نېزاويسيمايا
[04.Feb.2021 - 15:55]روسيې چاپ (نېزاويسيمايا ګزېت)
خبريال : اندرې سېرېنکه 04/02/2020
ژباړونکی: شېرحسن حسن
په روسيه کې مېشتو پښتنو- افغانانو، اسلام آباد د تروريزم په ملاتړ تورن کړ.
د فبروري دوهمه په روسيه او ټوله نړۍ کې د پښتنو – افغانانو د قهر ورځ وه.
پرون د فبروري دوهمه په روسیه کې مېشتو پښتنو- افغانانو په مسکو، سانکت پترزبورک، کراسنادار، رستوف-نا-دانو او د روسيې په نورو ښارونو کې د پراخو غونډو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون تحفظ مومنټ) «PTM » ملاتړ وکړ ، چې مشران او فعالین یې دپاکستان د پوځې ادارې تر ظلم او فشار لاندې يا وژل کېږي او یا نیول کیږي.
د غونډو برخه والو غوښتنه وکړه چې د پاکستان نظامی اداره دې د پښتنو د مشرانو تهديد او تعقيب ودروي او په افغانستان کې دې د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي. په روسيه کې مېشتو پښتنو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په پاکستان کې د بشري حقونو پراخو او پرله پسې اوږدمهاله سرغړونو ته پاملرنه وکړي.
په مسکو کې د مېشتو پښتنو-افغانانو ټولنې زموږ خبريال ته وويل چې په غونډو کې د افغانانو او د ډيورند د کوزې خوا (د پاکستان تر تسلط لاندې) پښتونخوا پښتنو برخه اخيستې وه. هغوی وايي: «موږ د مشترکې وينې،مشترکې ژبې ،مشترک دين ،مشترک کلتور، مشترک تاريخ او په روانو حالاتو کې د مشترک درد او امنيتي ستونزو په تنابونو کلک تړلی واحد ولس يو، او د پاکستان واکمنه پوځې اداره او استخبارات زموږ د ولس په وړاندې د جينوسايډ (نسلوژني) سياست پرمخ بيايي».
د پراخو غونډو په ترڅ کې د پي ټي ام د ملاتړ لپاره د فبروري د دوهمې نېټې غوره کول هم څه تصادفي خبره نه ده . يو کال مخکې په همدې ورځ د پي ټي ام د مشرتابه فعال غړی، وتلی پښتون شاعر او ليکوال د پښتو ادبياتو پروفیسر ابراهيم ارمان لوڼي په بيرحمانه ډول ووژل شو. هغه د بلوچستان په لورلايي ښار کې د پاکستان پوليسو په مرګوني او بېرحمانه وهلو ځای پر ځای وواژه. د پروفیسر لوڼي د بېرحانه وژلو تراژيدۍ او غم د «ډيورند خط» په دواړو خواو اوسېدونکو پښتنو- افغانانو کې د ويښتیا لويه انګازه واچوله».
د روسيې په ښارونو کې د پې ټي ام په ملاتړ پرونۍ غونډې د مسلمانانو د مبارک کتاب – قرآن شریف د اياتونو په لوستلو ، د ابراهيم ارمان لوڼي روح ته په دعا او درنښت د يوې شېبې په چوپتيا پيل شوې. د فبروري په دوهمه د شاعر او ليکوال پروفيسور لوڼي د شهادت د کليزې په درناوي د اروپايي ټولنې په لويو ښارونو ، سکانديناوي هيوادونو، امريکا متحده ايالاتو، کاناډا، استراليا ، هند، د افغانستان په ګڼ شمير ښارونو او د پاکستان په ښارونو کې هم غټې غونډې، مظاهرې او لاريونونه وشول او په زرګونو افغانانو او پښتنو ګډون په کې کړی و.
