(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
رویج ـ دوهمه برخه
ګلون: هله خانه دا خو ستا د زوى د پښو خاورې ده، دا خو د هغه نه قربان ده، ته به ویئې او زه به انكار كوم، خو...
قباد: نو خو پكښې څه ضرورت دا؟ ابۍ هم ناسته ده او نورې دوه خوېندې مې هم موجودې دى. امين دعا د خير وكړئ.
ګلون: خانه دا د يو بدقسمتې مور لور ده، چرې دا بدقسمته نه وى.
قباد: خپل بچا پخپله ساتل پكار دى، ګلون دا د نن نه زما انګور ده.
ګلون: ليكن مور ابۍ به څه ویئي.
قباد: زه به د هغې نه تپوس اوكړم، ورشه نازو ته د مورابۍ نه تپوس اوكړه.
(نازو راغله او د مورابۍ په خوی كښې اودرېدله او رو غوندې ئې ورته د قباد خان خبره وكړه).
مور ابۍ: يا خدايه شكر دا شكر! چې خپله بدقسمته خورزه ئې خپل زوى له اوغوښتله. مونږ ئې د عذاب نه خلاص كړو، كنه ددې سپېرې سره به مو څه كول، ورته ویيه چې ډېره خوشحاله شوه.
قباد خان: ډېر شكر دا، دا خدائا مهربانى اوكړه، تسنيم زما لور ده او زما اينګور شوه، ښه ده ابۍ ځان تياره وئ چې ځو، زه حجرې ته ورځم چې د اشرف خان نه رخصت ویخلم.
(قباد خان حجرې ته راغی او ټوله خبره ئې اشرف خان ته اوكړه هغه هم ډېر خوشحاله شو.)
قباد خان: اشرف خانه! مونږه ځو رخصتېږو.
اشرف خان: (په كوزو سترګو) شپې ته نه پاتې كېږئ څه.
قباد خان: ځم تادى مې ده، مور او خوېندې مې هم ځى.
اشرف خان: ښه ده ډېره ښه ده رخصتېږئ نو ځئ.
د غرمې د ډوډۍ وخت و دوى د اشرف د كور نه وږى تږى په ټانګه كښې كېناستل او رخصت شول.
ګلون د خپلې وړې بدقسمتې لور سره په سرو سترګو بيا يویزې په قيد كښې پاتې شوه
زخم
ښه سره غرمه ده، ویله د اوبو ډكه بهېږى، نازو خوشحاله خوشحاله په نظر راځى. د جمعې مباركه ورځ ده، خلق اودس كوى، نګهت بى بى ښكلې ريښمينې جامې اچولى دى. د نرونوكو پنړهې ئې په پښو دى. په سر كښې ئې قطار قطار ګلونه ښكارى. كله يوځائا ته منډه كړى او كله بل ځائا ته. مور ابۍ تري پوښتنه وكړه نګهت بى بى اودس كوه ناوخته دا بيا به دې نمونځ قضا شى.
د مور ابۍ نګهت بى بى ځكه خوښه وه چې دا ورسره سم وهل كنځل كوى. د دنيا قانون دا، بې وقوف سړى ته زوره ور ویئي او شريف ته كمزورا او كمزورا سړا هر سړى ته بد او ناكاره په نظر راځى. ګلون غريبه د څلوېښتئ اودس ته انتظار كښې غلې د يو ونې لاندې په زمكه ناسته سوچ كوى.
مور ابۍ: ګوره نګهت اودس زر كوه بيا به خانان چائا زر غویړى.
نګهت: دا زه څه د چا مزدوره نه يم.
مور ابۍ: خدائا دې تا مزدوره نه كړى، خو دكور مېرمن خو ئې كنه! كار خو به كول غویړى.
نګهـت:خلق به څلوېښت څلوېښت ورځې په كټونو كښې په قلاره پراته وى او زه به د درست كور مزدوريانې كوم لكه چې انډيویله يم يا چرته ډمه شاخېله درته ښكارم څه. زوى دې راباندې نكاح كړې ده او په ډېرو منتونو درله پلار دركړې يم، په خپله ورځ به كار كوم، د بل چا په ورځ مې د كار حق نشته.
مورابۍ: اخر خو مسلمانه ئې كنه هغه ښځه ناجوړه ده او ته كار نه كوې، نو دا به څوك كوى؟
نګهت: ناجوړه ده نو زه څه اوكړم، دا مزدورانې ئې صرف زما په برخه ليكلې ده چې ناجوړه او كار نه شى كولا، نو زوى ته دې اوویيه چې ځان له بل ویده اوكړى.
ګلون: خور قارېږه مه د كار به خدائا ډېر ښه ثویب اوكړى.
نګهت: د غولې جارو كونكې مېرمن ته څوك ئې چې زما سره خبرې كوې، ته زما د خبرو شوې، په څلوېښتئ كښې لكه د سپى په كټ كښې پرته وې چا درله ډوډۍ هم نه دركوله، اوس روغه څه شوې چې په ما پوري لكه د مچئ ونښتلې، اوس به مې خاوند راشى او ورته به ټول حال اوویيم.
