د پښتونولۍ کوډکسونه
[21.Dec.2024 - 13:11]د پښتونولي کوډکسونو په اړه د پېڼځو پوهنتوني کتابونو پېژندنه
لیک: سراج الحق ببرکزی ځدراڼ
سرېزه:
د پښتونولي کوډکسونه د پښتون ستر ملت توکمېز ځان انځور یا د پښتنې ټولنې ایمج انځور په توګه پيژندل کیږي. پښتونولي د پښتنو د فلسفي ژوند لار ده. پښتونولي کې د پښتنو توکمېزه شخصیت انځور، مورالي اخلاقي تصورات په کې په نښه شوي او تشریح کیږي. کله د یوه قانوني سیسټم په توګه، کله د پښتنو د ننګ، عزت او کړو وړو کانسپټ په توګه، کله د پښتنو د ټولو ټولنیزو اخلاقي معیارونو، دودونو، نورمونو کوډکسونه او کله هم د پښتنې ټولنې د نرخونو او ارزښتونو سیسټم په توګه تشریح کیږي. پښتونولي یو نالیکل شوي قانون دی، چې د ډیرو اصولو، قواعدو، حقوقي، ټولنېزو نورمونو څخه یوه جوړه شوي لرغوني ټولګه ده. پښتونولي زموږ د پلرونو او نیکونو په کولکتیفي حقوقي افکارو کې جوړه شوي د یوه نورماتیف ژوند یوه فلسفي لاره ده. پښتونولي د پښتنو یوه خپله کولکټیفي فلسفي نظریه یا ایډیالوجي ده. پښتونولي کې د یوې متمدنې ټولنې د خیر ښېګڼې ریښې شته او د نننې عصر ډېر متمدن اصول په کې شتون لري. د انساني کرامت ارزښت او د سوله ییزو خبرو اترو د جرګو کولتور په خپله پراخه لمن کې لري.
کله چې په تیره پیړۍ کې انګرېزي ښکېلاکګر سیاستوال او لیکوال د لومړۍ ځل لپاره له پښتنو، د پښتنو تاریخ او لرغوني کولتور سره مخامخ شول. دوی د پښتونولي د ننګ او غیرت کوډکسونه لږ څه درک کړل، خو ځینو پښتونولي د عرفي یا دودیزه قانون یا د وینو بدل اخیستلو قانون په حیث منفي تعریف کړل. په دې ورستیو څو لسیزو کې لویدیځوال په ځانګړي توګه جرمن ټوکمپوهانو او ټولنپوهانو په نویو معیاري پوهنیزو اصولو او تیورېو کې د پښتونولي حقوقي تعریف په یوه وچ کلک عرفي قانون یا په یوه تنګنظره لید کې نه ګوري، بلکې دوی پلټلي چې د پښتونولي حقوقي نورمونه، اخلاقي نورمونه، ټولنېز نرخونه او قواعد لري، کوم چې د مومنو مسلمانو پښتنو لخوا په اسلامي چوکاټ کې د اسلام دین سره په مطابقت کې هڅې کیږي. لکه ننګ، عزت، میلمستیا، ننواتي، بښنه، په خپل نفس باندې اعتماد، مساوات، زړورتیا، توره، فردي خپلواکي د خپل پلرنې هیواد، خپلې مورنۍ خاورې او خپل ویاړلي ولس څخه دفاع پیغام په کې نعښتي دی.
په تیرو څو لسیزو کې د پښتونولي کانسپتونو په اړه پر پراخه کچ په علمي تحقیقاتي ستر لیدلوري کې، په مسلکي ادبیاتو کې او پر پوهنتوني تیوریکې پوهنېزو څیړنو کې د پښتونولي تعریف، ارزښتونه او نورمونه په زیاتیدونکي توګه د پوهانو، توکمپوهانو، ټولنپوهانو او څېړنوالو د څېړنو مرکزي ټکی یا په پوهنتوني تیوریکي څیړنو کې د څیړنو مرکزي مرحلې ته رسیدلي دي.
پښتونولي د پښتنو د ټولو هغو دودونو ارزښتونو او نورمونو یوې حقوقي مجموعې په توګه پیژندل کیږي، کوم چې پښتانه په خپل ذات یا په خپل اصل ونسب کې په خپلو ارزښتونو او تصوراتو کې د نورو قومونو څخه رابېلوي. په دې ارزښتمنه مجموعه کې د پښتنو د ننګ، غیرت کوډکسونه، د دودیزه قانون نورمونه، مورالي او اخلاقي تصورات، سنتي اداب، رسوم او رواجونه، د پښتنو نسلي او قومي جوړښتونه، په جګړه کې د یوه پښتون څخه د توریالیتوب او ننګیالیتوب تمې، د پښتنو ټول دود دستور او په پای کې خپل سپیڅلي دين ته ژمنتیا او وفاداري شامله ده. یو ښه پښتون هغه دی، چې نه ځان شرموي او نه بل. پښتونتوب یا پښتون اوسیدلو ته دا کفایت هم نه کوي، چې پښتون پښتو ژبه باید زده وي، پښتون باید پښتو وکړي، په دې مانا چې د پښتونولي د ټولو ارزښتونو او نورمونه په وړاندې یو عادل انسان واوسي. پوښتنه دا ده، چې ولې په پښتنې کولتور باندې د اسلام سيبڅلې دین اغېز ډېرې ژورې دی، ځکه د پښتنو د ژوند نورمونه او اصول له اسلام سره ډیر ورتوالي لري او له همدې امله پښتانه له اسلام سره کومه ستونزه نه درلوده او نه لري. اسلام یې د یو فرد په توګه نه دی منلي، بلکې د ټول پښتون ملت مذهب په توګه منل شوي دی. پښتانه وايي؛ چې مړه پرې نه وو، موږ دا دین نه پرېږدو. پښتانه یو، پښتو کوو او پښتو نه پرېږدو. حمزه بابا لیکي: د پښتون فطرت مې دومره اسلامي دی، که اسلام نه وې نو هم به مسلمان ووم. پښتانه خپل کولتور لري او اسلام په پښتنې کولتور کې ژور اغېز لري.
