علي حیدر جوشي
[17.Mar.2022 - 16:23]دپښتوژبې شاعر او د پښتو ډرامو او کیسو ( افسانو)لیکوال ارواښاد علي حیدر جوشي
لیک : ډاکتر لطیف یاد
دپښتونخوا دپښتو ژبې په شاعرانو ،ډرامه لیکونکو او کیسه لیکونکوکې یو هم ارواښاد علي حیدر جوشي و.
علي حیدر جوشي د ۱۹۱۴ زیږ دیز کال دمی دمیاشتې په ۲۹ مه نیټه دپښتونخوا په صوابۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې .
سربیره پردې چې علي حیدر جوشي دپښتو ژبې ښه شاعرو ده پښتو فلمونو ته هم ډیرې کیسې لیکلي وې . همداراز ده دیو سف خان اوشیربانو داستان هم په منظو مه بڼه لیکلی و..
دارواښاد علی حیدرجوشي چاپ شوی آثاردادي :
۱- دیوان جوشي
۲- دیوان حیدري
۳-آخري توبه
۴- انجام غرور
۵-یکه یوسف
۶- دیدار حسین
۶- دیدار مدینه
۷- آدم روح
۸- ګل سرحد
۹- لاجواب حکایات
۱۰-عجیبه ګل
۱۱- پردی غم
۱۲- غل اوساز
۱۳ - رحمداد خان
علی حیدر جوشي د۲۰۰۴ زیږدیز /میلادي کال دفبرورۍ دمیاشتې په شپږمه نیټه دپښتونخوا په تخت بهایی کې وفات او په صوابۍ کې خاوروته وسپارل شو. اروادې یې ښاده وي !