Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د نور ستوري ته ډالۍ
ډیـر تـرور تـرور اسـمان ته وختو څـومره په سرور اسمان ته وختو لاړلــــو ضـــرور اسـمان ته وختو سـتوری و د نور اسمان ته وختو
ســومـره احــسانونه يـې پـه مـونږ پـــــــوري دي هـــغــه چـــې لــــه دی جــــــــــهــانـه پــــــوري دي څــنګه چې پری پاس اسـمان ښایسته ښکاري دغـــسی د زمـــــکـــــی د مــــخ ســــــتــوري دي لاړل طـــاقــــتـور مـــشــــــران د دغــــــی قــــوم ځــکـــه پـــــښــــــتانـه خـــلـک کــــمـــزوري دي نه يي هـــیـروي پښــتون قــوم هـیـڅ وخـت کې چــــــاچــې پـــه پــښــتو لــــیــکلی تـــــوري دي مــــــاورتـه ډالـــــۍ کـــړی زه شـــــیـرزاد وایـــم داشــــعـــرونـه ټــــول د کـــبـــــیر ســــتـوري دي
![](images/adabAuhunar/QariIslamGulSherzad.jpg)
Qari Islam Gul Sherzad
![](images/back.gif)