د پښتونولي په اړه د افغان لیکوالو لیکنې او څیړنې
پښتانه لیکوال لږ یا ډیر پښتونولي په خپلو لیکنو کې څیړلي او مطالعه کړي او لیکنې پرې لیکلي دي. په 1867 کال کې لومړني لیکوال حیات خان ٬٬ حیات افغاني٬٬ کتاب کې د وزیرو قبیلې تحریمي قوانین یا د بندیزونو مقررات تشریح کړي.
په 1939 کال کې په ملګرو ملتونو کې ستر پښتون او ډیپلومات عبدالرحمان پژواک د پښتنو قانون پښتونولي یې رسمآً د کابل په سالنامه کې د افغانیت په نامه درج کړي. په 1955 کال کې پژواک٬٬ تعاملات حقوقیه او جزایې ملي٬٬ تشریح کړي او همدارنګه استاد قیام الدین خادم او وزیر محمد ګل خان مهمند د پښتونولي اصول لیکلي بیان کړي دي.
په 1950 لسیزه کې د افغانستان په رسنیو کې د عامه پوهاوي لپاره د پښتونولي په اړه لومړنۍ لیکنې راڅرګندې شوې. اکثریت لیکوال د ویښ ځلمیانو د غورځنګ غړي و. ځینو ولسي پوهانو او ځینو افغاني کولتوري ټولنو هم خپل رسنېز یا ژورنالیستکي کار د ملت بیدارۍ او ټولنېز عدالت برقرارلو لپاره لیکنې کړي. دوی په خپلو لیکنو کې د پښتنو تاریخ، رسمونو، رواجونو، دودونو او د پښتونولي د دودیزه نرخونو په اړه لیکنې کړي، چې پښتانه خپله په څه ډول خپلې اتلولي او زړوتیارو ته ګوري، خپل دودونه، رواجونه، ملي ارزښتونه او عنعنوي نورمونه خپله څنګه تعریفوي. د دې لیکنو موخې د ولسي زده کړو کچه لوړول او په ټولنه کې ولسي پوهاوې کچې لوړل لپاره کاریدلي. دا لیکنې د نننۍ ساینسي تیوریکي څیړنو، پر پوهنتوني لوړو معیارونو او پر علمي اکاډیمیکو پلټنو لوړه سطحه نه دي ترسره شوي.
پښتونولي د بهرنیو لویدیځوالو لیکوالو څیړنوالو له انده
لومړنې لویدیځوال لیکوال څیړنوال د پښتونولي په اړه لیکنې او څیړنې ترسره کړي، هغه برتانوي لیکوال مانټ سټوارت الفیسټون و. په 1809 کال کې نوموړي د افغان پاچاهانو په ژمني پلازمېنه او استوګنځي پېښور کې اوسیدو او د افغانستان کولتور او سیاست په اړه مالومات راټول کړي دي. په 1815کال کې په خپل کتاب ٬٬ د کابل سلطنت،٬ کې د افغان ملت لیدلوري او د دورانې امپراتورې٬٬ په اړه لیکني کړي دي. نوموړي په خپل کتاب کې پښتونولي د وینو بدل اخیستل د یوه ٬٬ وچ کلک دودیزه عرفي قانون٬٬ په توګه یاده کړي. د دغې ښکېلاکګر تنګنظره لیکوال لیکنې تر نولسمۍ او شلمي پیړي پورې په انګلیسي ژبو څیړنېزو منابعو باندې خپل منفي اغېز پریښودلي دی. لنده دا چې انګرېزي لیکوالو پښتونولي د پښتنو ٬٬ قبایلي قانون٬٬ په منفي توګه تشریح کړي. ٬٬ د پښتنو قومونه په دوامداره توګه په شخصي او عامه توګه په جګړه کې بوخت دي. هر سری یو جنګیالی، یو سیاستوال او یو عالم د دین دی. هر لوی کور یوه جنګي کلا ده... هره کورنۍ د ویني دښمنيو ته وده ورکوي، هر قبیله خپله دښمني پرمخ بیایې، هیڅ شی هېڅکله نه هیریږي او ډیر لږ پورونه پاتی دي٬٬. دا د پښتنو په اړه د انګريزی لیکوال وینسټن چرچیل منفي نظر دی.
په نولسمه پیړې کې د افغان --انګلیس دریو جګړو کې له سختې شرمونکي ماتې ورسته د انګريزي سیاستوالو نظر بدل شو. دوی دا ومنله چې په لومړی ځل د نړیوال کولونیالستي امپایر په جګړو کې اصیلو اریایانو یا ممتازو عالي صفاتو سرکښو پښتنو جنګیالیو ماتې راکړي ده. یوې هندي لیکوالې اغلې ریتا جوش هم لیکلي، چې پښتانه په هند کې له خاورو راپورته شول او د سترو امپراتوریو بنسټ یې کېښود.
پښتونولي په نړیوال سیاست او د هالیووډ په فلمونو کې کیسې
د یوولسم سپټمبر د پېښې ورسته طالبانو خپل حکومت د پښتونولي تر ټولو مهم عنصر تر میلمه پالنې قربان کړ. طالبانو خپل میلمه د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن امریکایانو ته له ورسپارلو څخه ډډه وکړه. دا چې نوموړی د پېښۍ مسوول و که نه و، طالبانو ښه وکړل او که بد، دا بېله مسئله ده. خو طالبانو له دې امله د نړۍ یوازینې ستر زبرځواک د امریکایاو بریدونو په وړاندې مقاومت ته ملا وتړله، خو د پښتونولي له دوو مهمو عنصرونو پناه اخیستل او میلمه پالنې ته درناوې وکړ. طالبانو پر نړیوال کچ د افغانستان د سیاست په موزائیک کې پښتونولي نسب کړه او تطبیق کړه. همداراز د ځینو وتلو بهرنیو څیړونکو په اند، پښتونولي د طالبانو په جګړییز مقاومت او د دوی په بیرته راتګ کې د پاموړ رول لوبولي دی.
