مالومات او بېلابېلې
[01.Jun.2021 - 15:59]زموږ مورنۍ ژبې پښتو ته !
له روسي ژبې راغلې كلمې !
چاى
سماوار
پتنوس
چاينك
پياله
......
له اردو ژبې راغلې كلمې:
پاټك
كباړ
ملاوټ
دياړي
چنده
.......
له تركي ژبې راغلې كلمې :
قراول
قشله
قاروانه
قاغوش
قل اردو
.........
دقيق نه پوهيږم خو يو چاته راته ليکلي دي چې :
د فرانسوي ژبې نه راغلې کلمې :
لېسه
دوسيه
راديو
تلويزيون
کودتا
انجنیر ستانه میر زهیر
..............
نارينه او ښځينه نومونه !
تقريبا د نړۍ په هره ژبه کې د شاوخوا د شته شيانو نومونه به نارينه وو او ښځينه نومونو کې کارول کيږي لکه په روسي ژبه کې ، ستالين. فولاد ته وايي ، ميدويد خرس ته وايي ، انګليسي کې سټون. تيږې ته وايي چې په همدې نامه د ډيرو کسانو نومونه هم شته.
افغانستان کې. عموما شينواري قوم په پښتو ژبه دا ډول نومونه زيات کاروي . لکه : کنډيری ، کستيری ، چينار ، افغانستان ، ياغيستان ....او داسې نور چې اکثرا د ځينو هيوادوالو د خندا سبب کيږي . په داسې حال کې چې د همدې هيواد وال نوم ښايي ورته معنی ولري خو دا چې په عربي ژبې دی او دا يې په معنی نه پوهيږي نو ځکه ورته يو ډول تقدس ښکاري .
د ځيني عربي نومونو پښتو ژباړه چې ښايي ډېری ملګري به ترې ناخبره وي شريکوم :
الف : نارينه نومونه
• اسحاق ـ زړېدل، وچېدل
• اسد - زمری
• اياز ـ د شپې شمال
• بلال ـ جوار، مايع چې ستونی لمدوي
• تميم ـ عربي ټبر
• جعفر ـ لويه وياله، نهر
• حيدر ـ لنډی
• حسام ـ تېره توره
• صدام ـ نيم سری، سردرد
• عبيد ـ غلام ګوټی
• عتيق ـ ازاد شوی غلام
• عثمان ـ دغرڅه بچی
• عماد ـ اړم
• هارون ـ څوکيدار
• هاشم ـ ټوټې کول، ماتول
• ابو هریره ـ د پيشو پلار
• ويس ـ دروېزه
- يعقوب ـ زرک
- ب : ښځينه نومونه
• اسيه ـ غمګينه
• حميرا ـ سوروېښتۍ
• راحله ـ کوچۍ
• سميره ـ چې د شپې کېسه وايي
• سمينه ـ غټه څربه
• زبيده ـ پېروی، رش
• زينب ـ ښايسته ونه
• شکيلا ـ سره سپينه
• شميم ـ خوشبويه
• شيما ـ خالداره
• صفيه ـ د خرما ډکه ونه،ټاکلې انډېواله
• عبيده ـ غلام ګوټې
• فاطمه ـ ښځه چې ماشوم يې له تې پريکړی وي
• کلثوم ـ غټمخې
- هايده ـ توبه ګاره hallo
.................
ثاقب (روښان)
ثعلبہ (لومبړه)
ثقلین (جن و انسان/ دوه جهانه)
ثمال (کارګزار)
ثمامہ (اصلاح)
ثمر (میوه)
ثمین (قیمتي)
ثناء اللہ (د خدای صفت)
ثوران (جوش)
جابر (غالب، ډکولو والا)
جاحظ (غټه او راووتې سترګه)
جاذب (پرکشش)
جار اللہ (د خدای پناه اخستونکی)
جازل (خوش و خرم)
جالب (ترلاسه کولو والا)
جاوید (قائم، تل)
جبران (مصلح)
جبیر (غالب، ډکولو والا)
جریر (راښکلو والا)
جسیم (دروند وجود والا)
جلال (شان، دبدبه)
جلیب (پرشيدونکی)
جلید (قوي، بہادر)
جمال (حسن، ښکلی والی)
جمان (غمی)
جمیل (ښکلی)
جندب (یو رنګ له جولا)
جنید (وړوکی لښکر)
****
....................
