(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دليلى دښته دسترګو ليدلى حال (ناول)
بسم الله الرحمن الرحيم
كتاب پېژندنه:
د كتاب نوم :: ليلى دښته، سترګو ليدلى حال
ليكوال :: محمداجان يار
خپروونكى :: د پښتونخوا د پوهنې دېره _ پېښور
چاپ وار :: لومړى
چاپ نېټه :: 1383ل/2004م
چاپ شمېر :: 1000 ټوكه
كمپوزر :: شفق
ګرانو لوستونكيو!
زموږ د ګران هېواد تېرې ناخوالې او ځينې ژوندۍ كيسگې راته رډ رډ ګوري. باور وكړئ، چېرې د ليكوالۍ پخوا نه وم ورغلى. يوازې به مې شعرونه كله ناكله ليكل، خو د كله نه چې دا پېنځه ويشت كلنه غميزه پيل شوې ده، زه ېي دې ته اړ ايستى يم، چې د خپل هېواد او ولس د پېښو خام انځور په كاغذ اوباسم.
د ليكوالۍ لوړ هنري انداز نه لري، خو صرف يوازې ستاسې نظر د ليلى دښتې ته اړوم. كومې زياتې خبرې پكې نشته دى، د شمس الدين اكا د سترګو ليدلى حال دى.
ستاسې د وطن د ليلى په دښته كې.
محمداجان يار
كولن، جرمني
ژوندۍ پېښه
ادب په هره ټولنه كې د اصلاح او سمونې لپاره ډېر مهم رول لوبولى دى، په هره ټولنه كې څه ناڅه نيمګړتياوې او ناانصافۍ موجودې وي، چې د اصلاح او رغونې لپاره يې شاعران، ليكوالان او اديبان د خپل قلم په ذريعه ډېر كار كوي.
وايي چې ښه قيصه، ناول، افسانه يا ډرامه هغه وي، چې لوستونكي پل په پل د ځان سره بيايي، تر هغې چې د قيصې د پاى ټكي ته نه وي رسېدلي.
د افغانستان تېر پېنځه ويشت كلن ناورين او غميزې هم ډېرې بدمرغه او دردونكې قيصې په خپله سينه كې ځاى كړي دي، په دغه غمېزه كې په بې وزله افغانانو او بيا په خاصه توګه په پښتنو ډېر ناوړه او بې درېغه ظلمونه شوي دي. د ډله ايزو وژنو قرباني هم اكثر پښتانه دي، چې ښه مثالونه يې د كونړ د كرهالي او د ليلى د دښتې ډله ايزې ټول وژنې دي، پښتانه تل كله د ملا او طالب په نوم، كله د مجاهد او اشرار په نوم، كله د كمونست (خلقي او پرچمي) په نوم زورېدلى دي او د ظلم د وخت د هر دور چارواكو او ټوپك سالارانو په مختلفو پلمو (چلونو) په دغه بې ګناه او بې وزله خلكو خپله خواه يخه كړې ده.
ددغه ظلمونو او ډله ايزو وژنو يوه بدمرغه پېښه د "ليلى د دښتې" ده، چې د هېواد د شمال ددغه ناوړه پېښې انځور محمداجان يار په دې كتاب (د ليلى دښته، د سترګو ليدلى حال) قيصه كې په ډېر ساده او روانه لهجه په مختلفو كردارونو كې رانغښتې او په داسې انداز كې يې تمثيل كړې، چې لوستونكي به د كتاب د لوستلو په وخت حتماً دا فكر او سوچ كوي، چې محمداجان يار ددغه پېښې د خپلو سترګو شاهد دى.
د پښتونخوا د پوهنې دېره د تېرو څو كلونو راهيسې هڅه او زيار كوي، چې د پښتنو ليكوالانو سره د كتابونو په چاپ او سمبالښت كې مرسته وكړي، ترڅو د پښتو د ادب زار لمن د هر راز ادبي رنګينيو څخه ډكه شي، چې په دې سلسله كې يې په زيات شمېر كې كتابونه د مينه والو لاسونو ته رسولي دي.
د ښاغلي محمداجان يار دا دوهم كتاب دى، چې د پښتونخوا د پوهنې دېرې په زيار خورېږي، له دېنه وړاندې د يار صيب د يو ښكلي ناول "څانګه" د خپرېدو وياړ هم د پوهنې د دېرې په برخه شوى، چې هغه ناول "څانګه" هم د يوې ژوندۍ پېښې او يوې پښتنې پېغلې د ژوند داستان و، چې د لوستونكو دپام وړ ګرځېدلى دى.
(د ليلى دښته د سترګو ليدلى حال) هم د افغانستان د غميزې يو تاريخي او حقيقي قيصه ده، چې محمداجان يار په ښكلې او ښه توګه انځور كړې ده. په دې قيصه كې داسې كردارونو ته ځاى وركړل شوى، چې د پېښې د تل (بېخ) عكاسي كوي، د مظلومانو ژړا او فرياد د انساني حقونو د علمبردارانو غوږونو ته رسوي او د ټوپك سالارانو او ظالمانو د تورو مخونو څخه پرده پورته كوي، كوم چې د ژبې، قوم او نسل په نوم يې په پښتنو هر راز وحشيانه او نه بخښونكي ظلمونه كړي دي.
د ليلى دښتې د ډله ايزو وژنې خبرونه او راپورونه خو موږ د ورځپاڼو، مجلو، خبري رسنيو او راډيوګانو په وسيله اورېدلي و، مګر ددغه بې رحمانه ټول وژنې اصلي منظر زما په خيال تراوسه په كتابي شكل نه دى راغلى. دا د محمداجان يار كمال دى، چې ددغسې دردونكو پېښو څخه يې په ډېر هنر پرده پورته كړې ده.
تېر كال زما ديار صيب سره په جرمني كې ليدل كتل وشو، ما د هغه ځينې شعري ټولګې هم لوستې وې، هغه زما څخه ددغه نورو كتابونو د چاپ په هكله د مرستې غوښتنه وكړه، نو هماغه و چې د "څانګه" ناول څخه وروسته دا دوهم كتاب هم چاپ شو. زما په اّند(فكر) يار صيب په شعر، ناول او څېړنيزو ليكنو پوره پوره ازمېښت كړى دى. د هغې ټولې ليكنې د قدر وړ دي، خو ددې وروستيو كتابونو د چاپ څخه دا په ډاګه كېږي، چې په قيصه او ناول ليكلو كې يار صيب پوره تجربه او لاس برى لري او دا ځكه چې هغه د ولس په ژبه په ساده او روانه لهجه د قيصې شروع او انجام په ډېر ښه توګه تمثيلوي. دا به په دې مانا نه وي، چې نورې ليكنې يې په زړه پورې نه دي، خو كوم خوند او مزه چې د هغې په نثري ليكنو خصوصاً په قيصه او ناول كې دى د يادونې وړ بولم، ځكه دغه ټولې قيصې او پېښې د افغانستان د اوږدې غميزې سره جوخت تړون لري او باالكل حقيقي او يا حقيقت ته نژدې دي. كه څه هم د محمداجان يار په دې كتاب كې به ځينې تېروتنې او نيمګړتياوې هم وي او په ځينو ځايونو كې به د مبالغې څخه هم كار اخيستل شوى وي، خو په حقيقت كې قيصې ته د رنګ او ښكلا وركولو لپاره دا هرڅه ضروري وي. زه د پښتو ژبې د خدمت په دغه سفر كې محمداجان يار ته لا ډېر برياليتوبونه غواړم.