د پښتنو میلمه پالنه کانسپت د میلمه له اقتصادي حالت، مذهبې او توکمې تړاونو څخه ځان خپلواک ګڼي، حتی که د پښتون دښمن کور ته د پناه غوښتلو لپاره هم ورشي، پر پښتون کوربه باندې واجب ګرځي، څو په دغه وخت کې د خپل دښمن محافظت او ساتنه په خپل کور کې وکړي.
د لون سروایور٬٬“ Lone Survivor” په نامه د هالیووډ سیمنا فلم چې د یوې ریښتنې کېسې پر بنسټ جوړ شوی دی. په دې فلم کې ښودل کیږي، چې څنګه یو پښتون د محمد ګلاب په نامه وکولي شول، په افغانستان کې د پښتونولي په اصولو کې د یوه امریکایې سرتیري ساتنه کوي. ځواب د فلم په پاې کې وړاندې کیږي. پښتنو کلیوالو کومو چې د امریکایې سرتیری مارکوس ساتنه کوله، دوی دا کار د پښتنو د څه باندې دوه زره کلن لرغوني قانون له امله کړي دی، په دې فلم کې ویل کیږي، چې دا قانون د پښونولي په نوم پیژندل کیږي. کله چې طالبان راشي، محمد ګلاب ورته وایې، چې هغه زما میلمه دی. زموږ له سیمو څخه ووځئ. طالب سرتیري ګلاب ته وایي: ٬٬ سړی راوسپاره، ایا ته غواړې، چې د یوه امریکایي دښمن سرتیری لپاره مړ شي.؟ په فلم کې امریکايي سرتیری محمد ګلاب ته وايي، چې تاسو ولې زما لپاره داسي یو کار کوي.؟. مارکوس غوښتل وپوهیږي، چې دلته څه روان دي. مارکوس د یوه سړی یا یوه پښتون لخوا نه دی ژغورل شوي، بلکې هغه پښتونولي ته د یوې باورمندې او ژمنې پښتنې قبیلې لخوا ژغورل شوي. مارکوس په افغانستان کې یوازینې سرتیری و، چې د (Operation Red Wings) عملیاتو کې ژوندی پاتي شوي دی. پښتونولي حتی یوه قبیله په دې مکلفوي، چې د هغې سړی ساتنه او محافظت هم وکړي، کوم چې دوی ته یې د میلمه په توګه پناه راوړي ده. پښتانه د خپل قانون پښتونولي له مخې د خپل دښمن ساتنه چې په هره بیه ورته تمامه شي، هم ترینه دفاع کوي او هم مسوولیت په غاړه اخلي.
په 2018 کال کې (JIRGA) د جرګې په نامه بل امریکایې استرالیایي فلم د یوه استرالیایې سرتیري کیسه بیانوي: یو پخواني اسټرالیايي سرتیری بیرته افغانستان ته د هغې کورنې د موندلو لپاره وردرومي، کوم چې هغه په تیروتنه کې د جګړې پر مهال د دې کورنی یو غړی وژلي و. اسټرالیایې سرتیري په ننواتي او د بښنې غوښتلو په لټه کې ورځي. نوموړي د خپل ژوند برخلیک د پښتنو د کلي یوې قضايي جرګې ته یا د پښتونولي حقوقي سیسټم ته خپله د قتل دوسیه یا قضیه ورسپاري. عجیبه دا ده، چې دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول او حاکمیت لاندې سیمه ده. په ریښتینې توګه په دغه فلم کې د طالبانو ځېنې پخواني قوماندانان د فلم لوبغاړي په توګه په کې لوبیدلي دي.
د پښتونولي کوډکسونو په اړه د پېنځو علمي پوهنتوني کتابونو چاپ او خپریدل
په 1981 کال کې د پښتونولي په اړه لومړنې کتاب د جرمني په هایدلبرګ پوهنتون کې د جرمن څیړنوال توکمپوه ښاغلي پوهاند دکتور ویلي سټیول لخوا د ٬٬ پښتونولي د عزت کوډکس او د هغوي قانوني تړاو ٬٬ [1] په نامه کتاب په 313 پاڼو کې لیکلي شوي. د کتاب انلاین پلورلو بیه 54 یورو ده. دا د پښتونولي په اړه یو خورا مهم څیړنیزه پوهنېز کتاب لیکلي شوي دی. په 2005 کال دویم کتاب د ختېځپوهنې مطالعاتو په برخه کې د ښاغلی اندې کالمیر لخوا ٬٬ مقطعې: پښتون، اسلام، پښتونولي او سیاست٬٬[2] په اړه کتاب لیکلي شوي دی. دغه کتاب کې د اسلامي شریعت حقوقي سرچینو او د ژبپوهنې څخه کار اخیستل شوي دی. د دې کتاب څیړنوال هڅه کړي، چې د پښتنو دودیزه حقوقي سیسټم پښتونولي اصول او مقررات، د پښتنو ټولنېز جوړښتونه، د پښتنو هویت اسلامي شریعت د پښتونولي سره په مطابقت کې بیان کړي. نوموړي جغرافیه پوهانو، د اسلامي نړۍ مسلمانو پوهانو، توکمپوهانو او نور بېلا بېلو لارو چارو ته د ماخذ په توګه مراجعه کړي ده. دا کتاب په څلور څپرکې ویشل شوي دی. په افغانستان کې د اسلام سپیڅلې دین مخکې او ورسته د پښتنو وضعیت په کې بیان شوي دی. د پښتنو ټولنېز سیسټم او پښتونولي او په پای کې د شریعت په رڼا کې د پښتونولي او سیاست ترمنځ انحرافات او مقطعې په ښه توګه وړاندې کړل شوي دي.