د مسکو د غونډې برخه والو زموږ خبريال ته وويل «موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ څرګند کړ ، چې مشران یې نن د پاکستان د پوځي ادارې او امنیتي ځواکونو لخوا په وحشیانه ډول تر تهديد او تعقيب لاندې دي. موږ د پاکستان له واکمنې ادارې وغوښتل چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له زندانه آزاد کړي. منظور احمد پښتون د پاکستان امنيتي ځواګونو د جنوري په 27 په پېښور کې بندي کړ. دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې منظور پښتين د جنوري په 12 د وزیرستان په بنو ښار کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه او اراده یې څزګنده کړه چې غواړي د ټولو پښتنو سياسي مشرانو لويه جرګه راوبولي تر څو د پښتنو په راتلونکی برخليک فکر وکړي».
معلومه ده چې د پښتنو مشرانو د لويې جرګې د دعوت لپاره د منظور پښتين نيت، اسلام آباد په جدی اندېښنه کې اچولی دی. د سيمې له حالاتو څخه د باخبره سرچينو په قول «د پښتنو د سياسي مشرانو د لويې جرګې تريبيون کېدای شول د پاکستان د پوځي ادارې او امنيتې ارګانونو د رسوايي ميدان شي»؛ « منظور پښتون څرګنده کړه چې د لويې جرګې برخه وال بايد د پاکستان له ادارې وغواړي چې په افغانستان او همدارنګه د پاکستان په پښتونخوا ايالت (پښتون مېشتو سيمو ) کې د ترورستانو له ملاتړه لاس واخلي. د منظور پښتين په وينا په افغانستان کې د تروريستي بريدونو، جنګ او بې ثباتۍ «کنترول پينل» او د ادارې مرکز په اسلام آباد کې دی او په سيمه کې د ترورستانو فعاليت له اسلام آباده اداره کيږي». د فبرورۍ د 2 نېتې د پراخو غونډو برخه والو د پاکستان له امنیتي ځواکونو څخه د پي ټي ام د مشرانو له غوښتنو ملاتړ څرګند کړ چې غواړي د پښتنو پر وړاندې د تښتونې او له محکمې پرته ځورولو او زنداني کولو اعمال ودروي: « منظور پشتین د هغه د نیولو څخه لږ دمخه په ښکاره ډول وویل چې د ورکو شويو پښتنو اوږد لیست نه دی کم شوی ، اسلام آباد د پي ټي ام د بشري حقونو هیڅ یوه غوښتنه هم نه ده پوره کړې ، د پښتنو د فعالینو قاتلين ازاد ګرځي او نه محاکمه کيږي، او د پښتنو پر وړاندې ترهګري، ترور او استبدا ادامه لري».
د پي ټي ام سرچينې (ن .ګ) ته یادونه کوي چې د منظور پښتين له نیول کیدو یوه ورځ وروسته، د جنورۍ په 28 ، د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران محسن داوړ او علي وزیر په اسلام آباد کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول. که څه هم هغوی ژر خوشې شول ، خو بیا هم ، پښتني فعالانو د پاکستان د استخباراتو دغه کړنې د ویرې اچونې او رواني تروريزم عمل وګاڼه: «موږ ټول يې په دې پوهه کړو چې که موږ د «ژوند د اساسي حق» په شمول د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه جاري وساتو او انکار ونه کړو ، نو څه به پیښ شي».
د فبوري د دوهمې نېټې غونډو ته په کتو چې نه يوازې د روسيې په ښارونو، بلکې د نړۍ په يو شمير مهو مرکزونو کې تر سره شوې، داسې ښکاري چې د پښتنو د ملي نهضت فعالين نه تسليميدونکي دي. د پرونيو سیاسي غونډو ، مظاهرو او لاریونونو برخه والو، نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خپل پیوستون څرګند کړ ، بلکې له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې «د پاکستاني چارواکو ریښتیني څېره وپېژني ، د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د تروریستانو د ملاتړ او په دغه هيواد کې د بشري او مدني حقوقو د د پايمال مخه ونيسي».