ملګري کولی شي لۀ دغه ځايونو کتاب ترلاسه کړي.
کوزه پښتونخوا؛
1. کتابکور انعام پلازه يونيورسټي روډ پېښور
0304-3333944
2. پښتو اکيډيمي کتاب پلورنځای(د انور خان لالا دوکان) پېښور پوهنتون
رابطه: 0342-8717008
وټس اپ نمبر 0312-0094940
4. قلم کتاب پلورنځای بورډ بازار پېښور.
0316-5050578
5. باچا خان مرکز پېښور.
6. شعيب سنز بک سنټر صوابۍ 0332-947987
7. کتاب ګهر کوهاټ بازار
8. شعیب سنز بک سیلرز
جی ټي روډ، مینګورہ سوات۔ 0946729448
9. سټار بوک سنټر پي. آر. سي مارکيټ مردان.
03018183564
10. يونيورسټى بک شاپ
بيسمنټ علي زئى ټاور مردان روډ چارسده 0313-9011329
11. ورلډ بک ډپو بلامبټ روډ تيمرګره
03242000600
12. کتاب پلورنځي (د بازالميارکتابونو دوکان) کويټه ښار
13. تکتو کتاب کور کاسي روډ کوټه 0315-8859085
14. الياس بک ډپو ژوب بازار 0313-9955775
15. تاج کتابکور شير ګړهـ بازار 0349-6018436
16. اباسین کتاب پلورنځي کراچۍ 0313-5624695
17. نظر بونيري، بازارګی بونير 0317-9672915
18- جاويد ملنګ واړۍ، بره دير 348-8880047
19. د سايل صېب دوکان، افتخار مارکيټ درګۍ
بره پښتونخوا ؛
1. مهين کتاب پلورنځي جلال اباد ښار اسحاقزي مارکېټ. 0784-8825005
2. مومند کتاب پلورنځي جلال اباد ښار پښتونستان چوک. 0777-626161
3. سروش کتاب پلورنځي کابل کوټه سنګي. 0785-200212
4. اکسوس کتاب پلورنځي ديبوري چوک. 0798-989696.
5. صداقت خپرندويه ټولنه کندهار ښار. 0700-309244.
6. غازي کتاب پلورنځای خوست
7. علمي کتاب پلورنځای، پکتيا
نوټ: کوم کتاب پلورنکي ملګري چې غواړي خپل دوکان له کتاب واخلي هغوی دې د کتابکور(اکبر شينواري) سره پۀ تماس کې شي.
......................
څه چې زما ذهن او یاد کې دي.
د جرمني لومړۍ وزیره چانسلره ښځه ده.
د ډنمارک لومړۍ وزیره ښځه ده.
د استرالیا لومړۍ وزیره ښځه ده.
د ناروي لومړۍ وزیره ښځه ده.
نیوزلینډ لومړۍ وزیره ښځه ده.
د برازیل ولسمشره ښځه وه.
دوه دورې د پاکستان لومړۍ وزیره ښځه وه.
یوه دوره د هند لومړۍ وزیره ښځه وه.
دوه دورې د برطانیي لومړۍ وزیره ښځه وه.
د هند د بهرنیو چارو وزیره ښځه وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره ښځه وه.
په امریکا کې د سعودي سفیره ښځه ده.
په امریکا کې د افغانستان سفیره ښځه ده.
په امریکا کې د پاکستان سفیره ښځه ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیره ښځه وه.
په کاناډا کې د افغانستان سفیره ښځه وه.
په ناروي کې د افغانستان سفیره ښځه وه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې ښځه ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ښځه ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ښځه ده.
د بامیانو والۍ ښځه وه.
د میدان وردګ ښارواله ښځه ده.
د څو ولسوالیو ولسوالانې ښځې دي.
د برطانیې، کاناډا، نیوزلینډ او استرالیا په شریکه پاچڼه( ملکه) ښځه ده.