په 2022 کال کې دریم کتاب د جرمني په مونشن پوهنتون کې د اغلی کارولینې ټون لخوا یوه بله پوهنتوني څیړنه ٬٬ د پښتونولي حقوقي تړاونو٬٬. [3] په اړه لیکلي دی. نوموړي په دې اړه د خپلې ماسټري تېزس سند په ډېره عالي درجه لیکلي او دفاع ترینه کړي. څلورم کتاب د جرمني د همبورګ پوهنتون کې د افغان مېرمنې اغلي موسکا حقیقت[4] لخوا چې نوموړي هم خپل د جرمني کې د پښتنو د دویم نسل اړیکې په کې په علمي توګه مطالعه کړي او څیړلي شوي دي.[5] د اغلۍ موسکا حقیقت څیړنې د پښتنو د دویم نسل سره تړاو لري. کوم چې په جرمني او بریتانیا کې زیږیدلي او په لندن او همبورګ ښارونو کې رالوی شوي دي. په الماني او پښتو ژبه کې د پښتونولي کتابونه د نویو څېړنو تمرکز په جرمني، اتریش، سویس کې د زیږیدلو پښتنو ځوانانو او په ټولیزه ټوله په نړۍ کې د مېشتو پښتنو افغانانو لپاره لیکلي شوي دي. ایا بهر میشتو مېندو او پلرونو تر اوسه پر دې فکر کړي دی، چې پښتونولي د ماشومانو په روزنه او پالنه کې تر کومه حده پورې ونډه لرلي شي. د پښتونولي د عزت او اخلاقو کوډکسونه د اسلام له سپېڅلي دین سره څومره مطابقت لري. ځکه دا پوښتنه راپورته کیږي، چې پښتونولي د یو نالیکلي شوي قانون په توګه څومره له اسلام سره مطابقت لري. په ځانګړي توګه د نارینه او ښځینه جنسیتي اړیکو په تنظیمولو کې. د اغلې مسکا حقیقت په څیړنېز علمي کتاب کې د ٬٬ دود دستور٬٬ د میندو پلرونو یا د پلرونو او نیکو تیرو نسلو ته اشاره کوي او د دوی د ارزښتونو او نورمونو په مانا یې تعبیروي. په کتاب کې د پښتنو دویم نسل ته د عصریت یا موډرنېزم عصر په توګه ګوري. نوموړي په خپل کتاب کې د موډرنېزم او دودیږم تعریفونه وړاندې کوي او تعقیبوي.
پېنخم کتاب „د پښتونولي د حقوقي نورمونو او ارزښتنو ایډیالوجیک بنسټ“ [6] په نامه د سراج الحق ببرک زی ځدراڼ لخوا په پښتو ژبه کې لیکلي شوي دی. د کډوالي لومړني نسل ارزښتونه او نورمونه اکثرآ دودېزه دي. د کډوالۍ د پروسۍ په بهیر کې دا نورمونه او ارزښتونه هم بدلیږي. کډوال او په ځانګړي توګه دویم نسل د کوربه ټولنې د پردې نورمونو او ارزښتونو سره مخامخوي. کوم چې کولی شي د خپل کولتور سره د چلند په وخت کې د تقابل او د شحړو ډک حالت رامنځته کړي. له همدې امله نورمونه د عملونو یو نمونه تعریفوي، چې باید په ځینو شرایطو کې ترسره شي. نورمونه په نسبې ډول د تمه کیدونکي چلند تمې نورو خلکو ته ښکاره کوي او فعالوي. ارزښتونه د خلکو د عملونو یا کړنو لپاره یوه لارښوونه ده. ارزښتونه او نورمونه هغه ایډیالونه او نظریات دي، چې انساني افکارو او کړنو ته د سمې لارې لارښوونه کوي.
پښتونولي د پښتنو د ارزښتونو او نورمونو کوډکس په توګه پښتنو ته د خپلو پلرونو او نیکو د حقوقي کولکتیفي فکرونو کې ښوونه، روزنه او لارښوونه کوي یا په کې کارول کیږي. په بله وینا پښتونولي د نورو څېزونو تر څنګ د پښتنې ټولنې د ټولو ارزښتنو او نورمونو یوه ټولمنلي حقوقي مجموعه ده، چې د پښتنو په کولکتیفي افکارو کې رامنځته شوي ده. لیکوالو په خپلو کتابونو کې هڅې کړي، څو دا اړیکې سره پرتله کړي، وڅیړې او تشریح کړي. د پښتونولي په اړه د لویديځوالو او افغان نامتو تاریخ پوهانو څېړنې مرکې په کې پرتله شوي دي.
دا پېنځه واړه پوهنتوني کتابونه تقریبآ په یوه وخت کې له افغانستانه بهیر لیکلي شوي دي. پېنځه واړو کتابونو د پښتونولي بېلا بېلو اړخونو باندې خپل تمرکز ساتلي دی. دا کتابونه او څيړنې د پښتونولي د لرغوني قانون او د پښتنو د کړو وړو، میلمه پالنې، ننواتي، عزت، غیرت، شرافت، حیا، پرده، د ښو اخلاقو او د خیر ښېګڼو کوډکسونه په اړه لیکلي شوي دي. پښتونولي په ټولیزه توګه د پښتنو په قبایلي ټولنه کې حقوقي او ټولنېزې اړیکې تنظیموي. پښتونولي د پښتنو د ټولنېز چلند اړتیاوې او نړیوال لید لوری تدوینوي او ترسموي. حقوقي نورمونه د ټولنېزو نورمونو سره توپیر لري. د حقوقي نورمونو اطاعت د ځانګړو ځواکونو لخوا څارل کیږي. له دې امله حقوقي نورمونه په ټولنه کې منل کیږي.
