علي وزیر
[02.Jun.2021 - 13:59]01.06.2021:له لسیزو راپدېخوا د پښتنو پروړاندې د ښکېلاکي (استعماري) او رېاستي ځواکونو دزور زېاتي لړۍ روانه ده. ددې زور زېاتې په ترڅ کښې د سند هایکورټ د درې میاشتو ځنډ وروسته د پ ټ اېم مخکښ علي وزیر د ضمانت غوښتنلیک (درخواست) رد کړ. سردار علي وزیر له شپږو میاشتو راایسې د درغو ( جعلي ) تورونو پر بنسټ په کراچۍ کښې د رېاستي ادارو په بند کې دی.
پدې لړ کښې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جعلي تورونو بندیانو غړو د راخوشېکېدو لپاره د لاریونونو نېټې او ځایونه ټاکلي دي. ټول لر او بر پښتانه / افغانان دې د رېاستي ادارو د بې عدالتیو په وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي او په لاریونو کښې دې برخه واخلي. PSDP
#ReleaseAliWazir