قام او قامیت
[25.Jul.2025 - 09:05]قام او قاميت
لیک: مولانا خانزیب
دا د جوزف سټالن هغه کتاب دې چې په 1913 کښې هغه د قامي مسلې د وضاحت لپاره د ولاديمير لېلن په وېنا ليکلې وو سالار احمد على صيب ئې د انګريزې نه پښتوته د مشال خپرندوېه ټولنې سوات په مرسته په کال 2013 کښې ژباړه کړې وه سالار صېب اوس مړ دې خدائې دې اوبخښي خو ددې کتاب ژباړه ئې پداسې ښکلي انداز کړې چې د خپلې ژبې حق ئې پکښې پوره ادا کړې.
د قامي خپلواکۍ د حق مسله د هغه وخت نه د سرماېه دارانه قامي جمهوريت مسله جوړه شوه چې کله سرماېه داري د قامي بريد نه اووتله او نړې والې منډي ته لاړه او هلته ئې خپل بنيادونه منظم کړل . هم پدغه اساس دهغه وخت نه تراوسه پورې د قامي خپلواکۍ مسله د قامونو دننه او د قامونو ترمنځ د جمهوريت مسله هم ده.نن که ېو خؤا په نړې کښې سرماېه داري د خپل پرمختګ آخري پړاؤ ته رسېدلې ده نو بلخوا زمونږ په پښتون قام کښې د سرماېه دارې بدلون او روختون لاتراوسه سر ته نه دې رسېدلې او دغه بدلون زمونږ د قام او د روښان فکره غړو په اوږه پروت دې او هم دوئي به ئې سرته رسوي او دا جغ به په شعوري ډول د اوږو نه کوزوي هر نظام د ځان دننه خپل د لړمون چولو اسباب هم ځېږوي لکه څنګه چې د جاګېرارې په ،ستوني ،کښې سرماېه داري وجود ته راله او د جاګېرارې د چپه کېدو لامل شو . د سرماېه دارې بدلون په سياسي توګه د فيوډل ازم آمريت او استبداد په ضد قامي اولسي جمهوري بدلون دې او داقتصادي لارې په زراعت کښې فيوډل ازم په ضد او د سرماېه دارې مرګرې دې د قامي خپلواکۍ حق هم د مترقي خلکو په مشرۍ کښې د نورو قامونو د خپلواکۍ د حق منلو لاس ورکوي د نورو قامونو د خپلواکۍ حق نه منل د خپلې قامي خپلواکۍ په ضد عمل دې په نړې کښې هيڅ ېو قام کم بادار د خپلې خپلواکۍ د لاس ته راوړنې نه څوک نشي ايسارولې خو قامي غالب اکثريت او شعوري سياسي پاڅون ورله لازم توکي وي.
پدې کتاب کښې بحث پدې شوې چې په موجوده وخت کښې قام د څه نه عبارت دې ؟ قامى غورځنګ څه ته وائي؟ سامراج څوک دې ؟ کوم غورځنګ مونږ قامى ګنړلې شو ؟ د قام حق خود اراديت مطلب څه دې ؟ د قاميت ارتقا او عروج او د ېو قام په طبقاتو کښې ويشل د هروخت د مستبد قوتونه هڅه وي. قاميت او سرماېه دارانه نظام. سامراجي رېاستونه او ده هغې ګرېوان څيري کېدل.
دغه رنګ قامى رياست او کثيرالقامى رياستونه او د هغې جوړښ وغيره ګټه ور مباحث پکښې دي.
سالار صيب د کتاب په مقدمه کښې پخپله ليکى !
يو غورځنګ هغه که طبقاتى وي که قامي هله د بر ېاليتوب امکانات ئې زيات وي چې د هغې جدوجهد شعوري وي څومره چې د يو غورځنګ شعوري سوېه جګه وي دومره به هغه غورځنګ غښتلې او پياوړې وي.
د بده مرغه دقامى غورځنګ د شعورى سوئې لوړه ولو او روښانه کولو په اړه زمونږ په ټولنه کښې ډير کم کار شوې دومره کم چى دنشت برابر دې .
ځکه خو زمونږ قامى غورځنګ په تاريخى اړه کمزورې پاتي شوې ځکه خو زمونږ نجيب قام د موجوده حالت او بدبختو سره مخ دې او هيڅ پته ورته نه لګي چې کوم خواته لاړ شي او په چا پسې لاړ شي پښتانه په حېث د قام د سياسي شعور نه لرې پراته دي چې دغه ستونزه اوس ېو قامي ناسور دې د قام د حق مسله د وخت د چاپېريال سره وي چې د ېو قام د پوهانو او سياسي مبارزينو په غاړه په سمه توګه درست تعبير ته اړتيا لري .
نن د پښتون په خاوره نااعلان شوې جګړه روانه ده هره ورځ په سوونو پښتانه مري دا ولې مري ؟ څوک ئې وژني؟ او په څه ئې وژني؟ ددې قام نه لا ورکه ده .
څرګنده خبره ده چې نړې وال سامراج ،عربى ارتجاع، او ددوئي لاس پوسي ايجنټان ددې اشر غوبل ذمه وار دي
او چى تر څو دا قام ېونه شى دا مرګو به تر هغې روانه وي چې د پښتون په خاوره هيڅ داسې يوکس پاتى نه شي چه د هغه په غږ يو لس پينځه پښتانه راپاڅي او ېو کېږي .