ګلون: قربان شم درنه خور! ما غريبې ته ګوره او په تا پورې نښتلو ته، خو دا پښتئ مې لږ درد كوى، نو سوچ كوم چې اودس اوكړم او كه نه، هسې نه چرته قوسر شم او چې جوړه شم كه خير وى نو بيا به ته لكه د مېرمنې ناسته ئې او زه به درله مزدورى كوم، خو اوس كار اوكړه چې مورابۍ درنه خفه نه شى.
نګهت: دا مور ابۍ دې د كله راسې خوښه شوه، چې كار اوكړه چې مور ابۍ خفه نه شى. ما دې خدائا په كټ كښې كېنه نه وى، په خپله ورځ به كار كوم په خپله ورځ به كوې، زه درته سویلى ښكارېږم څه؟ په ما به زر ورچلوې اوس تاته ګوره خویرې غريبې! ته څوك ئې چې ماته دا خبرې كوې؟
ګلون: كه زه خویره غرېبه نه وی، نو دې كور ته به ولې راتلم خور!
نګهت: يعنې زه درته هم غريبْ ښكارېږم؟.
ګلون: زما څه مجال دا چې تاته غريبه اوویيم، خو زه غريبه يم. په خپل قسمت خویره يم.
نګهت: چې ته دا ژبه لرې نو خویره به ئې.
مورابۍ: بس كه ګلون څه شور دې جوړ كړا دا، بيا دې غوڅون نه كېږى.
نګهت: دا سپۍ غاپى ته ورته هډو څه ویئى نه؟.
ګلون: غاپه سپۍ غاپه! هډو ستړې كېږې نه
نګهت: سپئ به ته ئې او سپئ به دې مور وى.
مورابۍ: بس كه ګلون كنه درته ویيم غلې شه!
ګلون: عجيبه خبره ده ګناه چاته ده او ته قارېږې چاته؟
مورابۍ: دا ټول قصور خو ستا دا غلې غلې لګيا ئې هډو د ادب كولو په چل پوهېږې نه.هغې غريبې درته څه وئيلى دى او كه څه ئې اووئ خو چرته يو دوه خبرې به ئې كړى وى، پرېږده.
ګلون: بل سړا شل شل ویئى، خو چې زه يوه خبره اوكړم هغه په دې ټول كور كښې نه ځائېږى.
مور ابۍ: اوس روغه موټه ئې، د څلوېښتئ دا مطلب نه دا چې ته په كور كښې په قلاره ناسته ئې، خپل خاوند له كار كوه كنه!
ګلون: اصغرخان هم زما رور دا ماته د هغه نه ښه ښكارېږى. مورابۍ زه به هغه له هم مزدورى كوم.
نګهت: خدايه توبه مې دې وى، خپل وړوكى لېور ته څوك داسې ویئى چې هغه مې هم خوښ دا.
ګلون: ډېرې سپكې مه ویيه نګهت: هغه زما كشر ورور دا.
نګهت: او كنه چې پلار ئې نه كړې او ورور ئې نه كړې، نو خپل به ئې په څه كړې؟.
ګلون: كه زړه دې چوى او كه پاتې كېږى خو هغه زما ورور دا او زه به ورته ورور ویيم.
نګهت: چې هغه ستا خوښ دا نو زه به څادر په سر كړم اوس په د پلار كره لاړه شم، دا تا څه شرمول راخيستى دى.
مورابۍ: ګلون سړه شه، ستا د پردى خاوند سره څه كار دا.
نګهت: او كنه داسې رونړه ستا ډېر پيدا كېږى. هغه درله ځكه دا دومره خدمتونه كوى، دا چل دا. زه څه خبر وم چې تا پټ غوندې اووئيل چې هغه زما ورور دا.
مورابۍ: چپ شه نګهت! ته په خپل خاوند دروغ ویئې.
نګهت: ته خبر نه ئې دا څو ورځې اوشوې چې د كور په طرف نه راښكاره كېږى او نه راته ښه ګورى ما وئيل چې دا سړا څه بدل شوی دا، خو چې څه چل دا. څه خبر وم چې د هغه بله خور پيدا شوې ده.
ګلون: بس كه خور هغه خو فرښته ده، ته په ملائيكې پورې دروغ ویئې.
نګهت: (په چغه) ګلون! ښځه هرڅه وړى خو د خاوند بله ښځه نه وړى او نه منى.
ګلون: نو تا خو اوس مورابۍ ته وی چې زوى ته دې اوویيه چې بله ښځه اوكړى دا زه درته بده ښكارېږم.
نګهت: ته ئې خوښه نه ئې ځكه مې ورته وئيل.
ګلون: شكر دا چې ته د خپل خاوند خوښه ئې نو...
نګهت: او كنه زما د خاوند زه ډېره خوښه يمه، زه ستا په شان سخا پسخا او بېكاره يم څه!
ګلون: نو تا خو اوس وئيل چې هډو ښه راته نه ګورى.
نګهت: خویرې خوشكئ تا دا دومره خبرې د چا نه زده كړى دى، اودرېږه چې دا سنړې درنه اوباسم، روغه موټه به شې.
نازو: مكوه بى بى! دا څه كوې؟ ناجوړه ښځه ده؟ او په غېږ كښې ئې ورره وړه لور ده، هډو ترس دې نه راځى؟.