عمومآ نورمونه او ارزښتونه د انساني عملونو لپاره د تطبیق وړ قواعد او مقررات دي، چې د نه اطاعت کولو یا عدم رعایت په صورت کې سړی له تحریمونو او بندیزنو سره مخامخ کېدلي شي. نورمونه په هر ټولنه کې شتون لري. نورمونه د انسان عملونو او د اجتماعي شعور له مخې ټاکل کیږي. نورمونه د کولکتیفي شعور برخه وې، د ېوې ټولنې موقف په نورمونو کې راڅرګندیږي. نورمونه په ټولنه کې انساني ژوند تنظیموي. نورمونه پلانوي او ارزښتونه خوندي کوي، ځکه نورمونه یا نرخونه ښیې، چې په یوه ځانګړي حالت کې څه شي ته اجازه شته یا څه شي منع دي. نورم معمولآ په هر کولتور کې یو رامنځته شوی یو ټولنېز چلند دی، چې د تطبیق تمه ترینه کیږي. ځینې وختونه دغه اصطلاح یو عادي چلند ته اشاره کوي، چې د احصائیوي نورم په نامه یادیږي، دا احصائیوي نورم د تمه کیدونکي یا اټکل شوي چلند یا ایډیالي نورم پر ځای کارول کیږي. له همدې امله نورمونه د عمل یوه نمونه تعریفوي، چې باید په ځینو شراېطو کې ترسره شي. ارزښتونه د خلکو د عملونو لپاره لارښوونه کوي. دا نظریات دي، چې فکرونو او عملونو ته لارښوونه کوي، له بلې خوا نورمونه د انسانانو د چلند قواعد دي، چې د ارزښتونو سره تړاو لري. دا هغه ارزښتونه دي، چې د ټولنې په خلکو کې ټولنیز اعتبار لري، د بېلګې په توګه په افغاني ټولنه کې زموږ ګډ افغاني او اسلامي ارزښتونه ارزښت لري. ګډ ارزښتونه د هویت برخه کیدلي شي. د نورو توکمېزو ډلو څخه توپیر کوي، نورمونه او ارزښتونه جامد یا وچ کلک نه وي، دوی په دوامداره توګه د بدلون تابع دي. نورمونه د ټولنې لخوا تر پوښتنې لاندې راوستل کیږي یا پوښتل کیږي، کوم چې بیا تائیدیږي یا بیا خبرې اترې پرې کیږي. که چیرې د ټولنېزو ډلو لخوا مثبت ارزیابي یا ارزونه وشي، بیا نورمونو او ارزښتونه ته اعتبار ورکول کیږي. کله چې نورمونه او ارزښتونه د مذهب سره په ټکر که نه وي، د مذهب لخوا مشروع بلل کیږي او مذهب یې خوندي ساتي. همدا لامل دی، د پښتونولي اکثریت نورمونه او ارزښتونه زموږ په افغاني اسلامي ټولنه کې ساتل شوي دي.
د جرمني په برلین ښار کې د هومبولت پوهنتون کې د ښاغلي پروفیسور دوکتور لوتځ رزهاک لخوا په نامه د ٬٬ پښتونولي: د پښتنو دودیزه نورمونه ارزښتونه او دودونه٬٬ [7] په نامه یوه اوږده څیړنېزه لیکنه لیکلي شوي ده. په 1981 کال کې ښاغلي لوتز رزهاک لخوا د پښتونولي په اړه په یوه مفصل تفصیلي پریزنتیشن کې پښتونولي د پښتنو د دودیزه نورمونه، ارزښتونه او دستورونه څیړلي دي.
لیکوالو یوازې د پښتونوالي د دودیزو بندیزونو، مقرراتو، نرخونو او اصولو په چوکاټ کې کار کړي دی. د نننۍ عصري توکمپوهنې څېړنو څخه په مننه چې د پښتونوالي تنګنظر پراخوي یا په کې پراخوالي راوستلي دی. په بله وینا ٬٬ د ټولو ارزښتونو او نورمونو مجموعې څخه چې څه رامنځته شوي، په ځانګړي توګه د پښتنو د ژوند لارې دود دستور او د ژوند طریقه ټاکي٬٬ پښتونولي ته په ځانګړي توګه جرمن توکمپوهانو او لیکوالو په ځانګړي توګه په علمي توګه پاملرنه کړي. یو له هغو توکمپوهانو څخه ښاغلی کریستیان سیګريټ دی، چې د پښتونولي کوډکسونه په علمي توګه مطالعه او څیړلي دي. په 1966-1976 کلونو کې د نوموړي ٬٬ پښتونولي د پښتنو قبایلو قانون ٬٬٬ کتاب په افغانستان کې د خوست په سیمه کې د اوو او اتو میاشتو تیرولو او ساحوي څېړنو پر بنسټ لیکلي دی. نوموړي د پښتونولي د حقوقي نورمونو د څیړلو لپاره په لویه پکتیا کې د ځدراڼو قام خانانو سیمې ګیډه ورې ته هم ورغلي و. [8]
د پښتونولي په اړه د نورو مهمو اکاډېمیکو څیړنېز اثارو یادونه: بل جرمن څیړنوال ښاغلي برنټ ګلاتزا لخوا په 1977 کال کې ٬٬ د پښتونولي د پښتنو توکم د ځان انځور په توګه٬٬ [9] په یوه څیړنېزه لیکنه کې څیړلي او د افغانستان په شمال لویدیځ کې د دوراني پښتنو او کوچیانو د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي سازمانونو اړخونه یې څیړلي دي.
دغو درېواړو څیړنوالو او لیکوالو په افغانستان کې د توکمپوهنې له اړخه د پښتونوالي په برخه کې کې ساحوي څیړنې ترسره کړي دي.
د اسټرالیا پوځ یوه ډګروال حوناټن هاکنز DSM)) ٬٬ پښتونولي د پښتنو کولتوري کوډ٬٬ [10] په نامه هم څیړنه کړي ده. نوموړي ډګروال لیکي: کله چې په 1897 کال کې وینستون چرچیل د افغانستان په پولو کې له پښتنو سره جنګیدلو، له هغې وخت راهیسې په پښتونولي او پښتنو کې بدلون نه دی راغلي. دا خبره د پښتونولي په اړه پخپله لیکنه کې لیکلي ده.
هندي څیړنوال تلک دیواشیر په خپله لیکنه کې لیکي: نوموړی پر نړیوالو غږ کوي، چې پښتانه درک کړئ، پښتانه د تاریخ او کولتور څخه بې برخې کړل شوي دي. نوموړي لیکي: پاکستان له ټې ټې پې سره د افغان طالبانو اړیکې کمې ارزولي وې. اصلآً پاکستان د پښتنو د پښتونولي ځواک کم ارزولي دی. [11]
په 1975 کال کې لیکوالو هر یو الفرید جاناتا او ریحانودین حساس په خپلو څیړنېزو مقالو کې د ٬٬ د غیرتمن او د یوه ښه پښتون د پښتونولي يا اساساتو باندې بحثونه٬٬ لیکنې لیکلي دي.
