(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
بې رحمه او بې امانه وژنه او ټولوژنه
افغانستان پرون دزورور شوروي اتحاد دزور څرگندولو قرباني و؛ شورويانو غوښتل افغانستان دهند تودو اوبو او دفارس خليج انرژۍ ته درسيدلو لپاره دټوپ دتختې په توگه په خپل واک او اختيار کې ولري . همدا لامل و، چې پر١٩٧٩ ع کال يې د خپلې کاذبې بهانې پر بنا پر افغانستان وسلوال تېرى او يرغل وکړ.
دشوروي اتحاد ((قشون شکست ناپذير)) دقهرمان افغان ملت دوږده مقاومت او بې سارې سرښندنې په بدل کې نه يوازې ((شکست پزير)) شواو کمونيزم يې د تاريخ کندې ته وسپارل شو، بلکې دشرقي اروپا ټولو هېوادونه آزاد او دبرلين افسانوي ديوال هم ترې ړنگ شواو د شرقي او غربي المان يووالى تر سره شو، خو افغانستان نن ديوه بل ظالم،جابر، بې رقيبه او يکه تازه نظامي ځواک ( امريکا) دسفا که او بې باکه مشرتابه دبې امانه او بې رحمانه بمبارد، قتل او قتال کومي ته ور ټېل وهل شوى دى.
امريکا د ١٣٨� لمريز کال دتلې د ١٥ پر ١٦شپه د خپلې کادبې بهانې پربنسټ د هوا او ځمکې له لارې پر افغانستان گولۍ او بمونه وورول او دبې امانه او بې رحمانه بمبارد، قتل او قتال په پايله کې يې دطالبانو اسلامي امارت په ښاري سيموکې ړنگ کړ.
دحيرانتيا ځاې دادى، چې دملگرو ملتو دټولنې بنسټوال مبتکر دولتونه او دغربي امپريالستي نړۍ پوځي پرمختللي هېوادونه ، چې ځانونه دمللو دمنشور ، دبشر دحقوقو حاميان او دډيموکراسۍمدعيان بولي، له ٢� � ١ع څخه تر ننه پورې دبې دفاع او بيگناه افغانستان په شرقي، جنوبې او جنوب غربي ولاياتو کې دپښتنو پر قتل او قتال اخته شول . نه يوازې يې له يو لک ډېر افغانان دښځو او ماشومانو په گډون شهيدان کړل ، بلکې په زرگونو کورنى يې هجرت او گډوالۍ ته اړې کړې ، فقر او فاقه ، لوږه ، فسق او فساد، کينه او نفرت يې په هېواد کې حاکم او بېشمېره دردونه او غمونه يې دخلکو په زړونو او انديښنو کې را وټوکول.
امريکاسياسي او پوځي مشران له ډېرو کلونو را په ديخوا دنړۍ دسياسي نقشې دبدلون په فکر کې ول. کله، چې شوروي اتحاد په افغانستان کې له ماتې سره مخ او ووېشل شو ؛ نو امريکايي مشران ديوه ستر او بې رقيبه وسلوال ځواک د لرونکيو په توگه نه يوازې دجهان سالارۍ په فکر کې ډوب شول ، بلکې دا ډاډ يې هم له يو شمېر خلکوتر لاسه کړ،چې ډېر ژر به دامريکا دگټو په خاطر د سيمې سياسي نقشې ته بدلون ورکړي او خپلې فرهنگي موخې به پر يو شمېراغېزمنو هېوادونو تحميل کړي .
د درېيمې نړۍ دهېوادو دنيولواو په ښکېلاک کې د ساتلو په اړه دغربي امپريالستي وسلوالو دولتونو حرص او تنده ډېره شوې دبې دفاع او بې ګناه افغانستان په ټولو ولاياتو کې د امريکااوغربي وسلوالې نړۍ دشپيتو زرو جگړه مار پوځ سنگرنيول دا وا قيعت په گوته کوي، چې امريکا او ناټو دبن لادن د نيولو او له تروريزم سره د جنگاو د وران ويجاړ افغانستان د بيا ودانولو او سمسور ولو لپاره نه دي راغلي.