نګهت: مړېزا دا خو ستا كارونه دى اودرېږه چې تا مخكښې نيمه كړم نو.
نازو: زه خو مزدوره يم، هرڅه چې كوې ليكن هغه خو د كور مېرمن ده!
نګهت: هن! د كور مېرمن! د څه شى مېرمن؟
نازو: د خپل خاوند ښځه او بيا ستا مشره يور ده. دومره رحم درپكښې نشته؟
نګهت: اودرېږه ته، رحم به درته اوس اوښايم.
(نګهت د يو بلا په شان په ګلون رامنډه كړه، مور ابۍ ولاړه ده او ښه ورته پته ده، چې ګناه چاته ده، خو د هغې هم قدرت په زړهْ جرندې وهلى دى او داسې سنګين زړه ئې ورله وركړا دا، چې د بل هېچا هم نشته. خدائا خبر چې فرشته صفت ګلون ئې ولې د سر دشمنه ده او بدخويه نګهت ئې د زړه ارام او خوشحالى ده. دې ګلون د څنړو نه اونيوله، خوی ته ئې ویله بهېږى، دویړه يورانا په جنګ شوې او وړوكې تسينم ولې ته ارتاو شوه. هډو د چا خيال ورته اونه شو، خویښې، انګور په دوه تنه ناجوړه بې ګناه ګلون داسې اووهله، چې بې ځانه په زمكه پرېوته. جنګ خور شو، نګهت څادر په سر د كور نه اووتله او د پلار د كور مخه ئې اونيوه.
نازو: هلئ هغه تسنيم بى بى څه شوه، هغه خو نشته.
ګلون: (د غريو ډكه ویئي) نازو پريږده چې چرته مړه شى، كه ددې زما په شان قسمت وى، خو مرګ ورله پكار دا.
نازو: خدائا دې نه كړى بى بى. ستا خو دا يوه لور په سترګو كښې نه غړېږى نور څه دى؟
ګلون: ښه ده چې زوى مې نه دا شوی.
نازو: كنه خلقو به وژلې وې.
ګلون: ته ورشه جوړ تسنيم ولې ته پرېوتلې وه.
نازو: د كور نه غرقه ویله په مخه رویخيسته او د كلى نه لرې بهر يو جاخ ته رااورسېده. څه ګورى چې وړوكې تسنيم د خندا ډكه خوله جاخ ته انښتى ده او خپل دویړه ویړه لاسونه ئې په دعاء د خپلې مور په حق كښې اوچت كړى دى. نازو په منډه تسنيم راویخيسته او ویئى:
نازو: هله بى بى اوخانده! څنګه ښكلې بى بى ده! مور دې جوړه ده سر ئې نه دا مات شوی. ليكن نه ئې مور جوړه وه او نه تسنيم اوخندل. ولې چې په ډكه ویله كښې دومره اوږده بهېدلې وړه جينئ څنګه ژوندئ پاتې كېدا شى؟ نازو مړه لور په وينو كښې پرتې مور ته په خوی كښې اوغورځوله او په ژړا شوه.
ګلون: خير دا نازو څه چل دا؟
نازو: هېڅ چل نشته بى بى خو، بى بى خو...
ګلون: هن! تسنيم مړه ده؟
نازو: او بى بى تسنيم په ویله كښې مړه ده.
ګلون: شكر دا خدايه دا دې راباندې ډېر لوئى رحم اوكه، ددې افت نه خو دې دمه كړم، ما غريبې په دنيا كښې څه خوشحالى ليدلې وه چې لا دا دې هم پيدا كړې وه، خدايه ډېر ښه دې اوكړل، ډېر ښه دې اوكړل.
نازو: بى بى دا ته څه ویئې؟ په خپل اولاد خوشحالېږې؟
ګلون: د اولاد سخته ليدل نازو دېر ګران كار دا، مرګ ئې پرده ښه ده، د خلقو د نظر نه خو به اوځم كنه.
ناڅاپه د ګلونو د سترګو نه غبرګې اوښكې روینې شوې، په سپين مرمرى او ښكلى مخ ئې دا اوښكې داسې ځلېدې لكه چې د شيشې په ګلاس بهر طرف ته اوبه روینې وى. مجال ئې څه و چې په زوره ئې ژړلى وی. تر ډېره وخته پورې غريو نيولې وه، مرۍ به ئې لمده شوه، زړه به ئې ډك شو، چې چغه اوباسى، او په زوره اوژاړى، خو څوك به ئې فرياد ویورى او څوك به ورسره اوژاړى. ټول خلق د مور ابۍ د وېرې چپ ولاړ دى. يوه شېبه اوشوه، يو بدقسمتې مور، يو بدنصيبې اينګور په خپل حال پټ پټ د ځان سره ډېر اوژړل، چې يا خدايه دا څه افت دې په ما نازل كړا دا. د سرنه مې وينې بهېږى، سترګې مې ژاړى، د سر ويښته رانه ولې يوړل، پښتئ مې ماتې دى او پنډئ مې دردونه كوى، چاته اوژاړم، چاته فرياد اوكړم.؟ هېڅوك مې په غم شريك نشته ناڅاپى مور ابۍ راغله.
