نوی پارلماني
[15.Jun.2021 - 15:10]ځلاند یوسفزی، مشال راډیو ژورنالست: تیرو ورځو کښې ستاسې ملګرو د پارلماني ګوند اعلان وکړ. دهغې په سر د غورځنګ د ملګرو تر منځ اختلاف خبرونه شته.
منظور پشتین: یو هغه ګوندونه وي، چې هغه له مخکښې نه جوړ وي او دهغې غړي تاته راځي او بل هغه و، چې ستا د ملګرو نه جوړېږي. دې کښې توپیر ( فرق) وي. ملاتړ خو زمونږ ټول پښتون قام کوي.پ ټ اېم چې د منظم کېدلو مخ ته روان شو، د غړېتوب عمل شروع شو او دهغې لپاره خپله موده (ټاېم فرېم) وي ، هغه لا نه وه پوره شوی . کومو کسانو چې د پارټۍ د جوړولو اعلان کړی دی، هغه د پ ټ اېم په مشوره نه دی شوی د تحریک نه تګ ېا د تحریک نه یوه برخه راسایډ ته کول او د هغې نه ګوند جوړل ، تر دغه حده زمونږ خیال نه وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو کړنلاره/ تګلاره ( ائین) لري په هغه کښې لیکلي دي، چې د بل ګوند غړی(ممبر) د پ ټ اېم غړی کیدای شي ، خو د د پ ټ اېم هېڅ عهده دار نه شي کېدای. ټول پښتانه د پ ټ اېم غړي کېدای شي.
#ReleasePTMActivists
#ReleaseAliWazir
#JaniKhelSitInForPeace
#LongLiveResistance