(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
زموږ مرام
په اتلسمه پیړۍ کی د افغان سلطنت تشکیل د پیړیو پیړیو د ستم کشیو نه وروسته د افغانانو یوه ستره بریا وه، او د پیړیو پیړیو دا ارمان چی افغان ملت په خپله د خپلی خاوری واکمن او د نورو سلطنتونو د ضمیمې په ځای خپل سلطنت ولری، پوره شو، چی غوره بېلګې یې د روښانیانو او بیا دخوشحال خان مبارزې دی، او خوشحال خان دهغه وخت خپل ملی احساسات په خپله شاعری کښی په ډیره ښه توګه څرګند کړی دی،خو له بده مرغه له یوې خوا کورنی نفاق او طوایف الملوکۍ او له بلی خوا سیمی ته د انګریزی استعمار راتګ افغانان په دې حالت پرې نه ښودل، او ډیر ژر یې دافغان سلطنت یوه لویه برخه ونیول اودافغان ملت یوه لویه برخه یې له خپل وطنه را بیله کړه اوپه خپلو هندی مقبوضاتو یې ورګډه کړه. ددې کار یو فوری اثر دا وو چی له یوې خوا یې افغان سلطنت نیمګوره او کمزوره کړ او د بلی خوا یې د نیول شوی سیمو د افغانانو د ملی وجود ورکولو لپاره یې په بیلا بیلو برخو وویشل او دا سیمی یې په ډیر بې مفهومه نومونو ونومولې لکه شمال مغربی سرحدی صوبه ( این ډبلیو ایف پی) ، برتش بلو چستان او فاټا . دد ې ټولو کارونو موخه دا وه چی دنیول شوئ افغان وطن او افغانان په خپلو هندی مقبوضاتو داسی ورګډ کړی چی خپل ملی تشخص او اصل هیر کړی او ځان د برطانوی هند یوه برخه وګڼی. دې حالت تر هغو دوام وکړ تر څو چی انګریز له سیمی څه په وتلو مجبور شواو برطانوی هند یې د هند او پاکستان په شکل کښی پرېښود.
د پاکستان د تشکیل په وخت کښی دا حقیقت هیڅ په پام کی ونه نیول شو چی په برطانوی هند کی ورګډ شوئ افغان وطن نه هیڅ کله د هند برخه وه او نه په کښی مېشت افغانان، افغانان دی نه هندیان . دیوه نمایشی ریفرینډم یا ټول پوښتنی او د یو څو تش په نامه جرګو له لاری یې د پاکستان سره د الحاق اعلان وکړ او هم په دغه ډول یې قلات ریاست چی دبلوڅو ځان ته بېل ریاست او مملکت وو له بیلا بیلو ترغیبونو او ترهیبونو له لاری په ځان ورګډ کړ.
ډیر ژر دا څرګنده شوه چی نوی استعمار له زاړه څخه څه زیات توپیر نه لری او نوی استعماربې له کوم معمولی توپیره د زاړه استعمار په لیکو روان دی .
دا حالت تراوسه دوام لری او یقینا داحالت دهر بااحساسه اوتاریخی شعورلرونکی افغان لپاره ډیر دردونکئ دی.باید موږ دخپلو اسلافو په پیروی وخپلی ملی مبارزې ته تسلسل ورکړو او څوک دې ته پرې نه ږدو چی زموږ په بېل ساتلو سره موږ کمزوری کړی او یو له بله مو سره بېکانه کړی او مو د خپلوګټو لپاره استعمال کړی . او پرې نه ږدو چی زموږ ژبه او کلتور اوزموږ ګډ تاریخ او زموږ ملی تشخص له مینځه یوسی اوپه حیث دیوقوم دمځکی په سر پاته نه شو، او وګړی مو په بیلو بیلو قومونو کښی مدغم او ورک شی. د پورتنیو تاریخی ناخوالو د جبرانولو لپاره موږ د لاندینیو ټکو لپاره جدوجهد کوو .
• دلر او بر افغان دیوې ملی جرګې قیام چی یو مستقل او نماینده حیثیت ولری، ددې جرګې قیام لپاره هلی ځلی او رابطې کول . نوموړې جرګه به په ټولو ملی مسایلو کښی دټول ملت ترجمانه او استازې وی .
• په موجوده افغان دولت کښی دیو عادلانه نظام راوستلو لپاره هلی ځلی کول او دملی او جمهوری قوتونو حمایه کول او ددې دولت په ضد د هر ډول کوښښونو په شنډولو کښی ونډه اخیستل .
• په ټول پښتون / افغان وطن کښی د پښتو ژبی د ودی او پراختیا لپاره یو ژبنی تحریک چلول او و دې ته هڅونه چی خلک خپله ژبه زده او لیک او لوست پرې وکړی، او په انفرادی او اجتماعی سطح د خپلی ژبی د پراختیا او دودونی لپاره جدوجهد وکړی .
• د نوو وسایلو په توسط لکه آزاد ټیلیوژن چینلونو،انټرنیټ، اخبار، ریډیو، مجلو، کتابونو له لاری خپلو خلکو ته ملی،سیاسی او تاریخی شعور ورکول .
[email protected]
pashtoonsnationalunification -
بېرته شاته |