(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

غزل

زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم چې درنه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟ جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم زلفې پرانيزه پرېشان يم د شوګير نه په دې ګڼ سوري چې جمع زړه اوده شم شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې لکه دود دې د محفل نه په واته شم شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي ګڼه يم د همت زانړی چې په تله شم جشن خال يې د محراب وروځو امام دی حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم

Ghazal Arwahaad Amir Hamza Baba
بېرته شاته