه په زده کړه اوښونکي کې ده، ښونکي خپله په ژبه نه پوهیږي، هرڅه چې وایي په داسې ژبه یې وایي چې هغه دهمدغوګډوله (مختلطی) الفباپایله ده، دپښتوژبې اوپښتنودغه ستونزه اوس یوه نړیواله غمیزه شوې ده، په افغانستان کې فارسي اوعربي پښتون ته ژبنۍ هټکړۍ په لاسوکې نیولې، په پښتونخوا کې اردو او انګریزۍ خپله څوکیداري ورباندې کوي، اوس چې خبره لویدیزته رسیدلې، هلته خویې بیا داسې ګلداره کړې چې دخلکوپه وینا مه یې کړه پوښتنه ...  په هرډول خبره بیاهم دمیرزاخان له دغې نسخې سره اړونده ده، باید دیوه ښه زیري په توګه باید ووایوچې زموږدغه نسخه دلیکدوله پلوه یوه بله مهمه اودپاملرنې وړدا ښیګړه هم لري چې یوخوزموږدنامتواثرپټې خزانې سره په ډیرو لیکدودیزوبرخو کې ورته والي لري، اوبل داچې دغه اثرترهرڅه دمخه زموږاوسني لیکدود ته ځان رانږدې کوي اوموږپردې باوري کوي چې زموږاصلي الفبا زموږد ژبې له پاره کومه نوې جوړونه نه ده بلکي دا دیوې اوږدې لړۍ دوام دی چې یوشمیرښې اوورته بیلګې یې ددغې نسخې اوپټې خزانې په واسطه ترموږپورې دیوه بل ارزښتناک میراث په توګه را ورسیدې

۲- زما نه 

 دویم اړخ چې دازما په نظرډیرمهم،ډیرځانګړی اوډیراستثنایي دی. هغه ددغې نسخې دلیکلووخت اوزمان دی، دغه نسخه په(۱۷۱۲م ) کال چې غالبآ(۱۱۲۴هجري) سره سمون کوي لیکله شوې، شاعراو لیکوال یې میرزاخان انصاري په ( ۱۰۴۰هجری) کال کې په دکن کې شهید شوی، معنا داچې نسخه دمیرزاخان له مرګه (۸۴) کاله وروسته خطاطي شوې ده. اوس غواړم چې ددغې نسخې نیټه لیک دپښتوژبې دنامتوتذکرې پټې خزانې له نیټه لیک سره هم انډول کړو، پټه خزانه په (۱۱۴۲هجري) کال کې لیکله شوې،چې دغه نسخه بیاهم ترې (۱۸) کاله مشره او دمخه لیکل شوې ده. راځئ اوس پردغه ټکي باندې یوه انتقادي اوپرتلیزه رڼا واچووچې آیا ددغې نسخې اوپټې خزانې ترمنځ څه نږدیوالی اوورته والي شته که نه ؟ که وي نودامعلومه ده چې دغه نسخه موږته دا په ډاګه کولای شي چې پټې خزانې ته ترټولونږدې لیکل شوی اثرهمدغه نسخه ده، که چیرې موږپردې بریالي شوچې ددغې نسخې اوپټې خزانې ترمنځ ورته والي او یورنګۍ پیداکړو،زه فکرکوم چې دابه دپټې خزانې داهمیت اوارزښت په اړه یوه نوې موندنه وي اویاکه نوې هم نه وي نوپریوشمیرهغونظریاتوخوبه دتایید ټاپه ولګوي چې په دغه اړه پخواپه عالمانه اومحققانه توګه د پټې خزانې د منتقیدونوپه وړاندې ویل شوي اولیکل شوي دي

