افغانستان او پاکستان
[25.Jul.2025 - 08:59]دافغانستان اوپاکستان اړيکو ته یوه ځغلنده کتنه
لیک: ډاکتر لطیف یاد
دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو پېچلی او اوږد تاریخ لري، افغانستان دخپل ستر ا تيجیک او جغرافیوي مو قعیت اوجوړښت له مخې په داسې حساسه سېمه کې پروت دی چې خپل مو قعیت ورته بلا ګرځیدلی دی. افغانان تقریبا د۴۵ کلونو راهیسې ددوو نړۍ والو زبر ځواکونو دسیالیو اوګاونډیانو دلاسوهنو له کبله دهغه ستر بحران او کړکیچ سره مخامخ دي چې دافغانستان دبربادۍ سبب ګرځیدلی دی او دا هېوادیې دنیستۍکندې ته ورګوزار کړی دی .
په دې لنډه لېکنه کې به دتاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې دپاکستان سره دافغانستان دسیاسی اړیکو په اړوند لږشانته رنا واچوو او په دې اړوند به څو ټکي بیان کړو :
د افغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخي شالید:
۱-د پاکستان له جوړېدو مخکې:
د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ اړیکې د نولسمې پېړۍ له "انګلو-افغان جګړو" سره پیل شوې.افغانستان د پیرنګي ښکېلاک پر خلاف دریځ درلود، او د "ډیورنډ کرښه" (1893) د دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لانجې پیل ګڼل کیږي .
۲-د پاکستان له جوړېدو وروسته (1947)اړیکي :
دپاکستان دجوړېدوسره سم یعنې د ۱۹۴۷ زیږدیز کال راهیسې دافغانستان او پاکستان تر مینځ اړیکي ترینګلې پاتې شوي دي چې لکه څنګه دمخه مو وړته اشاره وکړه یوه ستره او مهمه وجه یې دډیورنډ ټپل شوې کرښه د ه چې برتانوي هند په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې دافغانستان دخاورې ستره برخه ورنه جلا کړه .
یله وجه یې داده داچې کله پاکستان جوړ شو نوله لومړۍ ورځې دافغانستان حکومت په ملګرو ملتونو کې دپاکستان دغړیتوب سره مخالفت وکړ .په همدې موده کې اوتردې وروسته موده کې دافغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې تل ډېرې ترینګلې او خړې پړې وې .
دشهید داودخان دصدراعظمۍ په وخت کې پښتونستان مساله یوه مهمه ملي مساله وګڼلی شوه چې داکار ددواړو هېوادونو پرسیاسي اړیکو منفي اغیزه وښندله . وروسته چې دپاکستان هېواد په ۱۹۵۵ زیږدیزکال کې دسینتو دتړون غړی شو او دمتحده ایالتونو سره په یوه ټلواله کې شامل شو نوافغانستان پخواني شوروي اتحاد ته مخه کړه او دافغانستان او پاکستان تر منځ واټن لانور هم زیات شو.
ون یونټ One Unit:
--------------------
له بلې خواپه پاکستان کې د (ون یونټ )پلان د۱۹۵۴ زیږدیز کال دنوامبر دمیاشتې په ۲۲ نېټه دپاکستان ددریم لومړي وزیر ( وزیر اعظم ) محمد علي بوګره لخوا جوړشو اود ۱۹۵۵ زیږدیزکال دسپتمبر دمیاشتې په ( ۳۰ ) نېټه دپاکستان نیشنل اسمبلې یا قامي اسمبلې ته لخوا تائید شو.
دون یونټ موخه اومقصد داو چې دختیزپاکستان ( چې اوس ورته بنګله دیش ) ویل کیږي اودپاکستان څلورواړه صوبې چې په هغو کې سند ، پنجاب ، بلوچستان او پښتونخوا ( چې په هغه وخت کې ورته صوبه سرحد) ویل کېده اوټولې پښتني قبایلي سیمې د وفاقي یا مرکزي جکومت پورې وتړي اوپه صوبو کې دخلکو لخوا ټاکل شوي حکومتونه له منځه یوسي .