عبدالبصير بېدار
د پښتونخوا د پوهنې د دېرې مرستيال
پېښور، پښتونخوا
دليلى دښته دسترګو ليدلى حال
حاجي ګل تازه له وطن نه راغلى و. ستړي مشي مې ورسره وكړه، د كلي نور خلك هم د هغه ستړي مشي ته راغلي وو. ماته يې په غوږ كې وويل: دا خلك چې ولاړل، بيا به درسره خبرې وكړم. وړاندې د كټ لنګې ته مې تكيه وكړه، ناستو كسانو خپلو كې ډېر څه سره ويل. ماته تمه پيدا شوه، زړه كې مې له ځان سره ويل: لكه چې حاجي ګل نوې كيسې له ځان سره راوړي دي. چا راته د چاى پياله ونيوه او يو غړپ مې ترې وكړو. مخكې راغلي كسان وار په وار پسې وتل، ترڅو چې ټول ولاړل. هغه له دروازې نه په منډه راستون شو، په دوه ګامه زما خواته راورسېد، لومړى مې ترې پوښتنې د هغه د كورنۍ د غړو وكړه. خوله يې ونيوه، د روغ ناروغ سم ځواب يې رانه كړ.
ما وې: څنګه غړه كنده شوې خبره كوه، هو رښتيا تا ويلې دا خلك ولاړ شي بيا به درته يو څه خبرې وكړم. هغه څه خبرې دي؟
هغه لومړى سوړ اسوېلى ويوست، لږ غلى شو بيا يې داسې وويل:
د ويلو كيسې نه دي. زه خوا ته ورنزدې شوم، ما وې اوس به بيا څوك راشي، هله ماته كيسه كوه. ويلې قسم دې ماته چې چا دغه كيسه كوله، د سر ويښتان مې نېغ ودرېدل ده وى. جلال اباد كې دا يوه اوونۍ مخكې زموږ د يوه خپلوان دوكان مخې ته د سپينې ږيرې يو سړى چوپ ناست و. زه په ډېر ادب سره د هغه خواته ورنزدې شوم، ما وې كاكا جانه د كوم ځاى يې؟.
هغه يو لاس په امسا ايښى و، ويلې بچيه زه د مومندرې يم، خو په مزارشريف كې مې مځكه او كور شته دى. د سپين ږيرې زړه ډك و، سم راته راګويا نه شو. زه ورنزدې شوم، ورته ومې ويل: كاكا جانه كه تكليف درته نه وي، ټوله كيسه راته وكړه. ده ويلې وړوكى وم، مور مې پخوا له ځان سره بيولى وم، پلار مې څو كاله پخوا تركستان ته تللى و، زه او مور مې پسې وروسته ولاړه.
وزير محمد ګل خان مومند دې خداى وبښي، ډېر پښتانه يې قطغن زمين، مزار شريف، كندز، بغلان او پلخمري ته انتقال كړي وو. شېرخان ناشر، نازكمير دوى كندز اباد كړى و، هغوى هم پښتانه ورانتقال كړي وو. شاړې مځكې ابادې شوې وې، پلار مې دې الله په جنت كړي، ويل به يې لومړى دا ټول كندز شاړ او ځنګل زار و. د وخت په تېرېدو سره ورته خلك راتلل او شاړې مځكې يې ابادولې. تاجكو، ازبكو او لږه كيو تركمنو هم پكې ځاى پرځاى كلي ودان كړل. لارې او سړكونه ويستلشول، د خلكو تګ راتګ زيات شو.
بچى مور مې راته ويلې ايله د دري كالو به وې، چې د (لته بند) په لاره په يوه زوړ واګون ګاډي كې پلخمري ته په دوه شپو او دوه ورځو كې ورسېدو او دا يې هم ويل، چې په زياته لاره باندې مې په خره وړى وې. د هغې وخت سړكونه خو د نن په شان نه وو، دلته بند او د واب ميخ زرين لارې خو په غرونو كې په كړپو او ګړنګونو كې تللې وې. په زياتو ځايونو كې به خلك له موټر نه كوزېدل او پخپلو پښو به تلل. په څو شپو ورځو كې به قطغن ته واوښتل. په دغو مځكو كې تګ راتګ ځكه سخت و، چې شرمخانو او لېوانو به خلك داړل. د خلكو تګ راتګ ډله ييز و، څو تنه به سره يوځاى كېدل بيا به له يوې سيمې نه بلې سيمگې ته تلل. وروسته بيا يو نيم ګاډى (موټر) پيدا شو. سړكونه ووهل شول، د خلكو لېږدېدنه لږه اسانه شوه. بچى زما لږ لږ يادېږي، چې لومړى موږه په پلخمري كې اوسېدلو. زه چې كله رابوټكى شوم، په ښو بدو وپوهېدم، پلار مې په حق ورسېد. هغه مې مومند درې ته راوړ، څه موده پس مې مور مړه شوه، هغه مې هم خپلې هديرې ته راوړه. څه پيسې مې چې درلودې، د مور و پلار په مړينه كې ولګېدې. زه له يوه ورور او دوه خوېندو سره پاتې شوم. له بغلان نه مو كندز ته د تلو نيت وكړ. پخپلو پښو تر كندوزه ولاړو. په دوه ورځو كې تر كندوزه ورسېدو. موږ په كندوز كې پوره يو كال تېر كړ. د خلكو سره به مې د شاړو مځكو په ابادولو كې كار كاوه. هغوى به غله دانه راكوله، يو كال وروسته بيا مزارشريف ته كډه شوو. د مني شپې ورځې وې، هوا مخ په يخېدو وه، هلته مو يوځاى او بل ځاى شپې ورځې تېرولې، ترڅو چې يوه وطندار له ځان سره شولګرې ته بوتلو او هلته مو واړول. په دغه وخت كې مې ورور زلموټى شوى و، خوېندې مې لا وړې وې.
څو كاله مې له يوه ارباب سره كار كاوه. ورور مې هم راسره په كار كې بوخت و. هلته د ناقلينو لوى كلى اباد شوى و. شاوخوا نور د پښتنو كلي اباد شوي وو. هر چا ځانته مځكه اخيستې وه، باغونه جوړ شوي وو، هره خوا ښه شنه ښكارېده. په درې كالو كې مې يو څه پيسې پيدا كړې، مځكه مې واخيستله، ما هم ځانته كلا جوړه كړه. د كلا مخې ته مې باغ او باغچه جوړه كړه. ځانته مې واده وكړ. ورور ته مې هم كوژده وكړه. لږه موده پس مې څو استحقاقه ځمكه نوره واخيستله پوره غله دانه به كېدله. مالداري مې ډېره وه.
په دې وخت كې يې رانه اوبه وغوښتې ويلې: بچيه كه تكليف كېږي نه، يو كټورى اوبه خو راكړه.
ما ورته يو جام اوبه راوړې، هغه په يوه ساه اوبه وڅښلې. جام مې ترې ونيوه، ما وې كاكا جانه ستا نوم څه دى؟
ده ويل خاورې شمس الدين.
ښه كاكا كيسه كوه.
ويلې: خداى ښه مالداري او زمينداري راكړه. ورور ته مې داسې واده وكړ، چې دوه شپې او ورځې مجلسونه كېدل، خوېندې مې هم واده شوې، الله راباندې ښې شپې ورځې راوستې. هغه لږ غلى شو، بيا يې وويل خو اوس..! زر زر يې سترګې ورپولې، په ږيره يې لاس تېر كړ، په دغه حالت يې زما شك پيدا شو، ما وې كاكاجانه ولې؟ اوس څنګه؟ هغه بيا خپل سر واړاوه راواړاوه، وې ويل بچيه ورك يې كړه، په اوس خبرو كې څه خوند نشته دى.
په دې وخت كې دوكاندار يوه پياله چاى ورته راوړ، ما ورته د چايو پياله وركړه، هن كاكا جانه دا چاى وڅښه، خو اصلي كيسه به راته خامخا كوې.
هغه دوه درې ګوټه له پيالې نه وكړل، خپل څادر يې د كوناټي نه لاندې كړو، وې ويل:
په اوسنيو كيسو كې ټولې بدبختيګانې دي، ښه څه پكې نشته، په غېر له بدو پېښو نه. غوږ ونيسه اوس به درته يوازې خپله كيسه او دسترګو ليدلى حال ووايم.