په 1977 کال کې میرمن برګیټ صرافي٬٬ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه څیړنې تر سره کړي دي. همدارنګه میرمن بینډیکټ ګریما ٬٬ د پښتنې میرمنو د احساساتو انځور فعالیت٬٬هغه بدبختۍ چې زما سره پېښۍ شوې دي. ” [12] د پښتنې ښځې رول او د یوې ښځې لپاره دا څه مانا لري. که څه هم په پښتنه ټولنه کې د پښتنې ښځې د رول په اړه ډیرې لږ څیړنې شوي او کره ادبیات نشته، خو دا ټول په پښتنه ټولنه کې د پښتنې ښځې رول ته زمینه برابروي. ځکه په پخوانیو ساحوي څیړنو کې نارینه اتروپولوجیستانو څیړنې ترسره کړي دي. د بدبختیو کېسې ویل، په ډیرو کولتورنو کې د میرمنو ترمنځ معمولي خبرې دي. د خپګان څرګندونه (غم) د اړیکو جوړولو او ساتلو لپاره کارول کیږي. په پښتنه ټولنه کې د پردې نارینه څخه ستر کول. د حیا او پردې له امله څوک نشي کولي، چې پښتنې ښځو ته ورنږدې شي او دا ډول د شخصي اړیکو په اړه څیړنې ترسره کړي. خو دغو دواړ درنو میرمنو دا کار ترسره کړي دی.
په ټولیزه توګه په دې څیړنو کې د پښتونولي انفرادي اجزاوې، کانسپتونه او د پښتونولي کوډکسونه، نرخونه د پښتنو لپاره څه ماناوې لري. په پراخه توګه بیان کړي دي. نوموړو څیړنکو او کتونکو خپلې څیړنې په افغانستان کې د ساحوي څیړنو پر بنسټ ترسره کړي دي.
ښه پښتون کیدل ښه مسلمان کېدل دي:
په دې کې هیڅ شک او شوپیان نشته، چې هر مسلمان پښتون لږ یا ډیر د خپلې پښتني کورنې په چاپیریال کې د پښتونولي په اساساتو، اصولو او کوډکسونو کې را لوی شوي دی.
په جګړه کې د یوه جنګیالي پښتون د شخیصیت انځور پیژندنه، د پښتون جګړېزه ذهنیت د شخصیت کانسپټ او د پښتون د جګړې مفهوم، د پښتون سوله یېزه فکر، د جرګو او مرکو لرغوني کولتور ریښې په پښتونولي او د اسلام په سپیڅلي دین کې نغښتی دي. پښتني ایډیالوجي، جګړې، ویاړونه، ننګیایتوب، توریالیتوب، غیرت او په ځان باورمنتوب دا ټول د پښتونولي په کانسپتونو او مفاهیمو کې تعریف شوي دي. د افغانانو د خپلواکۍ اراده، جګړییزه ذهنیت او د جرګو مرکو د سولې ییزو خبرو اترو منځ زړي په پښتونولي کې ایښودلي شوي دي.
د پښتونولي په تړاو په ټولو بهر مېشتو څیړنو کې دا پوښتنه راپورته شوي، چې د نړۍ زبرځواکونو پر وړاندې د پښتنو د بریالي مقاومت انګیزې او لاملونه په څه شي کې نغښتي وو یا په کوم اساس ولاړې دي. ټول څیړنوال او لیکوال د پښتنو د سوله ییزه او وسله والې مبارزې او کولکټیفي جګړو په اړه د پښتنو د خپلواکۍ لپاره جګړېز مقاومت، د هیوادني مینې او چلند رول د پښتونولي د تورې او ننګ په کوډکسونو کې لټوي. له همدې امله لویديځوال افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو هدیرې په نامه یادوي. د سکندر مقدني څخه رانیولي، بیا تر چنګیز، مغلو، د پارس داریوش، د ایران د صفوي دولت په وړاندې، د هند مرهټو سلطنت په وړاندې د پآڼي پټ جګړه سترې بریاوې، د انګریزي نړیوال امپایر په وړاندې درې بریالي جګړې، د شوروي اتحاد وارسا تړون هیوادونو او د امریکې ناټو غړو هیوادونو سره د بریالي جګړو راز په څه شي کې نغښتی دی. په داسي حال کې چې د روسانو د مرکزي اسیا اتلس مسلمان جمهوریتونه او د انګرېزانو د شمالي افریقا او سویلي اسیا هیواودونه په بشپړ ډول تر خپل ښېکلاکي اشغال لاندې راوستي ول. خو یوه اسلامي هیواد د افغانانو په څیر یو په بل پېسې د وطن ازادی لپاره کامیابي جګړې، مبارزې او د ملي مقاومت پاڅونونه نه دي ترسره کړي.
د پښتنو پیاوړي سپېڅلې جګړییزه روحیه د پښتونولي د تورې په کانسپت کې نغښتي ده. د پښتنو د تورې پیاوړي جنګي روحیه، توریالیتوب، زړورتوب او میړانتوب د پښتونولي په احساساتو کې، په غوښتنو او تمو کې راڅرګندیږي.