بن لادن او تروريزم د افغانستان د سياسي او کولتوري ځپنې لپاره يوه امريکايي کازبه اوپوچه بهانه ده؛ ځکه امريکا غواړي افغانستان دوږدې مودې لپاره ديوې نظامي هډې په توگه د سيمې د دولتونو تر گواښ لاندې کړي او دمنځنۍ آسيا انرژۍ ته درسيدلو په غرض يې په خپل واک او اختيار کې ولري.
دافغانستان په ټولو ولاياتو کې دامريکا او ناټو د شپيته زره وسلوالو شتون نه يوازې د روسيې، چين ، ايران ، هند او انورو هېوادونو لپاره دزغم وړ نه دى، بلکې روسيه ، چين او نور هېوادونه يې د ذروي وسلو توليد، قابت اوساړه جنگ لپاره هلوځلو ته راپارولي دي.
روسيه ، چين ،ايران او هندوستان غواړي په آسياکې دامريکا داستشماري او استعماري پلانونو مخنيوى وکړي او په دې هيله دي، چې دپايپلين نومول شوې پروژه دايران له اوږدې لارې هندوستان ته وغځوي، چې په دې توگه دامريکا او ناټو له څارنې څخه ليرې وساتل شي . داسې اټکل کيږي، چې امريکا به له ايران سره دمعاملې مخنيوى وکړي ، چې دهند ستر بازار دايران لاسته ته ورنه شي؛ ځکه ، چې: دا وېره شته، چې افغانستان به له يو ې خوا دچين ، روسيې ، ايران او هند اوله بلې خوا به دامريکا اوناټو دسړې يا تودې جگړې درقابت ميدان شي.
امريکاگن شمېر جنايت کاران ، دجنگ مجرمين ، غارتگران ، نابکاران، خاينان او قاتلان، چې لاسونه يې دبې دفاع او بې گناه افغان ولس په وينو سره دي
له قاچاق برانو ، ټگانو ، چاپلوسانو ، جاسوسانو ، لوټ مارانو ، فريب کارانوسره ، چې مادي او معنوى فسادونه يې تر سره کړي ، قدرت او ثروت پر افغان ولس دبرې افزار بولي او خپلې غوښتنې پرې پلې کوي، چې دغه بې کفايته ، بې درايته او له حامدکرزي سره په بې ادارې حکومت کې شريک عناصر په امريکايي ډالرو نازول کيږي .
جالبه داده ،چې په امريکايي ډالرو اخستل شوي شنونکي ( تحليل گران ) مزدوران او وزيران داشغالگرو امريکايانو دځناور او دناټو دجگړه مارو پوځيانو شتون او پاتې کېدنه په افغانستان کې صواب او يوه اړتيا بولي او داسې دليل وړاندې کوي، چې: دموجوده لاس پوڅي نظام دتعويض لپاره له بېطرفه ،کارپوهو هېوادوالوڅخه، چې تر اوسه له کورني سياسي بهيره بې برخې پاتې دي ؛ غوښتنه کيږي ، چې په يو داسې ډموکراتيک بديل غور وکړي ، چې دافغان ولس لپاره دمنلو وړ وي.
دوى غواړي داسې افغانان ، چې تر اوسه يې دسياست دسيالۍ په ډگر کې تبارز نه دى کړى، په دې بې کفايته او بې صلاحيته لاس پوځې او تحميل شوې اداره کې د برخې اخيستنې لپاره وهڅوي ، چې نه يوازې ور څخه ملاتړ وکړي، بلکې هغه تائيد هم کړي.
د تېر ٢� � ٧ عيسوي کال دجنورۍپه پاې کې د خپلونادودو او ناروا کړو وړو په کتا رکې لاس پوځې او تحميل شوې شورى ، دملي مصالحو تر سرليک لاندې په 11 مادوکې داسې يو منشور تصويب کړ، چې دهغه منشور دمحتوياتو له مخې ټول دجنگ مجرمان ، نابکاران او ملي خاينان يې له قانوني تعقيب او محاکمې څخه معاف اعلان کړل.
متعال خداى ج حق الله بخښي ، خو حق العبد نه بخښي . دملي مصالحو دغولاسپوڅو طراحانو دهمدغې طرح پربنسټ د اتل افغان ولس پر زهر جنو زخمونو مالگه ودوړوله!