ښځې د قوي اقتصاد او نظامي ځواک لرونکو هیوادونو د فاع وزیرانې، کورنیو چارو وزیرانې، بهرنیو چارو وزیرانې، لومړۍ وزیرې او ولسمشرانې تېرې شوي، په مهمو دولتي او سیاسي موقفونو کې پاتې شوي او دي. که لږه مطالعه، مشاهده، انصاف، حق وینا او مالومات ولرو نو پوهیدی شوو، چې ښځې تر نارینه په خپلو کارونو کې ښې او ګټورې ثابتې شوي.
خدیجه ښځه وه، عایشه ښځه وه، فاطمه ښځه ام رقیه ښځه وه او.....
جاهل او تنګ نظره مخلوقه! ښځه انسان دی او د انساني کرامت درناوی یي، زمونږ دیني، فرهنګي او پښتني مسولیت او مکلفیت دی.
...................................
دیوې سېړنې له مخې ما دپښتنو شمېر په هېواد کې دسلنې په حساب په لاندې ډول ارزولی که تاسو ټول خپل نظرونه شريک کړﺉ کېدای شي چې دپښتنو کره شمېره پیدا کړو .
١۔کابل ٥٠سلنه
٢۔لغمان ٩٠سلنه
٣۔ننګرهار٩٥سلنه
٤۔کنړ٩٨سلنه
٥۔نورستان٩٠سلنه
٦۔لوګر ٨٠سلنه
٧۔پکتیا٩٥سلنه
٨۔پکتيکا ٩٩سلنه
٩۔خوست٩٩سلنه
١٠۔میدان وردک ٨٠سلنه
١١۔غزني٧٠سلنه
١٢۔زابل٩٩سلنه
١٣۔کندهار٩٥سلنه
١٤۔ارزګان٩٥سلنه
١٥۔هلمند ٩٨سلنه
١٦۔نيمروز٣٠سلنه
١٧۔فراه٥٠سلنه
١٨۔هرات٤٠سلنه
١٩۔بادغيس٢٠سلنه
٢٠۔غور۔١٠سلنه
٢١۔پروان۔٥٠سلنه
٢٢۔کاپيسا۔٤٠سلنه
٢٣۔پنجشېر٦سلنه
٢٤۔بغلان ٥٠سلنه
٢٥۔کندز٥٠سلنه
٢٦۔تخار١٥سلنه
٢٧۔بدخشان١٠سلنه
٢٨۔سمنګان١٠سلنه
٢٩۔مزار٣٠سلنه
٣٠۔جوزجان٥سلنه
٣١۔سرپل٥سلنه
٣٢۔فاریاب١٠سلنه
٣٣۔بامیان٢٠سلنه
٣٤۔دایکندي ١٠سلنه
.................
{{بدیع او بیان}}
نهه اویایم لؤست:
د بدیع ډؤلونه
د بدیع ښکلاوې پۀ دوۀ ډؤله دي:
① لفظي ښکلا.
② معنوي ښکلا.
۱- لفظي ښکلا
۱- جناس:
د دوو لفظونو پۀ تلفظ کې یؤوالي او مانا کې بېلوالي ته جناس وایي؛ تجنیس، تجانس او مجانسه هم ورته ویل کېږي چې پۀ دوۀ ډؤله دی:
① لفظي جناس.
② معنوي جناس.
د لفظي جناس ډؤلونه:
۱- تام(بشپړ) جناس
دا هغه جناس دی چې دوۀ لفظونه پۀ هر څۀ کې یؤ شان وي لکه: دتورو پۀ نوعې،شمېر،حرکات او سکونات او تربیت چې دا هم بیا پۀ دوۀ ډؤله دی:
الف: مماثل جناس.
ب: مستوفي جناس.
الف: مماثل جناس
که دواړه لفظونه لۀ یوې نوعې څخه وو لکه: دوۀ اسمونه(نومونه)، دوۀ فعلونه(کړونه) او دوۀ توري، نو دا مماثل جناس بلل شي لکه:
لږ زما پر لور نظـــر کړه
غم پر لور رانه جلا کړه
لۀ لومړي لور څخه موخه طرف دی او لۀ دویم لور څخه موخه د رېبلو لور دی.