زما مخې ته دپټې خزانې  اصلي نقل شوې نسخه پرته ده، لومړنی ټکي چې د پټې خزانې په را نقل شوې بڼه کې زموږ پام وراړوي هغه دادی چې پټه خزانه اودهغې دلیکلوډول د پښتوژبې منځنۍ لهجې ته ډیرنږدې دی معناداچې په پټه خزانه کې  زیاتره داسې توري ترسترګوکیږي چې دهغودود په منځنۍ پښتولهجه کې زیات دی،داچې ولې؟ په دغه اړه کیدای شي بیلابیل عوامل په نښه کړل شي خوترټولومهم یې زما په اند دغلجیوولسونود پراخې لهجې پروینګ اوجغرافیایی موقعیت پورې اړوند بللای شو. زه اوس په دغه اړه ډیرژورڅه ځکه نه وایم چې پرنسخه باندې دځوانوڅیړونکو له خوا کارروان دی، زه باوري یم چې هغوی به په دغه برخه کې ډیرڅه نورهم زما تریادونې مستنداود پاملرنې وړومومي. زه یوازې یو دوه ټکي د یودوو تورو په اړه دبیلګې په توګه یادوم :  

لومړی : (ږ) توری په پټه خزانه کې ( ږ) په ډیربرخوکې داسې کارول شوی لکه دمیرزا د دیوان په نسخه کې. چې په لویدیزه لهجه کې یې شته والی اودود والي ډیرلږدی ، داسې ښکاري چې په اصله نسخه کې هم (ږپه همدغه بڼه وه چې بدلون یې نه دی موندلی اونقلونکي هم دغه توری په خپلې ټولې عالمانه امانتدارۍ سره موږته را لیږدولی دی.  

دویم (ښ) توری هم دمیرزاخان د دیوان په شان په ډیره طبعي توګه په پټه خزانه کې هم لیکل شوی دی ان چې په ډیری نومونواوځای نومونوکې هم نقلونکي بدلون نه دی ورکړی لکه ( ښوراوک ) چې همدا اوس د شوراوک په بڼه تر(ښوراوک) ډیرویل کیږي، همداسې په (پښتخا)،( بنګښ) ،(پښتو) اونورو نومونوکې هم د میرزا د یوان له لیک بڼې سره خپله یورنګي هم ښيی اوهم یې ساتلې ده. ترټولومهمه داچې (کشې ) نه په پټه خزانه کې لیدله کیږي اونه هم دمیرزا په دیوان کې بلکي په دواړوه لیکنوکې د(کښې کښ) په بڼه راغلی ده

دریم : (څ ) تورې هم په دواړوآثاروکې په یوډول اویوه بڼه کارول شوی دی، په یوشمیرنسخوکې د (څ) توري ځای (چ) نیسي لکه په (نندارچي، خزانچي،) اونورو ورته وییونوکې برعکس دمیرزا په دیوان کې د (نندارڅي) په بڼه راغلی، له بده مرغه چې موږ هم په ورځنۍ لیکنه کې بې اړتیا نندارچی اوس تر (نندارڅي) زیات لیکوچې باید ویی نه لیکو

په هرډول په دغه اړه جزیات نورهم شته چې کیدای نوردوستان یې ترما په ښه توګه په نښه کړي.

۳- دمعاصریت اوجدیدیت مساله 

 اوس راځو په دواړو نسخوکې د معاصریت اویاهم جدیدیت اصل ته چې دپټې خزانې له پیدایښته بیا ترننه دیوه شخړییزبحث په توګه رامنځ ته شوی واود ارواښاد قلندرمومند یا زموږد یوشمیرلیکوالوپه وینا قلندرخان په انتقادونوکې هم له بنسټیزوهغوڅخه وچې ان اوس یې هم یوشمیریاران په تیره هغوی چې دانتقادله پاره علمي دلایل اویاهم دویلوجرآت نه لري هم هلته اوهم دلته ترژبه لاندې په یوه اوبله بڼه اړوي را اړويپه هرډول، دمعاصریت اوجدیدیت مساله دیوې علمي مسالې په توګه زموږنومیالي لیکوال اودپټې خزانې په اړه ددقیق اثرلیکوال ګران عبدالکریم بریالی صاحب دی چې له نیکه مرغه دده اثر( پټه خزانه د حقیقت په آیئنه کښې) ترماپورې را رسیدلی اوددغوکرښودلیکلوپرمهال مې مخ ته پروت دی، څیړلې ده، بریالي صاحب په دغه اثرکې پټه خزانه اودهغې په اړه انتقادي نظریاتوته انتقادي کتنه اوانتقادي ځواب یې ورکړی، ددغه اثرپه (۱۴۵) مخ کې یوسرلیک هم (په پټه خزانه دجدیدیت الزام اودهغه تحلیل) دی چې دهغه په ترڅ کې یې دپټې خزانې دجدیدیت پراصل باندې ژوره لیکنه کړې ده چې دلته به یې ځینې برخې په ګډه سره ولولواوبیا به خپله پاینیولنه (نتیجه ګري) د دیوان هدایت الحقیقت دجدیدیت په اړه هم ووایو

