(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ادب کې شخصیات

[25.Jul.2025 - 09:08]

پښتو ادب کښې Autodidact شخصيات

لیک: ماښام خټک

 

اوټو ډائيډکټ څۀ ته وائي  د دې نه وړاندې چې مونږ پۀ دې توري ځانونه پوئې کړو راځو چې پۀ هغه پنځو واړو توريو يا ددې سره تړلي حالتونو باندې هم ځانونه خبر کړو او بيا د اوټو ډائيډکټ څېړنه او سپړدنه هم اوکړو او هغه شخصيات هم مخې ته راوړو چې هغه ددې قبيل سره تعلق لري .

 

اولنی توری دې Illiterate : چې معنا او مفهوم يې د نالوستي ده او کوم کس چې ليکل او لوستل نۀ شي کولی هغۀ ته illiterate وئيلی شي.

 

دويم توری دی : Literate

معنا او مفهوم يې دی لوستی يا لوستلی او کوم کس چې پۀ ليکلو او لوستلو پوهيږي هغۀ ته لوستلی کس وئيلی کيږي .

 

دريم توری دی Aliterate

 

ددې معنا او مفهوم دی چې پۀ لوستلو او ليکلو خو پوهېدي ولې د ليک او لوست سره يې بېخي جوړه نۀ وي او نور مشاغل يې د ژوند خوښ وي او هغې ته زياته توجه ورکوي او داسې کس ته alliterate وائي

 

څلورم توری دی : Morosoph

 

ددې تورې معنا او مفهوم دا دی چې لوستل او ليکل يې دواړه زده وي ليکلی او لوستلی کس وي خو کم عقل وي Morosoph داسې کس ته  پۀ حرف عام کښې ليکلي لوستل بې وقوف يا ليکلی لوستلی جاهل هم وئيلی کيږي

 

اوس راځو خپل ټاکلي او د.موصوع اصل توري ته يعني Autodidact ته.

Autodidact :

اوټو ډائډيکټ هغه کس ته وئيلی کيږي چې د هېڅ کوم استاذ يا ادارې نه يې سبق يا تعليم نۀ وي زده کړی او خپل پۀ خپله يې ليک  لوست کړی وي  او پۀ ليک لوست پوهيږي

 اوس راځو هغه شخصياتو ته چې باقاعده عصري ليک لوست يا د يو کس يا يوې ادارې نه خو يې تعليمي سند نۀ دی تر لاسه کړی ولې بيا هم ليکلي لوستلي دي کتابونه يې ليکلي ادب کښې يې لوړ مقام مونتی او کالجونو يونيورسټو کښې نۀ يوازي د هغو تخليقات لوستلی کيږي بلکې ريسرچ هم ورباندې کيږي -

 

طاہر اپریدی

طاہر اپریدی چې خپل نوم يې ترکستان دی او د طاهر اپريدی پۀ نوم يې ادبي دنيا کښې خپله يوه ژوره او فراخه پېژندګلو جوړه کړي ده . د‌ خپلو تخليقي صلاحيتونو له برکته  د‌ پښتو پۀ ادبي دنيا کښې به داسې يو کس نۀ وي چې د‌ ادب سره کلکه ونډه لري او طاهر اپريدی نۀ پېژني ، د افسانې ذکر چې کيږي او د‌ طاهر صيب نوم پکښې وانخستلی شي نو د افسانې ذکر سرته نۀ رسي ، د‌ ناول پۀ لړ کښې که تجزيه يا څېړنه کيږي او د طاهر صيب پۀ ناولونو تجزيه يا څېړنه او نۀ شي نو دا تجزيه او څېړنه به بې بنسټه وي . د‌ سفر نامو پۀ حقله که ادبي تاريخ بيانيږي او طاهر صيب ددې تاريخي ادب يا ادبي تاريخ برخه ونۀ ګرځي نو دا ادبي تاريخ به بېخي نيمګړی وي . د رپورتاژ پۀ حقله که کره کوټه او تبصرې يا تجزيې کيږي او طاهر صيب پکښې ياد نۀ شي نو د رپورتاژ دا تبصرې او تجزيې د طاهر صيب د رپورتاژ پۀ حقله د شوي کار متازه پاتې کيږي . د ادبي صحافت پۀ ميدان کښې چې د کومو ليکوالانو د نامو او کارنامو ذکر کيږي او د درې مياشتيزې جرس او د طاهر صيب د ادبي صحافت د‌ژوند پۀ حقله شوی کار او زيار نه سرغړونه اوشي نو دا به  نۀ يوازي د جرس او د طاهر صيب سره زياتی وي بلکې د پښتو ادبي صحافت سره به د مېرنی رشتې د سلوک مترادف هم وي .

