د حسین رض شهادت
[29.Jul.2024 - 06:57]د حسین (رض) شهادت او د یزیدیت تسلسل
لیک: ولي الله ملکزی
د حساب په قانون کې چې له دوو څخه یو منفي شي نو یو پاتې کیږي، مګر په مینې کې چې دوو څخه یو جلا شي هغه بل هم له منځه ځي. د نړۍ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه یې سنیان دي او پاتې ۱۱ سلنه یې شیعه ګان. دوئ ټول، څوک په پاخه او څوک په کچه کاڼي نه یوازې د رسول الله (ص) له کورنۍ او یارانو سره بې بریده مینه لري؛ بلکې هغه د خپل ایمان برخه ګڼي او د دې ژورې عاطفې په لرلو سره د ډاډ احساس کوي.
زه (ملکزی) که د حسین بن علي رضي الله عنهما په مهال ژوندی وای، نو ما به د یزید په ځای له حسین سره بیعت کړی وو. خو دا مهال چې د ووټ پېټۍ د بیعت ځای نیولی، نو په جار سره وایم که هغوئ دواړه نن ژوندي وای، ما به خپله رایه د حسین په صندوقچې کې اچولې وه. ځکه مظلوم حسین له ظالم یزید څخه ډیر غوره او د خلافت مستحق وو. ټولیز باور دا دی چې د علي بن ابي طالب (رض) مقام له معاویه بن سفیان (رض) څخه ډیر لوړ دی. فاطمة الزهراء د خپل پلار نازولې او ګڼلې لور وه او مور یې، خدیجة الکُبری له هِند بِنت عُتبة سره هیڅکله د پرتلې وړ نه ده.
په عین حال کې، د تاریخ پاڼې وايي چې له حسین سره دا افراطي مینه نیمګړې او یو اړخیزه غوندې ښکاري. د مسلمانانو د غوڅ اکثریت انګیرنه دا ده چې د عمر، عثمان، علي او حمزه مقامونه، شهادتونه او قربانۍ په شعوري ډول نادیده ګڼل شویدي. ښايي وجه یې دا وي چې موږ ته په سُني تاریخ کې یوازې سرې وینې، عسکرې فتحې، غلامان، وینزې، غنیمتونه، د تورو ځلا او د نیزو بریښنا را نقل شویده. په داسې حال کې چې د پیغمبر (ص) دوهم خلیفه، عمر فاروق د فارس، روم او مصر فاتح یو مجوسي د غدر په خنجر شهید کړی، مګر ډیر لږ خلک یې له شهادته خبر دي او هیڅ څوک ورته امام نه وايي. دریم خلیفه او د قرانکریم راټولونکې، عثمان بن عفان چې د حضرت پیغمبر د دوو لوڼو میړه دی؛ ټوله هستي او جایداد یې د پیغمبر صیب په قدمونو کې کیښود او په ۸۲ کلنۍ کې په ډیرې بې دردۍ سره د خپل کور دننه ووژل شو، لاکن محدود خلک یې د شهادت ورځ پيژني.
د خیبر فاتح، د حضرت پیغمبر د کاکا زوی، زوم او خلیفه، علي بن ابي طالب خوارجو قتل کړ، اصلي قبر یې لاهم مجهول دی، ولی یو وړکې اقلیت یې د شهادت ورځ نمانځي او ډیر ترې ناخبره دي. حمزه بن عبدالمطلب د رسول الله سکنې کاکا، همزولی او د ښي لاس ملګری وو چې په احد کې شهید شو. سینه یې وڅیرل شوه او زړه یې په دومره وحشت سره غوڅ غوڅ شو چې د نن داعش یې پارسنګی هم نه دی، خو د بهادرۍ یادونه یې په خروار کې چیټاکۍ هم نه ده؟ د حسین خپل مشر ورور، حسن (رض) خپلې میرمنې په زهرو ووژلو، بیا هم متانت او شهامت یې چندان نه یادیږي. خو کله چې د مظلومیت، شهادت او رشادت خبره کیږی نو یوازې حسین، زینب، جعفر، عباس او د کربلاء نازولي نومونه زمزمه کیږي؛ وجه یې دا ده چې د کربلاء او عاشورا مؤرخین ډیر ځیرکه او د وخت په نبض آګاه خلک وو.
