(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
خوب وینم عالمه
خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر مي ایخی د خپل یار په زنګانه
خوب وینم غنی وی ناست په څنګ کی خوشحال خان وی
د دواړو په لاسونو کښي فانوس وی ارمغان وی
ټوقی وی ټقالی وی خبري د افغان وی
ستایی دوه نومونه د افغان د پښتانه
خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه
خوب وینم نجیب وی له منصور سره ګویا وی
لویه ننداره وی د کابل په اریانه
دواړه ورته خاندی دارکښ غاړه د ملا وی
لویه ننداره وی د کابل په اریانه
خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه
خوب وینم لشکری وی ملالي وی زلمیان وی
ګیر کړی وی لاهور کښی د تورمخی دښمنان وی
اخلی قصاتونه بریالي په مخ روان وی
هغه ننګیالی وی چی ی بولی یګانه!
خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه
خوب وینم جرګه وی خان شهید وی باچا خان وی
د لر او بر راجمع ټول ملي قهرمانان وی
شیر شاه وی احمد شاه وی بایزید وی میرویس خان وی
وائی مرګي ښه دی د غلام تر ژوندانه
خوب وینم عالمه که ی څوک راکړی مانا
پروت یم سر می ایخی د خپل یار په زنګانه
Khob wenam Alama
Khan Abdul Ghani Khan
بېرته شاته |