هېچا پښتونولي داسي نه پيژندلي او نه تفسیر کړي، لکه د پښتنو ملي نابغه شاعر خوشال خان خټګ لیکي: چې مین په وسله نه وي، مرد دې نه وایې ځان ته. د تورې اصلي مانا دا مانا لري، چې سړی د توریاليوب شهرت موندل په جګړه کې د میړنتوب او سرښندنې له لېارې ترلاسه کولي شي. د پښتنو د جنګیالي روحیه چې اکثرآ د سرښندنې تر ورستۍ حده او اوجه پورې رسيږي او همدارنګه د پښتنو بې باکه، پرته له ویرې جګړېزه مورال او د خپل پلرنې هیواد په لاره کې فدا کاریو ته لېوالتیا د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د خپلواکې په جګړه کې راڅرګنده شوي ده. د سکندر مقدوني، چنګېزیانو، مغولانو، انګرېزانو، روسانو، امریکایانو او همداراز په مشهد او نیشاپور کې صفوي واکمنانو، په پانې پت کې د هند مرهټو په وړاندې جګړې او د پښتنو انفرادي مبارزې په پایله کې راڅرګنده شوي ده. پښتانه خپله پیاوړي جګړییزه روحیه د خپلواکۍ جګړې او مبارزه له خپلې مذهبي اسلامي عقیدې سره په ژوره توګه ټېنګه تړلي. له دې امله همدا د پښتنو جګړیزه روحیه تر کومه چې په اسلامي عقیده کې د کفارو په وړاندې تعصبونه او ضدیت شتون لري، دا د پښتنو په شعور کې ژورې ریښۍ لري. کله چې پښتنو په لومړي سر کې د انګریزانو، روسانو او امریکایانو ښکېلاکي سلطه او استعماري پاېلې اغېزې په خپل وجود کې محسوسې کړې، دې نظریاتو او عقایدو خپله د محتویاتو عملي بڼه غوره کړي. د انګریرانو او روسانو په څیر کفارو په وړاندې بریا پښتنو ته داسي بریښي لکه څنګه چې په قرانکریم کې د کفارو په اړه یې خبرداری ورکړل شوي دی. په دې شرایطو کې پښتنو د خپلواکۍ او د خپلواکۍ مبارزه د خپلې سپیڅلي اسلامي عقیدي او خپل ایمان پاک ساتلو لپاره د سپیڅلي مبارز په مانا پوهیږي. له دې امله د پښتنو له ویاړه ډکه مبارزه، د خپلواکۍ سپیڅلې مبارزې روحیه او د پښتونولي دودونه او ارزښتونه له یو بل سره تړلي شوي دي. د تورې کانسپت د یوه پښتون څخه د یو عالي او عادلانه موخې لپاره مبارزه کې د اتلوالې او قربانۍ غوښتنه کوي. پښتانه دا خپله سپیڅلي وظیفه ګڼي، چې د تر ورستۍ سلګۍ پورې باید د دښمن په وړاندې مبارزه او مقابله وکړي.
په هر صورت د جګړې لپاره د پښتنو لیوالتا او چمتوالي حتمي یا اړین نه دي یا جګړه ورته حتمي مطلقیت نه لري. پښتانه په دې باود دي، چې شخړه باید تر ټولو لومړي د سوله ییزو لارو چارو یا د جرګو او مرکو له لیارې حل شي. خو که پښتون یو ځلې وسله پورته کولو ته مجبوره کیږي یا وننګول کیږي، بیا نو د هغه جرعت، زړورتیا او شجاعت حد او سیال نه لري.
ټولېز او لنډېز:
افغانیت یا پښتونولي د پښتنې ټولنې او د پښتون ولس یو نړیوال پېژندل شوي انځور په توګه منل شوي دی. پښتونولي له پیړیو پیړیو راهېسې زموږ افغانانو د خپلواکۍ، ولسي پرسټېژ، ولسي یووالي، ٬٬زموږ د قومي احساس٬٬ د شتون او بقا لپاره ضمانت کړي دی. پښتونولي د اسلام له دین سره د تر دې دمه د پښتونولي د کانسپتونو او په جلا وطنۍ کې د پښتنو د پښتونولي ارزښتونو او نورمونو د مراعاتولو په اړه کومه توکمپوهنېزه څیړنه تر سره شوي نه ده. په جلاوطنۍ کې د افغانانو د کولتوري هویت په اړه یوازې توکمپوهنیزه مطالعات شوي دي.
هویت یا پېژند یو ټولنېز جوړښت دی، چې د تجربو او تعاملاتو له لېارې رامنځته کیږي. د هویت مفهوم یا اصطلاح د بېلابېلو پوهنېزو څانګو لخوا په بېلا بېلو ډولونو کې تعریف شوي دی.
کله چې خبره د هویت پوښتنې ته راځي، د افغانانو ترمنځ د هویت پیژندنې لاندې اړخونه مهم دي. په توکمېزه هویت باندې د ډېر ټېنګار په ترڅ کې دا په اسانۍ سره هیرېږي، چې د ډیرې افغانانو لپاره د سیمه ییز، قومي او کورنۍ اړیکې د یو ګډ توکمېزه هویت په پرتله خورا مهمې دي. د تاریخ په اوږدو کې افغانانو نه یوازې د ملت جوړونې ډول، بلکې د یوه ټولنېز ملي هویت مفکورې جوړولو سره سم شعوري چلند نه دی کړي. له همدې امله د پښتنو د سترو ټبرونو د دورانې، غلجي او کرلاني پښتنو تر منځ ځېنې توپیرونه راپورته کیږي. دا توپیرونه یا شاخستونه د ټولو پښتنو قامونو ترمنځه شتون لري. دا د پښتنو اصل و نسب، قومي سټې او ولسي قومي جوړښت همداسي دی، چې په کې نه بیلتون او نه تضادونه شته. ټول پښتانه د یوې ونې یا یوې سټي ښاخونه دي. پښتانه په هند کې د پټان او په نړۍ کۍ د افغان په نامه پیژندل کیږي. پښتون او افغان دوه مترادف نومونه دي. پښتانه په افغانستان کې دولتي جوړونکی ولس او د نفوس په پرتله تر ټولو لوی قومي اکثریت یا افغان ملت جوړوي. افغانستان کې دننه د دوی لوی مرکزونه په ختیځ، سویل او سویل لویدیځ کې دي. پښتونولي د پښتنو د قومي جوړښت هویت ښکاره بیانوي.