له معتبرو تاریخي حوالو څخه جوتیږی چې په کربلاء کې د حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او د ملګرو رښتیني قاتلین په عراق کې د یزید والي، عُبيدالله بِن زِياد او د صِفِین په جګړې کې د امیر معاویه خِلاف د علي بن ابي طالب خپل قومندان، شِمْر بن ذي الجَوشَن دی. البته دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې یزید په دې جرم کې برابر شریک نه دی. همدا یزید وو چې ابن زِیاد ته یې د خپلې واکمنۍ په ضد د هر ډول بغاوت د ټکولو او ریز مریز کولو چورلټ واک ورکړی وو. د همدې یزید لښکرې وې چې په ۶۳ هجري کال کې یې مدینې منورې ته نژدې د (الحَرَّة) په جګړې کې هغه په سلګونو اصحاب او تابعین ووژل چې د نوموړي له بیعت څخه منکر وو.
د پنځمې هجري پیړۍ مشهور مؤرخ، عبد القاهر البغدادي په خپل کتاب (الفَرقْ بَينَ الفِرَقْ) کې لیکي: «حسین بن علي ته د کوفي خلکو چې په کنجوستوب او خیانت سره مشهور دي، بلنه ورکړه چې له مدینې څخه هلته ورشي. په مدینې منورې کې غټو اصحابو او د حسین نژدې خپلوانو مشوره ورکړه چې د کوفې په خلکو اعتبار مه کوه؛ هغوئ ستا له پلار (علي) سره خیانت کړی له تا سره به هیڅکله وفا ونه کړي. خو هغه تصمیم نیولې وو چې د دې خبرداري او مشورې سره سره هلته لاړ شي».
اوس دا د حق او باطل جګړه وه؛ که د واک او زعامت په سر شخړه؛ یا د وراثت او ملوکیت مقابله؟ په دې اړه په سلګونو کتابونه او په زرګونو مقالې لیکل شوی او هرچا د خپلې مدعی لپاره ډیر څه ویلي دي. کله چې حضرت محمد (ص) وفات کیده نو حسن اته کلن او حسین شپږ کلن وو. دوئ دواړه د اسلامي امت د سترګو تور او د زړونو ټکور دي. دوئ خپل نیکه ته سخت ګران وو او د جنت د ځوانانو سرداران یې بللي دي. همدا نن یې اولاده په ساداتو، هاشمیانو او پاچا صاحبانو سره پیژندل کیږي او د متدینو خلکو په زړونو روحاني واکمني کوي. حسین او یزید دواړه اوس د الله په محکمه کې دي چې څه یې کرلي هغه به ریبي. (تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ - دا یو ټولی وو چې تیر شویدی، څه یې چې کړي، ګټه او تاوان یې د هغوئ دی. تاسې به د خپلو کړو ښه او بد ووینئ، د هغوئ د کړو په هکله نه پوښتل کیږئ). که څوک د یا حسین د شعار لاندې د کرغیړنو مذهبي جګړو له پایلو خبر نه وي، نو د عراق، سوریې، یمن او لبنان له وګړو دې پوښتنه وکړي چې د ککریو لَوْ څه ډول وي؟
تاریخ د زمانې ترټولو ستر فاتح، بې جوړې رقیب او ډیر بېرحمه قاضي دی. تاریخ هرګز د کوم جابر پښو ته نه دې ټیټ شوې او همیشه یې پټ رازونه لوڅ لپړ او رسوا کړیدي. د حسین شهادت، د جبر، استبداد او انحصار په وړاندې د هرې پرګنې لپاره یو کوټلی درس او تلپاتې سرمشق دی. یقینا چې د کربلاء سوځونکې دښته د خپل پیر د ډیر کرکجن او عېبجن ناورین شاهده ده؛ خو زموږ د سیمې معاصره مغلواله د همدغه یزیدیت تسلسل دی. د ظالم په وړاندې دریدل او د عادلانه مبارزې جاري ساتل، د حسین بن علي ازغنه لاره ده؛ دا لاره دې تل له نومیالیو لاروو ډکه وي. خو باید هیر نه کړو منزل ته مزل هله اسانیږي چې د مذهبي کرکې په ځای، انساني مینه غالبه او دوه اړخیزه شي.
