Malawi Maquli
[11.Apr.2021 - 13:39]دا دي د مولوي جلاللدين بلخي ثم رومي یو څو مقولې چې ما له یوهء تقويم څخه له انګلېش نه پشتو ته ژباړلي (ډاکټر حميد الله زړور صاپی)
۱- د پېژندلو هنر ، د دې هنر دی چې په کومو شیانو سترګې پټې شي یا (اېګنور ) شي!
۲- یواځينۍ پرله پسې ښکلا د زړهء ښایست دی .
۳- مينه ، ستا او د هر څيز تر مینځ لکه یو پول دی.
۴-ته په سمندر کښې یو څاڅکی نه ېې؛ بلکې ته په څاڅکي کې خپله یو بحر ېې !
۵-خپل کلمات له خپلو خبرو څخه لوړ کړه! نه د خپل غږ آواز!
دا باران دی چې ګلونه غوړوي نهء تندر!!
۶- څوک کېدای شي ډېر نیکمرغه وي ؟ >> هغه کس چې د اوبو لپاره حوض ته لاړ شي + په حوض کښې د سپوژمۍ عکس ګوري
۷- یا یو څراغ اوسه ، یا یوه د ژغورنې بېړۍ ،او یا هم لکه یوه زينه شه !
د یو چا دارواء ښه کېدو کې مرسته وکړه؛
له کوره لکه یو شپون حرکت وکړه!
۸-مسافرت ستا ژوند ته قوت ور بښي او مينه درته بېرته راوړي.
۹-ستا زړهء د سمندر په شان لوی دی
لاړ شه او هلته د هغهء په پټو ژورو کښې خپل ځان پیدا کړه!
۱۰- یواځې د زړهء له طريقه دې هسک یا آسمان سره اړيکه نیولی شې!
۱۱-پرون زه زيرک وم او غوښتل مې نړۍ بدله کړم ؛
خو ڼن زه هوښیار شوی یم او خپل ځان بدلوم!
۱۲-هر کله که ته کارونه د خپل روح نه په الهام سره وکړې ،ته د یو داسې سیند خوځښت په خپل ځان کښې احساسوې چې تاته خوښي دربښي.
اخیستنه : له Kashmir Crown Bakeries Ltd. Calender 2021 Jalal-u-din Rumi Inspirational Quotations