د عربي وییو پېژندنه
[17.Mar.2022 - 16:15]د عربي ژبې وییونو/لغاتو پېژندنه ؟
چې کوم ویینو/لغاتو کې لاندې توري ول او یا را تلل هغه به له عربي ژبې رېښه لري.
لیک: نصیب شېرزاد
لکه: "ح" حلال، حرام، محروم، حلوا، حل حبیب…
لکه: "ف" فاعل، فرید، فاروق، فارغ، فرقه، مفعول...
لکه: "ق" قاري، قرض، قلم، قام، قید، قسم، قرار…
لکه: "ث" ثواب، وارث، ثریا، ثمر، ثبوت، اثار....
لکه: "ص" صبر، صبور، اصلي، وصل، صدقه….
لکه: "ض" ضرورت، ضایع، ضمیر، وضعیت، ضرر، ضرور.
لکه: "ع" علم، معلومات، تعینات، عملي، عمده، عملیات…
لکه: "ذ" ذکر، ذاهد، او ذاکر…
لکه: "ط" طالب، طلب، طرحه، طریقه، طاهر…
لکه: "ظ" ظابط، ظالم، ظهیر، ظلم…
لومړۍ یادونه: په ځینو عربي لغاتو باندې پښتو خپل قانون پلې کړی؛ د وخت په تېرېدو سره یې بدلون کړی.
----------------------------------------------------------------------
بېلګې: "ع" ځینې ځایو کې په "الف" بدلون کړی او ټولنه کې دود شوي لکه: "معنا" په "مانا" او معالومات په مالومات" خو "ات" وروستاړی د عربي ژبې جمع بڼه ده.
دویم: "ق" په "ک" قمیص/کمیس او "ف" په پ لکه: "تپوس" کلمه او "ط" په ت بدلون کړی لکه: طوفان په "توپان" طورخم په "تورخم" طوطاخېل په "توتاخېل" طوطي په "توتي" علیشنګ په الیشنګ علینګار په الینګار.
خو ښاغلي "یون" صاحب په خپله لیکنه کې لیکلي الینګار او الیشنګ د عربي ژبې رېښه نه لري له اره "الیشنګ او الینګار" سم دي.
ښاغلي! پوهاند مجاور احمد زیار وایي: "مانا" ویی له اریايي ژبې رېښه لري عربي ژبې پورې اړوند نه دی.
--------------------------------
همدغه ډول په ډېرو عربي ویینو پښتو خپل قانون پلې کړی او په ټولنه کې دود شوي دي.
لکه: "لغات" عربي بڼه ده او پښتو یې "لغاتونه"
لکه: قلمونه ادارات په "ادارې"حالات/خالتونه" معلمین/معلیمان" مجرمين/مجرمان" خیالات/خیالونه"شرایط/شرطونه" او داسې ګڼشمېر نور…
.......................
ډاکتر یاد: په پخوانیو تاریخي او جغرافیایی کتابونو کې دځینو هیوادونو او ځینو ځایونو نومونه په دې ډول راغلي ول چې ځینې یې اوس په دې نومونو نه یادیږي دبېلګې په ډول :
سیام = تایلینډ
برما = میانمار
سراندیپ = سریلانکا
شام = سوریه
مقدونیه = مسدونیا
صر بستان = سربیا
پارس = ایران
مجارستان = هنګري
بهارت = انډیا
ختیز پاکستان = بنګله دیش
بلغارستان = بلغاریه
فورموسا ( فارموسا)= تایوان
حجاز یا جزیرة العرب = سعودي عربستان
اناتولي = ختېزه ترکیه
خان بالیغ ،( خان بالق)= اوسنی بیجینګ
بین النهرین (Mesopotamia)=ددجلې او فرات دسیندونو ترمنځ سیمې( اوسنی عراق)
ما وراء النهرTransoxiana= دا هغه سیمې ته وایې چې دجیحون ( امو سیند ) او سیحون ( Syr Darya) ترمینځ پرته ده او عربو فاتحینو دغه نوم پر دغې سیمې ایښودلی و چې معنایې ده دسیند نه پورې خواته .په فارسي ژبه یې ورارود بولي اوزیاتره برخه یې نن دازبکستان په هیواد پورې اړه لري . . ختلان، کش، نخشب، بخارا، سمرقند، فرغانه، چاچ او ترمذ ددغې سیمې مشهورې برخې دي
جیحون = دامو سیند
سیحون =سیر دریا
بالقان ( بالقانات) =Balkans(بالکان ټاپو وزمه) د اروپا په سویل ختیځ کې له یوشمیر هیوادونو جوړه جغرافیا یي سيمه ده. یاده سیمه ۰۰۰'۷۲۸ کیلومتره مساحت او کابو ۶۰ میلیونه وګړي لري، په دي سیمه کې میشت هیوادونه: بلغاریا، یونان، شمالي مقدونیه( مسدونیا )، البانیا، د ترکي اروپایي برخه ، رومانیا، مونتینګرو، سربیا، سلوانیا، کروشیا، بوسنیا او هرزګوینا، او هنګری پراته دي.اد)