ب: مستوفي جناس
کۀ دوۀ لفظونه لۀ مختلفو نوعو څخه وي لکه:
نوم(اسم) او کړ(فعل) نو دا مستوفي جناس بلل کېږي لکه دا بیت:
کسي هغه کسي چې دیار کسي پرې کسي
ورک شه هغه کسي چې بې یاره کسي کسي.
دلته د دواړو نیم بیتیو پۀ اخر کې «کسي» فعل یا کړ دی چې د ګوري پۀ مانا دی او نور کسي اسمونه یا نومونه دي چې د سترګو کسي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
اتۀ اویایم لؤست:
محاکات
محاکات پۀ لغت کې یؤ تربله کیسو او خبرو کؤلو ته ویل کېږي او پۀ شعري اصطلاح کې د شاعر هغه لفظي انځورګرۍ ته ویل کېږي چې یؤ مفهوم، مراد، کیفیت او پېښه د شعر پۀ ځواک داسې انځورګري کړي چې انځور یې زړۀ ته کوزېږي.
پۀ محاکاتو کې د تشبیهاتو، کنایو او استعارو کارؤنه زیات رول لري چې سالم ذوق او سمې کارؤنې پورې اړه لري. بېلګه یې داده:
عبدالحمید ماشوخېل وایي:
لکه سر د پسۀ پۀ اور غاښونه سپین کا
ما ته نن لۀ ډېره غــمه خـــــندا راغلـــــه
یا لکه:
دې دنیا سره زۀ داسې نابلد یم
لکه لېرې کلیوال چې ښار ته لاړ شي
#بدیع
بدیع پۀ لغت کې نوي شي ته ویل کېږي داسې نوی چې مخکې کوم بنسټ ونۀ لري چې اختراع هم ورته ویلی شو.
لکه:
الله تعالی فرمایي:
قل ما کنت بدعا من الرُسُل. ورته ووایه زۀ پیغمبرانو کې نؤی او بې مثاله نۀ یم یانې لۀ ما مخکې هم پيغمبران تېر شوي دي.
الله تعالی فرمایي:
«بدیع السموات والارض» الله تعالی بې مثاله د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی دی.
مانا دا چې الله تعالی داسې اسمانونه او ځمکه پیدا کړي چې مخکې نۀ وو.
پۀ اسلام یا دین کې د بدعت لفظ هم لۀ همدې سرچینه اخلي.
پۀ اصطلاح کې بدیع هغه علم ته وایي چې د خبرو ښکلا پرې پېژندل کېږي، خؤند، رونق او ارزښت یې ورسره زیاتېږي.
هره خبره دوۀ ډؤله ښکلا لري چې یوه یې ذاتي او بله عرضي ده.
ذاتي ښکلا د معاني او بیان پر علم پېژندل کېږي او عرضي ښکلا بیا د بدیع علم سره تړاؤ لري چې راتلونکو لؤستونو کې یې څيړو.
د بدیع ښکلا هغه وخت څرګندېږي چې ناببره او بې تکلفه وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
اووۀ اویایم لؤست:
د کنایې درېیم وېش
د لوازمو پۀ اعتبار کنایه پۀ څلور ډؤله ده:
① تعریض.
② تلویح.
③ رمز.
④ ایماء.
۱- تعریض
تعریض پۀ لغت کې د ډاګېزې خبرې خلاف ته ویل کېږي او پۀ اصطلاح کې هغه کنایه ده چې یوه خبره وشي او د خبرې پۀ ترڅ کې بلې مانا او خبرې ته اشاره وشي لکه: د دوۀ مخي او منافق سړي پر وړاندې چاته ووایې:
سړی هغه دی چې مخامخ او پسې شا یې خبره یوه وي.
پۀ دې کې هغه دوۀ مخي او منافق ته اشاره وشوه چې ګني تۀ سړی نۀ یې.
دا تعریض شو او یا یؤ څوک لۀ چا څخه پوښتنه وکړي چې تر ټولو ښۀ او لایق سړی څوک دی؟ او دی ووایي چې یره د ځان ستاینه ښه نۀ ده مانا دا چې زۀ یم.
بیا ترې پوښتنه کوي چې تر ټولو بد او خراب سړی څوک دی؟
ورته ووایي چې یره ستا ددوښمنۍ توان نۀ لرم مانا دا چې تۀ یې.