مورابۍ: د مېراتې لورې زما اينګور دې د كور نه اوشړله؟
ګلون: ابۍ تسنيم مړه شوه!
مورابۍ: ډېر ښهْ اوشو چې ته ورسره مړه وی نو!
ګلون: ډېر ښه به شوى وو كه مړه وی نو.
مورابۍ: زما سره خوله مه ګډوه سپئ! خو اوس به مې زامنو له جویب څوك وركوى؟ چې ښځه څه شوه.
ګلون: مورابۍ زما څه خطاء ده، وهلا ئې زه يم، لور هم زما مړه ده، ناجوړه هم زه يم او د كوره هغه وتلې ده، ددې به زهْ څه جویب وركړم، خو قدرت ستاسو مجرمه كړې يم، چې څه كوئ ستاسو اختيار دا.
مورابۍ: په دې خبرو نه خلاصېږې، دا د خاندان بې عزتى دې زما په خيال ډېره خوښه ده.
ګلون: مورابۍ! زه خو ستا لور يم، زه به څنګ د خاندان بې عزتى برداشت كړم، خو هغه په خپله...
مورابۍ: چپ شه د مټيزې لورې! زما د حيا ډكه اينګور دې بې حيا كړه، نه پوهېږم چې څه چل دې پرې كړا دا، خاوند ورته نه ګورى هر وخت ورپورې اينښتا وى، خو ویوره ته به اوس هم په دې ساعت د خپل سپى قباد كره ځې، چې زما كشره اېنګور په كور نه وى، نو ته به هم نه ئې. قباد خو ستا ډېر عزت كوى، خو د بل په كور ګورم كنه چې تاته ګورى او كنه! اوس دې دا تا اوساتى، شابه پاڅه څادر پسر كړه او دكوره رخصتېږه.
ګلون: مورابۍ ته زما مور ئې، زه به په دې حال څنګه د هغه كره لاړه شم؟
مورابۍ: هرڅنګه چې وى خو ځې به پرېږدم دې نه!
ګلون: زمونږ په خاندان كښې تراوسه څوك د كور نه وتلى نه دى، نو زه به څنګه اوځمه؟ هرڅه چې راسره كوې، دلته بْ كوې او زه د كوره اوځم نه. مړه مې كړه مورابۍ! چې ددې ژوند نه خلاصه شم، خو د خپل خاندان بې عزتى نه شم كولا.
مورابۍ: هن! خون زه په غاړه كړم؟ زه دې مړه كړم؟ زه درته ویيم چې زوی مې خبر نه شى كنه رشتيا به دې په ټوپك اوولى.
ګلون: ټوپك نه په توپ كښې به ویولوزم خو د كور دا عزت به انشاء الله تعالى په خپلو وينو ټينګ كړم او د خپل پلار او ورور عزت به هېڅكله خراب نه كړم.
مورابۍ: ښه دا اوس ته ماته قبادا او كاوسا څنډې؟ زهْ د قبادى او كاوسى څه پرویه ساتم،زما خو داسې زامن دى چې زمرى دى زمرى. د قباد څه مجال دا چې ستا ګگټه به اوكړى او ددې خبرې سره بيا مورابۍ لوړ په لاس اودرېدله او يو څو ګذاره ئې په مړه سپئ لكه ډېران په سر اوكړل، نه د هغې طرفه ګذار و. نه خبره، ستړې شوه قلاره شوه، نازو غريبه چې تراوسه غلې ناسته ځانله ئې اوښكې تويولې د بى بى خویله راغله.
نازو: بى بى! مورابۍ نن ډېره قار ده، كه دې خوښه وى نو چې د قباد خان كره ځو.
ګلون: نازو! څنګه به لاړه شم، دا كور څنګه سرتور پرېږدم.
نازو: دا څه كور خو نه دا ګور دا، ته په دې كښې هم عمر تېروې، هرڅه چې كېږى، خو ځه چې ځو.
ګلون: ته ناپوهه ئې نازو! زما د كوره وتل دى او اوس به مورابۍ خپل زامن خبر كړى چې دا د كوره اووتله، غلې خو په دې ده چې كشره اينګور ئې خوښه ده او هغه د كوره وتلې ده، زما راز به هېڅكله پټ نه ساتى.
نازو: نه دې ساتى خانان به پخپله يوه ورځ خبر شى.
ګلون: كه خبر شى نو څه به اوكړى، زما د خاوند غوږونه خو مور داسې ډك كړى دى چې لېونا كړا ئې دا. پاتې اصغرخان شو، كه اوس هغه سره خبرې كوم، نو هم راباندې نګهت او هم مور ئې اعتراض كوى او بدنامى راباندې تړى. خدايه زما توبه ده، خدايه چې دا څنګه مور ده ددې خو زړه په سينه كښې نشته، ګټه ده، زمونږ دا قسمت و، څوك مزې كوى او څوك په وينو كښې رغړى رارغړى.
نازو: هلئا بى بى! ستا خو د سر نه داسې وينې بهېږى، سر دې مات شوی دا.
ګلون: ماتېږى به نازو څه پرې اوكړم.
نازو: كه دې خوښه وى چې د تسنيم په اورنړى ئې درله اوتړم.