—------------------------------
په مننې سره؛ ما په دې لنډې څیړنې کې د الفَرق بين الفِرَق و بيان الفرقة الناجية له کتاب، الجزیرې د ټلویزیون، ویکیپیډیا او ګوګل څخه استفاده کړیده. همدا شان که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
________________________
مرثيه : حضرت امام حسېن رض
(غني خان)
دا قيامت دے كه معراج دے او كه ورځ د كربلا
دى دا شګو كښې سـرې وينې كه ګلونه د لاله
سُور خمار زهرو كښې ګډ دے ترې نه ډكه ده پياله
څه په جـوش ورته روان دے د مــئينو سـربالا
ولې خپل عاشـق ته اچئ د ســـكروټو كټ مالا
چا ته وې ګـلاب بچے دې درنه غــواړم حــلاله
چاته اور صليب او دار كښې هم خمار شې هم وصال
چا نه سـر چا نه ګلونه د ژوند حـسن او كمال
نن بادشاه د عاشــقانـو در روان دے اے جانانه
شان د مينې درته ښائ توان د دې خاورې بې توانه
ټول جهان تيارو كښې رپى يو بڅرے ځى روښانه
ګوره سترګې يې ځليږي په څۀ نوى نُور مستانه
ستا منصور ورته پڅخيږي ستا عيسى ورته حېرانه
دا د دۀ د دړد لمبې دى كه د نُور ستورے روښانه
يو ګلاب ځان ته روان دے تک تور سوى بيابان کښې
يوه سپينه شمع خاندي د يو قهر په طوفان كښې
ولې كوم خوا ته روان يې اے حُسېنه ولې ولې
كربلا نه ده بلا ده په دې شګو كښې څۀ ګورې
ولې غم دِ لا ښائسته كي پستې ښکلې سترګې تورې
زور او زر اقبال او بخت دې هم هما دِ هم يې سورے
يزيد خان دے د جهان نن انسان اوږے كمزورے
د انسان د شان مثال ښئ دِ خرڅ شوي ورک غلام ته
د سبا د ستورى نُور ښئ د دې ژمى تور ماښام ته
بره مه ګـوره حُـسېنه نن ستا خداے دے ستا جانان
نۀ مـدد كړي نۀ پره كـړي ستا دے وخـت د امـتحان
ستا اخـتيار او تقدير يو شو په دې ورځ په دې مكان
ستا د مينې مستى ګورى زور دې ګورى د ايمان
اے د سرو ګلابـو څانګې نن ماښام دے د خزان
دا كافـــرې شــګې تږې ستا د وينــو په ارمان
ځه ورځه زما جانانه سـاقي لرې مــېخانه كــړه
د سُور اور او سُور خمار نه تا له يې ډکه پېمانه كړه
اے زما غمـــګينه ياره غــم د مـينې ده حصه
سوز د ساز ښائست خمار او د يقين مور تلوسه
چا چې موندے دے جانان خپل په ارام په دلاسه
نوم نشان ې مرګي ورک كړل وخت يې وركه كړه قيصه
چې له سره نه پرې داؤ کړي مستي حُسن ارمانونه
سرور زر قسمه مستي شي خمار زر قسمه نشه
ګوره ګوره اے حــُسېنہ ګـوره دغه دے عيسى
دغه مست ملنګ موسی او ابراهيم د رب اشنا
يـو په دار بل د اور مېنځ كښې حُـسن وليد د دلبر
بې ګناه يو په صليب شو د ازغو تاج يې په سر
ستا لپاره اے حــسېنه دغه سـپين تـېغ د شمر
هم ايمان دې هم نرتوب دې هم قسمت دے هم باور
اے د مينې بل مــشاله رڼا راغله د سحر
دا د قــهر طـوفان راغے كه يـزيد سره لــښكر
ګوره ګوره پاكه ربه عجـيبه مېدان د جنګ دے
يوخوا زور تُورې صفونه بل خوا تش د حُسېن ننګ دے
يوخوا زورغرور او حرص قط په قط اوڅنګ په څنګ دے
بل خوا يو مئين ايمان دے مستانه او په غورځنګ دے
ربه وګوره فرعون نن بيا مـوسى سره پـه جنګ دے
عجيبه شين ازمرے دے هم بادشاه دے هـم ملنګ دے
يو خوا سترګې دي د كاڼو هـر ضمير خوړلے زنګ دے
