(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په المان کې د ژوند يوه لحظه
د اوړي د رسختۍ ورځ په يوه صافه هواكى د غرمې په وخت مى يوه چكر ته زړه وشو. دكور څخه ووتم. د زيگ خوړ په غاړه مي زړه وو چى وگرځم او د ځان سره چرت ووهم. پوهيږو چه كه په اروپا كى د ډير وخت راپه ديخواهم اوسيږو مگر چكر مو ددوي د چكر سره فرق لري. دوي چى چكر ته ووځي نو يا د كار او د كار د موفقيت په فكر كى وي او يا د نورو پرابلمونو په هكله فكر كوي، چى دې تمدن ورسره مخامخ كړي، يا په تيره رسختۍ فكر كوي چى څنگه تيره شوه او يا د راتلونكى رسختۍ په هكله فكر كى وي چى څنگه بايد تيره شي.
مطلب مي دادۍ چى ددوي فكر يا د سپورت په هدف وي او يو فكر كوي. دوي چرت نه وهي د خيال په دنيا كى نه غرقيږي، فقط په ريالستي جهان او ريالستي اينده كى فكر كوي. دا چى دريمه نړى څنگه بد بخته ده ، ددې نړۍ خلك څنگه په راكټو او توپونو يو او بل سره وژني داد تلويزيون له لارې گوري.
دوي د خبرونو له لارې دې ته متوجه كيږي چې څنگه د يو اولس او يو ملت خلك يو او بل سره وژني او بى گوناه خلك په وينو كې لمبيږي. دوي طبعآ دې بد بختيو باندې ډير متا ثر كيږي، زړه سوی يى ډير دۍ مگر دا بدبختي د خپل اولس او ځان څخه لرې گوري. دا درد چې موږ ئې حس كوو دوي يې نه شي حس كولى.
هغه څوك چې په راكټونواو توپونو مري، هغه ددوي ورونه وريرونه او خپلوان نه دي، هغه په لرې ځاي كې
جولاى ۱۹۹۳ ع كال
انسانان دي چې د بد بختيو سره لاس په گريوان دي، هغه كورونه چې كنډوالې كيږي هغه ددوي نه لرې په يو بل ځاي كې دڅه بدبخته خلكو دي. كه ددې جهان ورانونكو خبرونو اوريدلو وروسته ددې بيچاره او بيگوناه خلكو لپاره بسپنه وغوښتل شي نو هغه دوي په پوره اخلاص كوي او په خالي وخت كى ددى دردونكو موضوعاتو سره تماس نه نيسي.
په اروپا او امريكا كې خلك په عصري امراضو مري، منځنی ژوند ۷۵ كالو ته رسيدلى او زموږ د خلكو ژوند دجنگ نه لا دمخه د څلويښت كالو زيات نه وو. دوي ژوند كوي او موږ مرگ ته منتظر يو. د نازو انا د شعر په اساس كه ددوي ژوند د نرگس په ځير يوه خوله خنديده وي نوڅموږ ژوند يوازي د خولى جينگول دي او بس
ســـحرگــــه وه د نـــرگس لـــيـمـه لانــــده
څاڅكي څاڅكي ئى له سترگو څڅيده
ماوې څه دي ښـكلـيه گـــله ولــې ژاړې
ده وې ژونـد مې دى يوه خوله خـنديده
دا اوس د خپل چرت څخه ووتلم. پرابلمونه مې سره ډير يوځاي كړل، ځما اصلي خبره په اروپا او اروپايانو كې نه بلكه په ځان او خپل هيواد كې ده. د انو ځما د خيال په باب ځما وروستي فكر وو چې د سريزې په توگه مې وليكه او اوس د اخري فكر څخه و اولي خيال ته راځم. ما دا چكر په داسې وخت كې پيل كړچې ځوي مي په كمپيوتر لوبې كولي، لور مې هم ددرس سره مشغوله وه او ميرمن مې مړۍ پخوله چې د پخلنځي څخه د مسالو بوي خوت لكه د هر افغان په كور كى كه د سوپي په پيسو هم ژوند كوي )دلته مى مطلب د سوال پيسى دي چى دولت يى راكوي( او كه د خپل كار په پيسو، خو د پخلنځي څخه به د زنكيو اونورو مسالو بوي