سالار صېب ليکي چې نن په دې حالاتو کښې پښتنو ته دخپلو حقوقو د ادراک د پاره د يو پېاوړى او غښتلي شعوري پاڅون او غورځنګ ضرورت دې .
پدې خاوره به قامى غورځنګ هله جوړيدې اوکاميابېدې شي چى پښتانه د خپلو قامي حقوقو شعور بيا مومي او دا شعور هله پيدا کېدې شي چې پښتانه د جديد سائنسى علم په رڼا کښې د خپل تاريخ او جغرافې نه ځان خبر کړى او د جديد دور د سائنسى نظرياتو او انفلابى قامي غورځنګونو نه خبر شى.
د انسانانو او ځناورو د ژوند يو توپير دا هم دې چې انسان په ارادي توګه اجتماعيت ښوښې دې او دې په ګډه ژوند د خپلې ټولنې يوه برخه ګنړي .
دغه اجتماعيت او اشتماليت په حېث د نظام هم دده د ژوند برخه وي . د نړې په سر خلک هم ددغه منظم ېووالي په زور اوبرکت د پرمختګ بام ته رسېدلي.
که د پښتنو د ټولنې خبره اوکړو نو د پښتنو ټولنه هم د زمانو نه د ګډ ژوند يو لوئي علامت دې چې ،لښکر ،اشر ،غوبل، جرګه، ننوانې، حجره،جومات، هم ددغه ټول غونډي ادارې دي خو د بده مرغه د پښتنو ټولنه د قامي اجتماعي فکر نه لرې پرته ده د قامي احساساتو او د ېووالي په وندر کښې د خپل رور په دړد کښې د پېلل کېدو په ځائې د ځان ځانې ښکار دي باچاخان پدې اړه وائي ! ﭘﻪ پښتنو ﮐښې ډﯦﺮ ﻟﻮئي باﭼﺎﻫﺎﻥ ﺍﻭ ﻣﺸﺮﺍﻥ پېدا ﺷﻮﻱ ﺩﻱ ﺍﻭ ﺗﯧﺮ ﺷﻮﻱ ﺧﻮ ﻫﯿﭽﺎ ﭘﻪ پښتنو ﮐښې ﺍﺟﺘﻤﺎﻋﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﺍﻭ ﺩ ﺍﺟﺘﻤﺎﻋﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﻓﮑﺮ ﻧﻪ ﺩې ﭘﻴﺪﺍ ﮐړې ﺍﻭﻟنې ﺗﺤﺮﯾﮏ ﺩ ﺧﺪﺍئي ﺧﺪﻣﺘګاﺭ ﺗﺤﺮﯾﮏ ﺩې ﭼﯥ ﺍﺟﺘﻤﺎﻋﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﺍﻭ ﻓﮑﺮ ئې ﭘﻪ اولس ﮐښې ﭘېدﺍ ﮐړﻭ او تر ننه لامبوزن دي. پښتانه چې نن څومره ېووالي او اجتماعي نظم ته اړتېا لري دا دتیر هر وخت نه زېات مهم ده. په پښتنه ټولنه کښې د ټولو نه ګران کار دوئې په يو تنظیم کښې راغونډول او روزل دي چې ددې لپاره ډير ستر کار د ازادۍ نه وړاندې د خدائې خذمتګارو له خوا شوې وو خو د ازادۍ نه پس پښتانه د خپل وجود د ضرورت په احساس کولو کښې په حېث د قام لا نه دي توانیدلي. که څوک هم د پښتنو ټولنه په حېث د قام اودرول غواړي نو د تېر سل کلن تاريخ په شاليد کښې به ورله اول اولس پوهنه راوستل وي نېغ په نېغه به په ټولنه کښې د قامي شعور روزلو لپاره کار کول وي پښتانه به د تنظيم په وندر کښې ښکيل کول وي د قبيلوي کرکو نه به پښتانه ژغورل وي نو هله به د قام کېدو په تعریف پوره خيژي دغه د يووالي په لور کار او زيار روان دې خو دغه مزل به تر منزله نور ګړندې کول وي .
کله چې پښتانه تنظيم شي نو په لازم توګه به د قامي غورځنګ برخه ګرځي چې کله قامي غورځنګ وي نو پارليمان ته تګ هم د قامي تګ لارې برخه وي. په پښتنو سياسي وګړو کښې د ټولو نه لوئي کمې د سیاسي روزنې نه نه تيريدل دي . ګوت نيوکه او اختلاف رائې نه زغمل د سیاسي نابلوغيت څيره وي کله هم چې يو ټولنه په قامي فکر بالغه وي نو هلته ټولنيز شعور خوريږي چې په نتيجه کښې ئې زغم او بل منل وي بائد چې د اولس د روزنې نه مخکښې د سياسي کارکنانو روزنه اوکړې شي په قامي فکر ئې سر خلاص کړې شي دا هرڅه به هله کېږي چې د خپل تاريخ نه ځان خبر کړې شي او خپل ځان د تاريخ په سم رخ کښې د خپلې قامي اجتماعي حافظې سره ټينګ اوتړل شي.
کله چې ټولنه په قامي فکر مړه او ډکه شي نو دهغې نه پس تې د قامي پاڅون او انقلاب هيله کېدې شي.
مولانا خانزېب