بل خوا وړوکے خوار ټولے دے مرى له تندې په ساتنګ دے
د هر یو نظـر کښې ګوره نـرتوب څه چې لېونتوب دے
د ادم د شان قيصـه ده كلک يقين د ســړيتوب دے
ټول جهان توره تيارۀ دے دوي د نُور ليدلے خوب دے
جنګ په تاج كړي نه په تخت جنګ په حق دسړيتوب دےِ
دا مغروره فرعون ناست دے كه يـو مست ببر حيوان
يـخ بــې رحــمه چمچمـار چجــه شوے په ډېران
مري له تنـدې وهـــى لتې وړوكي وړوكي ماشومان
چــار چــاپېره ترې ولاړ دى قطــارونــه لښكـريان
يو يو ګل له تندې رژي د رســول د ګلســتان
او يزيد ولاړ دے اوري دا سلګۍ هاۍ او سُوران
دا بلا د كربلا وه نــيم لېوۀ او نــيم شــېطان
په دنيا كښې دي تېر شوي ډېر بې رحمه بلاګان
داسې ظلم نۀ دے شوے نۀ به وشي په جهان
د چينې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان
اخېر چغه كـړه حــسېن نر بچے زۀ د حېدر يم
څه كه نن يم اوږے تږے خو په اصل شېر ببر يم
راشه وګوره فــرعونه د حــېدر د وينې اور
لږ را ودانګه مېدان ته چې ښكاره کړو سره زور
خو يزيد تې شاته پټ شو چارچاپېره جنګ شروع شو
كربلا په وينو رنګ شـوه بيابان ډک د نعرو شو
دا د لسو او د زرو جنګ خو نه وى قتل عام وى
په لكاؤ په زرو خرڅ د خپل حرص هــر يو غــلام وى
د حسېن ملګرى واړه په نرتوب كښې حېدرى وو
خو سېلاب د تُورو ډوب كړل كه سل ځله ازمرى وو
ستړې تږې خوږ يواځې حـسېن وكتل اسمان ته
وو على مسكے ولاړ يې كـتل ښـکته مېدان ته
وې اے حـسېنه زمونږ وينه تل د خداے له بَيدلې
ستا نيكۀ او بابا دواړو څـو څـو ځله بـيولې
اور بس اور دے اے بچيـه چې پاكيږي پـرې فــولاد
د شهــيد وينه مستيږي تل په تـوره د جلاد
ټول جهان تيارو کښې ګېر وو خپل غېرت ايمان ترې هېر وو
چې بنده د بل بنده شى ډېر نسلونه کړي برباد
زور هم زهرهم شراب دى د سړى نه ځان خطا كړى
د غرور ماڼۍ وى دنګه خو كچه يې وى بنـياد
د ادم نمسه نمسو كښې نه بادشاه شته نه غلام
خپله خېټه سړے سپے کړي سړيتوب يې شي برباد
بل په مــكر په فــرېب په دوكـــو په چلولونو
نيم لومبړ نيم ازمرے وى په خپل علم كښې استاد
رحم ورک شى ظلم ډېرشى سړيتوب دسړو هېر شى
يو سور اور ترېنه چاپېر شى هر څوک خپل عذاب كښې ګېر شى
قانون مړ شى زور نادر شى نر تالا ګيدړ دلېر شى
بې غېرته غېرتمن شى سپے غړمبيږي ببر شېر شى
زر شى زور د هر چا خان شي خوار غريب په ژوند ستومان شى
بدخنزير دهر چا پلار شى كه خنزير سره مال ډېر شى
وزير غل امير ډاكو شى ايماندار په سيند لاهو شى
روغ به مـرى يا به غل كـيږى چې ټــول غلۀ ترې نه چاپېر شى
ټول وطن يو تور ځنګل شى يو د بل په غـوښو پـائى
ځناور ترې امان غواړي چې انسان په كومه تېر شى
علم چل شى مذهب دام شى رنګ حلالو کښې حرام شى
هر سبا لکه ماښام شى ژوند په تور آفت كښ ګـېر شي
دغه وخت کښې د خداے رحـم او رحمت په جـوش كښې راشى
چرته غلے د چا كور كښې يو حسېن پکښې پېدا شى
چې دې ښۀ كلک پالوان شى ورته جوړه كربلا شى
مرګ ته نوې معنا وركړي ژوند كښې نوې رڼا راشى
اخېر چرته په سپرلى كښې پرې باران او بړقا راشى
ناګهانه وچه صـحرا ټول سرۀ ګلونه د لاله شى
