په پښتو کې د بهرنیو....
[26.Sep.2024 - 13:58]پۀ پښتو کې د بهرنیو لغاتو د اخیستلو نورم
لیک : سرمحقق دوست شینؤاری
کمپوز اؤ سمؤنې: ضیاءالحق سیند
بهرني لغت:
هره هغه کلیمه چې د ژبنیو اسنادو پۀ شهادت د کومې بلې ژبې مال ؤي، خو دویمې ژبې ته د استعمال د نفوذ لمن غځېدلې ؤي، پۀ دغه دویمه ژبه کې عموماً اؤ یا د هغې پۀ ځینو څانګو، لکه: حقوق، ژورنالیزم، تخنیک، طب، مذهبي چارو اؤ نورو کې خصوصاً استعمالېږي هغې ته بهرنۍ کلیمه، خارجي لغت اؤ دخیله کلیمه ؤیل کېږي.
پۀ نړۍ کې به داسې ژبه یقیناً نۀ ؤي چې پۀ سلو کې یؤه ټاکلې اندازه دخیل کلیمات پۀ کې نۀ استعمالېږي. البته پۀ سلو کې دغه اندازه پۀ بېلو بېلو ژبو کې سره یؤ شان نۀ ده، ځینې ژبې د بهرنیو کلیمو د جذب اؤ هضم زیات استعداد لري اؤ ځینې کم، چې د مثال لۀ پاره دري پۀ لومري ډله اؤ پښتو پۀ دویمه ډله کې راځي.
پۀ یؤه ژبه کې د دخیلو کلیمو استعمال د هغې د فقر اؤ نیستۍ معنا نۀ لري، بلکې دا د ژبې لا شتمني اؤ بډایتوب دی. د مثال لۀ پاره دلته د یؤه ؤاړه مثال پۀ توګه روسي ژبه ؤړاندې کؤم؛ سره له دې چې دغه ژبه د هغۀ زیات خدمت لۀ امله چې پۀ هره ساحه کې ؤرته شؤي دي یؤه بډایه ژبه ده، خو سره لۀ دې هم پۀ روسي ژبه کې لږ تر لږه شل زره داسې لغات استعمالېږي چې نورو ژبو څخه ؤرته راغلي اؤ
پۀ دغه ژبه کې منل شؤي دي. (د بهرنیو لغاتو قاموس څلورم چاپ مقدمه ؤګورئ.)
د دخیلو کلیمو انؤاع:
پښتو ژبه داسې خاصیت لري چې د بهرنیو کلیمو د جذب اؤ هضم زیات استعداد نۀ لري. کومې کلیمې چې د یؤه ضرورت لۀ لارې ؤرته نفوذ ؤکړي هغه پۀ خپل ژبني ماشین کې غالباً میده میده کؤي؛ د خپل فونټیک اؤ خپل ګرامر لۀ چوکاټ سره یې برابرؤي اؤ کله کله یې د خپل لومړي نفوذ سره سم د استعمال لمن بېرته ؤرټولؤي. نو پۀ همدغه ملحوظ موږ د پښتو ژبې پۀ تکاملي جریان کې د کلاسیکو متونو څخه نیؤلې بیا د ژبې د اوسنۍ عامې محاؤرې پورې پۀ دغه ژبه کې څلور ډؤله بهرنۍ کلیمې موندلای شو.
الف: هغه لغتونه چې د دغې ژبې د تکامل پۀ یؤه خاصه مرحله کې د کوم شاعر اؤ لیکؤال یا شاعرانو اؤ لیکؤالو پۀ ذریعه د پښتو ژبې د متونو چاپېریال اؤ عامېدلو ته یې نۀ دي پرې ایښي اؤ لۀ همدې امله یې زموږ پۀ قاموسونو کې هم انعکاس نۀ دی موندلی.
دا کار زما پۀ خیال یا د دې لۀ پاره کېږي چې پۀ ژبه کې دغسې اخیستنې ته هیڅ ضرورت نۀ ؤي، لکه ؤر (اور) د (رو) د خیرالبیان پۀ (۱۶۴، ۱۸۶) مخونو کې (خیرالبیان د پېښؤرچاپ) چې لۀ اوردو ژبې څخه اخیستلای شؤې ده.