د جرګو مرکو او د‌ تنقيدي اجلاسونو د ادبي کاوشونو او نشستونو خبره وي او د طاهر صيب ذکر د‌ جرس ادبي جرګې سره کلک  او نۀ  تړلی شي نو دا به د جرس ادبي جرګې د ادبي تاريخ او د طاهر صيب د جرس ادبي جرګي سره د‌ تړون نه سکوټ انکار وي .  

 

رحمت شاه سايل :

 

 د پښتو د شعر ادب سره لرونکي خو پرېده هغه کسان چې تش ميوزک اوري نو پۀ دعوی سره وئيلی شم چې سايل به نۀ يوازي پېژني بلکه شعرونه به يې هم ورته ياد وي . غزل ، سندره  ، نظم ، افسانه ، تنقيد ، ترنم ، ادبي صحافت سياست دا ټول د دوئي د شخصيت اړخونه دي خو شاعري پۀ خاصه توګه غزل ، نظم او سندره يې د اولس سره او اولس يې د دې اصنافو سره غاړه يستي دي . پۀ سندره دومره مئين دی چې افسانه يې هم اخري سندره کړي . د‌ هغۀ پۀ شاعرۍ کښې چې کوم د احساس د‌ محرومی اظهار دی هغه يک يوازي د سايل صيب انداز او پېژندګلو ده . د شاعری يې يو ګن شمېر کتابونه ليکلي چې د هغۀ د شخصيت يو ځلانده اړخ دی او ددۀ شخصيت پۀ هر ډکر ، پۀ هره موقع او پۀ هر ساعت ځلوي او تکراروي .

 

د خیبر سقراط لعل زاده ناظر شینواری

 

                  ما د دنیا مدرسه لوستې نه وه

                  امتحانونو دې په ما ولوسته

 

 د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال ارواښاد لعل زاده ناظر شینوارۍ په کال ۱۹۱۹ کې د خیبر ایجنسۍ په لواړګي سیمه کې زیږېدلی دی او د پښتو د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري خورېۀ دی او د شعر و شاعرۍ په میدان کې يې هم هغوی تربیت کړی دی.

 

ناظر شینواری د بغیر استاذه او مدرسې خپل دماغ د علم په رڼا روښانه کړل او د خیبر د نوی نسل د شاعرانو د استاذ درجه يې حاصله کړه.

 

ناظر شینواری غزل، نظم ، نثر ، ډرامې او آفسانې لیکلی دی او تر اوسه يې دوه کتابونه (مزل) او (پړاوونه) چاپ شوي دي.