۲- تلویح
تلویح پۀ لغت کې پړق یا څرک ته ویل کېږي او پۀ اصطلاح کې هغه کنایه ده چې لۀ تعریضه پرته واسطې او لوازم ولري لکه: د غریب متکبر پۀ هکله ووایې:
خپلې بړستنې سره سمې پښې نۀ غځؤي.
نو د بړستنې سره سمې پښې غځؤل پر خپله برخه صبر او خپل وس سره سم چلیدل دي او د تکبر، لویۍ او بې اندۍ لوازم ددې خلاف دي.
۳- رمز (پټه اشاره)
رمز پۀ لغت کې پټې اشارې ته وایي لکه: یؤ نږدې کس ته پۀ وروځو، شونډو او یا سترګو اشاره وکړې.
او پۀ اصطلاح کې هغه کنایه ده چې لۀ تعریضه پرته پکې لږې او پټې داسې اشارې وي چې لۀ هغې دا جؤتېږي چې کنایه ده، خو مطلب یې څرګند نۀ وي لکه:
د سورګل زړۀ ډېر سخت دی.
دا د بې رحمۍ او سختۍ څخه کنایه ده.
۴- ایماء(څرګنده اشاره)
ایماء پۀ لغت کې اشارې ته ویل کېږي او پۀ اصطلاح کې هغه کنایه ده چې لۀ تعریضه پرته پکې لږې او پټې اشارې وي، خو مطلب یې څرګند وي لکه:
پۀ نړۍ کې چې د وېش کاروان روان ؤ
د ننګ بار د افغانانو شو پۀ بـــــــرخــه
دا دافغانانو لۀ ننګیالیتوب څخه کنایه ده، خو څرګنده ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
شپږ اویایم لؤست:
۱-د صفت کنایه
دا هغه کنایه ده چې د یوۀ شي ځانګړتیا(صفت) ته پرې اشاره کېږي لکه د یؤ میلمه پال انسان پۀ هکله وایي:
لوی دسترخوان لري.
چې د میلمه پالنې او نورو ښو ځانګړتیاوو څخه کنایه ده، خو اصل مانا هم اخیستل کېږي چې رښتیا یې دسترخوان لوی دی.
۲- د موصوف کنایه
دا هغه کنایه ده چې موصوف ته پکې اشاره شوې وي لکه:
بخیل ته چې د خپل مال څوکیدار ووایې او یا کندهار ته د انارو وطن ووایې.
۳- دنسب کنایه
دا هغه کنایه ده چې موخه ترې نسب وي لکه: توره په اصل غوڅه کوي.
دا د اوچت نسب څخه کنایه ده.
دکنایې دویم وېش
لۀ صفت څخه کنایه پۀ دوۀ ډؤله ده:
① نږدې(قریبه)
②لېرې(بعیده)
۱- نږدې کنایه
دا هغه کنایه ده چې لۀ یوې مانا بلې ته انتقال پکې بې واسطې شؤی وي لکه: کنځلمارې او بد اخلاقه ښځې ته چې ژبؤره ووایې.
۲- لېرې کنایه
دا هغه کنایه ده چې لۀ یوې مانا څخه بلې مانا ته انتقال پکې پۀ یوه یا ډېرو واسطو کېږي لکه:
د شېر محمد د کور ایرې ډېرې دي.
د ایرو ډېروالی د اور پر ډېروالي دلالت کوي او د اور ډېروالی د ډېر اخلي پخلي دلیل دی او ډېر اخلی پخلی هغه څوک کوي چې میلمانۀ یې ډېر وي.
نو دا لۀ میلمه پالنې څخه کنایه شوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
پنځۀ اویایم لؤست:
کنایه
کنایه پۀ لغت کې پټؤلو او بدلؤلو ته ویل کېږي چې د تصریح او ډاګیزې خلاف ده او پۀ اصطلاح کې هغه وییي دی چې لۀ اصلي مانا پرته بله مانا ترې اخیستل کېږي؛ داصلي مانا اخیستل هم کېدای شي ځکه داسې قرینه نۀ وي چې د اصلي مانا اخیستل منع کړي او لۀ مجاز سره یې توپیر هم همدا وروستي دوۀ قیدونه دي چې داصلي مانا اخیستلو جواز او دداسې قرینې نشتوالی دی چې داصلي مانا اخیستو مانع شي لکه یؤ څوک ووایي:
ما هم څۀ د کدوانو پاڼې نۀ دي لؤستې.