د هویت پیژندنې لاندینۍ مودل پر افغانانو سم تطبیق کیږي. لومړې قوم یا قبیله راځي، بیا توکمېزه ګروپ او په پاې کې سیاسي، مذهبې تمایلات راځي. د افغان ملت شعوري یووالي ېوازې د بهرني ګواښونو یا د بهرنیو یرغلګرو پوځونو په وړاندې د جګړې په ډګر کې راڅرګند شوي دی. د بیلګې په توګه په لوی افغانستان باندې د انګرېزي، روسي، امریکایې او پنجابي یرغلګرو په وړاندې ټول افغانان متحد سره دریدلي دي. په ټولېزه توګه کولتور د یوې توکمې ډلې د پوهنې او چلند ډول تشریح کوي. د بېلګې په توګه د دوی نړیوال لید، ټولنېز ارزښتونه، نورمونه او مادي شیان کوم، چې د خلکو لخوا منل شوي او نورو ته انتقال شوې وي، کولتور ثابت نه وي، بلکې په دوامداره توګه د بدلیدو په حال کې وي.
د پښتونولي مرکزي مفهومونه یا محوري مفاهیم د پښتنې ټولنې انځور د پراخو ارزښتونو څرګندونه کوي. دا مرکزي مفهومونه او ارزښتونه د پښتنې ټولنې، د پښتنو نړۍ یا نړیوال لید مشخص او تثبیت کوي. دا مرکزي مفاهیم لا د مخه د پښتونولي په اساسي مصطلعاتو یا اصطلاحاتو کې راڅرګند شوي او منل شوي دي، چې د پښتنې ټولنې د غړو تعاملات پر کوم بنسټ ولاړ دي. یا د پښتنې ټولنې د غړو ټولنېز کړه وړه او تعاملات پر څه شي باندې متمرکز دي او هغه د پښتونولي په بنسټېزو اصطلاحاتو کې د پیژندلو وړ دي. یوازې د پښتون نوم په خپله د عزت او ویاړ نوم تعریف او بیانوي، دا د یوه غیرتي افغان کیسه ده. یوازې په توره کې زموږ ژغورنه نغښتي ده، هغه توره چې په هغه کې زموږ برلاسي ده. : [13]
پای
[1] Schnittmengen: Paschtunen, Islam; Paschtunwali und Politik; 28 Seiten; ISBN-13, 978-3638750701, GRIN Verlag; 2 Edition (24.August 2007)
[2] Schnittmengen: Paschtunen, Islam, Paschtunwali und Politik. Andre Kahlmeyer:
[3] Die rechtliche Relevanz des Paschtunwali, Ethnologie/ Volks Erscheinungsjahr 2002 ISBN (eBook) 9783640056569, München, GRIN Verlag.
[4] په ۱۹۸۵ کال مسکا حقیقت د جرمني په ویسبادن ښار کې زیږیدلي. نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د همبورګ په پوهنتون کې د توکمپوهنې او اسلامي مطالعاتو په برخه کې ماسټري اکاډیمیک سند بشپړ ترلاسه کړي دی. لیکوالي د خپلو زده کړې راهیسې د کولتوري مطالعاتو په برخه کې پر افغانستان ډیر تمرکز ساتلي دی. څیړنې یې د کډوالي، بین المللېږم او ډیاسبورا باندې تمرکز لري. دغه کتاب د جرمني په متعبر کتابتونونو کې ترلاسه کیږي او په انټرنیټ کې د امازون انلاین پورټال کې پلورل کیږي. اغلې مسکا حقیقت لومړنې افغانه پښتنه میرمن ده، چې د پښتونولي په اړه پلټنې کړي او علمی کتاب یې لیکلي دی.
[5] Das Paschtunwali – traditionelle Normen, Wertvorstellungen und Bräuche der Paschtunen. Doing Pashto; Paschtunwali as the of honourable behaviour and tribal life among the Paschtuns: PD. Dr. Lutz Rzehak Humbolt- Universität zu Berlin, Kultur, Sozial und Bildungswissenschaftliche Fakultät/ Insstitut für Asien und Afrikawissenschaften.
[6] د افغانستان په لوی قاموس کې ٬٬ د پښتونولي د حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوژیک بنسټ،٬ کتاب خپریدل او نشر کتاب. لیکوال سراج الحق ببرک زی ځدراڼ http// www.afghan-dic.com babbrakzai pakhtoonwali hoqqi-normoona.PDFالحق ببرک زی ځدراڼ -http//www. Afghan-German.net/uploud/Tahliha PDF/arya r ketab pashtoonwali babrakzai.P٬
[7] Paschtunwali: ein Ehrenkodex und seine rechtliche Relevanz/ 313 Seiten, Erscheiniungsjahr 1981/ von Willi Steul- Beiträge zur Südasien Forschung Südasien- Institut Universität Heidelberg/ Franz Steiner Verlag Wiesbaden.// ISBN-10 3-89913-771-2 Preis 54.00 Euro
[8] Interviews with German Anthropologists Christan Sigrist, 02.05.2011 / http://www.germananthropology.com/cms/media/uplouds/4e53c31888fd9/interview-4f06f3b397399.pdf.
( Khoster Becken, Zadran Stamm. Frühjahr 1967:
[9] ِZum Pashtunwali als ethnischem Selbstportrait. https://thrutting.wordpress.com/wp-content/uplouads/2018/12/glatzer-pashtunwali-ethnisches-selbstportrait.pdf. BEIG PASHTUN-BEING MUSLIM – CONCEPTS OF PERSON AND WAR IN AFGHANISTANB: Glatzer(Hg) Essays on South Asian Society: Culture and Politics//. Centrum Moderner Orient, Arbeitshefte,9). Berlin: Das Arabische Buch 1988(S.83-94)
[10] The Pashtun Cultural Code: Pashtunwali, search.informit.org
[11] PASHTUNS: UNTERSTANDING HISTORY AND CULTURE: TALAK DEVASHER.
[12] Oxford University Press (18. August 2005) ISBN-13 978-01959978810/ The performance of emotion among Pashtun women: the misfortunes which have befallen me”
[13] The very name Paschtun spells honour and glory, Lacking what honour what is the Afghan story? In the sword lies our deliverance, The sword wherein is our predominance