زما درته غوږ دى كاكاجانه، كيسه كوه.
بچيه بلا دې واخلم رښتيا ده، چې د ظاهر شاه باچاهي ډېره ښه وه، ارامه ارامي وه، هر چا ښه هوسا ژوند درلود، دا خبرې نه وې، له داودخانۍ نه نيولې ان ترننه پورې يوه ورځ له بلې نه بدتره ده، جګړې دي، مرګونه دي، د كليو او ښارونو ورانول دي، دا څه بدحال دى. موږ خو له پلار نيكه نه مسلمانان يوو، په همغه پخواني اسلام باندې مو ښه ټينګه عقيده ده. اوس خو هرڅه بدل شول، د طالبانو په وخت كې خو بيخي بل ډول كارونه وشول، ږيره لنډه ده، ږيره اوږده كړه. د اسلام دين يې په ږيره پورې غوټه كړو. اخر ېي داسې كانې وكړې، چې د افغانانو تاريخ او فرهنګ يې په سين لاهو كړو د ټولې دنيا پام يې ځانته راواړااوه، نتيجه يې دا شوه، چې امريكا او انګرېزان يې راوخوځول او زموږ ملك يې پرې ونيو. په دې وخت كې يې شاوخوا پام وكړ، وې ويل: له ډاره څه نشو ويلى، زړونه مو له سړو وينو نه ډك دي. اصلي خبرې ته راځم.
درې مياشتې مخكې موږ د بلخ په شولګره كې وو، حالات ورځ په ورځ راباندې خرابېدل. جګړه له يوې ورځې بلې ته ښه تودېدله. امريكايان او انګرېزان چې كله مزارشريف ته راورسېدل، په طالبانو يې سور اور راښكته كړ. شمالي ټولواله د دوستم ملېشې د امريكايي قواوو سره يوځاى په طالبانو لاس پورې كړ، ښار يې لوټې لوټې كړو، ويل كېدل چې امريكايان بې پنجاه و دو د طالبانو په مركزونو راغورزوي. دغه ظالم شى چې يې استعمال كړو، د طالبانو پيړمې وشلېدې. يره ته باور وكړه كه دغه شى يې نه واى استعمال كړى، د طالبانو ماتې ګرانه وه. مرګونه او جنګونه كليو ته راوغزېدل، د ګليم جم او رباني ټوپك والا په كليو راوختل، د پښتنو هر كلى به يې امريكايي فوځونو ته په ګوته كاوه، ورته ويلې به يې چې دا ټول طالبان دي. هغوى به هوايي بمونه پرې راغورزول، د كليو بې ګناه خلك، ښځې، ماشومان او بوډاګان به يې قتل كړل. د پښتنو په كليو كې څوك ژوندي نه دي پاتې.
يوه ورځ مې خپل اّس زين كړو، د يوه خپلوان پوښتنې ته تلم. خپلوان څوك و، خو هغه زما زوم و. ډېر سخت ټپي شوى و، ما وى چې پوښتنه يې وكړم. په سره ډزه كې له كوره ووتلم، د هغه كور په بالاحصار كې و. كله چې زه هلته ورورسېدم، د بالاحصار په كلا سخته جګړه روانه وه. زه په چالاكۍ سره د زوم كور ته ورسېدم. د هغوى له كلا نه تور سرې راووتې، پام مې ورته كاوه ټولو ژړل. زه له اّس نه كوز شوم، زر زر ورغلم. په دروازه كې مې لور مخې ته راغله، وارخطا له ژړا نه يې سترګې سرې اّړولې وې، هغې سمدستي زما خواته رامنډه كړه او چيغې يې جوړې كړې، په غېږ كې مې ونيوله، ما وى څه خبره ده؟
ويل خبره له خبرې نه وتلې ده، بهادر خان يې نن ښخ كړ، بچي مې حېران پاتې شول. ما وې دا څه واى. په وارخطايي سره دننه كلا ته ننوتلو، كتل مې چې كلا كې څو تنه سړي او ښځې سره ناستې دي، يو ملا هم په هوجره كې ناست دى، څوك چې نوي راځي، هغه يو د قران مجيد سورت وايي او دوعا كوي.
په هوجره كې كښېناستم، څوك تلل او څوك به راتلل. په كلا كې ګڼه ګوڼه زياته وه. يوه سپين ږيري په جګ اواز وويل: وروڼو راځئ، چې اوس نورو شهيدانو ته ورشو. ټول خلك پاڅېدل، له يوه سړي نه مې پوښتنه وكړه، ما وې وروره نور هم څوك مړه دي؟ هغه ووې چې په بالاحصار كې او نورو كليو كې بې شمگره خلك ېي وژلي دي. دننه په بالاحصار كې مړي پراته دي، لا جګړه روانه ده، امريكايي او انګليسي قواوو د طالبانو بېخ ويستلى دى. طالبان خو څه كوې، د كليو بې ګناه پښتانه يې ټول قتل كړل. دا خلك د كلي نورو مړو ته ورځي. ما وې وروره زه به هم درسره ولاړ شم. هغه وې ولې نه راځه، چې ځو. هغه رانه زر پوښتنه وكړه، ويلې: وروره ته د كوم ځاى يې؟ زه د شولګرې د لوى كلي يم. د اختر محمد د زوى بهادر خان پوښتنې ته راغلى وم، له بده مرغه چې په مړي يې راواوښتم. مونږ لا په خبرو كې وو، چې مخامخ په يوه كوڅه ور روان وو.
تلو تلو وړاندې يو جومات مخې ته راغى. ډېر خلك پكې راټول شوي وو، چا اودسونه كول، څوك په لمانځه ولاړ وو. موږ هم زر زر اودسونه تازه كړل، جومات ته ورننوتلو. د ماسپښين جمعه ودرېده، په پاى كې ملا صاحب دوعا وكړه. ملا دا هم وويل: لاس پورته كړئ، چې الله تعالى له موږه دا شر پورته كړي. شهيدان دې خداى وبښي، هر څوك چې زموږه خاورې ته، زموږ خلكو ته په بدو سترګو ګوري، خداى دې پخپله خدايي سره واخلي. په اخر د دوعا كې ملا امام وويل: وروڼو د شهيدانو ليدو ته به ټول ورشو، وخت كم دى، چې د ښخېدو وخت يې رارسېدلى دى. ملا مخكې شو او نورخلك ورپسې شول، د جومات ترڅنګه يوه كور كې درې تنه شهيدان شوي وو. لومړى د هغوى ليدو ته ورغلو، دوعا مو ورته وكړه. د بيا د كلي په يوه وړاندې كوڅه كې شپږ تنه شهيدان شوي وو. د يو تن صورت روغ و، مګر نور پېنځه تنه بيخي چڼېدلي وو. له پېژندګلوۍ نه وتلي وو. خلكو خپلو كې سره غلي غلي ويل: هغه نور مړي لا د دېنه هم زيات خراب شوي دي. ما له يوه نه پوښتنه وكړه: انډيواله نور مړي هم شوي دي؟
هغه راته په ډډه وكاته، ته لا نه يې خبر؟ ما وى نه نه وروره زه د بل ځاى نه راغلى يم. سړي راته د كلي كوز سر كوڅې ته ګوته ونيوه، ويل : هغه لوړ چنار وينې؟ ما وې هو. د هغې چينار څنګ ته يوه ژوره سيمه كې يو كلى دى درويشت تنه پكې قتل شوي دي. ددغومره مړو ښخېدل څومره ګران كار دى. بيا مې بله پوښتنه ونه كړه، پوه شومه چې پښتانه يې تباه كړل.