ګلون: ښه ده كنه سر خو به راله اوتړې خو دا نور زخمونه به څه كوې؟
نازو: دا وينه به بنده كړو نور به خدائا ته حویله كړو.
ګلون: (ډېره ښه ده نازو! وئې تړه) نازو يوه خبره درته كوم، زما په دې دنيا كښي گستا نه سېوی هېڅوك په غم شريك نشته دا. هسې نه چې زما په سر درته غاو جوړ شى، ځه! د كمرې نه اوځه! اوس به مورابۍ راشى او دا كمڅئ به درنه اوباسى!
نازو: زه خو ئې هغه بله ورځ رخصت كړې وم، خو ستا دپاره پاتې شوم، په دې نوكونو بْ مې مېخونه ټك وهى، وبه نه وځم، كه ته ځې، نو ستا سره به كه خېر وى لاړه شم.
د ماښام وخت دا، توره تياره شروع كېدونكې ده، د ګلون كټ كښې يو سخا پوزا پروت داو يخه يخه هوی الوځى، ددې زخمونو نه نرئ نرئ وينه څاڅ، خو خاموشه ده بالكل غږ نه كوى. هسې نه چې شر ترېنه جوړ شى، نو غريبې هسې په زړه او په خولې جرندې وهلى دى. څه چې ددې په قسمت وى هغه به وررسى. اشرف خان د ښكار نه راغی، ټوپك ئې په لاس دا او غټ بوټان ئې په پښو دى، مورابۍ سره څمڅئ په لاس ده په زوره زوره خبرې كوى او د كنځلو ختم ئې شروع كړا دا.
اشرف خان: څه چل دا ابۍ ولې قار ئې، ته خو پخپله كار كوې.
مورابۍ: ولې به قار نه يم، چې...
اشرف خان: نګهت څه شوه؟
مورابۍ: دلته به چرته ناسته وى نو...
اشرف خان: نو ته پخپله بيا څنګ كار كوې، ورشه نګهت ته اویز اوكړه.
مورابۍ: نه شم! اوس مې پخپله شروع كړې ده په خپله به ئې كوم.
اشرف خان په زوره زوره داسې اویز اوكړ:
نګهت، نګهت اا نګهت ليكن چا بدلې اویز ورنه كړهْ. هلته غريبه زخمى ګلون د يرې د كټ لاندې وتله چې يا لويه خدايه څه چل به كېږى.
مورابۍ: اوس نعرې مه وهه وتلا ښكار بيا په لاس نه راځى.
اشرف: مور ته په ډاګه خبرې ولې نه كوي؟
مور: زهْ به څه ویيم بچيه! ستا به دا قسمت وو، زما خو ستا ښځې ته ډېره طمعه وه خو...
اشرف: اخر چل څه دا؟ رښتيا حال اوویيه، چې زهْ خو خبر شم، چا جنګ كړا دا څه؟
مورابۍ: دا مې ارمان دا چې ځان له دې بل ویده اوكړې نو...
اشرف: (په زوره) ګلون يا ګلون. څه شوه دا د خر لور چرته پټه شوې ده دا نوره نه قلارېږى، ودرېږه چې سينه ئې په ټوپك سورۍ كړم، چې سړه شى، څه شوه ګلون!
مورابۍ: اوس سوړ شه دا هرڅه په وخت كېږى، وخت د سره چې سړا څوك په لارې نه كړى، نو وروستو نه په لار كېږى.
اشرف خان ناخبره د غصې نه ډك و، راغی او ګلون غريبه ئې د كټ د لاندې نه رااوښكله. يو څو كونداغونه ئې ورله په ملا رارتاو كړه او يو څو لتې ئې اووهله": د بې باكه لور چې په دې خاندان كښې دې ګذاره نه كېږى، نو ځه كنه د خپل بې غېرته قباد كره ولې نه ځې؟ ګورې چې د ډوډۍ ځائا دې پكښې نشته كه؟ شابه تيارېږه نور دې په دې كور كښې ځائا نشته، او كه چرې بيا دې ددې كور نوم په خوله ویخيست، نو په مرګ به دې سړه كړم".
اشرف خان د ډېرو كنځلو وهلو نه پس باهر راووت، حجرې ته د قهره ډك راغلا و، "هلكه یاری ماما شته كنه؟"
یاری: او جى او جى زه ناست يم.
اشرف: ځه ورځه دغه د سپى لور د قباد خنزير كره بوځه او ورته ویيه چې دا خور دې سمبال كړه، كه بيا په دې طرف ستاسو د كور څوك ښكاره شو، نو غار غار به ئې كړم.
یاری ماما درویزې له راغی او مورابۍ ګلون د پرهرونو ډكه وږې تږې د كوره په تورماښام پيدل رخصت كړه.
ګلون: ماما ته ولاړ ئې ځه چې ځو.
یاری: څه دى بچى ستا خو اویز څه ناجوړه غوندې معلومېږى.
ګلون: ماما ته ماته د خپل پلار غوندې ښكارې، هېڅ چل نشته دا، دا خو كور دا نو داسې ویقعات پكښې راځى، نن خان قار دا انشاء الله تعالى سبا به بيا خوشحاله شى.
