د ورونو قومونو
[08.Jul.2022 - 15:04]افغانستان د ورونو قومونو پښتنو ، هزاره ، ازبک ، تاجک ، ترکمن ، بلوڅو او نورو ګډ کور دی د هيواد په سياسي ، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې دې ټول ورونه قومونه د خپل شمير سره سم عادلانه برخه ولري.
په پښتنو، تاجکو، ازبکو هزاره او نورو قومونو کښې وطندوسته پاک ژمن مشران او خلک شته هغوۍدې رامخې ته شي.
مافیایي کړۍ، د پردیو ځري (جاسوسان) او جنګسالاران، چې ځانونه یې تر دې دمه د پښتنو، تاجکو، هزاره او ازبکو او نورو قومونو جعلي استازي بلل د افغانستان د غمېزې اصلي لوبغاړي همدوۍ دي حساب دې ورسره وشي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي-PSDP) د ټولو پښتنو د یوالي او خپلواکۍ ( ازادۍ ) ګوند دی، چې د یوې داسې ټولنې د جوړولو هڅه کوي، چې هر څوک په کې په خپلواکه (ازادانه) توګه، خپل سړیتوب (شخصیت ) ته وده ورکوي او د انسانانو په چوپړ (خدمت) کې د ټولنې په سیاسي، اقتصادي او کولتوري ژوند کې برخه اخلي.
پښتونولي، ټولنولي او ولسولي د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند تاداؤ او بنسټ جوړوي. پښتونولي او ټولنولي د ولسولۍ په واسطه چې ګډ خوي ئې دی ،یو د بل پورې تړلي او نه بیلیدونکي دي. پښتونولي په اولسي ټولنولۍ او ولسي ټولنولي په پښتونولۍ پیاوړی او بشپړیږی.
خپلواکي (ازادي)، عدالت ( انصاف) او ورورولي د پښتني ټولنیزې ولسولۍ غوښتنې دی، له دې کبله پښتانه ټولنیز ولسولي وال ،هر ډول امیرولي ( ډیکتاتوري) مطلقه ټولواک او یو ګوندیز حاکمیت نه مني، چې د انسانانو ازادي او حقوق له مینځه وړي.