دون یونټ دپلا ن سره دپاکستان زیاترو سیاسي ګوندونو اوسیاسی شخصیتونو خپل څرګندمخالفت څرګند کړ اوددې پرخلاف یې پراخ لاریونونه هم وکړل .په هغو شخصیتونوکې چې دون یونټ پرخلاف ودریدل شیخ عبدالمجید سندهي ،خان عبدالغفارخان ،خان عبدالصمد خان اڅکزی ( خان شهید) . جي ایم سید اوحیدربخش جتوي ول.له بده مرغه دون یونټ پرخلاف ډیر سیاسی شخصیتونه چې په هغو کې باچاخان او خان شهید هم ول دجیلونو دتورو تمبو شاته په زندانونو کې واچول شول چې دافغانستان حکومت دپاکستان دون یونټ پالیسي او په پاکستاني جیلونو کې دپښتنو مشرانو بندی کېدل په کلکه وغندل ،
په همدې اوتردې وروسته موده کې دافغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې او خړې پړې شوې، پاکستاني جنګي الوتکې د۱۹۶۰ زیږدیز کال داګست په۱۳ دافغانستان فضا یې حریم ته راننوتلې چې دافغانستان هوایی ځواکونوددوی الوتکې په کندهار کې کښیناستلو ته مجبوره کړې او بیا وروسته یې پیلوټان پاکستان ته وروسپارل شول او بیاترهغې وروسته لومړي وزیر شهید داودخان هم دپاکستان پر خلاف دسفربرۍ اعلان وکړ، پوځونو ته یې دتیارسئ امر وکړ او احتیاط سرتیرو ته هم وویل شول چې په پوځي مرکزونو کې راغونډ شي . په کابل کې دپاکستان د سفارت او په کندهار اوننګرهار کې دپاکستان کونسلګریو پروړاندې دخلکو لخوا لاریونونه وشول او دپاکستان بیرغونو ته اور ورواچول شو . پاکستانیانو هم په پیښور کې دافغان کونسلیټ پر وړاندې ورته کار تر سره کړ.
ون یونټ د ۱۹۷۰ زیږدیز کال دجولای دمیاشتې په لومړۍ نېټه هغه وخت له مینځه لاړ چې کله په پاکستان کې پوځي ډیکټيټر ( دکتاتور)جنرال یحیی خان دچارو واګې په لاس کې واخیستلې او د(لیګل فریم وړک آرډر) په پایله کې یې ون یونټ ته دپای ټکی کېښود.
دشهید داودخان دصدراعظمۍ نه وروسته د ظاهرخان دواکمنۍ دوخت چارواکو اوحکومتونو تل دپاکستان سره اړیکې سړې وې او هرکال به دوږي به نهمه نېټه په کابل ، جلال آباد ، کندهار او نوروښارونو کې دپښتونستان ورځ په رسمي ډول لمانځل کېدله چې داکار دپاکستان پر مزاج برابر نه و.
کله چې په افغانستان کې شاهي نظام ړنګ شو اوځای یې جمهوري نظام ونېوه دپاکستان په وړاندې دافغانستان سیاست دپخوا په شان و ، خو په ۱۹۷۵ زیږدیز کال دپاکستان لومړي وزیرذوالفقار علي بوټو دشهید داودخان په بلنه کابل ته سفر وکړ او دافغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي لږې ښې شوې خو .پاکستان بیا هم په دغوکلونوکې دشهید داودخان پر خلاف هغو ا فغانانو ته روزنه او وسلې ورکړې چې دشهید داودخان دنظام پر خلاف یې بغاوت او سرغړونه کړې وه او بیا يې په افغانستان کې د داودخان د واکمنۍ پر ضد پوځي کړنو ته ّهڅول .
دشهید داودخان رژیم تر پرزېدو وروسته کله چې دافغانستان دخلک دمو کراتیګ ګوند دیوې پوځي کودتا په پایله کې واک ترلاسه کړ نودپاکستان پوځي مشر جنرال ضیاءالحق د ۱۹۷۸ زیږدیز کال دسپتمبر په میاشت کې افغانستان ته یوورځني سفر وکړ ، خودغه سفر دومره ګټورې پایلې نه درلودلې .