د كليو ټول مړي ان تر ماښامه د تورتم لګېدو پورې ښخ شول. زه ناوخته د لور كور ته وخوزېدم، تورتم لګېدلى و، چې د هغوى كلا ته ورسېدم. په دروازه كې څو تنه هلكان ولاړ وو، چې يو تن پكې زما لمسى و. هغه دننه ننوېستم. هوجره كې خبرې اورېدل كېدې. سر مې وردننه كړ، چې كتل مې خپلوان څو تنه سره ناست وو. ټول پخپل ځاى ودرېدل، ما ورته د مړو د ښخېدو كيسه تېره كړه. هغوى وويل: موږ هم دا دى اوس ترې راغلو. ښه شو ټول مړي خاورو ته وسپارل شول. اختر محمد چې د 65 كالو سړى و. هغه هم لږه شېبه پس راننوت. يو بل خپلوان ورته ډوډۍ راوړه. په هوجره كې ناست كسان ډوډۍ ته كښېناستل. له چاى او ډوډۍ نه وروسته ځينې كسان كورونو ته ولاړل، يوازې اختر محمد او واړه يې پاتې شول. تر نيمې شپې پورې مې هغوى ته تسلي او ډاډ وركاوه. شپه مې ورسره سبا كړه، سهار وختي مې اّس زين كړو او له هغوى نه مې رخصت راواخيست او د كور په لور مې اّس قمچين كړ.
ماښام تېر خپل كلي ته ورسېدم. څنګه چې د لوى لارې نه د كلي په لومړۍ كوڅه كې مې اّس ورو كړ او په كوڅه باندې مخامخ روان شوم. لا يوه ټوټه مزل مې نه و كړى، چې وړاندې د كوڅې په منځ كې د خلكو ګڼه ګوڼه وه، تورتم و د ځينو كسانو سره لاټينونه و. د كوڅې بل اړخ ته روان و. په يوه سړي مې غږ وكړ: وروره ودرېږه، يوه پوښتنه درنه كوم.
هغه پښه نيولى شو، ودرېد. زه خواته ورنزدې شوم. وروره څه خبره ده، په دغه كوڅه كې ډېر خلك روان دي؟.
ولې ته خبر نه يې؟
نه نه زه خبر نه يم، خير خو دى؟ خير چېرته دى، د ملك كاكا دوه زامن يې يې د شولګرې په دوكانونو كې وژلي دي.
له اّسه كوز شوم، سمدستي مې زړه درزا پيل كړه.
وروره د كوم ملك، ددې كلي خو يو ملك دى نو!
ملك افسر خان نه پېژنې؟
دا څنګه؟ دا كله؟ په مغزو كې مې كړنګ وشو. هغه زما تره يادوې؟
راځه نورې خبرې پرېږده، خو سيداجان او ميراجان يې نن ماسپښين دواړه وژلي دي، سبا ته يې ښخوي.
نور نو په ځان پوه نه شوم، سمدستي مې ځان ور ورساوه. اّس مې په دېره كې وتاړه او زه د كلا دروازې ته ور روان شوم. دومره وارخطا وم، چې دوه ځلې د كلي دروازه كې راخطا شوم. پښې مې اړ و پړ شوې، نزدې رالوېيدلى وم. په دروازه كې ورننوتلم، د ښځو ژړا او ويرونه مې مې غوږ ته راورسېدل. د كلا په دالان كې خلك راجمع وو. پام چې مې وكړ، وړاندې برنډه كې دوه جنازې پرتې وې. ښځې ترې شاوخوا ناستې وې. ټولو زه وليدم، چې ورروان وم. زما په ليدو د ژړا غږونه يو انګور جوړ شو. وارخطا وارخطا مې ځان ورورساوه.
د دواړو جنازو د شهيدانو د كټونو په بازوګانو مې لاسونه كېښودل او ورپرېوتم. بيا مې ځان ونه پېژانده، تر ډېره وخته پوره په كلا كې د ساندو او ويرونو چيغې پورته كېدلې. كاكا مې راغاړې وت، سلګو نيولى و. هر چا په زوره زوره ژړل. لږ لږ په ځان پوه شومه، د كټ بازو ته چا كښېنولم، زړه مې راټينګ كړو، اوښكې مې پاكې كړې، ايله دومره مې له خولي ووتل: دا څنګه چل شوى دى؟
كاكا مې په ژړغوني غږ وويل: بچيه دا يې ماسپښين د شولګرې په دوكانونو كې وژلي دي. د كلي نور كسان يې هم وژلي دي. په دې وخت كې له بيرون څخه يو تن راغى، داسې يې وويل: هديرې ته يې مړي راوړي دي، خلك په هديره كې راټول شوي دي، ناوخته دى دا مړي رااخلئ. خلك له دواړو جنازو نه تاو شول، ښځو او نرو د كور لوى وړو وير جوړ كړو. جنازې پورته شوې، د كلا تر دروازې پورې ترڅو چې جنازې وتلې، ويرونو كلا لړزوله. په بيړه سره جنازې له كلا نه ووتلې. د كلا په دروازه كې ښځي او ماشومان ودرېدل. د سيداجان او ميراجان مېرمنو خپل ويښتان شكول او چيغې يې وهلې، ترڅو چې دواړه جنازې يې له سترګو پناه شوې. جنازې په منډه منډه خلكو هديرې ته ورسولې. د هديرې په څنګ كې لوى ميدان و، نورې جنازې هم پكې ايښې وې.
د خداى مخلوق راغونډ شوى و، سپين ږيري، تور ږيري، واړه ځوانان ټول د شاوخوا كليو نه راغلي وو. د هديرې په وړاندې ګوټ كې ځاى پر ځاى تور سرې هم ښكارېدې. عمومي جنازه وشوه، يوه د سپينو جامو ملا د خلكو مخې ته ولاړ و، وعظ يې كاوه. د وعظ په پاى كې يې داسې وويل: وروڼو لاس پورته كړئ، الله ته سوال زارۍ وكړئ، ترڅو زموږ په وطن كې جګړه بنده شي. هر چا زموږه وطن وران كړو، اخر امريكا راپسې راغله. زموږ په خوار اولس يې خپلې وسلې ازمېښت كړې. اوس پرې وار د امريكايانو او انګريزانو دى. كلي او ښارونه يې چې څه پاتې وو، دوى په بمونو او راكټونو وويشتل. په دې لوټ شوي او تالا شوي ملك كې نور څه پاتې دي، چې دوى له موږه څه غواړي. خدايه څوك چې په موږه ظلم او ناروا كوي، له مخه يې تباه كړې. په دې وخت كې يوه تور ږيري سړي د ملا صاحب په غوږ كې يو څه وويل، ملا نورې خبرې د امريكا په باب ونه كړې، خوله يې ونيوله. يو حديث يې تېر كړ، نورې خبرې يې په نيولي غږ وكړې. د شهيدانو جنازه وشوه، خلكو مړي پورته كړل او هديرې ته يې هر مړى خپل خپل قبر ته يووړ. مړي ښخېدل او د قبرونو په سر ملايانو په جګ اواز د خداى كلام اّوراوه. هر ملا د زړه له اخلاصه مسئلې كولې. چا خاورې ده مولې او په قبر يې شيندلې. ځينو له ځانه سره پټ پټ د شونډو په سر كليمې ويلې. چا د مړو د قبرونو له پاسه څادرې نيولې وې. د قبرونو ترڅنګه وړاندې د شهيدانو خپلوانې، تور سرې ښځې يو تر بله نزدې ناستې وې. د هرې ښځې پرمخ اوښكې روانې وې. د يوه قبر څنګ ته د ښځو د ډلې په منځ كې يوه ښځه نورو ښځو له لاسه نيولې وه، خو هغې ښځې چيغې او نارې وهلې. همدا يې ويل: خدايه په دوستم او امريكا تندر راوارتوې! زما بچي يتميان شول، الله كور مې وران شو، خدايه ته خو د ظالمانو كور وران كړې. همدا يې ويل او ستونى يې بند شو، اواز يې په ټپه ناست و، بې خودي پرې راغله. نورو ښځو په غېږ كې ونيوله او پرې راټولې شوې، هديره كې بده ورځ جوړه وه، ژړا او چيغې وې.