یاری: ماته هرڅه معلوم دى بى بى، زهْ د ټولو نه خبر يم.
ګلون: نه ماما تاته به چا دروغ وئيلى وى. قصور زما وه، ما غلطه خبره كړې وه، خدائا دې زما دا ژبه چاړې كړى، داسې بې ویكه ده وئ په سر كښې مې سړيكه شوه، وئ پښه مې ماته شوه، ماما دا ټول زما خپل عمل دا، چې ماته رارسېږى. كنه مور ابۍ هم ډېره ښهْ ښځه ده او د نګهت سره هم ګوزاره كېږى، خو كه زما دا ژبه مېراته بنده وی، نو هرڅه به روغ رمټ وو.
یاری: افسوس په دې خبره دا چې هرڅه په تا تېرېږى او ستا ژبه بنده ده هېڅ نه ویئى.
ګلون: ماما ژبه كله بگده ده قسمت بند دا، وئ راياد شو هغه وړه جينئ خو رانه پاتې شوه، خو ځه وى به نو.
یاری: نه بى بى چې ورشم او رائې وړم تهْ دا ځائا كښې لږه ټيكاو شه.
ګلون: څه به راوړې ماما د مړو او د ژوندو ګذاره نه كېږى، هغه خو مړه ده تراوسه پورې چا دا غږ نه و كړا چې تسنيم اوسپارى، ښه ده دا به د خدائا خوښه وى.
یاری: ولې بى بى وړه تسنيم په حق رسگيدلې ده؟
ګلون: او ماما سحر زمونږ په جنګ كښې زما د لاس نه ولې ته اوخوېدله او بيا زهْ هډو خبر شوی نه يم. نازو راله مړه تسنيم راوړه.
یاری: د غټو خلقو غټ زړونه وى بى بى تا د خاندان د عزت دپاره څومره غټه قربانى وركړه.
ګلون: ماما! ما هېڅ قربانى نه ده كړې زما خپل تقدير داسې دا،وئ خدايه مړه شومه دا پښې مې هډو ځى نه، دا ملا مې ډېره درد كوى.
یاری: ګلون ته زما لور ئې او زه دې پلار يم كنه؟
ګلون: ماما زهْ هېچا ته پلار او مور نه شم وئيلا.
یاری: ولې بى بى.
ګلون: زما داسې نصيب دا كه چاته مې خپل اووی نو هغه به تالا او ورك شى.
یاری: پرېږده دا خبرې خو زما دا څادر ویخله او خپل ځان ټول اوتړه.
ګلون: څه يوځاا نه دا ماما چې زهْ ئې وتړم.
یاری: څادر به درله زه ريښې ريښې كړم او چې څومره دې پكارېږى په هغې تړل كوه.
دوى پوره لار وهلې وه، ستورى ښكارېدل بى بى خپل ښكاره ښكاره زخمونه د خپل نوكر چې پلار ئې ورته ويلى وو، په څادر اوتړل او بيا روین شول. د چرګو د بانګ وخت و، دوى د قباد خان كلى ته اورسېدل. یاری ماما مخكښې او ګلون بى بى پرې ورپسې ده، په حجره كښې يارى ماما تپوس اوكړ، هلكه څوكيدار څوك شته كنه؟ څوك ئې تورګل ئې كه؟
یاری: تورګله ياره پاڅه كنه بى بى راغلې ده؟
تورګل: هلكه ياريه! ته په دا وخت څه كوې؟ ښه ده چې راغلې ډېره موده پس مې اوليدې، دا په تا څه شوى دى، څادر دررسه نشته او ته خو پوره بوډا شوی ئې. اوس زوړ شوې ښه! د ځوینئ هغه مزه دې وركه شوه.
یاری: پرېږده تورګله! دا د خبرو وخت نه دا، درویزه اوډبوه چې څوك بهر راشى.
تورګل: خير دا څوك مړه خو نه دى؟
یاری: نه نه بالكل خير دا، خو زه او ګلون بى بى راغلى يو.
تورګل: شكر دا شكر دا بى بى راغله، ډېره ښه ښځه ده ياريه زمونږ په مخكښې وړه لويه شوې ده، اوس اوس مې د هغې هغه نيك او ښه كارونه په سر كښې پراته دى، خوشحاله به وى كنه اورېدلى مې دى چې لور ئې هم شوې ده زهْ اوس به ئې لور قلاره ووكنه!
یاری: خامخا وخت ضائع كوې كنه، ورشه تادى اوكړه.
تورګل ور اوډبه وه مزدوره رابهر شوه، د بى بى سره ئې سترګې اولګېدلې او په منډه كور ته لاړه.
مزدوره: كاله كوره پاڅئ ګلون بى بى راغلې ده. هله تادى كوئ، ګلون د زخمونو نه چور چور ده، خپل كور ته لاړه، چې تياره خوره شوه او رڼا شوه، نو ټول خلق راغونډ شول او مور ئې په كټ كښې پرته په سوچ شوه،" خدايه خير څه چل اوشو چې په دې وخت ناڅاپى مې لور راغله. هلئا زما د خویرې خدايه دا څه وشو؟.