دغه کلیمه پۀ پښتو متونو کې بل ځای پۀ نظر نۀ ده راغلې اؤ یا هم د دې لۀ پاره کېږي چې د عدم ضرورت پۀ څنګ کې یؤه کلیمه دومره ثقیله ؤي چې میده کؤل اؤ هضمؤل یې ګران کار ؤي.
ب: پۀ پښتو کې داسې دخیلې کلیمې هم شته چې تر اوسه یې خپل خارجي هویت ساتلی دی، هم د استعمال لۀ چاپېریاله نۀ دي ؤتلي اؤ هم پۀ ژبني ماشین کې نۀ دي میده شؤي، لکه: د (استعمال، اصلاح ...) کلیمې.
ج: پۀ پښتو کې داسې کلیمې هم زښتې ډېرې دي چې کله د اصالت پۀ نظر کې نیؤلو اؤ پۀ محافظانه توګه پۀ خپل اصیل فورم لیکل کېږي اؤ کله هم د پښتو د تلفظ اؤ ګرامر پۀ زور د پښتو دخیلو کلیمو بڼه پیدا کؤي؛ لکه: (شمع – شمعه، شمه)، (طمع – طمعه، تمه)، (معنی – معنا، مانا)...
د: پۀ پښتو کې داسې دخیلې کلیمې هم ډېرې دي چې د دغې ژبې پۀ ژبني ماشین کې داسې میده شؤي، چې د پردیتوب بڼه یې هیڅ نۀ ده پاتې اؤ د ژبې له نږه لغؤي زېرمې سره یې هیڅ تؤپیر نۀ کېږي؛ لکه: لوبه (لعب)، ارمان (حرمان)، پتنوس (پود نوس –روسي) اؤ داسې نورې.
د بهرنیو کلیمو د پښتو کؤلو بهیر:
د پښتو د بشپړو کلاسیکو کتابونو لۀ جملې څخه چې تر اوسه زموږ لاس ته راغلي دي تر ټولو د مخه یې د بایزید روښان ( د علم رساله) اؤ (خیرالبیان) دي؛ پۀ دغو دؤاړو کتابو کې لۀ بهرنیو کلیمو سره دؤه ډؤله چلند لیدل کېږي.
الف: د ثقیلو کلیماتو پښتو کؤل، یعنې پۀ داسې غږونو اړؤل چې پۀ پښتو کې موجود ؤي.
ب: د بهرنیو کلیماتو پۀ مقابل کې د پښتو د کلیماتو پیدا کؤل.
د لومړۍ برخې پۀ باب: پۀ خیرالبیان کې دغسې پښتو شؤي کلیمې شته:
منی (منع) ۹۸ الف مخ، ۱۲ ب مخ، ۱۴، ۷۲ ب مخ.
هرس (حرص) ۲۴ ب مخ دؤه ځایه.
تمه (طمع) ۲۴ مخ دؤه ځایه.
خسلتونه (خصلتونه) ۲۵مخ، الف مخ دؤه ځایه.
شرتونه (شرطونه) ۸۶ الف مخ.
همدارنګه رزا (رضا) پینځه ځایه، زرور (ضرور) دؤه ځایه، مهل (محل)، ادت (عادت)، اتام (طعام). (خیرالبیان کابل چاپ)
همدغه لړۍ بیا د نورو تېر شؤو شاعرانو اؤ لیکؤالو پۀ اثارو کې هم لیدله کېږي.
د دؤیمې برخې پۀ باب: د کلاسیکو شاعرانو اؤ لیکؤالو پۀ جمله کې لۀ نورو ټولو دمخه اؤ زیات دا کار بیا هم بایزید روښان (د علم رساله) اؤ (خیرالبیان) کې کړی دی، لکه: اؤدسي کسان (اؤدس لرونکی)، پرېښونی (سور، پس خورده)، تپه (طایفه)، زېړوبی (زهوب)، سپیرؤبی (ؤدي)، کالي (ذریعه، اله)، کښایل (افطار)، شوځای (عورت) ...
د امیر شېرعلي خان پۀ ؤخت کې د بل هر ؤخت نه زیات پۀ نظامي، سیاسي اؤ د حکومت د نورو پوستونو بیا د امیر امان الله خان پۀ ؤخت کې د (مرکه پښتو) د ټولنې لۀ خؤا د بهرنیو نومونو القابو اؤ اصطلاحاتو لۀ پاره پۀ پښتو معادل یې جوړ اؤ ؤضعه شؤل چې ؤروسته یې هم لږ څۀ دؤام ؤکړ.