دظالمانو ، ځمکنيوا هريمنانو او طاغوتانو ، ظلم او جباريت دمظلومانو آه او فرياد له ديرشو کلونو را په ديخوا په ځانگړيو او بېلابېلوبڼو په بېلابېلوخپرونو، غونډو او خبرى ناستو کې خپراوي ته سپارل شوى ، خو دبشري نړۍ تاريخ داسې يوه کړنه هم نه شي په گوته کولى، چې سياسي قدرت اويا ملي ستونزې دې دانفرادي او متفرقې مبارزې، لارښونو او يا وړانديزونو پر بنسټ له يوه لاسه بل لاسته په داسې حال کې، چې ډموکريتک بد يل وجود ونه لري، انتقال شوې وي اويا ستونزې پرې حل شوې وي. حق هيچا او هيڅ وخت دنړۍ له بې مروتو اربابانو څخه په تشو خبرو ، مقالو ليکلو ، مصاحبو ، وړانديزو ، جرگو، مرکو ، زاريو او ننواتې نه دى ترلاسه کړى؛ ځکه، چې حق اخستل کيږي.
دخواشينى ځاې دى، چې په غرب کې ميشت پوهان ، دقلم او نظر خاوندان ، دملي ستونزې دپاې ته رستولو په اړه نه يوازې له سياسي جوړښت،تشکل او ډوله ييز تحريک څخه ډډه کوي ، بلکې ځينې دخيال او وهم په دنيا کې غرق دي او په شاعرانه ولولوټولنيزې سياسي ستونزې څېړي. ځينې يې په پټو سترگومني او ځينې پرې بې دليله باور کوي ، چې دواړه خواوې رښتينې نه دي.
ځينې همدا اوس هم باور نه لري، چې در په در، بې ځايه شوي، اواره او صد پاره، بې هېواده او بې هويته شوي يو يا بد هويته پېژندل کيږو او په پرديو هېوادو کې دطفيلي پارازيتو او يا دمسخه شوي حقير په سترگه راته کتل کيږي.
ځينې دبت پسې منډې وهي او ځينې په رواني او ټولنيزو ناروغيو لکه خپل ځان غټ ليدل، عوام فريبي او حکومت ته درسيدلو په ناروغۍ اخته دي او بې حرکته دبرکت په انتظار کې لاس تر زنې ناست دي.
انسان دفطرت د غوښتنې پر بنسټ له بېلتانه او يوازيتوب څخه ډډه کوي او تل تر تله هم دنقل او هم دعقل پر بنسټ له هم نظرو ملگرو سره ديوه معقولې او منطقي موخې پر بنسټ دملي ارمانو دترسره کولو لپاره ديوه سياسي جوړښت او تشکل په چوکاټ کې په ډله ييزه په مبارزه لاس پورې کوي.
ريښتني وطنپال ملي مبارزين دورځې له حالت او ټولنيز شتون څڅه الهام اخلي او دباطني غوښتنې او پيام رسولو په هيله دټولنې لپاره نه ستړي کيدونکې مبارزې ته کلکه ملاتړي ، دځانگړي ټولنيز پوړ پلوى او ملاتړ نه کوي او تل تر تله دخپلې افغان ملي ټولنې تاريخي مصلحت او گټې په پام کې نيسي او هيڅ کله دڅوکۍ ، مقام او مناصبود ترلاسه کولو لپاره مبارزه نه کوي.
هغوى هيڅکله پردۍ، ځانگړې او فردي رهبرۍ ته غاړه نه ايښې او نه يې ږدي؛ ځکه هغه پاڅون او بدلون ، چې د حال او راتلونکي لپاره ځانگړې کړنلاره ، پلان او ملي رهبري ونه لري ، د تاريخي بهير ټاکنه او ټينگار ورته غوره پايله نه لري.
سره له دې ،چې افغان ولس يو له بل سره د وروڼو حيثيت لري، خود روانې سياسي او فرهنگي ستونزې او شخړې دپاې ته رسولو په اړه ديوه گډ ملي ارمان پر بنسټ يو دبل ترڅنگ نه کېني او نه يو دبل خبرې اوري . دا ولې؟ دا داسې ، چې دشخصى او ځانگړيوگټو او ستونزو پر بنسټ يو له بل څخه ليرې شوي.
دخپلواکومهاجرو افغانانو دغه يو له بله بېلوالى دامعنا لري، چې گڼ شمېر پوهان او منورين ځانپالنه او ځان غوښتنه له ټولنپالنې او له ټولنيزو گټولوړه بولي .
