باچاخان
[04.May.2022 - 11:33]دهند په پلاز میینې( پایتخت) ډیلي کې دباچاخان په نامه
یو مارکیټ چې ( غفار مارکیټ ) یې بولي
لیک: ډاکتر لطیف یاد
هندیان دهغه درناوي له کبله چې دپښتنوستر مشر خان عبدالفغار خان بابا ته یې لري نو یومارکیټ یې چې ( غفار مارکیټ ) بولي دده په نامه نو مولی دی.
دغه مارکیټ چې په (۱۹۵۲ ) زیږدیز کال کې ودان شوی دی دزاړه ډيلي په یوه مشهوره سیمه کرول باغ ( قرول باغ ) کې مو قعیت لري .
غفار مارکیټ (۵۰۰۰) هټۍ ( دوکانونه ) لري چې پکې زیاتره الکټرونیک سامانونه لکه مو بایلونه . کمپيو ټرونه ، ټلویزیونونه ، کیمري ،ایر کنډیشنونه اونور ډول ډول الکټرونیک سا مانونه پلورل کیږي .
دغه مارکیټ ته هره ورځ په زرګونو کسان ور ځي او خپل الکټرونیک سامانونه له همدې مارکیټ نه اخلي .
دغه مارکیټ په اونۍ کې شپږ ورځې پرانیستلی وي ، خو د دوشنبې په ورځ بیا بند او تړلی وي .