(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
کتاب پلورونکي د کتابونو له نه پلور څخه سر ټکوي
ډېرى کتاب پلورنکي د کتابونو له نه پلور څخه سر ټکوي او وايي چې څومره کتابونه ،چې چاپيږي، په هغه کچه لوستونکي اومينه وال نه لري .
په دې وروستيو کې د نورو ژبو ترڅنګ د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره پراخې هڅې پيل شوي، چې له نورو ژبونه د کتابونو پر ژباړه سربېره پکې ډېرى کتابونه ليکل کېږي او چاپېږي ، خو لاهم د پخوا په څېر لوستونکي او مينه وال نه لري .
په جلال اباد ښار کې د مومند کتاب پلورنځي او مومند خپروندويې ټولنې مشر نصيرالله مومند هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي چې اوس په پښتو ژبه کې ډېر کتابونه چاپېږي ، خو مينه وال او لوستونکي يې خورا لږ دي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پښتو ژبه کې يواځې پښتو ادبيا تو ته يو څه کارشوى، خو نورې برخې يې لا ناسپړلې پاتې دي .
دده په وينا چې ټولنه يې تر هرڅه لومړى په پښتو ژبه کې د مسلکي او علمي کتابونو چاپ ته دلومړيتوب حق ورکوي، خو د ليکوالو د نه پاملرنې له امله په دې نه دي توانېدلي ، چې مسلکي کتابونه چاپ کړي .
ده له ليکوالو وغوښتل ، چې مسلکي او علمي کتابونه وليکي او له خپل غريب او نالوستي ولس سره مرسته اوهمکاري وکړي .
دګودر کتاب پلورنځي او ګودر خپرندويې ټولنې مشر عزت الله ځواب بيا وايي چې اوس ډېرى چاپېدونکي کتابونه معياري نه دي .
دى وايي : (( ځينې موسسې او ادارې له داسې کتابونو او مجلو سره مالي مرستې کوي،چې بې له وخت ضايع کولو نور هېڅ نه لري که ددې پر ځاى له هغو مجلو او کتابونوسره مرسته وکړي، چې خلک يې غواړي او اړتيا ورته لري، نو له رسنيو لرونکيو، لوستونکيو او ليکونکيو سره به يې ډېره مرسته کړې وي . ))
دده په وينا، په طب، ساينس او نورو برخو کې ځکه کتابونه ، نه ليکل کېږي، چې ليکوالان يې له پوهنتون او ليکوالۍ سره سره په بهرنيو موسسو او انجوګانو کې مشغول دي او دې ته وخت نه لري ، چې مسلکي کتابونه وليکي .
اتلس کلن فواد خاطر په جلال اباد ښار کې له دې امله پاکستانۍ ورځپاڼې پلوري، چې لوستونکي يې ډېر خوښوي .
دده په وينا، مخکې يې کتابونه پلورل ، خو لوستونکي يې خورا لږ و او ده پکې خپله غريبي هم نه شوه پوره کولى.
ده پژواک اژانس ته وويل چې په پښتو ژبه کې ډېرى کتابونه د شعر او شاعرۍ دي، چې دا مهال يې څوک نه خوښوي او بيه يې هم خورا لوړه ده.
دوه ويشت کلن شفيع الله تاند، چې په يوه کتاب پلورنځي کې يې دخپلې خوښې کتاب اخيستل ، پژواک اژانس ته يې وويل چې کتاب په خوشحاله زړه لوستل کېږي دچاچې زړه خوشاله وي، نو هغه به کتاب ولولي، خو هغه څوک چې تل غمجن وي او په غمېزو کې ژوند تېروي څنګه به کتاب ولولي؟
دى وايي : (( او س چې ډېرکتابونه چاپېږي، چاپ او صحافت يې ښه نه وي يا د پيسو اوشهرت لپاره چاپېږي او يا ځينې داسې کتابونه چاپېږي ، چې لوستونکيو ته له اخلاقي پلوه ښه نه وي . ))
د هېواد نوموتى ليکوال ، څېړونکى او ژبپوه استاد محمد اصف صميم وايي د کتابونو زيات چاپېدل ددې شاهدي ورکوي چې لوستونکي هم لري .
هغه په دې اند دى چې انټرنېټ پر کتاب لوستلو څه اغېزه نه شي ښندلى .
هغه پژواک اژانس ته وويل : (( په نورې نړۍ کې علوم او فنون په مساوي توګه روان وي ، خو زموږ په ټولنه کې يوه بد بختي همدا ده ، چې هر څه له نظام سره تړل شوي او يو د بل ځاى نيسي. ))
د نوموړي په وينا، ځوانان،شتمن او پانګوال بايدمبارزه وکړي ، څو دټولنې اخلاقي معيارونه لوړ کړي او د هغوکتابونو دچاپ مخنيوى دې وکړي، چې دټولنې په زيان دي.