خویښې بلا به ورسره بيا جنګ كړا وى، يو ئې زوى يو افت دا، د سيلاب لور ده چې كوم طرف ته ئې فكر شى نو هغه لكه د هړګلئ تاله ترغم كړى، خدايه خير چې ګلون په دې وخت څله راغله" نازړه غوندې د دكټ نه راپورته شوه، غږ ئې اوكړ.
روزون: ګلون يا ګلون! ستا نه زار شم خير دا؟
ګلون: او ابۍ خير دا راغلم نو...
روزون: په دې وخت او ناڅاپى ستا د راتلو څه وجه ده. ورور خو دې درپسې هم څوك نه دى درلېږلى.
ګلون: خو بس زړهْ مې رامات شو نو راغلم.
روزون: بد دې اوكړه بچئ معلومېږى داسې چې د خویښې نه بې رضا راغلې ئې.
ګلون: نه ابۍ مور ابۍ خو ډېر په خوشحالۍ اجازت راكړ.
روزون: نو بيا به د خاوند نه پټه راغلې ئې؟
ګلون: نه هغه هم رخصت راكړ، او یاری ماما ئې راسره رااولېږلو.
روزون: تسنيم كوم ځائا ده اوده ده كه؟
د نسميم د نوم اورېدو سره ګلون غريو اونيوله او مور ته ورترغاړه وتله، مور ئې جوخته په خوی پورې اونيوه او سلګۍ ئې اووهلې "زما د غريبۍ خدايه زما قسمت دې ولې داسې كړا دا، اخر په دومره خلقو كښې دا كور يویزې زماپه قسمت كښې ليك وه".
روزون: بچئ دا خو ټوله تړلې تړلې ئې څه چل دا.
ګلون خپل ټول حالات وربيان كړل، ورندار او مور ئې په رټو رټو اوژړل، قباد خان ئې څنګ له راغی او په ښائيسته مخ ئې يو څو اوښكې توئې شوې.
قباد: خور خفه كېږه مه دا به ستا نصيب و كنه. زما تره خو ډېر زيات ستا په وركولو خوشحاله و.
ګلون: نه وروره د چا قصور نه دا نو د چانه به خفه شم، د خپل خدائا نه ګگېله نه شم كولا او بل څوك د ګېلې نشته.
قباد: هغه كور او دا ستا يو شان كورونه دى، چې مونږ له خدائا پاك خوراك له څه راكوى، هغه به ته خورې او زهْ څه دومره كمزورا نه يم لكه چې اشرف خان ته ښكاره شوی يم، تاته ئې څادر په سر كړا دا او رارخصت كړې ئې، په سترګو به درپسې ړوند شى او ویپس به دې بونه ځى.
ګلون: ته زما ورور نه ئې خو ماته د پلار په شان ښكارېږې، زهْ خپل ورور د خپل سر په ډنډه كښې نه منډم، چې كله هغوى څوك رااولېږى، ورسره به ځم.
قباد: ګلون دا غلطه خبره ده، دویړه طرف ته ناكام پكار وى، د يو لاس نه پړق نه خېژى.
ګلون: د سترګو توره وروره هرڅه چې كېږى، خو د قسمت سره جنګ نه كېږى، زهْ به انشاء الله تعالى چې ډېر زر خپل كور ته ویپس شم.
قباد: ته هم پاګله غوندې ئې، هلته درته څوك د سپى په سترګه نه ګورى او ته هر وخت ویئې زما كور دا او زما كور دا دا خو ګور دا، هلته به څوك لاړ شى.
ګلون: هم دغه كور زما په نصيب دا او زهْ به ورله ځم.
"بيا ګلون د تسنيم قصه او د نګهت د وتلو ویقعه خپل ورور ته هم بيان كړه. قباد خان د تسنيم په مرګ ډېر زيات خفه شو او اخر ئې خپلې خور له تسلى وركړه، چې خفه كېږه مه بچئ، څاروى د هغه خلق مرى چې د چا وى، چې نه وى نو څه به مړه شى.
ګلون: ماله ژړا په دې راځى چې ډېره په بې ارزئ كښې مړه شوه او لا ګوره چې سپارلا به ئې وى او كه نه؟
قباد خان: ولې مور ابۍ نه وه څه؟
ګلون: هرڅه ډېر وو او هرڅه وو، خو زما د لور دپاره پكښې هېڅ هم نه وو، قيامت و، قيامت. زما د راتلو پورې زما په خوی كښې پرته وه، بيا ترې نه يم خبره شوې، چې څه چل به شوى وى.
قباد: ته خفه كېږه مه، چې څه وو هغه رااوشو اوس ځه! په زخمونو دې دارو اوتړه او ځان ګرم كړه چې ښه شې، سبا به انشاءالله تعالى هرڅه ټيك ټاك كړو.