کله چې د ۱۹۷۹ کال ددسمبرپه میاشت کې روسی پوځونو پر افغانستان تیری او یرغل وکړ او افغانانو پښتونخوا اوجنوبی پښتونخوا ته لېږدیدل پیل کړل، نو پاکستان ته طلایي چانس په لاس ورغي څو دحالاتو نه دخپل ځان په ګټه فایده اوچته کړي . پاکستان دشوروي اتحاد دیرغل په پایله کې دلویدیزو هیوادونو اوددوی انډیوالانو ته لا ورنږدې شو اودپاکستان پوځ اوداستخباراتوادارې( آي ایس آی) ددغې جګړې لارښودنه اورهبري پخپل لاس کې واخېستله او دپاکستان یو ډیر پخوانی او دکلونو کلونولوی ارمان پوره شو.
پاکستان د افغان جهاد په کلونوکې څو ګټې وکړې ،لومړی خو یې دلویدیزوالوسره سیاسي اړیکي پیاوړې کړې او له دې لارې یې خپل وسله وال ځواک اواقتصاد پیاوړی کړ اوله بلې خوایې دافغانستان پر جهادي تنظیمونو خپل نفوذټینګ کړ .
دجهاد په کلونو کې دافغانستان روسي پلوه رژیم داقتصا دي پلوه کمزوري شو اوافغانستان دجګړې له کبله په یوې کنډوالې بدل شو. په ملیونونو افغان شهیدان او ووژل شول او افغانستان ددغه یرغل په پایله کې وران ویجاړشو.
کله چې په ۱۹۹۲ زیږدیز کال جهادي قیادت اومشرتابه په افغانستان کې واک ترلاسه کړ پاکستان ورته ډیر خوشاله و، خو پاکستان د افغانستان په ودانۍکې دیوه ګاونډي په توګه کومه مرسته ونکړه.
دطالبانولومړي امارت :
کله چې په ۱۹۹۶ زیږدیز کال طالبان په افغانستان کې بریالي شول جهادي ګوندونه او درباني په مشرۍ یې شمالي ټلواله څنډې ته کړه او پاکستان د طالبانو د رژیم ملاتړ وکړ او ددوی حکومت یې په رسمیت وپیژاندچې دپاکستان دا ملاتړ د نړۍ والو نېوکوسره مخ شو، خو پاکستان ددوی سره اړیکي دخپل "ستراتېژیک ژوروالی" برخه ګڼله.
دجمهوریت په شلوکلونو کې چې په افغانستان کې دلویدیزوالو تر حمایي، ملاتړ او چتر لاندې کوم حکومتونه راغلل دافغانستان اوپاکستان ترمینځ اړیکي ډیرې خړې پړې وې او افغانستان پاکستان په دې تورناوه چې ددوی دمخالفینوطالبانو اوددوی کورنیو ته یې په پاکستان کې پناه ورکړې ده اوپوځي مرستې هم ورسره کوي .کله ناکله به پاکستان دافغانستان په ننګرهار او په تېره بیا کونړ باندې توغندي هم تو غول .
همداراز دجمهوریت په شلو کلونو کې پاکستان دیوه ګاونډی هیواد په توګه تل ددې خبرې وېره درلودله چې ګواکې په افغانستان کې دهند نفوذ پیاوړی دی اودوی ګواکې په پاکستان کې ددوی دبلوڅو مخالفینو سره مرستې کوي .دوی دافغانستان له حکومت نه په دې خبره هم ناراضه ول چې ولې دافغانستان په کندهار او ننګرهار کې دهند قونسلګرۍ شته اوددې قونسلګریوشتون یې دځان لپاره یوخطرباله. له بلې خوا پاکستان د هغې دښمنۍ له کبله چې د هندوستان سره يې د کشمیر پر سر لري تل په دې هڅه کې دی، چې افغانستان هېڅکله هم د هندوستان سره د دوستې اړیکې و نلري.
