دارالعلوم
[25.Apr.2022 - 10:10]د دارالعلوم دیوبند بنسټ په ۱۸۶۶ کې مولانا قاسم نانوتوي په هند کې کېښود.
د دې مدرسې څخه فارغان ډېر ژر په یو مذهبي ډله بدل شول او نن په هند، پاکستان او افغانستان کې دیوبندیت د فرقې شکل اختیار کړی دی.
که څه هم د دې ډلې مرکزیت دیوبند او ائیډیال د لومړیو ورځو مشران دي، خو نن یې د منونکیو سیاسي لیدلوری په پورته یادو هیوادونو کې سره جلا دی.
د دیوبند علماء په هند کې سېکیولر نظام غواړي، په پاکستان کې د ووټ د لارې جمهوریت او په افغانستان کې د پردي ټوپک په زور امارت.
دا توپیر ولې دی؟
ایا چا په دې باندی کوم علمي څېړنیز کار کړی؟
ایا موږ دین مبین د هند (اوسني پاکستان) د اثر څخه نه شو راایستلی؟
ایا موږ دین او افغانیت نه شو سره تړلی؟
(ډاکتر ګلمرجان) Dr. Gulmarjan