(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي او مسلماني

[09.Jun.2024 - 13:48]

 

پښتونولي_اؤ_مسلماني

لیک: ایډوکیټ فرهاد اپریدی

ما د حمزه بابا رح یو شعر پوسټ کړ، ځینې ملګرو په خپل تاثرات شریک کړي.

اصل کښې زمونږ ټولنې ته یوه شریکه مسئله راپیښه ده. د قام په منځ کښې د ډائلاګ ربط ختم کړې شوې. کمیونیکیشن ګیپ جوړ کړل شوې، یا Replace کړې شوې.

نو مونږ په هیث د قام په اوتو بوتو سره شروع وهلې... آؤ د موسی سره شوي ظلم مو د خپلو علمي ډګرو په درز غوبل کښې له مینځه یوړو. اؤ د رباب نه مو د موسی اؤ فرغون قیصه جوړه کړه... 

زه خو سیاسي وګړې یم، سوچه په سیاسي سترګه ورته ګورم...ډیره اسانه مسئله ده خو چې یو بل ته غوږ شو. اؤ مکالمه سره وکو. دلیل د یو بل سخه واؤرو، 

لکه د مثال په طور زه پاکستان د یو اسلامي جمهوریه مملکت په نوم پیژنم، 

دا هم حقیقت دې چې د دغه ملک غړي هم یم. دا هم یو حقیقت دې آئين ئي هم عین اسلامي دې. دا هم حقیقت دې چې تقریبا ٩٩ سلنه ابادي ئي مسلمانان دي

اؤ بیا د پښتونخواه پښتانه خو د څیرمه مسلمانان دي

اؤ دا هم حقیقت دې چې په دغه مملکت کې د پښتنو سره اجتماعي ظلم روان دې. د ټول قام اجتماعي استحصال کیږي

د دې هر څه باوجود مونږ د مملکت خداداد د مشرانو نه په خندا خوشالئ ټول په شریکه ایوارډونه، انعامات اؤ اعزازي اخلو، په یو محفل کښې فنکار، استاذ، ډتکټر ، انجنئر، عالم، نعت خواڼ، اداکار ، لوبغاړي، ټیک ټاکر، فلم ، ډرامه اؤ تهيټر هنرمندان،

سولجرز، پولیس،خدائي خدمتګاران،  د مدرسو اؤ پوهنتونونو طالبعلمان، د سازونو غږونکي لکه رباب نواز اؤ خوژ اوازه قاریان، ملیان صاحبان د حسن کارکردګئ په بنیاد په خپلو مبارکو لاسونو ایوارډونه وصولويتاسو ټول ئي هر کال وینئ

نو ایا که  رباب دومره غیر مذهبه، د ګناه اؤ کرکې څیز وئ اؤ دا خبره دومره مهمه وه، نو په دغه اسلامي ریاست کښې چرته چا د دغه تمغې غندنه کړې، کوم مولانا د دغه تقریب نا احتجاج قدرے کړې... نو ایا اوس زمونږ دغه ملایانو رونړو نه دا سوال نه جوړیږي چې تاسو خو پکار وه د موسی د مرګ تپوس ته تللي وئ، د ظلم خلاف مو د قام اواز بدرګه کړې وې... تاسو خو د پښتنو سره بیخي ذاتي دښمنئ ته بډې وهلي.. دا خبرې سیاسي دي، د جزباتو اؤ ضد نه ډډه اوکړئ

که د دې خبرې دلیل مو راکو چې دلته رباب غږول د ګناه په بنیاد قانوني جرم دې... نو د پاکستان په آئين اؤ قانون کې خو به خامخا جرم وي... اغه خو نشته. البته حوصله افزائي ئي کیږي. یعنی د حسن کارکردګئ ریاستي ایوارډ ورکړل کیږي. مطلب دا ګناه نده، یو ذاتي ناخوښتیا عنصر به وي يکښې، خو جرم یا قابل سزا ګناه نده.

اؤ که د رباب غږول د یو ادارې یا محکمې د رولز یا قاعدې خلاف ورزي په بنیاده منع وي، نو په دې خبره کیدې شي... 

نو دا د حلال اؤ حرام فیصلې چې چرته کیږي، عالمانو او ملایانو ته مې خواست دې چې الته ایمان تیر کئ، مونږ به درسره یو ... خو چې په صدارتي محل کښ دا هر څه روا شي، اؤ تاسو ئي په خپل موجودیت اؤ اراده تسلیم کئ. نو بیا په دغه قیصو پښتانه مه زوروئ.  

مونږ ته جمهوریت ګناه،، اؤ د ټولو نه اول په قطار کې ملا ولاړ .

مونږ ته د پاکستان عدالتونه  د فرنګي دي اؤ بیا د جج په کرسی علامه مفتی تقی عثمانی رح ناست وي.

مونږ ته خپله پښتونولي حرامه، غیر اسلامی اؤ د پنجاب اؤ عربو کلچر بیا حلال اؤ عین اسلامي.. 

پکار ده چې د رباب د حلال اؤ حرام پر ځائي د ظلم ذیاتي،  او د قام د استحصال پر ضد خبره اوکو، د قام د حقوقو خبره اوکو... آؤ د چې څه حقیقتونه دي هغه اومنو... 

د پښتنو کلچر هیڅ د اسلام پر ضد ندې ولاړ، نه پښتون د اسلام پر ضد ولاړ دې، بلکه پښتون قام یو ویاړلې مسلمان قام دې، 

خبره اصل دا ده چې پښتون مظلوم دې، آؤ په نړې کې ئي هیڅ یو خواخوږې نشته. همدغه پښتانه ملیان اؤ عامیان به راټولیږي اؤ قام به د ظالم د منګولو نه اوباسي... بس کاش چې ملا اؤ عامي دواړه پښتانه شي ورته. ..

اېډوکیټ فرهاد اپریدے

-
بېرته شاته