د باچاخان
[02.May.2022 - 12:40]یوه ورځ د پولیسو موټر جیل ته راغی چي څلورطرفه له دننه په پردو پوښلی وو، زما په پښو کي زولنې ، په لاسوکي مي هتکړۍ او ترغاړه مي طوق وو...
د جیل په تنګو او لنډو جاموکي ماته خپل ځان عجیب و غریب ښکاریدو،خدای پوهیږي خلکو ته به لا څنګه ښکاریدم،خو خیر د یو پرده داره میرمن پشان یې په موټرکي کښېنولم٫٫دریاخان،،جیل ته یې روان کړم چي موږ څنګه ور ورسیدو اورګاډی تللی وو،شپه مي پر سټېشن تېره کړه :
نه یې زه د خبرو لپاره چاته ورپرېښولم نه یې څوک نژدې راپرېښول،نورخو لا نور د لاسو هتکړۍ یې هم راڅخه خلاصي نکړې ...
پولیس ټول پښتانه راسره وو،او د پولیس انچارچ نادرخان خو زموږ د کلي وو، او د ډیکائټ په نوم مشهور وو.
په دا بله ورځ یې زه په اورګاډي کي د نوکرانو په ډبه کي کښېنولم،په لاره کي چي به ګاډۍ پرکوم تهم ځای (سټیشن) تهم سوه دومره سخته پهره به وه چي دا ډول څوک ماته د لیدلو په نیت رانژدې نسي ...
موږچي٫٫غازي ګهاټ،، ته ورسېدو هلته چي کوم پولیس زما د تسلیمۍ لپاره راغلي وو د هغو انچارچ(مسول) یو هندو وو،چي زه یې د یو پښتانه انچارچ(مسول) څخه تسلیم کړم :
هغه لومړی زما د لاسونو هتکړۍ راخلاصي کړې، وروسته یې راته وویل راځه په سټیشن کي یو ګړی وګرځه،زه ورسره روان سوم،که ګورو د شاه لخوا هغه پښتون پولیس افسر راپسې په منډه،منډه راغی،هندو افسر ته یې وویل :
دا۔۔۔دا۔۔۔دا ته څه کوې،تاخو زما کور را ړنګ کړو!
هندو پولیس افسر په جواب کي ورته وویل :
اوس دی زموږ په حفاظت کي دی او ټول مسولیت یې زما په غاړه دی،ورځه ولاړ سه ، ته ولي دومره فکر خرابوې ...
(آپ بیتی، خان عبدالغفارخان / ژ:زهیر)