په هديره كې د ټولو خلكو شونډې وچې وې، له خلو نه يې اسويلي بادېدل.
مړي ښخ شول، دوعا وشوه. وروسته بيا د هديرې په سپين ميدان كې خلك ودرېدل او اخري دوعا او فاتحه وشوه. خلك له هديرې نه هرې خواته روان شول. په ټولو كليو كې يو شان خپګان و، د شپې له خوا د بالاحصار په كلا توده جګړه روانه وه. ډېر طالبان دننه په كلا كې بند پاتې وو او مقابله يې كوله. تسلمېدو ته يې غاړه نه ايښوده. له شمالي ټلوالې او امريكايانو سره په سخته جګړه اخته وو. له دواړو خواو نه مړي زخميان كېدل. ځينې مړي زخميان به كليو ته راچلېدل، په بالاحصار څو ورځې جګړه كېدله. امريكايي عسكر له بالاحصار نه راتاو شوي وو، د ټانكونو او هوايي الوتكو غړمبا ټول مزارشريف لړزاوه. سبا ته وختي په كليو كې احوال ولګېد، وويل شول چې بالاحصار يې ونيو، طالبان يې تسليم كړل او ويې وژل.
او دا هم ويل كېدل، چې د طالبانو سره پاكستاني جنګيالي هم وو. مازديګر لمر په غړغړه و، يو زخمي يې په اّس اچولى كلي ته راوړ. د زخمي په خوله كې ايله بېله ساه وه، نور ختم و. يو زلمى چې ددغې كلي دا زخمي چې ېي راوړ، خلك ترې راتاو شول او پوښتنه ېي ترې كوله. لومړى هغه هېڅ نه ويل، خو چې د كلي خلكو ډېر ټينګ كړ، پخپلو وچو شونډو يې ژبه وګرځوله. سترګې يې راووېستلې، داسې يې وويل:
وروره د ځانونو غم كوئ، والله كه مو ژوندي پرېږدي. د امريكايانو سره يوځاى دوستميان او ټلواله يوځاى په طالبانو پسې ګرځي، چې نوم پښتون مخې ته ورځي، ژوندى يې نه پرېږدي.
زموږ خوا ته ښه رانزدې شو، په كراره يې موږ ته داسې وويل:
فكر مو اوسه په دې وخت كې يوځاى ډله ډله مه درېږئ، همدا نن غرمه زه خبر شوم، چې له كليو نه پښتانه په يوه بهانه او بله بهانه بيايي، پام كوئ فكر مو اوسه. ښه به دا وي، چې پخپلو كورونو كې ونه اوسېږئ، ځانونه غېب كړئ.
د سړي په خبره مونږ د جومات چنې ته ولاړ كسان حېران پاتې شوو. خپلو كې مو سره وويل: درځئ چې اوس كورونو ته لاړ شو. سبا ته به په حالاتو ځانونه پوهوو.
شپه د كليو خلكو باندې په وېره او ډار تېره شوه. سهار شو، ما ځان لږ وختي د جومات مخې ته ورساوه. كتل مې چې په وستل كې درې څلور تنه كليوال ناست دي سره غږېږي. زه د هغوى خوا ته نزدې ورغلم، سلام مې واچاوه ورسره كښېناستم. هغوى د حالاتو په باب سره خبرې اترې كولې. وړاندې په كڅ كې په نرۍ لاره يو سړى په اّس سور راروان دى. موږ ټول د هغه په تماشه شوو. موږ پوهېدو چې دغه سړى خامخا د كلي دى، كوم نوى احوال به يې راوړى وي. موږ لا په دې سوچ كې وو چې هغه زموږ نه وړاندې د كلي په لويه دروازه راننوت. د وستل ترمخه په لاره راروان و. كله چې موږ ته راورسېد، له اّس نه كوز شو. موږ ټولو هغه وپېژانده چې هغه د كلي يو سړى و، زوى يې په بالاحصار كې له طالبانو سره عسكر و. هغه خپل اّس ودراوه او زموږ خوا ته راغى. سلام يې واچاوه، موږ ورته ستړي مشي وويلې. زموږ له ډلې نه يو تن ډېر بې واره و. دستي يې ترې د هغه د زوى پوښتنه وكړه. ويلې لومړى دا ووايه چې زوى دې ژوندى دى كه نه؟
هغه چې رنګ يې زېړ اّلوتى و، شونډې يې وچې وې، خپله ژبه ې په وچو شونډو وګرځوله، ويلې نه؟ ډېرې پوښتنې مې له يو بل نه وكړې، مګر هېچا راته څه معلومات رانكړ. بېګا مازديګر ټول بالاحصار تسليم شوى دى، كومو كسانو چې مقاومت كاوه، هغوى يې نيولي دي، زيات پكې مړه دي.
ما وى وروره ته خو پوره كيسه وكړه، څنګه چل شوى دى؟
هغه د بالاحصار پلو مخ واړاوه، ويې ويل: وروره د محشر ورځ تېره شوې ده. پرون په بالاحصار الوتكو بمبارۍ كولې او لاندې توپونو او ټانكونو په بالاحصار اور بل كړى و. د ماسپښين نه وروسته جګړه ودرېده. په بالاحصار د دوستم او رباني دوى عسكر وروختل. خارجي قواوې هم د بالاحصار په شاوخوا كې وې. دومره مخلوق مړ شوي دي، چې په زرګونو طالبان وژل شوي دي. حېران دې ته يم چې په مړو به څه كوي، ځكه چې هغه خو د ښخولو نه دي او نه څوك شته دى، چې دومره قبرونه اوباسي، خو خلكو سره خپلو كې ويلې چې مړي په بيلدوزرو ښخوي. كندې ورته اوباسي او مړي ورته ورګوزاروي. ډله ييزو قبروو كې يې وراچوي، ژوندي چې څوك پاتې دي، هغوى زندان ته بيايي.
په ټولو كليو كې پښتانه رانيسي او له كوره يې باسي، له ځان سره يې بيايي. دومره خلك ې نيولي دي، چې د پېنځه شپږ زرو نه خامخا زيات دي. دا خو ټول طالبان نه دي، خو چېرته چې يې پښتانه پيدا كړي دي، نيولې يې دي. زه په همدې خاطر نن دلته راغلى يم، چې دا پاتې پښتانه خبر كړم، چې د ځان غم وخوري، كه نه نو خبره خرابه ده، هو خرابه ده!.
دوعا وشوه، له جومات نه خلك خواره شول او خپلو كورونو ته لاړل. زه هم خپل كور ته راغلم. د ماښام له ډوډۍ نه وروسته په دې شپه تر ډېره كښېناستم. ماشومان او مېرمن مې ويده شول، زه هم پخپل كټ كې پرېوتم. ما لا ډډه نه وه لګولې چې د كلي سپو غپا جوړه كړه. غوږ مې چې ونيوه، د كلي په هره كوڅه كې د سپو غپا زياتېده. زه له كټه راجګ شوم او د كور برنډې ته راووتم. د كلي شاوخوا ته مې پام وكړ، سپو همغه شان غپلې. د كلي د كڅ سرته په سرك كې موټرې د كلي په لور راروانې وې. سړك زموږ د كلي ترڅنګه تېر شوى و، ما ښه ورته ځان ځير كړ. ما وى چې دا به د دوستم دوى عسكر وي، چېرته به ځي. د موټرو څراغونه به كله ګل شول او كله به ولګېدل. سړك خو بې له هغې كندې كندې و، ما فكر كاوه، چې دا موټرې په لوړو ژورو كې خېږي او كوزېږي، ځكه يې سترګې نه معلومېږي. خو هغه د دوى خپل مانور و. ما هېڅ فكر نه كاوه، چې ګنې دوى به كلي ته راځي او خلك به له كورونو نه وباسي. موټرې راروانې وې او سپو هم ډېر غپل.
