په ډیورنډ د سره غور
[02.Jun.2021 - 13:44]اروپا او امریکا باید د پاکستان د تروریستي سیاست ختمولو لپاره په ډیورند له سره غور وکړي.
د اروپا پارلمان مرستېال ریزارد چارنیکي نظر دا و چې تر هغې ټولې قبایلي سیمې خپلو پخوانیو ساحو سره وصل نشي، د افغانستان سره د اروپا او امریکا میلیاردونه ډالره مرسته به ضایعې کیږي، افغانستان به ناامنه وي او لویدیځ ته د سیمې نه د ترهګرۍ خطر به موجود وي او روانه جګړه به هیڅکله ونه ګټل شي.
چارنیکي ویلي وو د بلوچستان او د پاکستان دننه پښتون قبایلي سیمې چې په زور اخستل شوي او د هندي بریتانیې سره نښلول شوي، باید بیرته خپل پخواني حالت د افغانستان خپلواکې خاورې سره وصل شي.
(د اروپا د پارلمان مرستېال څلور کاله مخکې د ۲۰۱۷ کال د مې په ۱۳ دا خبره کړې وه!)
ېادونه:
په ۱۳۲۸ کې د افغانستان لویې جرګې د پاکستان دولت سره د ډیورند کرښه فسخه اعلان کړې وهسرچینه: Said Sulaiman Ashna