د پښتونخوا ګڼېتا
[04.Jun.2020 - 14:47]د پښتونخوا ګڼېتا (مېتهېمېټکس)
لېک: الماس خان
په پښتونخوا کۍ د مېتهېمېټکس تارېخ دومره پخوانې دۍ لکه څومره چې د دۍ خاورۍ سپېځلې کتابونه پخوانې دې. د پښتونخوا مېتهېمېټکس د پښتونخوا د وېدې پوهنو برخه ده. د مېتهېمېټکس د ودۍ اؤ جوړښت لړئ په زرګونو کالوخوره ده. د سائنسې پوهنو وده په ېو خاص ماحول کۍ کېږې. دا ماحول د زرګونو کالو نه د پښتونخوا په خاوره موجود وو. زر کاله پخوا د عربې ېرغلګرو د لاسه د پښتونخوا د پوهنۍ دا ماحول د جنګ په ماحول کۍ بدل شو. د پښتونخوا د مېتهېمېټکس اؤ سائنس مرکزونه عربې، ترکې اؤ مغولې ېرغلګرو وار په وار داسۍ وران کړل چۍ نن ېې هغه نښۍ نښانۍ هم په ګرانه ملاوېږې. دۍ ېرغلونو د پښتونخوا په سپېځلۍ خاوره د ېو دسۍ ناتار اؤ قتل و غارت بنېاد کېښودو چۍ لا تر ننه روان دۍ. د دۍ په نتېجه کۍ پښتون د تارېخۍ هېرۍ سره مخامخ شو. نن پښتنو ته دا خبره ډېره ناوېته ښکارې چۍ پښتونخوا د سائنس، فلسفۍ اؤ ارټس مرکز پاتۍ شوۍ دۍ.
په دۍ لېکنه کۍ مونږ د پښتونخوا په خاوره شوۍ مېتهېمېټکس ته سر سرې کتنه کوو اؤ د دۍ د ځانګړتېا په اړه خپل نظر تاسو سره شرېکوو.
مېتهېمېټکس د ېونانې ژبۍ ټکۍ مېتهېما نه راولاړېږې چۍ مطلب ېۍ دۍ پوهنه (نالج). د پښتونخوا په پخوانو لېکنو کۍ ورته ګڼېتا وائې. د ګڼېټا مطلب دۍ شمېرل، حساب کتاب کول (کالکولېشن اؤ کمپېوټېشن). نن هم د پښتو په ګڼه ګوڼه، ګڼ شمېر اؤ نورو ټکو کۍ د ګڼېتا ټکۍ شتون لرې. د ېونان مېتهېما چۍ په ېورپ (اؤ ټول وېسټ) کۍ د مېتهمېټکس په شکل کۍ په کومه لار لاړو نو هغه د پښتونخوا د ګڼېتا سره توپېر لرې. دا توپېر د پښتونخوا د پخوانئ لېدنۍ اؤ د وېسټرن لېدنۍ تر منځه د توپېر ښکارندوېه ده.