(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
له خوشحال نه وروسته غني خان
داژوندون دی دوه ورځې
خلاص به شي اوتيربه شي
داغني به خاورې شي
ورک به شي اوهيربه شي
غني لکه يونالوستی کتاب دی چې نه په ژورنظرلوستل شوی دی اونه ېې دمقصدټکوته څوک رسيدلي دي . غني يوه پټه خزانه ده چې نه ده رابرسيره شوې اونه ددغه خزانې توکي چاپه ګوته کړي دي . غني لکه يولوی بحردی چې نه يې څوک تل ته رسيدلي اونه يې دده پټې مرغلرې راايستلي دي . غني يورنګين خوب دی چې تعبير يې چانه دی کړی اوهريودخپل قياس له مخې نه دهغه تعبيرونه رايستلي دي. غني يوژونددی ،مستي ده عصيان دی ،ښکلاده اووجوددی .
(( تشه خاوره نه ده غني څنګه به شي خاورې ))
په لويه ماناغني يوانسان دی . يوشاعردی خوداچې څه ډول شاعردی په کومه روان دی ؟ څه وايي ؟ څه غواړي ؟ تراوسه بې ځوابه ده . هرچادخپل قياس په تله تللی دی . هرچاخپل تعبيرونه وړاندې کړي دي . خوداچې غني څه وايي اوڅه غواړي لويه څيړنه غواړي اودغني پيژندنې لپاره ډيرکارته ضرورت دی .غني ته څوک دخيام په نظرپه ګوري اوله هغه نه يې متاثرګڼي خوپخپله غني دخيام په باب وايي :
(( ای خيامه ته تش غم يې تشه تښته تل فرار))
غني ته دليوني فلسفي خطاب هم شوی دی خوکومه فلسفه ؟ دچافلسفه ؟ چانه دي ويلي چې غني دکومې فلسفې پيرودی اوپه کومه لاره درومي . ډيره ګرانه ده چې دغني په باب څوک څه پريکړه وکړي اوووايي چې دغه ډول ياهغه ډول شاعردی .دغني دشعرونوتحليل هم څه اسانه خبره نه ده ځکه دهغه هرشعر يوتصوير يوه تابلو، يوه کيسه ،يوپند،يوه کره کتنه ، يوسوال اوځواب اويولوی درس دی .غني دانسانيت شاعر دی . ديوبشپړانسان په لټون کې سرګردانه ګرځي .خو نه يې مومي ، دوزخ اوجنت پخپله په انسان کې لټوي . ژوند ورته خوب ښکاري اومرګ ورته ژوند.
(( نه منم ، نه منم ياره مرګ انجام دهستۍ نه دی ))
غني ته انسان له هرڅه نه لوړدی دانسان مينه دانسان خلقت له هرڅه نه لوړاو اوچت ګڼي اووايي
کعبه جوړه ابراهيم کړه زه جوړکړی يم الله
وايه څوک لوی شواوچت ،وايه وايه ای ملا
غني بياهمدغه انسان داضدادو مجموعه ګڼي . ښه اوبد،دوزخ اوجنت پخپله په انسان کې لټوي اووايي:
دې ګوګل کې مې دننه
هم دوزخ دی هم جنت
دې کې قهراوغضب دی
دې کې رحم اوراحت
دې کې پروت يوسمندردی
دنشې اودخمار
دې کې پروت يوتهترين دی
دلمبواودازار
يا:
خدايه عقل چې و،زړه دې ولې راکړ
په يوملک کې دوه خودسره پادشاهان
دغني ژونداودغني هنر درواياتو په قيداوبندکې نه دی پاتی شوی . شعر يې هم لکه دژوندپه شان يو بغاوت ،يوعصيان اويوه سرکشي ده . بې پردې خبرې کوي اوکله چې څه وايي نودهيچا پروانه کوي .زه فکرکوم چې وروسته له خوشحالخان خټک نه به بل کوم پښتون شاعر دخپل زړه خبره په دومره ډاګه نه وي کړې نوځکه زه غني خان ته معاصر خوشحالخان خټک وايم .
سيدعابدجان وايي (( دغني هوش دروايتي علومونه جدادروان دی . خدای ته جانان وايي ملاصاحب ورته دټوقوښکاري . په مرګ کې ژوندلټوي اودفرسوده رواياتونه باغي دی
دغني دشاعرۍ مرکزي هسته له درې توکونه جوړه ده . جانان ،جهان اوځان . دځان په باب پوښتنه دطبعيت په باب پوښتنه اودمرګ اوژوندپه باب ډيرې نازکې اوباريکې پوښتنې کوي چې دډيرو دعقل له دايرې نه لرې اودرواياتوله انګړنه وتلي دي .
په جومات کې مې ونه موندپه کعبه کې رانه ورک شو
خدای مې زړه کې راپيداشوچې مې مخ دجانان ښکل کړو
يا:
زه يم ته اوته يې زه
فرق زمااوستادڅه
هغه چې فرق لري زموږ
نه پرې پوهيږوته اوزه
دغني شاعري لکه دبوډۍ ټال دی چې نه ورته څوک رسيدی شي اونه يې په اسانه څوک رنګونه بيلولی شي . هغه دګلونويوچمن دی ،دګلونويوه غونچه ده چې هرګل يې ځانته رنګ اوبوي لري اوځانته تعريف غواړي . غني دښکلا اوحسن شاعردی . ښکلا لټوي ، په حسن پسې ګرځي خودهغه دښکلا په معيار پوهيدل ګران دی .
