کوکونس
[14.Jan.2022 - 08:46]کوکنوس
لیک : ډاکتر ممتاز خان
کوکنوس یو تلپاتې کېدونکی مرغه دی چې په یوناني افسانو کښې یې یادونه شوې ده.
کوکنوس ویی (کلمه)، له آره، د یوناني ژبې، له:
Koknos
څخه اخیستل شوی دی
په پښتو ژبه کښې، و کوکنوس ته، (هما) یا (ورک مرغه) وایو او د همایون مانا د هما مرغه ملګری لکه د هما مارغه سره تګ کوونکی.
په پارسۍ ژبه کښې، و کوکنوس ته، سیمرغ وایي او ځینې کسان ورته موسیقار او آتشزن هم وایي.
په هېندۍ ژبه کښې، خلک ورته ديپک لاټ وایي او په انګرېزۍ کښې ورته:
Phoenix
وایي
افسانې وايي چې کوکنوس د ډېر ښکلي او ښه اواز څښتن دی، په سل ګونو کاله ژوند کوي، د عمر په پای کښې لرګي راټولوي او ورباندې کښېني.
.
په دغه وخت وزرونه سره وهي او لرګي اور اخلي او په هم دغه اور کښې ځان وسېځي.
.
له دغو ايرو څه هګۍ پيدا کېږي او وروسته تر څه مودې ځوان کوکنوس زېږي او دا چاره دغسې دوام کوي.
.
وايي چې پوهانو، موسيقي د دغه مرغه له ريز (چڼارې) څخه منځ ته راوړې ده.
.
هم دا رنګه ويل کېږي چې مښوکه يې ٣٦٠ سوري لري. پر جګ غره کښېني او عجيبې سندرې وايي..
د ده پر اواز باندې نور مرغان راټولېږي او هغه وخت چې نو دی ښکار کو.
خوشال بابا وایي.
کله سؤل، کله ژوندون بخښل و ما ته
د عشق اوره! په ما چارې د کوکنوس کړه
همدغسې، د رحمان بابا یو بیت دی، وایي:
که خپل زړه غواړې له چا
ځان صياد کړه د عنقا
.
.
پښتو = ورک مرغه، هما
پارسي = آتشزن، سیمرغ، موسیقار
عربي = ققنس، ققنوس
Phoenix
هېندي = دیپک لاټ
Mumtaz Khan