د پښتو کؤلو یؤ بل ناکام کوشش:
د عربي ثقیلو کلیمو پۀ پښتو کؤلو کې یؤ بل ناکام کوشش هم د یادؤنې ؤړ دی اؤ هغه دا دي:
ځینې عربي کلیمې د دې لۀ پاره د پښتو غږونو ته را اړؤل شؤي دي چې د پښتنو لۀ پاره یې تلفظ اسان ؤي، خو دلته عجیبه دا ده چې لۀ یؤې خؤا کلیمه له اصالته یعنې لۀ عربي تلفظ لۀ چوکاټه ؤځي اؤ لۀ بلې خؤا د پښتو د غږونو تر چوکاټه پورې نۀ رسېږي؛ لکه د علم پۀ رساله کې (محتاځ – محتاځی). (د علم رساله ۴مخ)
پۀ خیرالبیان کې: (منسفي – دؤه ځایه)، تاقت (یؤ ځای)، قزا (یؤ ځای)، متلق (یؤ ځای) راغلي دي ... (خیرالبیان، بېلابېل مخونه)
زما لۀ پاره د پیر روښان دغه چلند دومره د حیرانۍ ؤړ نۀ دی، ځکه چې هغه ژبپوهـ نۀ ؤ، پۀ دې برخه کې د پښتو – پښتو تشریحي قاموس یؤ اقدام زما لۀ پاره د تعجب ؤړ دی اؤ هغه دا چې:
هغه عربي کلیمې چې پۀ خپل اصل یعنې پۀ عربي ژبه کې د ادغام توري دي، لکه: د اتحاد، اتخاذ کلیمې هغه یې پۀ لاتیني ترانسکریپشن کې بې لۀ ادغامه یعنې پۀ یؤه (ت) نیؤلي دي. دا یؤ مطلق غیر علمي کار دی، لۀ یؤې خؤا یې د کلیمو اصالت پۀ نظر نۀ دی نیؤلی، لۀ بلې خؤا پۀ دې برخه کې د نورو قاموسونو لکه د استاد اسلانوف د پښتو – روسي قاموس عنعنه د پښو لاندې شؤې ده.
ما یؤ ؤخت د دغۀ قاموس د لیکونکې ډلې لۀ یؤۀ تن څخه د دغې سترې اشتبا پوښتنه ؤکړه، هغۀ پۀ ساده ژبه راته ؤؤیل: چې پښتانۀ اتحاد، اتفاق، اتخاذ اؤ داسې نورې کلیمې پۀ ادغام یعنې پۀ تشدید سره نۀ ؤایي اؤ موږ قاموس د پښتنو لۀ پاره جوړؤو؛ دا ؤخت لۀ ما سره دؤه پوښتنې را پیدا شؤې:
الف: د کۀ قاموس د بې سؤاده پښتنو پۀ ژبه لیکل کېږي نو هغوی بیا کله پۀ اتفاق، اتحاد کې د (ف، ق، ح) غږونه ادا کؤلای شي!؟
ب: کۀ حقیقت همداسې ؤي بیا نو د تعهد، استحصال، اضطراب، استحقاق غوندې درندې کلیمې باید پۀ دغۀ قاموس کې ؤ نۀ لري. دلته لا د اتحاد itihad=، اتصال itesāl= د ترانسکریپشن د تؤپیر مسله اؤ داسې نورې پوښتنې نۀ پورته کؤم.
ژبې ته د بهرنیو لغاتو د نفوذ لارې:
لکه چې پۀ ټولنه کې یؤه کورنۍ چې لۀ نورو کورنیو سره یې ارتباط اؤ مجرد ژؤند نۀ شي کؤلای، همدغه شان د یؤې ژبې ؤیونکې ټولنه د بشر پۀ دې لؤی جهان کې لۀ نورو ټولنو څخه ګوښه اؤ بې ارتباطه نۀ شي پاتې کېدلای اؤ د دغۀ ارتباط لۀ امله یې ژبه د نورو ټولنو ژبو ته څۀ ؤرکؤي اؤ څۀ ؤر نه اخلي.