"سحر وختى خلق راپاڅېدل، ګلون د سفر ستړې ستومانه او د وهلو كنځلو زپلې لا د كټ نه پاڅېدلې نه وه، خلقو پرې هم ځان نانګاره كړ، پرېږده چې پرته وى. غريبه ده. همزولې ورله پخېر له راغلې، ليكن اوسه پورې ورسره هېڅوك نه وو ملاو شوى. د كور خلقو چائا اوڅكله، مېلمنو ته ئې هم وركړه، نمر ښهْ اوچت راغی او ګلون بى بى راپاڅېده، سترګې ئې اوغړولې، ګنړ خلق ئې د ځان نه چاپېره اوليدل، د خپل خدائا شكر ئې اوويست، چې خدايه د څه زندان نه دې راخلاصه كړم. دا خو جت دا جنت، بختورو تاسو داسې په خوشحالو او ارام كښې يئ او زهْ مو دغې تنور ته غورځولې يم، زهْ به تاسو چرته هم اونه بښم. ناڅاپه نازو رامخامخ شوه".
ګلون: راځه نازوراځه څنګه راغلې؟
نازو: سحر مې خلقو ته چائا وركړ او راپټه شوم.
ګلون: مور ابۍ ښه وه؟
نازو: وركه كه مور ابۍ ته لا د هغې تپوس كوې.گ
ګلون: نامردې! داسې قار شوې دا ولې؟
نازو: قارېږم به نه ځان ته نه ګورې ستا سره ئې څه چل كړا دا، ته لا په دې كښې هم د هغې تپوس كوې، چې مور ابۍ څنګه ده؟. الله پاك دې اصغر خان له ډېر شته د حلالو وركړى، چې په نيمه شپه كور ته راغی، تپوس ئې رانه اوكړ، ورندار څه شوه او تسنيم څنګه ده؟ ما ورته قصه بيان كړه. په غټو غټو ئې اوژړل او خپلې مور ته ئې بدې ردې هم ډېرې اووئيلې، چې دا دې څه چل اوكړ، خو مورابۍ هغه شان توره بريخ كېده او ورته ئې اووې: مشر ورور دې غېرتى دى، په تا كښې هډو غېرت نشته. دغه دا ستا د ښځې سره ئې جنګ وكړ او هغه ئې د پلار كره اوزغلوله، كه په تا كښې غېرت وی، نو هډو د هغې نوم به دې په خولې نه وی اخيستلا. اصغر خان ورته نور هم ډېر بد رد وويل چې ته هم عجيبه مور ئې د خپلو زامنو شرم د خپله لاسه كوې دا د څه چل اوكړه، زما ښځه دې هم د كوره ووېستله او ورندار هم لاړه. د كلى خلق به څه ویئى. د مور او د زوى جنګ تر ډېره وخته پورې و، بيا ئې خلق رااووېستل، قبر ئې اوكنسته او ډېر په عزت ئې تسنيم بى بى اوسپارله. مور ابۍ ته ئې وی داسې ډنډه دې اولړله چې ستومانه به شې، چې څه وخت تېر شو، نو د كوره دلګيره اووتلو.
ګلون: بيا ئې نور څه ونه وی؟ زما ورور ډېر ښهْ سړا دا، الله پاك دې ورله بركت وركړى.
نازو: نور ئې هېڅ اونه وی، زما ورور ډېر ښهْ سړا دا، الله پاك دې ورله بركت وركړى.
نازو: نور يې هېڅ اونه وی، خو پټ غوندې د ځان سره لګيا و، چې زما ورور هم څه ته ګورى نه، خو د مور هره يوه خبره منى. كه دهْ ددې دومره نه اورېدلا، نو اوس به دا ډنډه ولې جوړېده او زما ښځه به هم چرې وتلې نه وی. زهْ اوس ورسره ګورم.
ګلون: خدائا دې خير كړى، خان په رشتيا قار نه شى او د نګهت خوئى هم ناكاره دا څه شر جوړ نه شى!
نازو: زما هم دا خيال دا، چې هغه ډېر په بدو سترګو وتلې وهْ خداا دې خير كړى.
دوئ دویړه بيا په څه خبرو مشغولي گشوې او پټې پټې لګيا وې.
ګلون: ډېر به قار و كنه اصغر خان نازو؟
نازو: داسې قار و، لكه د وريجو كټوئ، چې خوټ كېږى.
ګلون: او مورابۍ ورته د نګهت هېڅ هم اونه وئيل؟.
نازو: بغير د بې غېرته نه ئې ورته هېڅ نه دى وئيلى.
ګلون: زما دې توبه شى داسې ښځه بْ اوس چرته پيدا كېږى، مونږ څه كړى په خپل اولاد ئې هم ترس او رحم نه راځى.
نازو: كه په خپل اولاد ئې ترس وی، نو تسنيم بى بى به دې يوې ورځې نه بلې ورځې ته ولې په كټ كښې مړه پاتې كېده.
ګلون: وركه كړه تسنيم خو زما ورور اصغر ئې په جنګ ویړولو.
نازو: څه په جنګ، بى بى دا ته څه ویئې؟.
ګلون: ته نه پوهېږې نازو، د پښتو څومره غلط او ناكاره رویجونه دى او هغه ته پته لګېدلې ده، چې زما ښځه په خپله زما د كوره وتلې ده، خدائا دې ورته خير كړى، وړوكا هلك دا، چرته د كم عقلئ نه كار وینخلى.
راځه نازو، ناوخته دا چې ډوډۍ اوخورو بيا به خبرې كوو، چې څه كېږى، هغه د قسمت كار دا.
Shabnam Khan -
بېرته شاته |