دافغانانو دا ولولې او يو له بله بېلوالى هغه هم په اوسني له نادودو ډک بحراني پېر کې پر ته له دې، چې يو بل ستر ناورين وگڼل شي بله پايله نه لري ؛ځکه ،نو دافغانانو دې شتون ملي نيمگړتياوې رامنځته کړي او غير ملي عناصر ځواکمن شوي دي.
دخفگان ځاى دادى، چې په غرب اوشرق کې بې پرې کارپوهانو، منورينو ،دقلم او نظر اربابانو په تېرو دېرشو کلونو کې خپل غنيمت فرصتونه له سياسې جوړښت ، تشکل او ډله ييزې مبارزې پرته په انفرادي او متفرقه توگه په مقالو ليکلو، په نمايشي او تصنعي غونډو او له خبرې سرچينو سره په مصاحبوله لاسه ورکړي دي. دغه اواره ،صدپاره او دبېلتانه پر رنځ رنځورپوهان او منورين؛ د ادبي، علمي، تاريخي او انتقادي مقالو ليکلو اتلان دي ، چې سياسي تشکل او ډله ييزه مسالمت آميزه تحريک هم په خبرو او هم په ليکنو کې اړين او حياتي بولي او دنفاق او بېلتانه په جبران ناپذيره زيانو او اضرارو اعتراف کوي، خو په عمل کې له سياسي جوړښت، تشکل او ډله ييزې مبارزې او تحريک څخه ډډه کوي.
دشلمې پېړۍ شنونکي ( تحليل کوونکي) مورخين اودنظرخاوندان ، ننني افغان پوهان او منورين په لاندې برخووېشي اوداسې يې را پېژني :
١_ لومړۍ هغه له سيخې لارې وتلي منحرفه منورين او دلوړو زدکړو خاوندان را په گوته کوي، چې خپل ځانونه يې په چاپلوسانه او مستانه توگه دلوړو څوکيو( وزارت ، سفارت ، ولايت ، معينيت ، مشاوريت او داسې نورو مقامواو مناصبود ترلاسه کولو او له خصوصي، عامه او بلا عوضه شتمنو څخه د اختلاس په منظور په باندنيو اشغالگرو او تحميل شوي بې کفايته، بې درايته او بې صلاحيته نظام خرڅ کړي دي، چې نه يوازې د ولس دبې شمېره دردونو، کړاوونو، بې برخيو او بې وسيو عاملين دي ، بلکې دټولنې لپاره ډېر خطرناک، مضر او مفسد عناصرهم دي. په دې معنا، چې له سيخې لارې منحرف پوهان، منوين او دلوړو زده کړو خاوندان ، هغوشيمياوي او کيمياوى پوهانو ته ورته خلک دي، چې خپله پوهه دهيرو ئينو دجوړولو لپاره په کار اچوي، ټولنه په فساد کې ډوبوي او ولسونه د زهرو په خوړلو روږدي کوي.
۲- دوه يمه ډله هغه دلوړو زده کړو خاوندان، پوهان اومنورين دى، چې له عمومي او خصوصي شتمنو څخه غلا او اختلاس نه کوي، خو دا دوه يمه ډله خلک هغه راحت پاله پوهان ، منورين او دقلم او نظر خاوندان دي، چې بې پريتوب ېې غوره کړى او په سياسي امورو کې له مداخلې څخه تېښته کوي او په يوه گوښه کې ناست دي او دخپلو بې دفاع او بې گناه هېوادوالو دقتل او قتال او بېشمېره دردونو او کړاوونوننداره کوي.
له سياست څخه تيښته او بې پرې ژوند غوره کول دځان او هېواد والو دسر نوشت ټاکلو په اړه نه يوازې بې غوره او بې پاملرنې کښېناستل او جابرو اشغالگرو ته دتسلميدو حکم لري، بلکې دمجتاوزينو او تحميل شوي لاسپوځي نظام دبقا له عواملو څخه يو اساسي عامل هم دى.
۳ _ د اوسنيو منورينو درېيمه ډله هغه يو له بل څخه په بېلتانه کې متفرق مبارزين دي، چې له وران ،ويجاړ افغانستان او کړيدلي ،محکوم او محروم افغان ولس سره د دوى وطنپالنه دتفن بڼه غوره کړې؛ ځکه ددوى هېوادپالنه او ولس پالنه دمقالو له ليکلو مصاحبو، مرکو ، تصنعي غونډو او تظاهراتو له حدود څخه تجاونه کوي.