 

د ارواښاد لعل زاده ناظر شینواری د شاعرۍ او ادبی خدماتو په حقله وئيلي کيږي چې ناظر شینواری د حمزه بابا نه پس د خیبر د سیمې د شاعرانو سر خیل دی، او د دوۍ شاعری هم د پښتو، پښتونولی او رومانیت نه چاپیره چورلي -

 

د لعل زاده ناظر شینواري زوی کلیم شینواری وايي چې" نوموړی چاچا کریم بخش ادبی ایوارډ ، هجره ادبی ایوارډ ،آباسین آرټس کونسل ایوارډ ،او ګندهارا ادبی ایوارډ هم تر  لاسه کړی وو "

د ملګري صحافي ،  لیکوال او څیړنکار شیر عالم شینواري واينا ده  چې" د افغانستان نه به هم د شعرونو د اصلاح د پاره ورته شاعران راتلل او زما په نظر هغوی د حمزه بابا د شعر نه بالکل یو جدا رنګ او جدا انداز لری ، د ده په شاعرۍ کې ډیر زیات معنویت دی ، او نفسیاتی رنګ هم پکې شته، او دی هم د تصوف په رنګ کې نغښتۍ خو یو جدا رنګ لری"

 

د خیبر ځینې شاعرانو لکه مراد شینواری ورته د خیبر سقراط خطاب ورکړئ وو ،کلیم شینوارۍ وايي چې " دغه خطاب ورته ځکه ورکړئ شو چې د دوی زیاتره خصلتونه او عادتونه د یونان سقراط ته ورته وو ، یانی هغوی نالوستی وو خو د افلاطون او ارسطو په شان شاګردان يې پیدا کړی وو ، او زما پلار هم رسمی تعلیم نه وو حاصل کړئ خو د خاطر آپریدی او خیبر آپریدی په شان شاګردان يې پیدا کړل، او دویۍ نه به هم لکه د سقراط په شان په لواړګی بازار کې شاګردان، تعلیم یافته او نا لوستی خلک راچاپیره وو او د خپلو مسئلو په حقله به يې ده سره صلاح مشورې کولې، او خلکو به ورته په درنه سترګه کاته"

 

ملنګ جان

 

په (۱۲۹۳) کال کې د ننگر هار د بهسود و په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتګ سره د چمیار کلی ته خو شحالی او په حقیقت کې یې ټول ننگر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره د ځپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوال خوشحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاري وه چې هغه ازادی يوه

 

دغه روښانه شخصیت ښاغلی محمد امین (ملنگ جان) دعبدالشکور زوی وه ، نو موړی په دری کلنۍ دخپل پلار څخه یتم پاتې شوی وه او پوله پټی یې دتر بگنیو له لاسه ورته پاتې نشو اوپه (۵) کلنۍ کې پلارنۍ ټاټو بی څخه د مسافرۍ غیږی ته لویدلی او د کامې اولسوالۍ په مزدوری بوخت شوی دی . نو موړۍ د مسافرۍ په وخت کې وۀ چې دشعر ژبه یې روانه شوه شپږ میاشتی وروسته له کامی څخه بیرته خپل اصلی ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دی څخه د جلال آباد په امنیه قو مندانۍ کې او دکونړ په لویه ولسوالي خپله د عسکری دوره تیره کړه . د نوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسین غاړو ته رسیدلی وې او د پوره نوم څښتن شوی و.

 په اول کې دی یو نا لو ستی شا عر وه حتی خپل شعر یې هم نشو لیکلی ، خو بيا د سردار محمد داود لخوا ورته یو د لیک لوست ښوونکی وټاکل شو او په شپږو میاشتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه یې شعرونه پخپله لیکلی او لو ستلی شول .

ملنگ جان یو عوامې او ملی شاعر دپښتو سندریز شعر او ادب زمو نږ د حلقې یو مهم تخنیک دی چې زمونږ لرغونو او تاریخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ریخی الها مات د محیط او بشر په ژبه څر گند کړي دي.

 

زمونږ د ملی شاعرانو خپل تا سیرات او احساسات دملی آوازونو په قالب کې داسي ځای کړی دی چې د سندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسیږی ، همدغه دلیل دی چې زمونږ شفا هې ادبیات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې د خلکو په زړونو او زهنونو کې به ثبت وي او هیڅکله به هیر نشی.

