(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پولادي مور

[29.Jul.2024 - 06:59]

 

فولادي مور ( افسانه )

لیک: ماښام خټک

مور خو ډېره کمزوري وي ، ولې چې هغه ښځه وي ، او دا يو عام تاثر د‌ نرانو پۀ زهنونو کښې خوندي شوی چې ښځه ذات ډېر کمزوری شی دی او دا خبره پۀ عامه توګه ښځو ثابته کړي هم ده او بيا مياندو خو هر ځل ثابته کړي چې د بچو هېڅ قسمه غم نۀ شي زغملی -

 اکثر د سړو د پاره دا يوه ډېره مشکله مرحله هم وي چې د بدې پېښې اطلاع دې يوې مور ته څنګه ور کړلی شي ۔

کله چې دې مور ته د خپل زوي خبر ورکړلی شو چې ستا بچی دښمنانو د لښتو پۀ ګزارونو ټپي کړی او پۀ روغتون کښې د‌ درملنې د‌پاره بستر دی او دا مهال ور سره ليدل نۀ شي کېدی ولې چې پۀ آئي سي يو کښې دی او بېخوده پروت دی -

 نو دې مور نۀ خو ددې خبر سره چغې او کوکارې اووهلې ، نۀ يې سينه کوبي اوکړه ، نۀ يې د ځانه ويښتو راشوکول شورو کړل ، نۀ يې چاته بدې ردې يا سپکې سپورې اووې او نۀ يې پۀ ځان څۀ غوټه او تيارۀ راوسته . بس لکه د يو نارمل انسان يې دا خبر نۀ يوازي واورېدو بلکې او يې هم زغملو

خو هغه نرانو چې ښځه يې کمزوري ګڼله او بيا د مور پۀ حيث ښځه هغې ډېر نران ( ځوانان ) اوژړول چې کله به دې ته غاړه وتل او دې به تسلي ورکوله

کله چې ددې پۀ وړاندې د ځوان زوي  د خولې نه پۀ اخري ځل وينټي ليټر لر کړی شو نو هغۀ د يوې شېبې د پاره سترګې پرانستې پۀ شونډو يې ژبه اووهله ،او يوې ناترسې تندې اخستی وۀ د اوبو يو څو قطرې يې خولې ته واچولی شوي ژبه يې هم پرې اووهله سر يې هم د اشارې پۀ زور وړکولو لکه مور ته پخير راغلې وائي خو چې مور يې ور رسېده ورسېده نو ساه يې ورکړي وه او آخري سترګې ورته مور پخپله پټې کړې

کله چې هغه د‌ خپل ځوان شهيد زوي تابوت سره پۀ خپل ښي لاس څنګال وه نو د خپل شهيد زوي څهره يې پۀ شيشه کښې ښکارېدله خو هغې پۀ ځايې ددې چې څۀ وير يا فرياد کړی وی يا پۀ تابوت ور ټيټه شوي وی،  د هغۀ د‌  ملګرو او د ګوند د لوړ پوړو سره پۀ چګ سر او پۀ لوړه حوصله خبرې کولې او د وړاندې د تګ لاره يې ورسره هواروله . او ولې به يې دا حوصله نۀ لرله او سر به يې چګ نۀ وۀ هغه د يو ځوان شهيد زوي مور وه ، هغه د يو سترګور شهيد زوي سترګوره مور وه ، هغه د يو غښتلي شهيد زوي غښتلي مور وه ، هغه د يو رښتوني او پۀ قام مئين د يو شاعر شهيد زوي قام پاله او ماهره مور وه ، هغه د چانه پۀ څۀ کمه وه ، که يوې خوا ته د هغې زوی پۀ کالبوت کښې وۀ نو بلې خواته د زرګونو دې ځوانانو پۀ مخونو کښې د خپل شهيد زوي څهره ښکارېدله ، نن د‌ هغې شپږ زامن نۀ وو نن د‌ هغې پۀ لکونو بچي وو او دا د لکونو ځوانانو مور وه او چې دا لکونه ځوانان يې تاند او هڅاند ليدل نو دا به نوره تانده او هڅانده غوړېدله

