ځیني تارېخي
[19.Apr.2023 - 15:21]ځيني تاریخي مالومات !!!
د تاریخ په اوږدو کې د تاریخي یا لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټې کېدنه څنګه شوې ده . . . .؟!
۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د پنجاب سیکهانو ته پرېښوول شوه.
۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ..
۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۵- ډېره اسماعيل خان په 1821عیسوي کال کي د برتانوي هند د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۶- پېښور په 1823عیسوي کال کي د افغانستان له کنټروله ووت او د برتانوي هند سیکهانو ته په لاس ورغئ.
۷-سند ولایت په 1843عیسوي کال د یرغلګر انګلیسانو د نظامي قوتونو لاس ته ورغئ.
۸- بلوچستان ولایت د 1854تر-1876 عیسوي کاله د یرغلګرو انګلیسانو له خوا ونیول شو.
۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کې دی چې په 1884م کال کې د روسانو له خوا قبضه شوه.
۱۰- شال ،پښین ،کوږک ،کورمه،لنډي کوتل په 1878 کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل شو.
۱۱- سوات ،باجوړ ، چترال،او وزیري،ارنوي،داورچاګي،او چمن په 1893 عیسوي کال کښي د ډیورنډ د خيالي او تپل شوي تړون په نامه د سلو کلونو لپاره یرغلګرو انګلیسانو ته د کالنې مالیاتو د حاصلولو په بدل مې وسپارل شوه چې ګواکي نور به یرغلونو نه کیږي او دا سیمه به د آیل حیثیت ولري.
۱۲- د پنجده سیمه په اوسني ترکمنستان کښي روسانو په 1885عیسوي کال کښي د افغانستان څخه غصبه او لاندې کړه .
۱۳- دسیستان ولایت ډېره برخه په 1872عیسوي کال کښي د یرغلګرو استعماري انګلیسي هیئت له خوا ایران ته په ویش کې ورکړل شوه.
اوس هم دا لړی روانه ده چې د ګران او تاریخي افغانستان د ګاوڼدیانو لخوا کوښښونه روان دي چي ګواکي د موجوده افغانستان ځيني سيمي په يوه او بله نامه لاندي کړای شي او دوه یا درې برخې ترې جوړې کړي ..... !!
ځکه خو د ډیورند د خيالي او تپل شوي کرښې دواړه خوا افغانانو ته پکار ده چې خپل وحدت ټینګ کړي او د هر ډول سامراج او یرغلونو مخه ډبه کړي تر څو هم اوسنی افغانستان ثابت پاتې شي او هم محکومه افغان خاوره د مختلفو تعرضاتو څخه په امن کې شي او د تاریخي افغانستان د بیا رغولو شرایط برابر کړای شي .