 

عامیانه شاعرانو زیات زحمتونه گاللی دي یعنې د ملنگ جان تر وخته پوری زیات پړاونه وهلی دي ، ډیری تجربې یې تېرې کړیدي ، ډیر موضو عات یې پخپله غیږه کې ځای کړيدي او ډیر اهنګونه یې خپل کړی دي ، خو کله چې ملنگ جان پر دی ډګر ور ګډ شو ، نو عامیانه شاعرۍ ته یې هم د ترنگ او داهنگ له مخې او هم د موضوع او محتوا له مخی نوی خوزښت او تحریک ورکړ.

ملنگ جان د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې د ژور سیاسی شعور او لوړ ملی احساس په درلودلو سره ضد موضوعات طرحه کړل او په پارونکو او هڅونکو اهنګونو کښې یې خپل اولس اوملت ته ورسول ، دده نغمي او تراني اولس هم ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرګې کړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړېدونکی چیغې او هنګامې تودی او ولاړې کړی او خوږې نغمی یې د تل لپاره خوږې پاتې شوی څرنگ چې د پښتو عامیانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړي ، نو ځکه د دوی د شاعرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنګ جان د خپل وخت ضد سیاسی مسایل او جريانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او اولس ته یې رسول او داد پښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کښې دده امتیاز و او همدا امتیاز دی چې مونږ د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې د نوی تحرک اوخوځښت را منځ ته کوونکې بللی او د خاص حماسی شاعر لقب ورکړ شوی .

ارواښاد استاد قیام الدین خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبریت) کې ملنگګ جان یو نابغه بللی دی. ځکه ده زده کړې نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې توګه څپانده ، ځلانده او خوځنده وه . دی ځوان وه شاعرۍ یې ځوانه وه ، ډیره هیله یې لرله چې د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې نورې زیاتونې وکړی او نوره ګټوره پانګه رامنځ ته کړی ، خو ناڅا په مړ ینه او ځو نیمرګۍ نه یوازی دی ځوانیمرګ کړ بلکه دده شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه ، او پښتنې ټو لنې د یو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه شوه ،چې د پیړۍ تیریده به هم دا تشه ډکه نه کړي-

 

خاطر اپریدی

 

د خاطر اپریدی هم تعليم د يوې باقاعده ادارې نه نۀ وۀ شوی البته لوستي مې دي چې پۀ شخصي توګه يې د ناظر شنواري نه څۀ لږ ليک لوست کړی وۀ . د خاطر شاعري او د هغۀ اولسي رنګ د هغۀ ځانګړی شناخت دی . پۀ غزل کښې يې تغزلي رنګ او تخيلي ډهنګ هغه داسې پۀ ادبي دنيا يا پۀ دانشورانه ماحول کښې مخ ته راوړاندې کوي چې د مشاهدې او د تجربې د علم يو داسې استاذی ثابتيږي چې ګواهي يې هم دغه خپله ساده باده مګر  سوچه او درنه شاعري ده .

 

غازي سيال

 

غازي سيال يا غازي بابا هم وائي رسمي تعليم نۀ وه د يوې مستندې ادارې نه يې تعليم سند نۀ وه تر لاسه کړی البته پۀ غير رسمي توګه يې د خپل ژوند د‌ غورزو پرزو نه ډېر علم او خبرتيا تر لاسه کړي وه ، ډېر څۀ يې لوستي وه ډېر څۀ يې ليدلي او کتلي وو ، د ډېرو ادبي ټولنو او ادبي مجلسونو سره ناست پاست او منسلک پاتې شوی وه ، د ډېرو ادبي شخصيتنو سره يې صحبت لرلی او ډېر ادبي چني يې روزلي او پاللي دي ، د‌ ريډيو سره او د فلمي دنيا سره يې اړيکي ساتلي دي ، د  بالا خانو سماجي تعليم او تربيت يې لواړ تېر کړی دی ، پۀ فوکلور يې ډېر ژور نظر وۀ  ، ډېر ښۀ شاعر او ناول نګار وۀ ، يو شمېر د ريډيو سندر غاړو يې شاعري زمزمه کړي ده ،  ځينې سندرې چې فوک دي وې  يو غوره تدوين دی  ، منګري او بنزی يې مشهور ناولونه دي

