(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د معنویاتو وږمې

[14.Aug.2024 - 12:35]

د معنویاتو وږمې                              

لیک: سید عبیدالله نادر

 

نسیم اسیر د یو بیدل پیژندونکي او با معرفته کورنۍ پوری اړه لري ،د علم او ادب سره د دوي د کورنۍ بی کچه مینه ده او وه ،نو همدا وجهه ده چې محمد نسیم اسیرد حضرت بیدل مولانا او د نورو شاعرانو په اشعارو مخمس لیکي او که مبالغه نه وي او صادقانه اقرار وکړو ، په خپلو مخمسونو کې اوږه په اوږه د حضرت مولانا او حضرت بیدل سره روان وي ،چې  ده، دا قوت په شعر کې د خپل د کورنۍ بحثونو او ناستو پاستو د خپلو مشرانو نه چې د علم او ادب مئینان ول اخیستی ،له ډیری مودې د ده یو شعر چې د حضرت مولانا په یو شعرباندی یې مخمس لیکلی دا زما ډیر خوښ وو او خوښ دی.دا چې د حد نه می زیات خوښ وو نو مینه اومحبت می د دي شعر سره د لارې هادی وګرځید. او دا شعر می د پشټو د یو ادبی نثر په بڼه راوژباړه، چې اوس یې د ادب دوستانو ته وړاندی کوم.له یاده دي و نه وځي چې د محمد نسیم اسیر شعر د زیاتو معلوماتو له پاره د مولانا د شعر سره یو ځای د ژباړي لاندی لیکل شوي . چې مینه وال وکولای شي دا دوه شعرونه هم ولولي ،او ورته لاس رسی ولري داسي ښکاري چې نسیم اسیر په دي شعر کې د حضرت مولانا هغه ناوئیلي چې ده باید وئیلی وای،ده وئیلي ځکه د وخت او زمان په پام کې نیولو  سره او شرایطو په رعایت سره مولانا به ډیر څه غوښتل چې ووايي ،خو د ما حول شرایطو ته یې هم، پام نیولی .چې هغه د زړه خبری محمد نسیم اسیر برسیره کړي دي،

ای قوم به حج رفته ، کجاېید، کجائید

معشوق همین جاست بیائید پیائید

نو دی(نسیم اسیر) پیل د مخمس په دي شعر کې داسي کوي : ،که یو ورځي تاسي د خپل بصیرت سترګي خلاصی کړئ ،او د وسواس د دي بند او لومی څخه بهر راووځئ او دا روح نوازه او ځان او حال بخښونکي نغمه زمزمه کړئ . چې ای هغه قومونو چې تاسي حج ته تللي یاست راځئ راځئ چې هغه معشوق چې تاسي یې د لټون پسي یاست، هغه همدلته دی ،ای چې تاسي د تصوراتو نه لیری یاست ،او په خپل اعمالو او کردارونو کې ډوب یاست نو تاسي ته یوه خبره د حقیقت کومه ،تاسي با خبره اوسئ او دا زما نه ومنئ ،چې ستاسي معشوق تاسي سره دیوال په دیوال ګاونډۍ دی .او تاسي دمعشوق په لټون په ریګونو اوبیابانونوکې سرګردان یاست . دا تاسي په څه هوا کې یاست. په دي پوهیږئ تاسي به غیر د کومی توښي او یا زیرمی یانې د نیکو اعمالو د تحفو اوډالیو نه په غیر بی سر او سامانه او بی دانې ولاړئ ،                         

دام تاسي نه ځای پر ځای پاتي شو .او تاسي بی دانې ولاړئ ،یانې بی له توښی د اعمالو او صالحه کارونو تاسي په ظاهره مو د دوست خبری وکړې ،خو تاسي بیګانه ته لاړئ ،یا د بیګانه د ملاټړ کولو آبادولو او امداد له پاره لاړئ ،                                               

تاسي لس ځلي د هماغي لارې څخه هماغه کور ته لاړئ . یعنی معنی چې کعبې ته ولاړئ 

یو ځلي د زړه په سترګو و حقیقت ته پام واړوئ او دخپل زړه او ضمیر څخه نفرتونه او کینې لیري کړئ . او دخپل روښانه ضمیر په واسطه د معرفت پر بام وخیژئ یانی خپل زړه او ضمیر ته رجوع وکړئ .                                                                             