دې مور چې کله دغه شهيد ځوان بچی د خپل کور پۀ دروازه دننه کړو نو د دې مور پۀ مشری کښې د کور کسانو د دې شهيد داسې هر کلی اوکړو چې د يو ملک د سر براه ګارډ آف آنر به هم يو ملک داسې نۀ وي کړی ولې چې دومره پر امنه انقلاب او بدلون پۀ دې کور کښې ددې نه‌ وړاندې نۀ وۀ راغلی ، دومره  د خلقو پرګنې ددې نه‌ وړانډې نۀ وې د‌ چا پسې تلي . دومره پروټوکول او دومره قدرداني دې کور ته ددې نه و اندې نۀ وه ملاؤ شوي ، دومره ګلابونه پۀ دې کور ددې نه‌ وړانډې چا نۀ وو شيندلي ، د دومره خوشبويانو فضا دې کور کښې ددې نه وړاندې نۀ وه سازه شوي

کلي چې دې مور دا شهيد ځوان بچي خپلې پلار ګنی مقبرې کښې د سپارلو د پاره لېږلو نو داسې درنه پۀ مخه ښه يې ورته اووې چې داسې پۀ مخه ښه به پۀ ژوند کښې ډېرو کمو مياندو وئيلي وي

ددې نه پس چې کومې درې ورځې د لاس نيوي دې مور پۀ کوم جرات تېرې کړي او لاس نيوې ته د‌راتلونکيو خلقو حوصلې به يې اوچتولې د هغې مثال پۀ نن وخت کښې موندل ډېر ګران بلکې ناشوني دي

نن چې ټول خلق لاړ دي او دا مور پۀ کور کښې يک يوازي ده او د خپل ځوان شهيد زوي وړوکی بچي يې غېږه کښې دی او د هغۀ د سر پۀ ويښتو کښې ګوتې وهي نو کله ورته داسې وښکاري لکه هغه شهيد ځوان زوی يې غېږه کښې پروت وي او د هغۀ د سر پۀ ويښتو کښې ګوتې وهي او کله ورته بيا هغه نمسی و ښکاري ، کله چې دغه ماشوم د کور پۀ غولي کښې ګرځي نو داسې ورته و ښکاري لکه هغه ځوان شهيد بچی يې ګرځي او بيا ورته زر منظر بدل شي ، کله چې هغه وخاندي او پۀ ورښکو کښې يې کوت جوړ شي نو هو بهو د پلار عکس يې ورته تر سترګو شي او يوه درنه اوښکه يې پۀ کوت کښې پرېوځي چې ماشوم ورباندې راولړزيږي او دا زر زر هغه اوښکه د خپل پلو پۀ پيڅه وچه کړي ، او هغه بچی ترې پۀ ترتړی ژبه تپوس اوکړي ادې ابۍ  هغه زما د بابا د جنډو ځايې ته به کله ځو ، هغه ترې يوه زړۀ راښکونکي کوکه ( پپه ) واخلي او ورته وائي بس لږه شېبه پس هم هغه د جنډو ځايې ته ځو.

ادې ابۍ زۀ هم چې لويې شم د بابا پۀ شان به داسې د جنډو کور کښې وودۀ کېږم ، نه نه بچی سړی چې لويې شي نو داسې زر نۀ اودۀ کيږي او زر زر خبره پۀ بله واړوي او ماشوم د ګوتې نه را اونيسي او د کور پۀ لور يې راروان کړي او ماشوم پۀ تلو تلو کښې پۀ بيا بيا د بابا د جنډو کورته مخ را اړوي .

29.07.2024 Makham Khattak

-
بېرته شاته