اوه تپوس دحسن مه کړه
سمندرشي څوک تللی
څوک سپوږۍ شي رانيولی
څوک زهراشي ښکلولی
غني دښکلاستايونکی دی خوحسن پرستي نه خوښوي . هغه حسن جوړيدل غواړي اوکله کله خوپه دغه ښکلا کې دومره غرق شي چې يوعارف اوصوفي ترينه جوړشي .
(( وايه څومره دې جانان کړم ربه څومره ))
دغني په شاعرۍ کې نشيب وفرازدده دژوندنشيب وفرازدی . که دغني ژوندته په سرسري نظروګورونو وينوچې ټيکاوپکې نشته . په پنځه کلنۍ کې يتيم شو. لومړنۍ زدکړې يې داتمانزوپه ښوونځي کې سرته ورسولې . په څورلس کلنۍ کې بمبي ته اوبيالندن ته لاړ .له لندن نه امريکې ته لاړ. څه موده وروسته بيرته وطن ته راوګرځيداوبياالله ابادته لاړ. هلته دجواهرلعل نهروپه کورکې اته مياشتې پاتې شو. بيا دنهروپه غوښتنه له ايندراګاندي سره يوځای دټيګورپه نړيواله اکاډيمي کې داخل شو. څه موده وروسته له هغه ځای نه هم بيرته خپل وطن ته راوګرځيداوپه عملي سياست کې يې برخه واخيسته . په ١٩٤٥کال کې دهنددپارلمان غړی وټاکل شو. بيايې دزلمي پښتون په نوم دځوانانويوتحريک جوړکړ. دپاکستان له ازادۍ نه يوکال وروسته په ١٩٤٨کال کې شپږکاله زنداني شو.
داټول دده د ژوندهغه لوړې ژورې دي چې ده ته يې ډيرڅه ورکړي اوډيرڅه يې ترينه اخيستي دي .دژوند دغوتودواوسړودده ډيرصلاحيتونه راويښ کړي دي چې دده په هنرکې ليدل کيږي . خوپه هرډول حالاتو کې دی له خپل اولس نه لرې نه دی پاتی شوی . لکه دخوشحال غوندې يې ستايلي هم دي اوغندلي هم دي .ددوي معايب يې ټول په ډاګه کړي دي اودژوندپه ښوحالاتوکې يې هم نه دي هيرکړي . کله چې غني ته خپل پښتون اولس وريادشوی دی نوبياترينه يوپښتون شاعر جوړشوی دی اومينه يې دجنون ترسرحده رسيدلې ده .
په والله چې له جنته به شم ستون
چې کنځل پکې وانه ورم دپښتون
هغه چې کله پخپله پښتوراشي نوليونی شي . دسرټيټي ژوندورته عاراوشرم ښکاري . دخپل ورور په بې ننګۍ لمبه کيږي ،لکه دخوشحال دزمانې دردچې ده ته راپاتې وي اودی يې زغمي . دمنصبونوپه وړاندې دپښتنودتسليميدلوغميزه چې خوشحالخان ژړله دې يې هم ګالي :
ماښام ريډيو ووايي چې يوبل غريب دوس شو
يوبل دشهباززوي له جنګه وتښتيدټپوس شو
يوبل ګلزارايرې شوورک شوخاورې شوبوس بوس شو
يوبل پښتون شوسپک ډوب يې دپلارنيکه ناموس شو
يوښکلی سرشوټيټ يوننګيالی پښيمان په ننګ شو
عجيبه ناکرده شوه چې پښتون په پښتوتنګ شو
په پای کې بايدووايم چې دغني شاعري تحليل اوتجزيه غواړي . ډيره ژوره څيړنه غواړي اوناسپړل شوې خبرې رابرسيره کول غواړي چې تراوسه نه دي سپړل شوې . دغني دشاعرۍ دڅيړنې لپاره ژور نظر او دنظرپراخي ضرورې ده کنه هغه دصادق الله خبره دغني دشاعرۍ په باب پرځای ده چې وايي :
(( دغني خان شاعري سيلۍ ده چې نه نيولی شي اونه تللی ، پام کوئ چې پخپلوتلو کې دغني خان داچولوکوښښ ونه کړئ ))
غني هغه هنرمنددی چې دده له مرګ سره دده هنر مړنه شو بلکې دې يې هم ژوندی وساتو. که څه هم اوس زموږپه منځ کې نشته خودخپل غني هنر له برکته ژوندی دی . ده ډيرکلونه پخوادخپل هنر په باب ويلي وو. (( که په دې خيالاتوکې دومره حسن وي چې له مانه پس هم ژوندي پاتي شي نوزه به وايم چې واقعي ماداب حيات چينه وموندله . اوس دوي ماژوندي کړي دي بيابه دوي ماژوندي کوي ))
اوس وينوچې دغني هغه خبره رښتياشوه اوده واقعي ژوندی هنرهست کړی و چې له ده سره مړنه شو. ژوندی پاتې شواوترډيروپيړيوبه ژوندی وي .
چې اخر په ژړاخوار غني رخصت شي
ورله وشلوئ کفن ديارله شاله
ماخذونه
١- اوسني ليکوال ،عبدالروف بينوا، دريم ټوک ،دولتي مطبعه کابل ، ١٣٤٦کال .
٢- فلسفه دجنون اوجانان ،سيدعابدجان ، نيوامينيه پريس ،مردان ، کال ١٩٩٣
٣- زماژونداوجدوجهد، عبدالغفارخان ،دولتي مطبعه کابل ،
٤- دغني پلوشې ،عبدالغني خان ، دولتي مطبعه کابل
٥- پښتانه ليکوال ،مجله ، دصادق الله مضمون ، پيښورچاپ
la khushal na warosta Ghani Khan
By: Pohanmal Baryali Bajawri
-
بېرته شاته |