بریالی صاحب د خپلې لیکنې په پیل کې لیکي: « په «پټه خزانه فی المیزان» کښی پنځم باب دجدیدیت په نامه ځینې ژبنی اودلیک دود اعتراضونه وارد سوی دی چې لومړی ورته دادبي بدعت نوم ورکول سوی دی او وروسته ئی هغه بدعت ته غلطي ویلی ده چې دمعترض په خیال دا کتاب « پټه خزانه» د شلمې پیړۍ دلیکوال نوی اوجدید کوشش دی، تردې له مخه چې داعتراضونوتحلیل په ترتیب سره ذکرسی مناسبه ده چې ستاسې د اسانتیا د پاره تردې عنوان لاندې دټولوشکونولنډشان جاج واخیستل سی. » (بریالی پورتنی اثر ۱۴۵مخ

په بل ځای کې لیکي : « دجدیدیت ترعنوان لاندې دا پورتنی اعتراضونه اوبې ډوله احتمالات په دې دلیل اومقصد راغونډل کړل سوی دی چې دپټې خزانې کتاب، دهغه لیک دوداوشعراونثرکښی راوړي تورې دنوې زمانې ثابت کړي. په دې باب کښی یوازې دری ګرامری یا لهجیاتی اختلافونه راوړل سوی دی چې ترتفصیل مخکښې ددې وضاحت وسی چې هغه دکندهار اودپیښوردلهجوترمنځ یوډول توپیرڅرګندوي چې هغه یوحقیقت اوژبنی ضرورت دی...» ( پوتنی اثر ۱۴۹مخ

بل ځای لیکي: « دوهم دمشرانودتعامل څخه د ښاغلي معترض مراد کوم مشران دي؟ اودکومی سیمې اولهجې؟ ولی چې دهغوی تعامل مثالونه یې نه دی راوړي،غالبآ داتعامل دنن ورځې مشرانوته اشاره ده ، نه نیم سوه کاله مخکښې تیرسوی اسعد سوری اوښکارندوی ځکه مشران نه څرګندوي چې دهغوپه ژبه باندې ګرامری نیوکه سوې ده اوداسې ښکاري چې محترم دهغوپه لهجه اولغت باندې خبرنه دئ، ځکه دسوءتفاهم مسئله رامنځ ته سوې ده.» ( پورتنی اثر ۱۵۰مخ

بل ځای لیکي: « دجدیدیت په حقله دمحترم معترض ټول کړاو رالنډوم چې موصوف د پټې خزانې سل کاله مخکښې لیک دود اودپخواني ادب اولهجوباندې مشتمل تحریرد لږاوکم زرکاله پخواني ژبې اوصیغواستعمال ئی ترنقد لاندې راوستلی دی اودنن ورځې دیوې لهجې په تله کښی یې تللی دی. هرڅه چې دی خوپټه خزانه اوس پوره لوڅه سوی ده، اوس موږته پکارده چې خپل علمي استعداد په ډک مټ د دغسې خزانې په صحیح ډول په خرڅولوصرف کړو اودښواخلاقومظاهره وکړو... »  ( پورتنی اثر ۱۶۸مخ

