د میرمنو نړیواله
[13.Mar.2023 - 08:52]لیک: الماس خان
د مېرمنو نړېواله ورځ. International Women Day
مېرمن(Shakti) او وتن
د وتن په کلچر کې يو د منځ ټکې شکتي(shakti) دې. شکتي ښځينه زور (feminine energy) دې او د تخليق سرچينه ده. شکتي ګڼې بڼې(forms) اخيستي دي.
شکتي د وتن مشرانو د ديوي(devi) په نوم ياده کړې ده. د ديوي ځېله ديو(div) ده. د ديو مانا ده هاغه چې ځلېږي. په پښتو کې ډيوه(lamp) ټکې هم د وتن د تخليقي تخيل هاغه مشال دې چې پښتو د وخت په توپانونو کې بل ساتلې دې.
ديوي(devi) د افغان وتن د مشرانو تخيل(imagination) ته ګڼ رنګونه وربخښلي دي. ديوي د ژوند سرچينه ده. ديوي د رڼا بله ډيوه ده. ديوي د ړنګېدو(destruction) په شا د توپان مستي هم ده. تخليق پکې راولاړېږي، ساه پکې اخلي خو تخليق ته د پائې ټکي هم ږدي.
It creates, sustains and when the time is right it destroys too
په افغان تخيل کې د وېدي(Vedic) دور نه واخلې تر عربي يرغله(Arab invasion) پورې مېرمن د کائنات چلوونکې ديوي(devi) وه. دغه لويه انرجي د وتن په ادب او ارټ کې د ګڼو خدائڼو(goddesses) په بڼه ده. لکشمي(Lakshmi) د وتن د شتمنېو او ښادئ(riches and prosperity) ديوي ده.
ساراسوتي(Sarasvati) د وتن د ارټ، هنر او پوهنې(knowledge) مشره ده.
اوشا(Usha) د زړه او زهن نه تيارې(ignorance) ورکوي او د روڼ سباوون(dawn) ديوي ده.
درګا(Durga) د کږو او ورانو(wrongs) سمولو ديوي ده.
د وتن په سپېځلي تخيل کې مزکه (Prithvi) پخپله ديوي ده. مزکه مور ده.
د عرب يرغل نه مخکې مېرمن په وتن کې د هوښيارتيا، پوهې او زيرکتيا علامت وو. د وتن په وېدي ليکنو کې دس-مهاوديا(ten mahavidya) د لسو ديويګانو(devis) کهکشان دې. دا لس واړه مېرمنې د پوهې (وېديا) باريکئ او نزاکت ډيوې دي.
دا زوروره انرجي د وخت او ځائې په ايساب د وتن په تخيل کې ګڼ شکلونه اخلي.
کله د کږو خلو سمولو د پاره د خشم(anger) سره لمبه شي لکه درګا(Durga) .
کله د بې سارې سر لښکرې(leader) په توګه راښکاره شي لکه پاروتي(Parvati) .
کله د زغم(patience) ، بخښانې(forgiveness) ، او مينې(passion) نمونه شي لکه سيتا(Sita) .
کله کله د سترګو تور او د زړه ټکور(beloved) شي لکه رادها(Radha) .
کله رباب په لاس د هنر پوهې او اهنګ ښکلې نغمه شي لکه ساراسوتي(Sarasvati) .
د عربو د راتلو سره د افغان وتن د تخيل وزرې غوڅې شوې. هاغه خاوره چې مېرمن به يې د تخليق سرچينه ګڼله هغه نن د هر جومات د منارې نه دا اواز اوري چې ښځه د شېتان څرخه ده. د ګناه جرړه ده. د سړي جائداد دې. هاغه خاوره چې مېرمن پکې د پوهې او هنر بله ډيوه وه هغه نن هره ورځ د جوماتو د منارو نه دا غږ اوري چې ښځه ناقص العقل ده. نيمګړې ده.
هاغه خاوره چې مېرمن يې د پوهنې او زدهکړو ديوي(devi) وه هغه ملت نن مولا او چڼي ته زاري کوي چې زمونږ جينکو ته د مکتب دروازې پرانيزه. په دې هيله چې د وتن تخيل به د مولا د وحشتناکو پنجو خلاس شي او د خپلې خاورې مړې ډيوې به بېرته بلې کړي.