او یا موږ هم څۀ واښۀ خو نۀ خورو.
مانا داچې زۀ هم پوهېږم/ موږ هم پوهېږو.
کتابونه مو لؤستي دي د کدوانو پاڼې نۀ او یا ډوډۍ خورو انسانان یو.
دکنایې لومړی وېش
د هغې مانا پۀ اعتبار چې اشاره ورته کېږي کنایه پۀ درې ډؤله ده
① دصفت کنایه.
② دموصوف کنایه.
③ دنسبت کنایه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
څلور اویایم لؤست:
تمثیلي(د متل) استعاره
دا هغه ترکیب یا خبرې دي چې د ورته والي لۀ امله پۀ اصل مانا کې نۀ وي کارؤل شوې او داسې نخښه وي چې اصل مانا ترې اخیستل کېدای نۀ شي لکه:
ترکاڼي د بیزو کار نۀ دی.
دا متل هغه ځای کارؤل کېږي چې څوک داسې کار ته مټ ورکوي چې لۀ وسه یې بهر وي.
ددې متل اصل کیسه داسې ده:
یؤ ترکاڼ د غرۀ لمن کې لرګي اره کؤل نو مازدیګر مهال یې یؤ لرګی داسې پرې ایښی دی چې پانې یا سپېتې یې پکې ورکړې او چاود پکې شؤی دی او کله چې ترکاڼ تللی نو یوه بیزو راغلې او پر لرګي ناسته ده او هغه پانو یا سپېتو ته یې زور ورکړی او را ایستې دي نو د لرګي چاود ورغلی او د بېزو د جسم کومه نازکه برخه پکې نښتې ده.
سهار چې ترکاڼ راغی نو بیزو پۀ لرګي کې نښتې وه، ترکاڼ سپیېتې بیا پکې ورکړې او بیزو یې ازاده کړه نو پۀ دې وخت کې ترکاڼ ویلي دي چې ترکاڼي د بیزو کار نۀ دی.
بس همدا متل پاتې شو.
اوس اصل مانا ترې نۀ اخیستل کېږي، خو پۀ مناسب ځای کې د استعارې پۀ ډؤل کارؤل کېږي نو دې ته تمثیلي یا متلیزه استعاره وایي د پښتو ډېری متلونه استعاري دي، کله کله لۀ متل پرته هم تمثیلي استعاره راتلای شي لکه:
لۀ هغۀ باغه به څنګه مېؤه واخلې
چې تۀ بوټي نالؤې بل یې وباسي
دا هغه ځای کې ویل کېږي چې یؤ د رغؤنې او بل ورپسې د ورانؤنې پر کار بوخت وي.
تمثیلي استعاره لۀ متل یا بېلګې اخیستل شوې ده.
مرکب مرسل
دا هغه غونډله یا کلام دی چې لۀ ورته والي پرته د ځینو اړیکو لۀ امله قصداً پۀ اصلي مانا کې نۀ وي کارؤل شوې خو داسې قرینه او نخښې وي چې اصلي مانا ترې نۀ شي اخیستل کېدای لکه:
زما پر ټاټوبي چې یرغل کوي نو زما جنګ ته دې چمتو شي.
دلته«جنګ ته دې چمتو شي» غونډله ده نو مرکب شو او امر دی، خو موخه ترې خبر دی او داسې راځي« جنګ ته چمتو کېږي».
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
درې اویایم لؤست:
داستعارې اوؤم وېش
دواړو خواوو سره د اړیکو او پرتلتیا لۀ مخې استعاره پۀ درې ډؤله ده:
① مطلقه.
② مرشحه.
③ مجرده.
۱- مطلقه(یواځې)
دا هغه استعاره ده چې د دواړو خواوو( مستعارله او مستعارمنه) سره د اړیکو او پرتلتیاوو دالفاظو یادؤنه پکې نۀ وي لکه:
زمری راغی چې موخه ترې زړؤر انسان وي.