 

اکمل لېونی

 

اکمل لېونی زموږ د اوسني کهول د پښتو په ادب کې یو ځانګړی اسلوب لرلو. د هغه په شعر کې په نظم کې او غزل کې د طنز او مزاح په حوالې سره لوی نوم پیدا کړی دی. هغه په مشاعرو کې خوښ کړی شوی شاعر وو. په نوموړي کښې بله ځانګړتیا دا وه چې د هغه د طنز او مزاح په نظم کښې به د قامي یووالي او د قامي سوچ رنګ ښکارېدو نو اکمل لېونی د دې دور یو لوی شاعر وو او افغانستان او پاکستان کې یوازې نه چې کوم کوم ځای کې پښتانه مېشت وو د هغه د شعر او ادب نه متاثره وو

 اکمل لیونی تر مرګه د پښتون د یووالي په دغه نظریه کلک ولاړ وو او هغه چې څه دې ټولنې له ورکول غوښتل هغه يې ورکړل او هغه د ډېرې غریبۍ باوجود د قامي سوچ په دغه نظریه ولاړ وو او که دا حالات په بل چا راغلي وی نو کېدی شي هغه خپله سیاسي قبله بدله کړې وی خو اکمل لېوني هغه څه ونکړه او خپل نوم او کردار يې په تاریخ کې ژوندی وساتلو او د هغه سیاسي تړون له باچاخان سره وو او هغه یو کلک باچاخانی وو.

 

اکمل لېونی په ۱۹۴۸ کال کې د مردان ولسوالۍ د کاټلنک په شموزو کې زېږېدلی و او چې لږ رالوې شو نو د غره نه به يې واښه راوړل او هغه به يې خرڅول او دا رنګ به يې پرې د ژوند معاش روان وو. نوموړي د دویم ټولګي پورې زده کړې کړې وې او د غریبۍ له وجې يې نور سبق وو نه وایو.

 

د اکمل لېوني د چپاونه، لېونتوب او تورتم په نامه د شاعرۍ کتابونه چاپ ته راوتي خو ځینې یې لاهم ناچاپه پاتې دي.

 

امير غلام صادق

 

د پښتو فلمي انډسټرۍ لپاره نه هیرونکې خدمات لرونکی شاعر، ادیب او دانشور ښاغلی امیر غلام صادق د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلع کښې د مشال خان کره ځېګېدلی وه . که هغۀ څه زیات رسمي تعلیم نه وه ترلاسه کړی، خو بیا هم د هغۀ کار هغه د ډیرو ښو پوهه شاعرانو په صف کې ودرولی وه.

امیر غلام صادق د کال ١٩٧٠ نه تر د کال ١٩٩٦ پورې پښتو فلم صنعت د پاره په سلګونو سندرې، قصې او فلمونو د پاره ډائیلاګز لیکلې دي. د فلمي صنعت د پاره د دومره خدماتو تر سنګ ډیرو کمو خلکو ته به معلومه وي چې هغۀ په یو شمیر فلمونو کې ادا کاري هم کړې وه.

امیر غلام صادق کال ١٩٩٨ کې د ٥۴ کالو په عمر کې ددې فاني دنیا نه سترګې واړولې خو پشا يي د پښتو فلي صنعت د پاره بیش بها خدمات پریښودلې دي چې د پښتو فلمونو مینه وال به يي تل تر تله یاد ساتي.

