هڅوب/کولتور
[08.Jul.2022 - 15:29]هڅوب/ کولتور/ کلتور/کلچر څه ته وایي؟
نصیر ستوری
په نړۍ کې پوهان د کولتور بیلا بیل تعریفونه کوي. د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، ژبه، ټنګ ټکور (موسیقي)، کالي، ودانۍ، ادب، ارمانونه، خوبونه، راشه درشه، لنډه دا چې د ټولنیز ژوند ټول اړخونه دهغوۍ کولتور جوړوي.
ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک وايي ،کولتور د یو قام د ژوند تیرولو طریقه وي. کله چې یو قام د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره لارې چارې جوړې کړي نو کولتور په وجود کې راشي. چې کله د یو قام کولتور ختم شي،نو د هغه قام د ختمیدو خطرې هم پیدا شي.
استاد حبیب الله رفیع بیا وايي،چې کولتور د یو قام دود دستور، مذهبي عقیده، موسیقي، کالي او د هغوي ټولنیز ژوند دی.
ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دپښتني کولتور په هکله وایي،چې پښتانه د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډایي او موړ کولتور خاوندان دی چې پښتونولي نوميږي . پښتونولي د جرګو يو ولسوليز ( ډیموکراټیک/جمهوري) سيستم دی، چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتو يوازې د پښتنو ژبه نده، بلکې د يو لړ ستاینومونو (صفتونو) ټولګه ده لکه پت ، ښيګړه ، ميړانه ، توره ، د وطن او خاورې سره مینه، هېواد پالنه ، ورورولي ، ننګ او داسې نور ، چې هر پښتون ئې که موړ وي او که غريب بايده دي، چې ولري. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشال خان بابا وائي :
درست پښـتون له قـندهـاره تـر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
نصیر ستوری