        زه خولومړی له بریالي صاحبه ددغې مهمې یادونې د لیکلوله امله مننه کوم، چې ده په دغه مهم (۵۴۱) مخیزاثرسره د پټې خزانې پرموخه اوماهیت باندې ژورکتنه اوعلمي لیکنه کړې ده. چې له هره پلوه د ستاینې اوپه علمی لحاظ دیادونې وړده، بله داچې دده دغې لیکنې دیوې وړاندوینې په توګه اوس له موږسره دا مرسته وکړه چې موږباید پردغه ټکي باوري ووچې پرادبي آثاروباندې انتقاد د وروستۍ پریکړې په توګه،حتمي ونه ګڼو، دمعاصریت مسله چې په پټه خزانه کې دپوښتنې وړمساله وه،که چیرې دامساله اوس د میرزاخان له دغې نسخې سره په پرتله کې څیړو، څه باید ووایوچې داهم پرون چا لیکلې ده ؟ د بیلګې په توګه که ارواښاد مومند اوس ژوندی وای، نوبیا به یې ویل چې د دکن آصفیه کتابخانې ته رشید اویاهیوادمل اویاهم بریالی صاحب ورغلي اوله هغه ځایه یې په خپل لاس اوخپله خوښه دغه نسخه داسې اویاهسې را کاپي کړې ده چې ګواکي دهغه وخت لیکدود یې د اوسني لیکدود په بڼه لیکلی دی؟  ښاغلي بریالي دغې موضوع ته د( اعتراضونه اوبې ډوله احتمالات) نوم ورکړی چې جالب اوپه زړه پورې دی، په تیره بیا اوس، چې زموږ په مخکې دپټې خزانې په شان یوه بله هم زمانې نسخه هم په کټ مټ لیکدود پرته ده، زه فکرکوم چې دبریالي صاحب احتمالات نومونه دقیقه وه، ځکه دی پردې باوري دی چې د مومندصاحب نظریه چې ده دخپلې غوڅې پایلې اوالزام په توګه یې وړاندې کړې اوس په خپله ذات کې دمیرزاخان ددغې نسخې د لیکدود په پام کې نیولوسره په ډیره طبیعی توګه (بې ډوله) شوه. ما خومخکې ویلي ول چې دمیرزا ددیوان هدایت الحقیقت دغې نسخې زموږپه وړاندې دهغه پله بڼه غوره کړه چې پټه خزانه اوتریوه حده درحمان بابا (۱۱۲۳هجري) دیوان یی دټولې خوشحال خانۍ دورې پرسرترموږپورې  دهوایي پله په توګه راتیراوپه معاصریاجدیدیت باندې یې وتړل. دغه دری واړه ادبي آثاراوس موږته دا لامل را په ګوته اوهغه (بې جهته اعتراضونه) چې ګواکی په پټه خزانه کې دمعاصرې لیکوالۍ نښې نښانې یوادبي ثابت حقیفت نه بلکې لاسوهنه ده، په هراړخیزه توګه بې معنا کړل اوس باید په درنښت سره دا ومنو چې د میرزاخان د دیوان ددغې نسخې په رامنځ ته کیدوسره اوپه خپله په همدغه زماني موقع کې یادوټولو مشابهتونواو ورته والیو زموږپه وړاندې زموږ اړیکه زموږ له معاصري لیکوالۍ سره نوره هم کلکه کړه، اوس نوڅه باید ووایوچې دپورته اعتراض له پاره نورهم داهمیت څه ځای پاتې دی ؟

 زه خوفکرکوم چې دحضرت میرزاخان روښاني انصاري د هدایت الحقیقت له برکته اوس موږپه ډاګه ویلی شوچې دانسخه اوپټه خزانه دلیکدود اولیکوالۍ له مخې دیوه عصرلیکل شوې ادبي بریاوې اویوشان لیکنې دي چې زموږله اوسني لیکدود، لیکنو اوژبې سره کلک تړاولري چې موږیې زموږخوږې پښتوژبې اوپښتنولیکوالوپه تیره بیا دخپلونامتومشرانوعبدالعلي اخوندزاده اوعلامه حبیبي ارواحو ته دیوه نوي بري په توګه مبارکي ویلای شوو

خدای لوی دی 

درناوی 

پروفیسورعبدالخالق رشید , دنهروپوهنتون استاد 

د ۲۰۲۴ کال د جولای  دریمه

By: Prof. Dr. Abdul Khaliq Rashid

-
بېرته شاته