ځه ورځه ورځه حـسېنه په خپل بخت شكر ګزار شه
ستا شمر سره نېټه ده سپېلنې له مخ د يار شه
كه رښتيا پرې تۀ مئين يې په خندا ورته تيار شه
اے په غم سوى ګلابه ورشه څمله په قلار شه
حــــسېن ووې مــرحبا دا ارزانه ده ســودا
كاش چې وې مې په تنه قــط سرونه په زرها
او يو يو وركـــولے ما په زر قسمه كـربلا
دا دې درغـــــــــلم بابا لا اله الا اللّه
اے بادشاه د يزيـــدانو اے مالكه د جهان
ستا تقدير هسې يو اور دے ځى په مخه دے روان
كله وسيزى بې وجې سپــين ګلونه ماشــومان
كله تاج د سرو په سر كړى ګيدړ سترګي شرمخان
د يزيد په لوے مـحل كښې د شرابو رود روان
د رسول بچى دې مړۀ کړل اوچې شونډې پـه مېدان
د يزيد په سُور پالنګ كښې په ژوندون حورې غلمان
د حسېن جانان مـرګے دے او پالنګ يـــې رېګستـان
ظلم ظلم دومره ظلم وران دې نه كړو پرې جهان
د حسېن په ځنكدن كښې د يو ګوټ اوبو ارمان
امتحان دې کړو د مينې د حـسېن څۀ امتحان؟
ولې زوے د حـــېدر نۀ وو شـېرببر مرد مېدان؟
مۀ كوه مۀ كوه اے اجله دا سر نه دے د وژلو
د ادم شان او سـينګار دے تا پرې اور ولګــولو
موټې خاوره داسې مسته د زهره په شان ځليږي
پټ د زړۀ په تارخانو كښې يو سرود دے چې غږيږي
حـسېن وكتل چاپېره وې شـوې ژونده اور شوې اور
دې بې حِسه تور ماحول كښې هره سا شرم پېغور
په دِ ظلم په دې اور كښې يو ساعت ژوندون حرام دِ
دا دے درغـلم مرګيه زور او صبر مې تمام دے
كرـــبلا ذره ذره ســتا وائى به چغې تر قــيامته
چې انسان به زوراورته په هيڅ شان سرنه كړي ښكته
غلامۍ نه هر څۀ ښۀ دى دا چې تېر شو او تېريږي
ربه داسې زمانه ده ژونــد د مرګ په بيه كيږي
په خپل ژوند كښې په هر چا به كربلا يوه جوړيږي
چې څوک ځي د جانان كور ته په دې لاره به تېريږي
دا يو ستړے غمګين سر دے لوګے كومه يې لـه تا نه
دا وروستے مړاوے سُور ګل دے د حېدر له ګلستانه
سر دې وركړو لكه نر شېر بچے د شېر ببر
د ښائیست دې څوک ثانى شته نۀ د تورې برابر
اے بادشاه د شــــهيدانو نــره خانه د نــرانو
ستا مرګ هغه ياد تازه كړ چې هېر كړے هر انسان ؤ
تا د ژونــد او د مـرګ تول مـا ته وښود كربلا كښې
څۀ رنـګين ســرور دې واچو لا اِله اِلا الله کښې
ځکه كله كله زۀ وس هـم د شـپې ژاړمه
ستا د ښائـست او نُور كمال بيا په دنيا غواړمه
مــدام كــوم درته منت دعـا اے حـُسېنه راشه
هـــر قـدم شو كــــربلا اے حــسېنه راشه
ســر دې وركړو لكه نــر شیر بچې د شیــر ببر
نه د ښايست دې څوک ثاني شته نه د تورې برابر
ځکه زۀ وهـــم سيــنه اے حــسینه راشه
هــر قــدم شـو كـــربلا اے حُــسېنه راشه
هغه وخت يزيد وو يو وس خو په زرګونو دى
هغه يو كـوترے شــمر وس په قــطارونو دى
ځـــكه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا
هــر قــدم شــو كـــربلا اے حــسېنه راشـه
كُل دې د نيكـۀ اُمت خـوار او ذليل شـوے دے
سر په خندا نه وركئ چل ترې نه هېر شوے دے
راشه د مـستانو شاه ســـر وركــول وښايه
وكـــړه نامـــردانـو ته نوې د مــردۍ قيصه
هــر قـــدم شــو كــربلا اے حُـسېنه راشه
(خان عبدالغني خان)