تاسي ډیر ځلي کعبی ته ولاړئ او ډیر ټیټ او پاست مو وکړو ، او هم ډیر زیات صفا او مروې ته ولاړئ، خو کومه ده هغه روح بخښونکي او ځان بخښونکی نغمه چې تاسی یوه لحظه اوریدلي وي ، او د ځانه سره مو راوړي وي ،                                            

کومه ده ستاسي تحفه د معرفت چې له هغی دیاره مو راوړی . که تاسي د ګلونو باغ لیدلي نو کومه ده هغه د ګلونو ګیدۍ چې تاسي یې نښي راوړي . که په رښتیا د خدای له پاره تللي یاست ، نو کومه دی هغه ستاسو ګوهرچې تاسي لاس ته راوړی .او حاصل کړی مو دی ،

بیا هم که تاسي په بڼو د هغي کور(کعبی شریفی) دروازه جارو کړی .او په بادیه کې یانی د شګو او دشتو او بیابانونو کې مو مزلونه کړي، چې نه مو څه وخوړه او نه مو خوبونه پوره کړه ، 

او د هغي کور په توصیف کې مو درنې او ښکلي خبری وکړی ،نو د هغي کور د خاوند نښی نښانې هم وښایاست که تاسي په رښتیا یاست  .                                                      

ای حج ته تللوچې د بیګانه کور ستاسو له امداده آباد دی .لږ خپل د دي وران کور یاد هم وکړئ .او د غمجنو زړونه مینځ کې ابادی وکړئ او کورونه جوړ کړئ .او حزین او غم ځپلو زړونو ته مرحم شئ.                                                                                  

خو بیا هم په هر صورت تاسي چې اوس دومره زحمت ایستلی ،او تللي یاست. نو دا ستاسي زحمت او تکلیف دي په دي لاره کې تاسي له پاره ګنج وګرځي.                                           

خو افسوس چې په خپل ګنج تاسي خپله پرده یاست .

د حضرت مولانا په کوم شعر چې استاد نسیم اسیر مخمس لیکلی                                              

هغه شعر دا دی :

ای قوم به حج رفته کجائید کجائید

معشوق همین جاست بیائید بیائید

مولانا جلال الدین بلخي

از استاد نسیم اسیر

یک روز اگر چشم بصیرت بگشایید

یک بار گر از ورطء وسواس برآیید

این نغمه جانبخش مکرر بسرایید

ای قوم به حج رفته کجائید کجایید

معشوق همین جاست بیآیید بیآیید

*******           

ای دور ز پندار و فرو رفته به کردار

پا از حرم عقل برون آمده مگذار

یک حرف حقیقت به تو میگویم و هوشدار

معشوق تو همسایهء دیوار به دیوار

در بادیه سرگشته شما در چه هوایید

********           

بی دانه عجب بی سرو سامانه برفتید

خود دام بجا مانده وبی دانه برفتید

از دوست سخن گفته، به بیگانه برفتید

ده بار ازان راه ، بدان خانه برفتید

یکبار ازین خانه برین بام برآیید

*********             

در کعبه رسیدید و چمیدیدو خمیدید

بسیار صفا رفته و در مروه دویدید

یک نغمه خوش کو اگر آن لحظ شنیدید

یک دسته گلی کو اگر آن باغ بدیدید

یک گوهر جان کو اگر از بهر خدآیید

*********            

با آنکه به مژگان در آن خانه برفتید

در بادیه پیمایی نه خوردید و ، نخفتید

صد در گرانمایه بگفتید و ، بسفتید

آن خانه لطیف است نشان هاش ، بگفتید

از خواجه آن خانه ، نشانی بنمایید

*********            

ای خانه بیگانه ز امداد تو آباد

از خانه ویران شده خویش بکن یاد

در خانه دل های حزین، خانه کن ایجاد

با این همه این رنج شما گنج شما باد

افسوس که بر گنج شما , پرده شمایید

***********

او دا هم د حضرت مولانا یو بل شعرچي وایی:

هزار بار پیاده ، طواف کعبه کنی

قبول حق نشود ، گر دلِ بیازارِی

 

-
بېرته شاته