اکرم شاه لالا
[18.Mar.2023 - 14:57]دقامپرست سیاستوال اکرم شاه لالا هم وکوچېد
انالله واناالیه راجعون
د قامي دغورځنګ او دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مخکښ د پښتو ژبې او کولتور په چوپړ (خدمت) نه ستړی کیدونکی چارند (فعال) اکرم شاه لالا د 2023 ع کال د فرورۍ د میاشتې په 24مه نېټه دجمعې په ورځ په سهیلي پښتونخوا کې د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې .
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد اکرم شاه لالا دپښتنو دحقوقو ددفاع ، دپښتنو دسوکالۍ ، ابادۍ او دیووالي لپاره دخپل ژوند ډېره برخه وقف کړې وه.دپښتو، پښتونولۍ سره یې بې کچه مینه لرله او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره یې نزدې اړیکي لرلې
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاداکرم شاه لالا میړنه ولس او هیواد ته نه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي او ارواښاد ته د لوی خدای له دربار د جنت فردوس غوښتنه کوی.
جنتونه دې په برخه شي