ستوري مجله
[02.Jun.2021 - 14:28]د "ستوري مجلې" څوارلسمه ګڼه چاپ شوه.12.03.2021
جرېدې، رسالې، مجلې، رسنۍ (میډیا) او ورځپاڼې دقام او ولس د موخو او اندونو څرګندونه او استازولي کوي، ولس د یو بل د اندونو خبروي او د یو ملت پر ویښتېا کښې کره رول لوبوي ، دیوې ټولنې د چلاندو ( فعالو) او هڅاندو وګړو وړتېا ولس ته په ډاګه کوي.
د قام/ ملت د پوهانو، ادېبانو، لیکوالانو، شاعرانو، سیاستوالو، اند او سوچ د ولس سره شریکوي، تر څو ولس ددوۍ له پوهې ګټه واخلي.
دا چې مجلې اخبارونه او جرېدې/رسالې د کولتور په وده او پرمختېا کښې کره رول لوبوي نو که د یوې ټولنې قام ېا ملت هر وګړي که وغواړي په خپلواکه (ازادانه) توګه، خپل سړیتوب (شخصیت ) ته وده ورکولی شي او په ټولنه کښې وړ ځای ته ځان رسولی شي. په همدې موخه د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په نوم د "ستوري مجلې" بنسټ کېښود اوڅوارلسمه ګڼه یې د چاپ په ګاڼه سنبال شوه.
د "ستوري مجلې" اداره د خپل ټاټوبي ، د پوهانو ، لیکوالانو، سیاستوالو، ادیبانو او شاعرانو اولوستونکو څخه هيله کوي، چې خپلې ليکنې "ستوري مجلې" ته راولېږي، ترڅو راتلونکې ګڼې چاپ او ستاسې لاسونو ته ژر درورسېږي.
په درنښت
په ګران هېواد کښې د تلپاتې سولې، ورورولۍ او امن په هیله
عرفان الله کوټوال
مسئول مدیر
د تنر کلی ـ طلائي بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون 772931465-0093
Watsapp: +93 74 929 7432
E-mail: [email protected]