زه لاړم بېرته مې ډډه واچوله، نسوار مې لا خوله كې دي، ښه پوره وخت په سوچ كې لاړم. يوه شېبه وروسته مې شور او غرپا تر غوږ شوه. بيا مې سر له كړكۍ رابهر كړ، لاندې كوڅه كې هرې دروازې ته وسله وال سړي ولاړ دي، د كلي منځ ته مې چې سترګې واړولې، شور او غالمغال دى. د مازديګر د بوډا سپين ږيري خبره مې نېغه زړه ته ودرېده. تر مازديګر ناوخته د جومات په شاوخوا كې د كلي خلك خپلو كې سره جرګه جرګه كېدل، همدا ېي ويل چې څه چاره ولټوو. اوس خو خبره زموږ سرته راغلې ده. ښځې او كورونه خو نشو پرښودلى. هرڅه چې راباندې كېږي، كېږي به! مرګ مو قبول دى، خو دا شرم نشو قبلولى. په تاريخ كې به مو بچو ته پېغور پاتې شي. تر ناوخته همدا فيصله وشوه، چې په همدې خپل كلي كور كې به ناست يو مرګ وي او كه درد، همدلته به يې تېروو. هلته وړاندې د جومات په برنډه يو زوړ بوډا سپين ږيرى ناست و، خپلې تسبيې يې اړولې. خلكو ته ېي مخ راواړاوه، ويې ويل: هلكانو پام كوئ دا تركمن او ازبكان مو نه پرېږدي، موقع ورته په لاس ورغلې ده، په هر سبب چې وي دا ځل پښتانه بې مرګه نه پرېږدي. تاسې خپل اتفاق او بيا لارې ګودري ګورئ. اګرچې پښتانه بې اتفاقه قوم دى، دا ټولې نادودې يې پخپله په ځان راوستي دي، كه دوى لږ په اتفاق واى، مشر او كشر يې معلوم واى، د بل په دسيسو نه غولېداى، داسې حالت به پرې ولې راتلاى؟.
اوس پخپلو كې سره يو شئ، يوه خبره غوټه كړئ او بيا پرې عمل وكړئ كه نه نو دا ځل بيخي دل كېږئ. د بوډا خبره چې خلاصېده، ملا د ماښام اذان وكړ. خلك په جمعه ودرېدل، د لمانځه په پاى كې ملا امام دوعا وكړه او د دوعا په اخر كې يې وويل: وروڼو لاس پورته كړئ، چې الله پاك سوله راولي، زموږ د مسلمانانو خو ددې زورور ظالم سره زور نه رسېږي، خداى دې پخپله خدايي سره مسلمانانو ته برى وركړي. دا ځل پښتانه بې مرګه نه پرېږدي.
زه له په دې فكر او سوچ كې وم، چې د كلا دروازه وټكول شوه. مېرمن مې راجګه شوه، ويلې سړيه پاڅه دروازه ټكېږي. زه له كټ نه پاڅېدم، ښځې ته مې وويل: تاسې مه وارخطا كېږئ، كېداى شي د كلي څوك وي او ماسره يې څه كار وي. زه راښكته شومو شاته مې مېرمن هم راپسگې جوخته راروانه وه. د كلا دروازه مې خلاصه كړه، كتل مې چې شپږ تنه ټوپك والا ولاړ دي. مېرمن مې چې دوى وليدل، په چيغو ېي لاس پورې كړ. دغسې چيغې د كلي په هر كور او كوڅه كې اورېدل كېدې، سړو وويل: خوارجان ګريه نه كن، شوهرت زود پس مى اّيد!.
ما يوازې خپلې ښځې ته همدومره وويل: دروازه كلكه كړه، زه بېرته راځم! زه دوى له ځان سره روان كړم. دوى راته يوازې دا وويل، چې د كلي ټول خلك يې غوښتي دي، په زړه كې دې بل څه تېر نشي. ماته د بوډا خبره بيا نېغه مخې ته ودرېده. روان ېي كړم، د كلي د هرې كوڅې نه ېي خلك راوېستلي وو او د سړك په خوا روان وو. موږ هم سړك ته ورسېدو. په سړك ډېرې موټرې ولاړې وې، د كلي ټول خلك يي سړك ته راوستل، يوازې د وسله والو نه يو چا غږ وكړ، وې ويل:" برادران شما را قوماندان صاحب خواسته چيزى ګپ ميزند، ديګر هيچ ګپ نيست". نور يې هېڅ ونه ويل. د كلي ټول خلك يې په موټرو كې كښېنول او د مزارشريف بالاحصار په لور يې حركت وكړ.
موټرې خو څه عسكري وې او څه چكلې لارۍ وې. ټول كلى په ژړا او چيغو پاتې شو، سپو هماغه شان غپلې چې موټرو حركت وكړ. په هر موټر كې وسله وال د كلي د خلكو سره كښېناستل، د بالاحصار په لوري موټرو حركت پيل كړ.
زه يې هم يو موټر ته وخېژولم، په هر موټر كې د كلي خلكو يو تر بله سره پېژندل. زموږ سره په موټر كې هم ټول بلدي كسان ناست وو، توره شپه وه، تورتم كې يو بل سره نه ليدل، مګر يو بل سره به چې خبرې وكړې، په موټر كې ناستو كسانو به هغوى اوچت وپېژندل. لږه شېبه چې موټرو لار ووهله، خلك زموږ په موټر كې غلي ناست وو. ناڅاپه د موټر له يوه ځاي يوه تن داسې وويل: د طالبانو دې خداى كور وران كړي، د هېچا ېي نه منله، ټول پښتانه يې پرې قتل كړل. خپله خو قرانګو كه به د اسلام او پښتونوالي نښه وركې وه، خوشې ټولې دنيا ته يې پښتون سپك سپاند كړ. ګورئ په دا نيمه شپه ټول كلى يې له خلكو خالي كړ. اى وروڼو په دې ښه پوه شئ، چې موږ او تاسې مرګ ته بيايي. په موټر كې ناست كسان ټول پوه شول، چې دا خو د كلي (ميراب) صاحب دين اكا دى. په دې وخت كې يو تن ټوپك والا پري گراغوټه شو، په كونداغ يې وواهه. صاحب دين اكا يو اخ وكړ. په موټر كې ناستو كسانو ټولو په يو اواز ټوپك والا ته ويل: مه چې د كلي ميراب ونه وهې، دى خو طالبان يادوي، تاسې يې خونه ياست ياد كړي. دا خو د ټول كلي خدمتګار غريب سړى دى، ولې دې په كونداغ وواهه، دومره د پښتنو ټكولو ته تږي ياست؟
ټوپك والا په قهر او غضب وويل:ګپ نزن، شما طالباى بى فرهنګ وحشى!
ټولو په موټر كې ناستو كسانو ورته وويل: خوله دې سمه خوزوه، ردې بدې مه وايه!. يو تن كليوال وويل: وروڼو ده سره ځان مه سموئ، پرېږدئ چې چېرې مو وړي، نورې خبرې به هلته د دوى مشرانو سره وكړو. هغه بيا وويل:"والله اګر به ګپ زدن ات بماند".
