دخوشحال خان سړیتوب د ساپوهنې په رڼاکی
خوشحال خان یوه ستره معنوی شتمنی ده د ګڼ شمیر پوهنو د څیړنې په زړه پورې موضوع جوړوی او هره پوهنه پخپلو ځانګړو لارو ددی شتمنۍ د مختلفو اړخونو څخه ملغری راوباسی مونږ ددی شتمنۍ انګړ ته د ساپوهنې په لارو ( طریقو میتودو ) ورننوځو او ددی هڅه کوو چې د خوشحال خان د سړیتوب ځنې لړونه راوسپړو . د هر انسان سړیتوب د هغه ټولنې د اغیزې د لاندې په کومه کې چې پیدا شوی وی وده کوی د خوشحال خان د ژوند ډیوه په پښتونخوا کې بله شوی ده، له دی کبله پښتنې ټولنې ته لنډ نظر اچول ضروری دی . پښتنه ټولنه یو موړ او بډای کولتور لری چې پښتونولی نومیږی د پښتو نولی بنسټ د اولسی جرګو په یوه ډیموکراتيک ( جمهوری ) سیستم ولاړ دی دا جرګې یو د بل څخه ناپیلې او غیری مرکزی بڼه لری په جرګه کې لکه د سټیټ په شان اجرایه ، مقننه او عدلیه قوه راټوله شوی او خپلې پریکړی د رايو په توافق سره کوی . او د رایو په ډیره کی سره ئې نه کوی . دا ددې مانا لری چې پښتنو کې د هر تن رائی ته ارزښت ورکول کیږی او ځانګړتوب ( انفرادیت ) مهم رول لوبوی او د بلې خوا د پښتنو ژوند ټولنیز او ډله ایز دی . د پښتنو کورنۍ د لویدیز د کورنیو په بر خلاف غټی او څو کوله یا ( نسله ) دی کورنۍ د خيلونو ، خیلونه د قبیلو او قبیلې د قام سره تړون لری له دې کبله د پښتون پیژند ( تشخص ) پوړیز دی . که څوک ووائی چې زه مومند یا اپریدی یم نو هر څوک په دی پوهیږی چې پښتون دی یانی د خيل یا قبلې نه په پیژند ( تشخص ) کې د قام پیژند پروت دی همدغسې پښتو د یوې خوا د پښتنو ژبه او د بل خو ائې بنسټی قانون دی چې د يو شمیر نرخونو یا دودونو چې هر پښتون ئې پابند دی او ارزښتونو یا صفتونو څخه چې هر پښتون بایده دی چې ولری جوړ شوی دی د ځینو ارزښتونو یا صفتونو لومړنی توری ئې په هغه تورو پیل کيږی چې د پښتو او پښتون په لفظونو کې شته لکه پت ، ښیګړه ، توره ،وفا او ننګ. د پښتو د ارزښتونو يا صفتونو پوله يوازې په دی تنګه نه ده بلکې دا ارزښتونه زیات دی خو دا ارزښتونه زر یاد ته راځی کله چې سړی د پښتو یا پښتون د لفظ سره مخامخ شی میا سید رسول رسا په دی نښتون کې لیکی چې پښتو پښتانه خپلې ژبې ته وائی او پښتو پښتانه خپل ملی سیرت ته وائی د دنیا په هیڅ قوم کې ملی ژبه د ملی سیرت په مانا کې نه استعمالیږی دا امتیازی خصوصیت صرف د پښتو په کلمه کې دی یعنې فارسیوان دا نه وائی چې تا کې فارسی شته یا نشته یا عرب دانه وائی چې تا کې عربی شته یا نشته انګریزان دا نه وائی چې تا کې انګریزی شته یا نشته خو صرف پښتانه وائی چې تا کې پښتو شته یا نشته. په لنډو تورو سره پښتو د پښتنو قامی قانون ( آئین ) یا ژوند دود ( ضابطه حیات ) دی پښتو د ژبې په توګه هم زمونږ د یوې څیړنې له مخې بې ساری توانمنه ده . د پښتو ژبې د غږونو تورو شمیر چې د ژبې دتوان ( ظرفیت ) نښه ده حتا د نړیوالو پر مختلفو ژبو لکه انګلیسی او المانی په پرتله زیات دی که څه هم تراوسه پورې د پښتو ژبې ټولو ګړونو ته توری نه دی نیول شوی خو دهغه تورو شمیر چې اوس د پښتو په عربی لیک دود پکارول کیږی شپږ څلویښت ته رسیږی او د پښتو په پخوانی میخی لیک اووه دیرش توری تر اوسه معلوم شویدی . حال دا چې د انګلیسی ژبې د تورو شمیر شپږ ویشت او د جرمنی ( المانی ) ژبې د تورو شمیر دیرش دی په دې حساب پښتو د ژبې په توګه د انګلیسی جرمنی ژبو څخه زیات توان ( ظرفیت ) لری یانی دودې زیات قابلیت لری خو کار ورته نه دی شوی او دوييو ( لغاتونو ) او نومونو ټولګه ئې د انګلیسی او جرمنی ژبو په پرتله ډیره کمه ده . ژبه نه يوازی د قامی پیژند