انټرنیټي نومونو
[04.Jun.2020 - 14:25]د انټرنټي نومونو لړۍ:
ډلګۍ. ----- Group ګروپ
کور پاڼه ----- Homepage صفحه اصلی پېژند ----- ID ايډي
ملګري ------- Friends دوستان
د ملګرتيا بلنه------- Friend request
ليکمن ------ Keyboard کيبورد
تړونی ------ Link لينک
نوملړ ------- List لسټ
پنځؤل- جوړؤل--- Create جور کردن
شاليد ------ Background بکګروند
نښلؤل ------ Attach ضميمه کردن
نښلون ----- Attachment ضميمه
پازوال ---- Administrator اډمين
پازوالي ---- Administration
پته ------ Address ادرس
...............................
تنبل - تمبل
نمانځنه - لمانځنه
کلیزه - کالیزه
اکثریت هېوادوال مو د پورته کلمو د سمې کارونې په برخه کې ستونزه لري او د استعمال پر مهال یې ترمنځ تفکیک نشي کولی.
تنبل هغه کس ته استعمالېږي چې لټ وي او تمبل بیا د موسیقۍ یوه آله ده.
لکه چې وايي: شپه ده د نکریزو؛ جنکۍ تمبل وهینه
او یا
ښاروال ډېر تنبل سړی دی.
لمانځل چې مصدر یې لمونځ دی بیا مذهبي ورځو/فعالیتونو لپاره کارول کېږي، لمانځنه د عبادت په معنا راځي، د اختر ورځ لمانځل کیږي او د اختر لمانځل عبادت کې حسابېږي.
خو د خپلواکۍ په څېر فرهنګي او تاریخي ورځو کې خوښۍ عبادت کې نه حسابېږي، نو نشو کولی لمانځل ورته استعمال کړو، نمانځل تاریخي، فرهنګي او غیر مذهبي فعالیتونو لپاره کارول کیږي.
مثالونه:
افغانانو سږ کال اختر د اوربند له امله په آرامۍ او امن فضاء کې ولمانځه.
(په دغه لمانځه لمانځه نه شي، کانځه شي
چې يې سر وي په سجده زړه په رباب)
د افغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمه کالیزه به په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.
همدارنګه د کالیزې او کلیزې د استعمال ځایونه هم توپیر لري، داسې چې کالیزه سالګرې یا کال پوره کېدو ته وايي، خو کلیزه بیا جنتري ته وايي، چې تاریخ پکې کتل کېږي.
مثالونه:
د سپټمبر په 26 مه زما کالیزه ده.
ته کلیزه وګوره چې، نن کوم تاریخ دی؟
د پښتو دا پورته شپږ کلمې سره ډېر توپیر لري، هیله ده د پښتو ژبې څخه د معیاري ګټې اخیستنې او نورو ته یې په ښه ډول رسولو لپاره مراعت کړو. دا راز نورې کلمې هم شته چې، ورته توپیر لري، خو دا پورته ډېر استعمالېدونکي دي.
درنښت
جلال یعقوبي