امو سیند او
[19.Aug.2020 - 16:01]” آمو سين“ او ” چيندرو “
د ځوان تکړه شاعر ، افسانه ليکونکې مترجم ډاکټر همدرد يوسفزي پښتنه مينه د مارګلې په کنډاؤ را واوړيده ۔ د کتابونو په دې ډالۍ کښې د ډاکټر همدرد يو سفزي نوے کتاب د” آمو سين “ او دويم ګتاب د هغه افسانو مجموعه ” چندرو “ چې په ادبي حلقو کښې ورته پزيراٸي حاصله ده ۔ د ډاکټر همدرد يوسفزي د افسانو دې مجموعې ” چندرو “ ته آباسين آرټس کونسل د ښه معياري ادبي تخليقي کتاب ايوارډ هم ورکړې دے ۔ د ډاکټر همدرد يوسفزي نظم او نثر فني چوکاټ کښې دننه د لفظونو د داسې پوټريټ په مثال وي چې په ليدو او لوستو يې د بنده ريښې د خپلې زمکې خپل تاريخ او کلتور سره وتړي او سوچ کولو نه روستو حرکت ته وهڅَوي د يو ښه او تکړه او استار شاعر ،اديب کمال داوي چې د خپل ولس د جمالياتي حس د تسکين سره د خپلو تخليقاتو په زور په سوچ کولو مجبورَوي او د ژوند د حرکت يو نوے فکر کوي او نوي نوي سوالونه را وچتَوي ۔ زما په خيال ډاکټر همدرد د رسا پارسا فکر پښتون داسې شاعر ،اديب دے چې د انګريزۍ ، اردو او پښتو ادب ژوره لوسته لري دغه وجه ده چې د ډاکټر همدرد د نورو ژبو پښتو ته ژباړې سره د پښتو نه نورو ژبو ته ژباړې ګران کار ته اوږه ورکړې د هغه د پښتو د جديدو نظمونو اردو ژبې د ژباړې يو کتاب ” د آمو سين“ د فکشن هاؤس له خوا د طباعت په کالو ښاٸسته شو او منظر عام ته راغلو ۔ په دې کتاب د پښتنو د پنځه پنځوس شاعرانو اتيا کلامونه اردو ژبې ته په پښتنه مينه داسې ژباړلي دي يقينناً چې ترجمه ګران کار دے پوهان واٸي چې ژباړه د اصل برابر نه وي خو دا هله چې ژباړه کونکې د دواړو ژبو د کلچر ،محاورې ،روزمرې عبور نه لري او بيا د کوم څيز چې هغه ژباړه کوي د هغې روح يې په خپل روح کښې ضم کړې نه وي نو يقينناً چې د ژباړې په فن کښې به ناکامه وي ۔ ډاکټر همدرد يوسفزے ډاکټر دے د ماشونو د مرضونو سپيشلسټ دے ورسره سکالوجسټ هم دے او بيا څنګه چې ما مخکښې ووې چې د انګريزۍ ،پښتو او اردو ژبې د ادب ژوره لوسته لري او ددغې ژبو روزمرې ،محاورې عبور لري دغه وجه ده د ډاکټر همدر په ژباړو کښې د اصل خوند رنګ برقرار وي چونکې د ښاغلي فيروز خان آفريدي ،آغلې ثمينه قادر په څير ډاکټر همدرد يوسفزي هم زما څو نظمونه اردو ژبې ته ژباړلي ما وخت په وخت د بره ذکر شوو ملګرو د نومونو سره په ادبي محفلونو اورولي هم دي او بې دريغه داد راته راکړې شوې دے نو دا داد په اصل کښې ددې آغلې او ښاغليو وو دے ځکه چې زمونږ فکر له الوت هم دې محترمو ورکړې دے ۔ ډاکټر همدرد سره هغه ټول خلق د قدر وړ او ستاٸينې جوګه دي چې د پښتنو تخليقات مختلفو ژبو ته ژباړي د ژباړو په دې قطار کښې يو بل محترم شخصيت ښاغلے فاروق سرور دے چې هغه هم د پښتو افسانې او ناول استاد ليکونکې دے او نن سبا په سوشل ميډيا د پښتو د شعرونو افسانو د ژباړې د پښتو په شاعرانو ،اديبانو او هنرمندانو ادبي مبارزينو په انګريزۍ کښې ليکل کوي او بيا يې په پرنټ ميډيا کښې چاپَوي ۔ د ډاکټر همدر دې دا هڅې داسې دي لکه چې دوي مونږ د بند کوهي را وباسي او زمونږ د بې وسۍ زمونږ دردونه ،زخمونه په نوي رنګ ،ډنګ او آهنګ کښې نړۍ ته رسَوي او زمونږ د قوم د مينې سندرې آمَر کوي۔ د ډاکټر همدرد د پښتو نظمونو د ژباړې دا کتاب ” د آمو سين “ د مارګلې د تر کنډاؤ راغې او زمونږ د کلي جينکۍ له ” چندرو “ کښې مصروف دي ۔ د ” چندرو “ د رواياتو دا کرښې به ماتول وي او حضرت انسان لکه د ”چندرو“ د کاڼي د يوې خانې نه بلې ته د ويشتو رسم به ماتول وي ۔ په دې حواله چې مونږ وګورو نو د ډاکټر دوسوه اتيا مخونو اړه ” د آمو سين“ او په يو سل اته ويشت مخونو اړه د هغه د پښتو افسانو مجموعه ” چندرو “ چې تړون يې د هغه چا په نوم کړې چې د ډاکټر همدرد نه شوه ۔ هم دې ” نه شوه “ ډاکټر همدرد له ژوند ورکړې دے که دا ”شوې وه“ امکان لري چې نن مونږ ډاکټر همدرد د يو استاکار شاعر ،اديب او مترجم په حيث نه پيژنم د يو چاٸلډ سپيشلسټ او يو تکړه سيکالوجسټ په حيث پيژندو د هغه د رسا او پارسا فکر اندازه د هغه د دويم کتاب ” د آمو سين“ تړون نه تاسو کولې شٸ چې په دې ټکو ده ” د خپلې مور نصيب داره او خور ياسمين په نوم چا چې خپلو يتيم بچو ته د پلار د کمي احساس ورنکړو “ دا هغه له زواله مينه ده چې زمونږ خوٸندې ،مٸيندو تل د خپلو ټولنې بچو له روڼو له ورکړې ده خو متاسفانه مونږ د هغوي د ننګ و پت مړانه او له زواله هغه شان نه ده ستاٸيلې کوم چې د هغوي حق دے بلکې په جار مو د هغوي استحصال کړې دے د پښتو په ټپه او سندره کښې خوندي د هغوي د احساس محرومۍ او کمترمۍ د کريکو مو خوند اخستې خو د هغې د لر کولو هڅې مو نه دي کړي د ډاکټر همدرد يوسفزي ددې دواړه کتابونو مقصد او محور د خپل قام د جمالياتي حس د تسکين سره کړمې په توګه کول د هرقسمه استحصال مخ نيوې کول او د ژوند د تيارو را ويستل په يو داسې روښانه لاره ورسمول دي چرته خود غرضي ذاتي عناد نه وي تشه مينه ،مينه مينه وي ۔ په دې کتابونو محترم آفراسياب خټک،محترم ډاکټر خادم حسين ، ښاغلي ممتاز اورکزي، ښاغلي فيصل فاران ،ښاغلي صابر شنواري ،ارواښاد رياض تسنيم ، ډاکټر رامش فاطمه ، ليکل کړي دا ټول د لوستو سره تعلق لري هيله من يم چې تاسو به ډاکټر همدرد يوسفزي دا دواړه کتابونه په بيه واخلٸ او د زړه په مينه به يې ولولٸ ۔
په درناوي : اقبال حسين افکار