د پښتنو د یووالي
[28.Jul.2022 - 15:41]
د پښتنو د یوالي پټ دښمن
د محمد ظاهر شاه لنډ ژوند لیک ته نظر اچوو.
محمد ظاهر خان په ۱۹۱۴ ع کال کې پیدا شوی او په ۱۹۳۳ ع کال کې باچا شوی ۴۰ کاله باچاهي ئې کړې او په ۱۹۷۳ ع کال کې له باچاهۍ څخه لیرې شو چې، بیا د ایټالی په روم کې اوسیدو.
ظاهر شاه نسلې پښتون و خو د خپلې ژبې او کولتور څخه باالکل پردی شوی و په پښتو هیڅ نه پوهیده او پارسي غږیده. ده په خپله ۴۰ کاله باچاهۍ کې د دی هڅه هم نه ده کړې چې څو ټکې پښتو یاده کړي حال دا چې په افغانستان کې د ټول مېشته لږه کیو قومونو ( ازبکو،ترکمنو، تاجګو، هزاره ،او داسي نورو ) له مجموعې څخه پښتانه زیات ؤ.
که د ظاهر شاه د باچاهۍ وخت په پام کې ونیسو نو پدغه وخت کې په نړۍ کې ستر بدلونه راغلي دي چې د پښتنو د قامي وحدت په بشپړتیا بې اغیزې نه و. دویمه نړۍ واله جګړه پای ته ورسیده د ملګرو ملتونو موسسه ( اقوام متحده ) جوړه شوه انګلستان د هند دنیمې وچې څخه وتلوته مجبور شو او پاکستان په ۱۹۴۷ ع کال کې جوړ شو. د پښتون قام نیم وجود په پاکستان کې پاتې شو.
ظاهرشاه دوه مخی سیاست پیل کړ. د پښتنو ویش یې ومانه او په پاکستان کې ئې سفارت او قونسلګري جوړه کړه او ویل به ئې چې په پاکستان کې د دیره پښتنو یانې یوې برخې پښتنو حقوق غواړو چې د پښتونستان په نامه ځانته ملک جوړ کړی او افغانستان نه بیل وي.
په دې توګه ئې دا پوښتنه چې د کورنې سیاست پورې ئې اړه لرله د بهرني سیاست برخه وګرزوله او د اساسي قانون یا ائین د بهرنې سیاست په برخه کې ئې ولیکل.
د پښتونستان لفظ نه یوازې د پښتنو د ویش د ټینګولو او د پښتنو د قامي وحدت په ضد ؤ بلکې په افغانستان کې د پښتنو د ټکولو وسیله هم وه.
. ظاهرشاه د پارس یا ایران سره خپله دوستي دومره پخه کړه چې خپل دربار ئې د پارسیانو نمانیده ګی وګرزوله او د دنني ښکیلاک بڼه ئې غوره کړه. ملک ازاد و خو ولس ئې محکوم و.
له پورتنیو حقایقو څخه جوتیږي چې د پښتنو د قامي وحدت د بشپړتیا او د باچا خان د سولې د خوزښت تر ټولو غټ پټ ( مخفي ) دښمن د ظاهرشاه نظام و ځکه چې هغه د پښتنو په قامي وحدت کې خپل زوال لیده.
(ژبساپوهنه)