دغه اواره ، صدپاره او متفرق منورين ، سياسي بڼه او ډله ييزه تحريک او مبارزه هم په خبرو او هم په ليکنو کې ضروري او حياتي بولي او دبېلتانه او نفاق په جبران ناپذيره اضرارو او زيانو اعتراف کوي، خو په عمل کې له سياست څخه ډډه کوي او خپلې لارې ته بدلون نه ورکوي. دغه درېيمه متفرقه ډله منورين هغو په مخدره موادو او مسکراتو روږدو خلکو ته ورته دي، چې دچرسو ، ترياکو او الکهولو پر مالي او ځاني زيانو او اضرارو پوهيږي، خو خپل عادت پرېښودى نه شي.
۴څلورمه ډله هغه پوهان ، دلوړو زدکړو خاوندان ، دقلم او نظر ار بابان دي، چې بتانو پسې منډې نه وهي په قدرت او شخصيت نه راټوليږي، بلکې پر يوه معقول او منطقي مرام ، کړنلارې يا پرنسيت راټوليږي، دفکري اسارت ، اداري او اجتماعي فساد، اقتصادي رکود بيکارۍ ، ظلم او فشار، بې مزده کار او بېگار، ټولنيزه بې عدالتي، ، بېسوادي او له بنيادي او انساني حقوقو څخه دخلکو دمحروميت او داسې نورو نادودو او خطا پرضد د يوه سياسي متشکل سازمان په چوکاټ کې دسياست دسيالۍ ډگر ته وردرمي . دځان او دهېواد والو دبشري حقوقو د احقاق او ملي ارمانو دترسره کولو لپاره په مسالمت آميزه او عندالضرورت په قهرآميزه مبارزه لاس پورې کوي، خو داسې اټکل کيږي، چې همدغه څلورمه ډله پوهان ،دلوړو زده کړو خاوندان، دقلم او نظر اربابان ، بې پرې کارپوهان او وطنپال عناصر هم دکهف داصحابو پشان داغماض او اهمال پر درانه خوب ډوب تللي او يا بې حرکته برکت او آسماني معجزو ته سترگې په لارې او يا دنن ورځې تر تراژ دۍ بدتره ټکي او تندر ته ورته دبل ناورين دنزول په انتظار کې دي، چې دميړنيو وطنپالو پوهانو او منورينو ميړانه راوپاروي او دخپل هېواد په اړه د مسووليت احساس وکړي او لاس په توره شي.
دامريکا او ناټو شپيته زره ځناورو ته ورته وسلوالو لښکرو له ٢� � ١ ع کال څخه تر ننه پورې دافغانستان په ټولو؛ په تېره بيا په شرقي ، جنوبي او جنوب غربي ولاياتو کې ، چې پښتانه ميشته دي،سنگر نيولى او دبې دفاع او بې گناه مسلمانو پښـتنو په قتل او قتال کې لگيادي. دهېواد بازارونه د روس ،پاکستان ، ايران ، چين او هندوستان پر محصولاتو او توليداتو پړسيدليدي.د افغانستان ټولنيز، اقتصادي ، صنعتي او توليدي څرخونه په پټه دريدلي؛ اجتماعي توليدات او ملي عايدات پوره ټيټ شوي دي. داحتضار په حال کې اقصتادي رکود او بحران ؛بېکاري ، بېکوري او د ژوندانه د لومړنيواړتيا وړ توکو کمښت او گرانښت رامنځته کړى او په سلو کې پنځه اتياخلک له قحطۍ ، فقر، غربت ، لوږې او مهلکو ناروغيو سره مخ او په زرگونو معيبو به ،کونډې او يتمان په ډگر پراته دي.
په هېواد کې دکينې او کرکې ولولې واکمنې دي، ديو بل درانسکورولو او دپرگنو دنابودۍ خبرې کيږى. دسياسي خوځښت ځاى غچ اخستونکيو خوځښتونو او دسياسي کارپوهانو ځاې غولوونکيوټگانو نيولى دى. دسياسي تفکر او تعقل نيکې اندېښنې او سياسي پوهې ځاې دماگوژۍ، عوام فريبۍ او مغرضانه هيلو نيولى ؛ فقر او فساد پر هېواد حکمفرما دى.