د هغه له دغې خبرې سره ټول چوپ او غلي كښېناستل. موټر روان و، ډېره لاره يې ووهله. ترڅو چې د مزارشريف بالاحصار ته ورورسېدو. موټرې ودرېدې، شپه هم په وتو وه، چرګانو اذانونه كول، چې مونږ د بالاحصار دروازې ته مخامخ په سړك ودرېدو. يوه شېبه په موټرو كې ناست وو، له موټره مې چگې پام كاوه، د بالاحصار مخې او شاوخوا دومره ډېرې موټرې او خلك ليدل كېدل، چې هېڅ په شمېر كې نشواى راتلاى. يو تن زموږ موټر ته نزدې راغى، د موټر سيټ كې يې كوم يوه سره څه وويل او بېرته لاړ. لږه شېبه وروسته وسله وال د سړك دواړو غاړو ته ودرېدل، د بالاحصار د كلا دروازې پورې پر سړك ټوپك په لاس عسكر ولاړ وو. شپه ووته، رڼايي ولګېده، هرڅه ليدل كېدل. ټانكونه او توپونه ځاى پرځاى ولاړ وو، وړاندې امريكايي عسكر ښكاره ترسترګو كېدل، له درېشۍ او وسلو نه اوچت پېژندل كېدل. زما زړه كې دا تېرېدل، چې امريكايان خو شته دى، په موږ به څوك ظلم نه كوي. له موټره راښكته شو، په سړك يې مخامخ د بالاحصار د كلا دروازې ته روان كړو. زموږ د كلي خلك يې ټول په سړك روان كړل. كتل مې چې د بالاحصار د كلا په دروازه خلك ورننوتل. كله چې موږ دروازې ته ورنږدې شو، څو تنه خارجي كسان او د دوستم او رباني يوه ډله قوماندانان او مهم كسان ولاړ وو. دروازه كې وسله وال كسان په داسې حال كې و، چې چا په دروازه كې د ننوتلو په وخت كې خلك شمېرل د يوه تن سره قلم او كاغذ په لاس كې و. ځينو وسلې تيارې نيولې وې، له دروازې به دوه دوه تنه دننه ورننوتل.هغوى به زر زر شمېرل. زه چې دروازې ته ورورسېدم، دويم تن راسره زموږ د كلي يو خياط (كالي ګنډونكى) ملګرى شو. هغه د ننوتلو په وخت كې ماته وكتل او ما هغه ته. له دروازې تېر شو. دننه لاړو، چې پام مو وكړ، دننه د بالاحصار كلا خو پخوانۍ عسكري كلا ده، چې بې شانه لويه ده، په زرګونو خلك پكې ځاېېږي. دننه پكې وداني ډېره ده، موږه چې لږ وړاندې ورتېر شو، ټوپك والا ودرولو. شاته مې چې پام كاوه، زموږ د كلي خلك ټول ولاړ وو. پنځوس متره وړاندې د كلا ديواله ته څيرمه بې شمېره ډېر خلك ناست وو، څو تنه وسله وال ورته ولاړ وو. مخامخ د يوې لويې ودانۍ په غټو كوټو كې د خداى مخلوق ناست وو. همدا شان په دواړو چپ او ښي پلو څو متره وړاندې كوټو كې يې طالبان اچولي وو. ما چې په كلا كې دننه دا د خداى مخلوق وليد او ټول حالات مې له نظره تېر كړل، پوه شوم چې دا دومره ډېر خلك يې تش د طالبانو په نوم راوستلي دي.
موږه سره په كلا كې دننه سمدستي بل ډول چلند كېده، نه مو چا خبرو ته غوږ ايښوده او نه يې راته د انسانيت په سترګه كتل. لمر راوخوت، موږ لا همغسې ولاړ وو. ځينې كسان چې بې وسه وو او يا سپين ږيري و، هغوى ځاى پرځا ىناست وو. په دې كې دوه وسله وال راغلل او داسې يې وويل: اوغانا بشيند.موږ پخپلو ځايونو كښېناستو. د ورځې تر دولسو بجو پورې ځاى پرځاى ناست وو. اوبه او ډوډۍ يې نه راكوله. ما چې د كلا د ټولو راوستلو خلكو او طالبانو په ګډون اټكل وكړو، تقريباً شپږ زره كسان به وو. د ورځې له دولسو بجو نه وروسته يې اوبه راوړې. هر چا اوبه وڅښلې، خو همدا به يې ويلې: د خپلځايه مه ښورېږئ. هر څوك بايد پخپل ځاى كښېني، بله خبره نشته دى، همدا نن تاسې د مزار ښار ته بيايي. هلته كومه عمومي غونډه ده، د خبرو اترو لپاره غونډه جوړه شوې ده.
يوه تن په ناستو كسانو كې ورنارې كړې: وروره بې له هغې مو وژنئ، دومره خو وكړئ، چې لږ خواړه او اوبه خو راته راوړئ، له لوږې او تندې مو ولې وژنئ. وسله وال چې اصلاً ازبك ښكارېده، خيرن لنګوټى يې له سره تاو كړى و، د نسواري بخمل اوږد كميس يې په تن و، لنډ پرتوګ او زاړه عسكري بوټان يې په پښو و، چيته پوزه او شنې بخنې سترګې يې وې، لنډكۍ ږيره يې وه. د دېرشو كالو به و، له نورو نه دى لږ د انصاف خاوند و. ويلې: برادرا از انجا از چاه در سطل اّب بياريد، مګر درينجا نان مان نيست. دوه تنه ګړندي پاڅېدل اوبه پسې ولاړل. د هر چا خوله وچه وه، ځكه چې ډېرو خو نسوار اچول او بېرته يې توكول. د كلي خلك له خپلو ځايونو نه راوخوځېدل. يوازې خو زموږ د كلي خلك نه وو، په دې كلا كې يي د ډېرو كليو خلك راټول كړي وو. طالبان هم پكې وو، مخكې چې څه طالبان په دې كلا كې اوسېدل، هغوى څه وژل شوي وو، څه زخميان او ځينې يې ژوندي په كلا كې رابند كړي وو. د كليو خلك يې چې ټول پښتانه وو، نه طالبان، ولې د طالبانو په نوم يې راوستي وو او په كلا كې يې اچولي وو. امريكايانو ته يې ويلي وو، چې دا ټول طالبان دي او القاعده دي.
زه ټينګ نشوم، له خپلو كليوالو نه وړاندې لاړم. د بالاحصار د كلا دننه نورې ودانۍ دوه پوړه او درې پوړه جنګي برجونه ېي درلودل. په كوټو كې او هم دباندې مچ ميږي خلك خوزېدل. دا خلك ټول يا طالبان او يا د كليو خلك يې راوستلي و. هر چاته مې غوږ ونيوه، چې څه وايي. چا به ويلې ساعت پس به جرګه جوړېږي، موږ ټول به پكې ګډون كوو. دا خبره به زياتره د كليو د خلكو له خولي گراوتله. ځينو به ويل په عمري بند مو بنديان كوي او چا به ويلې په قران كه به نور ترې د ژوند څكه وكړئ. طالبانو خو هسې ګلونه نه دي كرلي، چې ګنې مونږ به روغ پرېږدي. كاشكې د پښتو او پښتنو لپاره يې خو څه كړي واى. ځينې مې وليدل هېڅ يې نه ويل. تور مخي ږيرې يې رسېدلې څه چې له نامه نه هم تېرې وې. اوچت ښكارېدل، چې پنجابيان دي. پخپلو كې به يې سره غلي غلي خبرې كولې، له لوږې او تندې نه بيخي "پړي" شوي وو.
ما چې د بالاحصار د خلكو حال احوال واخيست، پوه شومه چې نه كومه جرګه شته او نه دې خلكو سره انساني چلند كېږي. دا ټول به بندي كوي او يا به يې وژني. په دغه كلا كې دوه ورځې مخكې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ سخته جګړه شوې وه، چې په پاى كې امريكايي الوتكو پرې بمباري كړې وه. طالبان يې څه وژلي وو او ځينې يې ژوندي تسليم كړي وو.