نښه ده بلکی د ټول ساوال ( نفسی ، روحی ) ژوند سره ټينګه تړلی او د ساوال ژوند په وده کې کره برخه لری او هم د ساوال ژوند جوړښت او وده په ژبه پوره اغیزه لری او د ژبې څرنګوالی ټاکی ژبه او ساوال ژوند یو له بل سره دوه اړخیزه اړیکې لری او يو له بل څخه بیلدلی نه شی خپله سوچ ( اند یا فکر ) د ژبې يوه بڼه او څهره ده. د ژبې په ډډ او وده سړی سم پوهیدلی نه شی که ئې د نورو سا والو ( نفسی ، روحی ) پیښو او ځواکونو څخه په ناپييلی توګه د اشارویو سیستم وګڼی او یا ئې د ګوښی او ځانګړی توان نښه لکه د پوهیدلو او پوهولو ( مفاهمې ) اله ګنړلی . که پورتنی متن راغونډ کړو په پښتنی ټولنه کې ځانګړتوب او ډله ایز توب تر منځ ازادی او تړون شته او هم پښتو د پښتنو ژبه او قانون دی . په ساپوهنه کې د انسان د سړیتوب ( شخصیت ) دلړونو د معلومولو لپاره مختلفی تلې اولارې شته مونږ د رول د راسپړیدلو په لاره د خوشحال خان د سړیتوب لړونه په ګوته کوو . په پښتنی ټولنه کې د یو تن مقام د پښتو مټ ،مال او پوهې ( تجربه هوښیارتیا او علمیت ) له مخې ټاکل کیږی. مشر ته درناوی په پښتنی ټولنه کې په همدی اصول یانی پوهې په بنسټ دی چې تجربه به ئې زیاته وی . ددې څلورو توکونو ( عناصرو ) اندازه او ترکیب په پښتنی ټولنه کې د انسانی رول او مقام راپه ګوته کوی چې د سړیتوب هنداره ده هر څومره چې سړیتوب کې پښتو زیاته وی هغومره قامی سړیتوب دی . خوشحال خان د پښتو ژبې وتلی شاعر دی او د شعر تومنه ( خمیره ) په لاشعور کې د سرته نارسیدلو هیلو څخه جوړیږی چې د تخیل سوچ او احساستو په مرسته سره د الفاظو په تنظیم شوی رنګ کې ټولنې ته وړاندې کیږی لاشعور د سړیتوب یا شخصیت خوځونکی قوه ده ، هر شاعر په خپل شعر کې د ګل یا بلبل نندار چې او یا د یوی ډلې قبیلی قام او یا کومې نظرئې د نمائنده په توګه رول لوبوی هر شعر ځانته موضوع لری چې دا موضوع خاصه یا عامه کیدلی شی او کوم شعرونه چې موضوع نه لری نو هاغه شعر د شعر لپاره دی او پخپله موضوع ده . مونږ د خوشحال خان رول د هغه په یو شمیر شعرونو کې را په ګوته کوو . خوشحال خان وائی : زه خـــــوشــــــحــــــال د شــــــهــــــبـــاز خــــــان یــــــم چـــــــــی تـــــــــــــــورزن یـــــــــــم کـــان پــــــــــه کــــانیــــــــــحــــــــــــــیـــــــی خـــــــــــــان د اکـــــــــــــــــوړی ؤ
چــــــې پـــــــه تــــــــــــوره شــــــــو ســــــــلـــــــــــــطــــان
د هــــــــجـــــــرت زر دوه ویــــــــشــــــــت ســــــــــن ؤ
چــــــــې زه راغــــــــلــــــــم پــــــــــــــه جـــــــــــــــهـــــــــان
د هـــــــــــــــــغــــــــــــــــه دور بــــــــــــــاچــــــــــــــــــــــــا ؤ
قـــــــــــدردانــــــــــــــــــه شـــــــــــــــــــاه جـــــــــــهــــــــان
د پـــــــلار ځــــــائـــــــې ئـــــې مــــــــاتـــــــــه راکــــــــــړ
پـــــــه اولـــــــس شــــــــــــوم حـــــــــــــکــــــــــــمــــــــران
لــــــــکـــــــــه خــــــــــــــرڅ مـــــــــــې دبـــــــــــابــــــــــــا ؤ
زمــــــــــــــــــــــــــــا لاو دوچــــــــــــــــــــــــــنــــــــــــــــد ان
واړه دیــــــــــــــــرش زره خــــــــــــــــــټـــــــــــــــک دی
درســــــــــــت زمــــــــــا ؤ پـــــــــــــــــه قـــــــــــــربـــــــــان
Daily Newspaper "The daily Wahdat" / 24th June 2001
De Khushal Khan Khatak Sareetob De Sapohaney Pa Rana Ke
Arwahaad Kabeer Storay -