یواځې ځکه بلل کېږي چې د دواړو خواوو اړیکي لرونکي الفاظ ورسره نۀ وي یاد شوي.
۲- مرشحه(ځواکمنه) استعاره
دا هغه استعاره ده چې د مستعارمنه(مشبه به) سره اړیکې لرونکي الفاظ پکې یاد شوي وي لکه:
رښتیا راونیسه دا ډېره د ګټې سودا ده.
دلته د ویلو لپاره رانیؤل(اخیستل) استعاره شؤل او د رانیؤلو سره اړیکې لرونکي الفاظ سودا او ګټه ده.
ځواکمنه ورته ځکه وایو چې پر مناسبو الفاظو یې ملاتړ شؤی وي.
۳- مجرده(لغړه) استعاره
دا هغه استعاره ده چې د مستعارله(مشبه) سره مناسبت لرونکي الفاظ ورسره راغلي وي لکه د عدل او انصاف پۀ اړه دا شعر:
شپه تېره شوه څرګند شو نن سبا د توپیرونو
اوس بېلې سمې لارې شوې لۀ کندو ګړنګونو
پۀ دې شعر کې د ظلم او نابرابرۍ دؤر ته د شپې استعاره او د عدل او انصاف دؤر ته د سبا استعاره کارؤل شوې ده او بیا د عدل او انصاف چې مستعارله دي سره اړیکې لرونکی الفاظ سمې لیارې یادې شوې دي او ظلم چې مستعارله دی لپاره کندې او ګړنګونه استعاره شوي دي.
لغړه استعاره ورته ځکه ویل کېږي چې مبالغه پکې زیاته نۀ وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
{{بدیع او بیان}}
دوۀ اویایم لؤست:
داستعارې شپږم وېش
داستعارې د دواړو خواوو(مستعارله او مستعارمنه) د ګډ مفهوم پر اعتبار استعاره پۀ دوۀ ډؤله ده:
① عامیه مبتذله.
② خاصیه.
۱- عامیه مبتذله
دا هغه استعاره ده چې هر څوک پرې پوهېږي او زیاتې پلټنې او څېړنې ته یې اړتیا نۀ پېښېږي لکه: دخبرلوڅ انسان پۀ هکله وایي چې طوطي دی.
دې ډؤل استعارې ته عامیه هم ویل کېږي او مبتذله هم بلل کېږي پۀ دې کې د دواړو خواوو ګډ مفهوم(ورته والی) څرګند دی چې ډېرې خبرې کؤل دي.
۲-خاصیه غریبه(نااشنا)
دا هغه استعاره ده چې هر څوک پرې نۀ پوهېږي او خاص خاص وګړي پرې پوهېږي چې د ادبي ذوق څښتنان وي لکه: د رسول الله(ص) د هدایاتو او ښو اخلاقو پۀ هکله دا شعر:
تل پخه خؤږه مېوه ده،نۀ،مۀ،ولې انکار نشته
اوړی ژمی ورته یؤ دی د موسم انتظار نشته
پۀ دې کې شاعر د رسول الله(ص)اخلاق،لارښوونې،عدل، انصاف او د ژؤند نظام لۀ مېوې سره مشابه کړل او مشبه یې حذف کړ او یوازې مشبه به یې داستعارې پۀ توګه یاد کړ او بیا یې ددې ټولو ګټې او ارزښتونه د خوږوالي او پوخوالي پۀ استعاره یاد کړل او داسې تلپاتې بې توپیره یې وبلل چې هر وخت یې هر چا ته ګټه رسېږي.
نو دې دومره باریکو استعارو ته دهر جا ذهن نۀ رسېږي او یوازې د ادبي ذوق څښتنان پرې پوهېږي نو ځکه ورته ځانګړې او نااشنا وایي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه د نسېا حورو مین نه ېمه
خوښې زما نغدې سوداګانې دي
که پښتو الفبې زده کوې، دا ده دروايې خلئ.