دجمهوریت تر را پرزېدو ورسته
دطالبانو دویم امارت :
د ۲۰۲۱ کال داګست دمیاشتې په ۱۵ مې نیټې چې بیاطالبانو واک ترلاسه کړ پاکستان هڅه وکړه چې له نوي حکومت سره اړیکې تنظیم کړي، خو د سرحدي شخړو، کډوالو، او ترهګرۍ له امله اړیکې بیا هم ترینګلې دي.سره له دې چې دپاکستان ډیر رسمي هیئتونه افغانستان ته راغلل اود دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت، او کلتوري تبادلو هڅې شوي، خو د امنیتي اندېښنو له امله دا هڅې محدودې پاتې دي.
دپاکستان او طالبانو ترمنځ مهم اختلافات:
۱-د ډیورنډ کرښه: طالبان دا کرښه د رسمي پولې په توګه نه مني، خو پاکستان یې د نړۍ والو پولو برخه ګڼي.
امنیتي اندېښنې: پاکستان غواړي طالبان د TTP پر ضدګامونه اوچت کړي، ځکه پاکستاني طالبان پاکستان ته په قبایلي سیمو کې سرخوږی جوړوي، خو طالبان نه یوازې ددوی پرخلاف کوم ګام اوچتوي ،بلکې دطالبانو او پاکستان ترمینځ دمنځګړیتوب هڅه کوي، ځکه پاکستاني طالبان او افغاني طالبان سره همفکره خلک دي او نه غواړي چې هغوی له ځانونو خپه کړي ،همداراز پاکستان پر طالبانو داتور هم پورې کوي چې ګواکې دهند په مرسته دبلوڅو بیلتون غوښتونکوسره پوځي مرسته کوي ،طالبان هم په ورته ډول پر پاکستان داتور لګوي چې ګواکې پاکستان ددوی په وړاندې دداعش ترهګره ډله پیاوړې کوي او وسلې ورکوي او په افغانستان کې یې ترهګریزو عملیاتو ته هڅوي ،
لنډه داچې پاکستان د خپل جوړیدو له ورځې د ډیورنډ د تپل شوې کرښې پر سر د افغانستان سره جنجال لري او تل کوښ کوي چې افغانستان کمزوري وساتي او د خپلې خوښې حکومت دلته واک ته ورسوي. تر څنګ يې کوښښ کوي چې زموږ هیواد د یوه مصرفي هیواد په توګه د خپلو ګټو لپاره وکاروي .
پاکستان نه یواز ې د ډیورند د کرښې پر سر د افغانستان په ورانیواوبربادیو کې لاس لري بلکې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دکمزورو حکومتونو او دکورنۍ جګړې له کبله د ډیورند کرغیړنې کرښې دې غاړې ته له صفري نقطو راتیر شوي دي اودافغانستان په دننه کې یې دافغانستان دخاورې کیلو مټره کیلو مټره ځایونه لاندې کړي دي . دوی له دې سره سره کوښښ کوي چې د افغانستان کانونو او ځنګلونو ته په اسانه توګه ځان وروسوي او په ناقانونه توګه يې له کومي تیر کړي. دوی نه پریږدي چې موږ له خپلو اوبو ګټه پورته کړو، دوی غواړې چې تل زموږ اوبه دوی ته بې له کوم بندیزه ور روانې وي.
دجمهوري نظام ترراپرزولو وروسته هم پاکستان هغه پخوانۍ دښمني لا نه ده هېره کړې او اوس هم دپاکستان مشران په ملګرو ملتونو اونورونړۍ والو سازمانونو کې په دې نامه چې ګواکې ددوی مخالفین په افغانستان کې دي دافغانستان پرخلاف خپل غږونه جګوي او دا هېواد یو ترهګر هېواد بولي
زموږ دهېواد خلک دپاکستان په سیاستونو ښه خبر دي .دپاکستان اوسني چارواکي باید د خپل شاعرعلامه اقبال هغه شعر هیر نکړي چې وايي :
آسیا یک پیکر آب وګل است
ملت افغان درآن پیکر دل است
ازفساد او فساد آسیا
ازګشاد او ګشاد آسیا
(یاد )