يو تن طالب مې وليد، چې د يوه ديواله ترڅنګه ناست و، په لاس كي يې خدازده د څو ورځو وچه يوه مړۍ ډوډۍ نيولې وه، په يوه ډډه ناست و، يوه پښه يې زخمي شوې وه، په ټوټه يې تړلې وه، خو وينې ترې راوتلي وې. دى لګيا و په وچه ډوډۍ ېي شخوند واهه. خواته يې د اوبو خاورينه كوزه ايښې وه، په وچه مړۍ پسې به يې د اوبو ګوټ كاوه. زه د هغه په لور ورروان شوم، هغه كوزه په سر پورته كړه، اوبه يې وڅښلې. ماته يې راوكاته، سترګې يې چخنې، زيړ زبېښلې رنګ خيرنې جامې، د مخ هډوكي يې له ورايه نېغ راختلي وو. كوزه يې پر ځمكه كېښوده، زه خواته ورورسېدم. زما خو جامې پاكې او ظاهري بڼه مې لا تازه وه. هغه راته متوجې شو، خپلې سترګې يې راښخې كړې، ما سلام ورواچاوه، هغه وعليكم ووايه. خواته يې كښېناستم، هغه راته همغسې په ځير ځير كتل. ما وى وروره اجازه ده، چې خوا ته دې كښېنم؟. هغه وى ولې نه كښېنه وروره! زما تلوسه وه ما وى چي د پښې د زخم پوښتنه ترې وكړم. په كرار مې ترې وپوښتل: وروره زخمي شوى يې؟ هغه وى: هو دا پښه مې لګېدلې ده. ما وى ماته خو نه ده؟ هغه خپل اوښكې لږ كوږ غوندې كړو، لاندې يې خپلې پښې ته وروكتل ويلې وروره پښه مې له زنګانه نه كوزه ماته ده.
دا څنګه ولې ماته شوه؟
همدلته پاس په هغه برج كې ناست وم، نور ملګري مې هم راسره وو، هغوى راته شهيدان شول او زه په دې پښه ولګېدم. كاشكې زه هم مړ واى، شهادت به مې پر نصيب شوى واى، له دي حال نه به خلاص وم.
دلته تاسې څو تنه وئ؟
موژ پردې كلا كې بالا له دوه زرو نه زيات طالبان اوسېدلو. ده له دې خبرې سره جوخت وويل: وروره ته هم طالب يې كه څنګه؟
ما وى نه وروره زه يې د خپل كلي خلكو سره دلته راوستلى يم. بېګاه يې نيمه شپه راوستلو او په دې كلا يې راننوېستلو.
ده وى هو نو اوس پشتانه كله پرېږدي. د هغه رنګ كې لږه سورخي پيدا شوه، خپله پښه يې په يوه لاس ونيوه، له خپله ځايه لږ وخوځېده، ويې ويل: ارمان دى چې له دا طيارو او بې پنجاو دو سره نه كېږي، موژ خو خپل وس وچلاوه، خو نه وشوه! بالا نو نور نه يم خبر چې په ګرد افغانستان كې به څه حال وي؟ موږ خو نو دلته اوبايلوده.
وروركيه ښه نو دا دومره طالبان چې په دې كلا كې وو، هغوى څه شول؟
ټول څه مړه او څه يې ژوندي اسيران كړل. مړي يې په موټرو كې ووېستل، خبر نه يم چې چېرې به ېي وړي وي. دومره مې ليدل، چې موټران به يې ځينې ډكول او له بالاحصاره به وتل. دلته خو خالي په شمار څو تنه زخميان او يو څو كسان روغ پاتې يو. دا كلا خو داسې ډكه نه وه، دا نور طالبان يې په دا دوو ورځو كې سره راوستل. وروره په دا دوو ورځو كې بل شان حال دى. په زرګونو طالبان بې چاره ګان يې له دې كلا د بالاحصار نه يووړل. نور هم ورپسې راولي او دوباره يې بېرته په دا لويو كانتينرو كې چېرې وړي. پري خبر نه يم، چې څه به پرې كوي؟
هغه درد ونيو او ښي لاس يې په خپله پښه كېښود او ښكته يې ورته وروكتل. په دې وخت كې يو تن زموږ كليوال په ما پسې راغى، ويلې راځه چې خلك دې غواړي. له زخمي طالبه مې اجازت راواخيست او خپلو كليوالو ته خواته راغلم.
يوه راته سمدستي وويل: انډيواله راځه ليرې ليرې مه ګرځئ، اوازه ده چې كوم امريكايي هيئت راځي، څه خبرې لري. يوه بل د كلي مشر سپين ږيري وويل: رښتيا ده زموږ د كلي ټول وروڼه بايد په همدې ځاى كې سره راټول يوو، چې له نږدې نه ورسره خبري وكړو، چې زر مو رخصت كړي، ټول كلى يوازې ښځو ته پاتې دى، ښځې او ماشومان به څه وكړي؟. په دې وخت كې يوه بل كليوال پرې غږ وكړ، ويلې: كاكا همدا ته به ورسره خبرې زموږ د ټولو په نمايندګۍ وكړې. د كلي نايي اكا خاورين نړېدلي ديواله ته تكيه وهلې وه، پړت لاړي او نسوار ېي له خولې تېر وارتول، همغه سپين ږيري اكا ته يې وويل: پردل اكا نور موږ د لوږې نه مرو، هر څوك چې راغلل او خبرې دې ورسره كولې، لنډې لنډې خبرې ورسره وكړه، چې له دې عذاب نه خلاص شو. يوه بل زلمي وويل: موږ خو نه طالبان يو او نه د هغوى ملګري، مونږ خو يې په خداى قسم دى په دې راوستي يو، چې پښتانه يوو!
موږ څوك او طالبان څوك! پخپلو خبرو كې احساسات شو. سترګې يې سرې واوښتې، موږ امريكايان څه پېژني، خو همدوى مو ورته ورښايي. موږ تل له خپلې لمنې نه اور اخيستى دى، موږ نه خارجيان څه خبر دي. لږ شان غلى شو. بيا يې وويل اوس نو هېڅ نشو كولاى، هرڅه چې كېږي، هغه به كېږي. نور پخپل ځاى غلى پاتې شو. مازديګر رانزدې شو، څوك رامعلوم نشول. ما خپلو كليوالو ته وويل: كه ستاسې اجازه وي، زه به له هغه دروازې سره چې ولاړ ټوپك والا دى، پوښتنه وكړم، ګوندې څه معلومات خو به راكړي.
ټولو راته ووې: ورشه ولې نه يو څه خو به درته ووايي. زه په منډه له دوى نه روان شوم او د كلا دروازې په لوري وخوځېدم. زه ورو شان پښه نيولى شوم. كتل مې چې دوه تنو بيرون په سرك مخامخ د كانتينرو كتار ته اشاره كوله. مخامخ دروازې ته د كانتينرونو كاروان ورو ورو راروان و. ما ورپسې سر ونه ګراوه، خپلو كليوالو خواته راروان شوم. لا خپل ځاى ته نه وم رسېدلى، چې څو تنه طالبان وړاندې د كوټې ديواله ته سره ولاړ وو. په زوره زوره يې چيغې كړې ، ويلې اى مسلمانانو وروڼو، ګورئ چې د هر يانو بيا كانتينرې راوستې، دا درې ورځې سر په سر دوى طالبان او نور د كليو بې چاره پښتانه مسلمانان په كانتينرو كې اچوي او چلوي يې. خداى خبر، چې چېرې يې وړي. دا دى ورته ګورئ په موږ او تاسو پسې دا كانتينري راوستي دي. د طالبانو په دغه خبرو ټول خلك لږ وارخطا غوندې شول. لا لږه شېبه وتې نه وه، چې دروازې ته نږدې د دروازې خولې ته لومړنى كانتينر ودرېد. يوه ډله وسله وال كسان، چې له بڼې او جامو نه ښكارېدل، چې ازبكو تركمن، هزاره او نور تاجكان وو، مشران ېي مخكې او نور ورپسې له دروازې نه دننه راننوتل. ما چې له خپلو سترګو او نظر نه تېر كړل، تقريباً د شلو تنو په شمېر كې راتلل. د كلا دننه ولاړل، وړاندې په كوټو كې طالبان پراته و، ما دا خيال كاوه، چې ګنې څو سوه كسان طالبان به په كلا كې وي. خو كله چې يې هغوى له كوټو نه راووېستل او دروازې په لور يې راروان كړل، د كلا په منځ كې د دوو موټرو په اندازه سړك تېر شوى و، پېنځه پېنځه تنه كتار يې طالبان
De laila Dakhta De stargo ledali Hal
By: Mohammada Jan Yar -
بېرته شاته |