پښتون زلمی
[19.Apr.2023 - 15:07]که پښتون قام په ملي فکر ودرېږي او متحد شي
د امریکې نه واخله د پاکستان تر جرنیلانو پورې , چې څومره هم طاقتور خلک دی - څومره هم منظم خلک دی - څومره هم لویې پوځونه دي, ددغې ټولو زمه واري زه اخلم چې غږبه هم دوۍ پدې خاوره نه وکي , خو چې پښتون قام په ملي فکر ودرېږي - په ملي هوډ ودرېږي - منظم شي - متحد شي.
دې ته به نه ګورو, چې یو پښتون دی, که زما په ګوند زما په تنظېم کښې دی, چا ووژلو نو زړه مې پرې ډېر خفه دی او که په بل ګوند کښې وو او چا ووژلو بېا زه نه ېم پرې خفه .
نو دا ملي فکر نه دی - ملي فکر به د ټول ملت فکر وي
دلته به تقسیم هر څوک په خپل نظر کوي, خو زمونږ خو وسیع
نظر دی مونږ به په وسیع نظر باندې د ټول قام خبره کوو
(منظور پشتین) Manzoor Pashteen
________________
پښتون زلمی
کله چې د خدايي خدمتګارانو په مقابل کې د مسلم لیګیانو وراني زیات شو نو غني خان د هغوې د مقابلې او د خپلو کارکنانو او مشرانو د ساتنې لپاره د {زلمي پښتون} په نامه یو تحریک شروع کړ، په زرګونو وسله وال پښتانه ځوانان یې ددې تحریک لپاره تیار کړل.
دا چې د غني خان د {زلمي پښتون} غورځنګ د خدايي خدمتګارو او باچا خان د عدم تشدد د اصولو سره مخالف و، نو تر شپږو میاشتو وروسته باچا خان هغه تحریک ړنګ کړ او د {زلمي پښتون} زلمیانو ته یې حکم وکړ، چې ټول دې خدايي خدمتګاران شي، او په دې توګه دا انقلابي تحریک چې غني خان او دده زلمیو ملګرو منځ ته راوستلی و، ځا ی پر ځای ودرید او له منځه ولاړ. (١١)
Ghani Khan
Pakhtun Zalmai