ا a
آ ā
ب b
ت t
ټ ṭ
ث ç
ج ǧ
ځ dz
چ č
څ ts
ح h
خ x
د d
ډ ḍ
ذ ḏ
ر r
ړ ṛ
ز z
ژ ž
ږ ẑ
س s
ش Š
ښ ŝ
ص ṣ
ض ḍ
ط ṭ
ظ ẓ
ع ʔ
غ ġ
ف f
ق q
ک k
ګ g
ل l
م m
ن n
ڼ ṇ
و u w
ô ه
h ی ï
ې é
ي î
ۍ ë
ئ ê
..........................
د امریکې نه بهر د امریکني فوځ په ټوله دنیا کې مرکزونه
امیر یوسپزی
Afghanistan
Bagram Air Base
Camp Dwyer
Camp Leatherneck
FOB Delaram
Kandahar Int. Airport
Shindand Airbase
Bahrain
NRCC Bahrain
NSA Bahrain
Belgium
USAG Benelux
USAG Brussels
Bulgaria
Aitos Logistics Center
Bezmer Air Base
Graf Ignatievo Air Base
Novo Selo Range
Cuba
Guantanamo Bay
Djibouti
Camp Lemonnier
Germany
Campbell Barracks
Landstuhl Medical Center
NATO Base Geilenkirchen
Panzer Kaserne
Patrick Henry Village
Ramstein AB
Spangdahlem Air Base
USAG Ansbach
USAG Bamberg
USAG Baumholder
USAG Darmstadt
USAG Garmisch
USAG Grafenwoehr
USAG Heidelberg
USAG Hessen
USAG Hohenfels
USAG Kaiserslautern
USAG Mannheim
USAG Schweinfurt
USAG Stuttgart
USAG Wiesbaden
Greece
NSA Souda Bay
Greenland
Thule Air Base
Guam
Andersen AFB
Naval Base Guam
Naval Forces Marianas
Iraq
Camp Baharia
Camp Banzai
Camp Bucca
Camp Fallujah
Camp Taji
Camp Victory
COP Shocker
FOB Abu Ghraib
FOB Grizzly
FOB Sykes
Joint Base Balad
Victory Base Complex
Italy
Aviano AB
Camp Darby
Caserma Ederle
NAS Sigonella
NSA Gaeta
NSA La Maddalena
NSA Naples
Japan
Camp Courtney
Camp Foster
Camp Fuji
Camp Gonsalves
Camp Hansen
Camp Kinser
Camp Lester
Camp McTureous
Camp S.D. Butler
Camp Schwab
Camp Zama
Fleet Activities Okinawa
Fleet Activities Sasebo
Fleet Activities Yokosuka
Fort Buckner
Kadena Air Base
MCAS Futenma
MCAS Iwakuni
Misawa Air Base
Naval Air Facility Atsugi
Torii Station
Yokota Air Base
Yontan Airfield
Kosovo
Camp Bondsteel
Kuwait
Ali Al Salem Airbase
Camp Arifjan
Camp Buehring
Camp Doha
Camp New York
Camp Patriot
Camp Spearhead
Camp Virginia
Kyrgyzstan
Transit Center at Manas
Netherlands
Joint Force Command
USAG Schinnen
Peru
Naval Medical Research Unit Six
Portugal
Lajes Field
Puerto Rico
Fort Buchanan
Qatar
Al Udeid Air Base
Saudi Arabia
Eskan Village Air Base
King Abdul Aziz Air Base
King Fahd Air Base
King Khalid Air Base
Riyadh Air Base
Singapore
COMLOG WESTPAC
South Korea
Camp Carroll
Camp Casey
Camp Castle
Camp Eagle
Camp Hovey
Camp Humphreys
Camp Market
Camp Red Cloud
Camp Stanley
Fleet Activities Chinhae
K-16 Air Base
Kunsan Air Base
Osan Air Base
USAG Daegu
USAG Yongsan
Spain
Morón Air Base
Naval Station Rota
Turkey
Incirlik Air Base
Izmir Air Base
United Kingdom
RAF Alconbury
RAF Croughton
RAF Fairford
RAF Lakenheath
RAF Menwith Hill
RAF Mildenhall
............................
افغانستان په نړۍ کي ٤٩ سفارتونه او ٢٠ کونسلګرۍ لري.
او نور هیوادونه په افغانستان کي ٣٦ سفارتونه او ١٠ کونسلګرۍ لري.