(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځلاند ستوری امان الله ناصر

[21.Dec.2024 - 13:08]

امان الله ناصر: د پښتنو يو ځلاند ستورى

لیک۔ نصیب اللہ اڅکزی , فری لانس جرنلسٹ 

 

د پښتو او اردو ادب، او پښتو کلتور په ځانګړې توګه د ډرامې، شاعرۍ، موسیقۍ یو لوى لارښود، د اداکارۍ، کمپېرنگ، ليک او د سندرو د مېدان يو لوى نوم ښاغلى امان الله ناصر بې له شکه د پښتو او اردو ژبو يو  ځلاند ستورى دى.

هغه د خپل خدماتو په وجه د ځوانانو لپاره د یو رول ماډل حېثيت لري. امان الله ناصر په ۱۹۸۵ کال کې د سټېج اداکار په توګه خپل ادبي ژوند پېل کړ او په ۱۲ سټېج ډرامو کې یې کار وکړی. هغه په راډېو پاکستان کې د کمپېر، اداکار، ډایرېکټر او سندرغاړي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د دې پرته هغه د لیکوال، اداکار، ډایرېکټر او پروډیوسر په توګه د بې شمېره ټي وي چېنلونو لکه PTV، PTV بولان، جیو انټرټېنمنټ، ARY، ایکسپریس ټي وي، هم ټي وي ون سره کار وکړ، او وروسته د AVT خیبر د بلوچستان ايالت د جنرل مېنېجر  په توګه خپل کار پېل کړ. هغه په لاس کې ډیر جایزې ځان ته راوړي. هغه د 2023 کال د پرايډ آف پرفارمنس ایوارډ، د پي ټي وي غوره لیکوال ، AVT خیبر غوره لیکوال، د ریډیو پاکستان غوره کمپېر ، دوه ځله صدارتي ایوارډ لپاره نامزدګي، شپږ ځله د پي ټي وي کلنۍ ایوارډ لپاره نامزدګي، څلور ځله د پرایډ آف پرفارمنس ایوارډ لپاره نامزدګي، د وزيراعلى بلوچستان ایوارډ تر لاسه کېدل، شپږ ځله د پرایډ آف پرفارمنس لپاره نامزدګي، څو ځلې د AVT خیبر ایوارډونه په بې شمیره برخو کې جايزې، او اخونزاده عبدالعلي بلوچستان تر اوسه جایزه يي تر لاسه كړي نوموړي ۳۰ اردو ډرامې او ۱۱ پښتو ډرامې هم ليکلي دي. هغه په ۲۳ اردو ډرامو او ۱۴ پښتو ډرامو کې اداکار پاتې شوی دی. د دې پرته هغه په ریډیو پاکستان کې د کمپېر په توګه د 2000 پروګرامونو کوربه توب کړی، 35 ډرامې یې لیکلي او په هغه  کي يې اداکاري هم کړې او ورسره ورسره يې د غوره لیکوال او غوره اداکار جایزیې هم ترلاسه کړې دي.

هغه په PTV کې د کمپېر په توګه په پښتو کې د 600 سټیج شو کوربه توب کړی او د غوره کمپېر جایزه یې ترلاسه کړې. د دې نه علاوه هغه د يو سندرغاړي په توګه ٢٢ آډيو واليوم، ٥٠ سندرې په پي ټي وي کي، ١٠ سندرې په ريډيو پاکستان او ٢٥ سندرې په اے وي ټي خيبر کې کمپوز کړې ديښاغلي امان الله ناصر په AVT خیبر کې د سندرغاړي، ډایرېکټر، اداکار، کمپېر او پروډیوسر په توګه تر اوسه 300 سندرې، 1200 پروګرامونه او 15 ډرامې وړاندې کړي دي. د دې تر څنګ یې په پاکستان، افغانستان، متحده عربي اماراتو او کویت کې هم په بېلابېلو سټېج تهېټرونو کې پرفارمنس کړی دی. نوموړي په پاکستان، افغانستان، متحده عربي اماراتو، کویټ او جنوبي کوریا کې هم په سلو مشاعرو کې ګډون کړی دی. پر دې سربېره یې په پاکستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو کې په ۴۰ موسیقي کنسرټونو کې هم ګډون کړی دی.

په پښتو ډرامه بیلتون کې د امان الله ناصر اداکاري اوس هم د پښتنو په ځانګړې توګه په بلوچستان کې تر ټولو مشهوره ډرامه ده. هغه له حبيب پانيزي سره بې له شکه د پښتو ژبې او کلتور د پرمختګ مخکښان دي. امان اللہ ناصر د پښتو ریډیو مشال سرہ 15 کالہ سخہ ھم تڑون لري۔


امان الله ناصر ته د ملیونونو پښتنو او همدارنګه د هیواد په نورو ټولنو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د درناوی په سترګو کتل کيږي. هغه واقعیتا هم د ځوان نسل لپاره یو رول ماډل دی. ډ ښاغلي خدمتونو ته به تل د عزت او احترام په سترګو کتل کيږي.

 

(نصیب اللہ اچکزئ) 

Amanullah Nasir de Pakhtano yao Zaland Stori, By: Naseebullah Achakzai

 

 

-
بېرته شاته