په جلال اباد کې د چاپي رسنيو د ټولنې مشر نجيب الله نايل پژواک اژانس ته وويل چې معياري کتابونه اوس هم ښه لوستونکي لري او هغه کتابونه، چې د ځان د شهرت لپاره چاپ شوي دي بې له دې چې ټولنې ته ګټه ورسوي د ټولنې په زيان تمامېږي .
دى وايي چې هرليکوال دې په خپله څانګه او مسلک کې کار وکړي ،کتابونه دې وليکي او ژباړې دې وکړي ، ځکه چې لوستونکي داسې کتابونو ته ډېر لېواله دي او کېداى شي چې زيات لوستونکي او ښه بازار ولري .
د نايل په وينا، انټر نېټ هم د کتاب پر لوستلو پوره اغېزه کړې اوخلک اوس ډېر کوښښ انټر نېټ ته کوي.
هغه زياته کړه چې ددوى ټولنه په پام کې لري څو ټولنې ته مسلکي کتابونه وړاندې کړي .
دده په وينا، دوى به هڅه وکړي ، څو ليکوالان وهڅوي ، چې مسلکي او علمي کتابونه وليکي.
دسياسي چارو کارپوه او دقلموال جريدې مسوول مدير شېرعلم امله وال وويل چې د نورو برخو په پرتله ادبياتوته ډېر کار شوى ، چې ډېرى کتابونه مسلکي او معياري نه دي اوخلک يې نه خوښوي.
دى وايي چې دعامو خلکو دپوهې کچه ټيټه ده او هغه کسان چې لوستي دي، هغوى نورو رسنيو ته لاسرسى لري، چې کتاب لوستلو ته وخت نه پيداکوي .
نوموړى وايي چې په نورو برخو کې ليکوالان کم دي او کوم چې شته ، هغه هم ادبياتو ته کار کوي ، ځکه په ادبياتو کې ماخذونه ډېر دي او داکار تر نورو برخو اسانه دى.
نوموړي د اطلاعاتو او کولتور له وزارت نه وغوښتل چې داسې لايحه جوړه کړي ، چې له مخې يې د غير معياري او هغه کتابونه ، چې دټولنې په زيان دي مخنيوى وکړي.
د لغمان ادبي بهير غړي عبدالله صداقت پژواک اژانس ته وويل چې د کتابونو لپاره د بازار موندلو او له يوې سيمې نه بلې سيمې ته يې دلېږدولو لپاره په هېواد کې هېڅ اداره نشته ، خو په نورو هېوادونو کې داسې ادارې ډېرې فعاله دي
هغه زياته کړه چې ډېرى کتابونه معياري نه دي، بې له کوم سانسوره خپاره شوي ، چې موخه يې دځان شهرت او پيسې ګټل دي.
دده په وينا، هغه کتابونه اوس هم ښه بازار او ډېر لوستونکي لري ، چې ټولنې ته يوڅه ورکړي او دخلکو غوښتنې پوره کړي .
دننګرهار ولايت د اطلاعات او کولتور اداري مدير شېر افغان پژواک اژانس ته وويل چې ځينې ليکوالان د ځان دشهرت لپاره کتابونه چاپوي، چې دوخت له ضايع کېدو پرته بله موخه نلري او همدا لامل دى، چې لوستونکي داسې کتابونه، نه لولي او معياري کتابونه چې خلک اخلي، نو قيمت يې لوړ دى ،چې ډېرى خلک يې د پيردلو وسه نه لري .
نوموړى وايي چې دخلکو د اقتصادي کچې ټيټوالى او دکتابتونونو نشتوالى هم ددې لامل شوي، چې خلک له مطالعې څخه لرې پاتې شي .
دده په وينا، د اطلاعاتو اوکولتور رياست، په ښارکې دعامه کتابتونونو څانګې لرلې، چې دلوړو مقاماتو د نه پاملرنې له امله اوس له کار او فعاليته لوېدلې دي .
هغه زياته کړه چې داطلاعاتو اوکولتور رياست دومره توان نه لري ،چې دليکوالو مسلکي او علمي کتابونه چاپ کړي او دبهرنيو ورځپاڼو او کتابونو په بدل کې خپل مطبوعات بديل وګرځوي ، چې اصلي ستونزه يې د بوديجې نشتوالى دى .
د شېرافغان په وينا، دوى اوس هم يو عامه کتابتون د اطلاعاتو اوکولتور په رياست کې لري ، چې په يو وخت کې د٥� تنو لوستونکيو ظرفيت لري او هر څوک کولى شي چې ترېنه ګټه واخلي .
ډېرى کارپوهان په دې اند دي چې که د اطلاعاتو اوکولتور وزارت په ښار کې عامه کتابتونه جوړ کړي ، نو دکتاب لوستونکي به زيات شي .
-
بېرته شاته |