 

روښان يوسفزۍ

 

ملګری روښان يوسفزۍ يو ګڼ اړخيز شخصيت دی ، هغه پۀ بنيادي توګه خو شاعر دی ، ولې پۀ حيث د يو اديب هم څۀ کمه پېژندګلو نۀ لري . يو ښۀ نقاد هم ددۀ پۀ شخصيت کښې رابرسېرن دی ، يو معروف صحافي دی ، ښۀ کمپئير دی ، يو دانشور دی ، يو سياست پوھ دی ، کالم ليکونکي دی،  يو ښۀ مترجم دی اردو پښتو دواړو کښې ليک کوي ، يو متحرکه ليکوال دی ، ظرافت اشنا دی ، د‌ مجلسي تنقيد يوبا استداده وګړی بس خو د ادب د بنياد کاڼی دی خو چا لا سم پېژندلی نۀ دی او شايد ددې وجه دا وي چې لکه د منصور يې دا چل زده نۀ وي چې خبره بل ته رسول هم يو هنر غواړي . ملګری روښان يوسفزی هم هغه ادبي شخصياتو کښې شامل دی چې رسمي تعليم خو دومره نۀ لري ولې د سماج يا چاپيرچل او د خپل ژوند دومره تجربه لري چې پۀ هر څۀ يې لاس بر دی او د پښتو ادب پۀ افق دا يوسفزۍ لکه د نمر روښان دی

 

قيصر اپريدی

 

څوک هم چې د.پښتو ادب سره علاقه لري نو قيصر اپريدی به خامخه پېژني بلکې ډېر ښۀ به يې پېژني او چې څوک يې ډېر ښۀ نۀ پېژني نو هغه به بيا کره يا ښکاره د ادب سره اړيکې نۀ لري .

قيصر‌ يو ډېر ښۀ شاعر ، يو وتلی نقاد  يا يو غښتلی څېړنکار ، يو کوټلی ژوند ليک راټولونکی ، يو منلی صحافي يو ژباړونکی او د‌ ليک او تخليق هغه استاذی دی چې ادب او جماليات يې د جمال او کمال پۀ لار پښتون جماليات سره اشنا کړي. که ددۀ پۀ نزد‌ سل نومونه د عشق نور دي نو دغه يې له اوله د مات کودي ريحان کښې دې عجيب سري د‌لا دوا د مرض نۀ چې اوساتل نو خدايې ځکه خوښ شو

قيصر هم د‌ رسمي تعليم پۀ کالو به د‌ چا پۀ نزد ښائسته نۀ وي ولې د ژوند تجربو او غورزو پرزو   دومره ټکولی چې دغو ښکالو لکه د خوړ د‌ کاڼو مهين او هموار د ادب غاړې ته رايستی او د‌ فطرت سره يې چې خپل هنر ملګری کړی نو د‌ ادب ولاړه بېړۍ يې هغه بلې غاړې ته پورې يستلي او شاته يې چې کتلي نو  ددۀ ملګري هغه شان د‌ فطرت د ونې د‌ يښې سورې لاندې هم پۀ هغه پورې غاړه د‌ خپلې بې هنرۍ له وجې ناست پاتې دي

دغه شان ددې نه علاوه پښتو ادب کښې نور هم بلها کسان داسې دي چې هم پۀ دې ذومره کښې راځي خو زما مقصد‌ او موخه  فهرست مرتب کول نۀ دي او نۀ د کړۍ سره کړۍ ملاوول دي چې يوه تشه لړۍ ترې جوړه شي

 بس پښتو ادب کښې پۀ اوټو ډائيډيکټ شخصياتو يوه ليکنه پۀ دې غرض کول وو چې دا موضوع او دغه رنګ شخصيات او پېژندلی شياو چې د چا نامونه ما نۀ دي اغستي يا ددې ليک نه پاتې دي نو خدايې مه که داسې نۀ ده چې هغه د دې موضوع برخه نۀ دي هغه هم ددې برخه دي او پۀ دې موضوع کره خېژي .

 

مننه 

ماښام خټک 

کراچۍ

نېټه

پنځم د جولائۍ کال دوه زره او پنځويشتم

مياں محمد زمان بابائے چاربېته

-
بېرته شاته