ښځه
[20.Jul.2022 - 17:12]ښځه
لیک: میرمن اسما پکتېاواله
د یوې ښځې د معطر بدن لپاره د ددې سیارې تر ټولو ښو ګلابو څخه عطر جوړیږي د دوۍ د ښکلي لباس لپاره له چینجو د وریښم تار جوړیږي د دوۍ د ښکلا او شتون د ستاینې له وجې د ځینو څخه شاعر جوړیږي ددې لپاره چې ښځې سینګار وکړي د زر موندنې لپاره زمکه او ملغلرې لپاره سمندر پلټل کیږي د ښځې له برکته کورنۍ ټولنه او دولتونه جوړیږي ابادیږي قوي کیږي د کور په انګړ کې د کرل شوي ګلاب تر ټولو اوچت ځای بیا هم د ښځې اوربل وي ښځه فرشته وي چې یوازې نیکي کوي نیکي پیژني کله د مور په شکل کله د خور په شکل کله د ملګرې په شکل او کله هم د وریرې خورزې خاله او عمه په شکل زمکې ته رالیږل کیږي.
ددې پرښتو پر مخ د خپل طبعي الهي او بشري حق چې علم دې دروازې بندې دي لطفاً خلاصې یې کړئ ..❤️
اسما پکتېاواله
#د_نجونو_ښوونځي_پرانیزئ
#LetGirlsLearn
#LetAfghanGirlsLearn