پورته كيږي. د زيگ د خوړ څلور خواو ته ډيرې په زړه پورې منظرې دې مگر موږ افغانان ددي منظرو كتلو ته د خيال او چرت څخه نه شو راوتلى او ټول چرت مو همغه د هيواد په جنگ اوبدبختيو كې وي. ځما هم د نورو افغانانو غوندې همغه چرت دۍ چې په هيواد كې مو په شدت راكټ وريږي، بيگوناه انسانان مرى، كورونه كنډوالي كيږي او نور افغانان هم بي وطنه كيږي. نو كله سړى د خپل هيواد دروغي په فكر كي شي او كله سړى داسې نااميده شي چې گوندې هيواد مو د هميشه لپاره د لاسه وركړ. وطن ته د تگ جرآت هم نه شته او امكان هم يا په بل عبارت موږ دا دلته افغانان د مرگ څخه هم ډاريږو، ځكه چې موږ جنگيالي هم نه يو چې پخپله يا په بل چا ځانونه وساتلي شو. زه خو د وژلو جنگ څه كوې چې د هغه لږ غوندې جنگى خبرو طاقت هم نه لرم. دا خيال چې سړى ليكي نو كله كله فكر پكې كوي او غواړي چې د نااميدۍ جهان څخه راووځي او په فكر كې شي: كه چيرې د ا د اروپا او امريكا افغانان د افغانستان گاونډيو افغانانو سره يوځاي شي نو كولاي شي چې دروغي لپاره څه وكړي. په هر صورت ، ځموږ د افغانانو چكراو په دې اساس چرت وهل نو سړى نور هم خپه كوي. د زيگ خوړ په غاړه چكر كى گورم چې يود اوبو خالي ځاى مې د اونو سره جوښت په سترگو شو.
گټې او شګې وچې او د كښيناستلو وې. ما د ځان سره دستي وپتيله چې دلته په دې گټو كښينه، دا د اوبو څپې به دې تر يوې لحضې د پرېشانۍ څخه خلاص كړي او فكر به دې ارام شي. داسې ويل كيږي چې څوك د روانو اوبو په غاړه كښيني ، پښې په اوبو كى كيږدي، د اوبو شرار اوري او څپو ته يې گوري نو فكر) بهتره چرت ( يې د نوروپرابلمونو څخه اوړي. دا نو په واقعيت كې داسې ځاي وو چې يو ليكوال او يا بهتره يو شاعر به د يوې ادبي ټوټې لپاره الهام ترې اخستى وى. زه نه شاعر يم نه ليكوال چې د زيگ د اوبو دا نازك شرار د ليلي د گنگرو د شرنگارسره او د اوبو دانازكې څپى د ليلى د زلفو د ولونو سره تشبه كړم چې يو ښه عاشقانه شعر او يا په زړه پورې ادبي ټوټه ترې راوباسم.
ما ځان بيا دچرت څخه و يوست غواړم چې بيرته و خپل چرت ته راشم. د زيگ د خوړ په غا ړه په همدې اميد وم چې ارام وكړم او د ا د خيالي دنيا څخه چي فقط دبد بختي او پريشاني ده وتښتم. يوه لحضه نه وه وتلې ، بيرته مي دې ته رافكر شو چې خيال بيرته د وطن همغو راكټونو او توپونو پسې تللى چې بيگوناه او د خداى (ج) غريب انسانان ورباندې وژل كيږي چې نه يى دا د خداى (ج) په دا لوي جهان كى څوك په چرت كې دي او نه يى څوك غمخور شته او د قاتلانو د توپونو او راكټوخوراك ته بې د كومې دفاع څخه تسليم دي. موږ نو په داسې مرحله كى قرار لرو چې نه د اوبو دا شرار او نه دا نازكې د اوبو څپې موږ دې وطن په مينه ليونى شوى چرت څخه راگرڅولى شي. دا فكر دومره ليونى دۍ چى د زيگ د اوبو د رزار او د نازكو څپو دا زولنې ئې نه شي راگرځولى. ماته په همدې لحضه كې هغه د پښتو لنډۍ را په ياد شوه:
كــــــه فـــكـــر بــــند پــــه زولــــنو كـــــړم
چې رانه خلاص شي برابر اشنا ته ځينه.
-
بېرته شاته |