دغربي استعماري او استشماري جهان ستر وسلوالو قدرتونو او د سياسي اغراضو ليرې او نږدې دښمنانو ، د بېلابېلوتعصباتو او تبعيضاتو پربنسټ؛ افغانان،چې يو له بل سره د وروڼو حيثيت لري ، دومره سره پاشلي، چې په خپلې پلرنۍ خاوره او ټالټوبي کې دپرديتوب احساس کوي.
دهغو بې پرې وطنپالوکار پوهانو ، منورينو ، دقلم او نظر داربابانو لپاره، چې په شرقي او غربي هېوادو کې مهاجر دي ، شرق او غرب ته تمايل نه وي ، دهغو لپاره په يوه معقوله ، منطقي کړنلاره يامرام دراټوليدو ، سياسي تشکل او ډله ييزې مبارزې زمينه برابره ده . سره له دغو مساعدو شرايطو او امکاناتو، چې له هېواده دباندې زمونږ په واک او اختيار کې دي نه ښايي، چې په خپل بې دفاع او بېگناه هېواد کې دقتل او قتال، دربدرۍ ، بې عفتۍ ، بې عصمتۍ، لوټ ماريو ، چوراو چپاول ، غارتگرۍ ، قحطۍ او قيمتۍ، لوږې ، ژړا، آه او فرياد او ورکې ورځې په مقابل کې دنندارچيانو په توگه لاس ترزنې کښېنو. مونږ دخپل ابايي او اجدادي ټاټوبي يعنې گران افغانستان مديون او پور وړي يو . تاريخي رسالت ملي مکلفيت او مسووليت حکم کوي، چې په غرب او شرق کې بې پرې وطنپال مهاجر پوهان ، منورين ، دقلم او نظر اربابان داوسنۍ ملي ستونزې او تراژيدۍ د پاى ته رسولو او دکاملې خپلواکۍ دترلاسه کولولپاره پرته له ځنډه پر يوه معقوله او منطقي کړنلاره راټول او په سياسي تشکل او ډله ييزه مسالمت آميزه مبارزه لاس پورې او ديوه ډيموکراتيک بديل ، حريف او رقيب په توگه دسياست دسيالۍ ډگر ته ورودانگو . لومړى دملگرو ملتو،دناټو،دامريکادسنااو بشر دوستو هېوادو دروازې وډبوو او دنن ورځې غنيمت، فرصت او دبرياليتوب وروستى چانس دتېرو دېرشو کلو پشانې په مقالو، ليکلو او يو له بل سره په بېلتانه او نفاق کې له لاسه ورنه کړو.
هيله کيږي، چې دملگرو ملتو ټولنه ، ناټو او دامريکا سنا لاندې واقعيت ومني، چې :
په افغانستان کې دخارجي وسلوال پوځ ښکاره فزيکي شتون او دهغو قهرآميزه او اهانت کوونکي تصرفات، بې امانه او بې رحمانه بمبارد او دبې دفاع او بې گناه افغان ولس قتل او قتال، صعب العلاجه ستونزې رامخته کړي دي.
ځوريدلى جنگ ځپلى افغان ولس به پرې موقتاُ تر طوفان دمخه يوډول سکوت اختيار کړي ؛ ځکه، چې په ډېره بې صبرۍ داوضاع دروښانه کيدو هيله من دي.
که دملگرو ملتو سازمان ، دافغانستان اوسنۍ ډېره بده او بحراني وضع او شرايط ديوې داغ او تلواري قضيې په توگه تر غور او بازخواست لاندې ونه نيسي او دتېرو دېرشو کلونو پشانې دمعصوم او مسلمان افغان ولس دمرگ ، ژوبلې او تباهۍ په اړوند اغماض او اهمال کوي، هغه وخت به افغان ولس د وروستۍ درملنې تر سرليک لاندې پرته له ملي پاڅون او قيام بله چاره ونه لري.
هيله کيږي، چې ملگري ملتونه ، ناټو او دامريکا سناپه گډه دافغانستان اشغال ته دپاې ټکى کيدي او خپل جگړه مار پوځ بې له ځنډه او بې له قيد او شرطه خپلو، خپلو هېوادو ته ستانه کړي او يو سرلوړى ، خپلواکه دوست افغانستان په خپل څنگ کې ولري.
be rahma au bi amana wazana
bY Alhaj Ghulam Mohammad Zarmalwal , Canada -
بېرته شاته |