یؤې ژبې ته د نورو ژبو د کلیمو نفوذ کله د مذهب د نفوذ لۀ لارې ؤي، لکه پښتو ته چې د حج، زکات، سجده، رکوع اؤ پۀ زرګونو نورو لغاتو اؤ اصطلاحاتو نفوذ کړی؛ کله هم د ټولنیز، اقتصادي اؤ سیاسي افکارو لۀ لارې، لکه: فلسفه، سوسیالیزم، شوونیزم، امپریالیزیم...
کله د طب لۀ لارې لکه: میکروب، ؤیروس، سرطان، پنسیلین... اؤ کله هم د تخنیک، نظامي، تجارت اؤ داسې نورو لۀ لارو.
هره ټولنه چې د ژؤند پۀ کومه ساحه یا ساحو کې تر نورو د مخه ؤي اؤ پۀ هغه برخه کې نورو ته څۀ مادي یا معنؤي ؤر صادرؤي، د هغو نومونه هم ؤر صادرؤي، ؤاردؤونکې ټولنه هم غالباً مسما د خپل اسم سره اخلي چې همدغه ده یؤې ژبې ته د بهرنیو لغاتو د نفوذ عمده لاره؛ البته د ګاؤنډیو ژبو لکه پښتو اؤ دري ... تر مینځه خپله ګاؤنډیتوب هم د تداخل یؤ ستر عامل دی.
د بهرنیو لغاتو د اخیستلو اؤ یا ردؤلو معیارونه:
پۀ یؤه ژبه کې باید نۀ د ټولو بهرنیو لغاتو د منلو لۀ پاره لاره خلاصه ؤي اؤ نۀ لۀ یؤې مخې د ټولو د ردؤلو اراده موجوده ؤي، پۀ دې باب زما پۀ نظر یؤه ژبه د یؤۀ هغۀ هیؤاد مثال لري چې سیاسي خپلؤاکي اؤ منل شؤي جغرافیؤي برید ؤ نۀ لري؛ دغسې هیؤادونو ته د پردیو ننؤتل اؤ هلته استوګن کېدل د ټاکلي ؤیزې اؤ اجازې لۀ مخې کېږي، کلیمې هم دغه شان بلې ژبې ته د ننؤتلو اؤ هلته د پاتېدلو خاصه ؤیزه اؤ اجازه یعنې معیار لرلای شي.
کۀ څوک لۀ یؤې مخې لۀ خپلې ژبې پردي کلیمې ؤباسي چې ګڼې د بلې ژبې اصالت اؤ لومړي تابعیت لري مثال بۀ یې داسې ؤي، لکه څوک چې لۀ یؤۀ هیؤاده هغه اقلیتونه ؤباسي چې ګڼې بلې ټولنې ته د تاریخي تابعیت اؤ غړیتوب لۀ مخې منسوب دي، دا یؤ بشري نۀ بلکې یو فاشیستي حرکت ؤي. بالعکس کۀ څوک د خپلو هیؤادؤالو د کار اؤ استوګنې ډک ځایونه پردیو ته تخلیه کؤي دا بۀ هم پۀ حقیقت کې ؤطن دوستي نۀ ؤي.
ژبه عیناً همداسې ده؛ پۀ ژبه کې د نورو ژبو کلمې نفوذ کؤي اؤ د ژبې د تابعیت حقوق تر لاسه کؤي، باید هغه خاصو ضرورتونو اؤ خاصو معیارونو لۀ لارې ؤي، د دغو معیارونو ټاکل ډېر سخت اؤ ډېر ګران کار دی، خو زۀ بۀ کوشش ؤکړم، هغه پۀ (لسو) مادو کې مشخص کړم اؤ هغه دا دي:
اؤل – هغه مؤارد چې بهرني لغات باید پۀ خپل حال پرېښودل شي:
ا- هغه بهرني اصطلاحات، کلیمات، لغات، چې د نړۍ پۀ زیاتو اؤ یا عمده زیاتو ژبو کې منل شؤي ؤي. پۀ پښتو کې هم باید پۀ خپل بین المللي یا نسبتاً بین المللي فورم ؤمنل شي، لکه: رادیو، تلؤیزون، دموکراسي، سوسیالیزم، اپارتاید، صهیونیزم، تور بین، بانک...
ب: هغه لغات چې د خاص مذهب، کولتور اؤ فرهنګ پۀ ساحه کې د شاملو ژبو لۀ خؤا منل شؤي ؤي، همدغه شان حکم لري، لکه: قلم، کتاب، مذهب، شریعت، حج...
ج: هغه لغات هم باید پۀ خپل حالت پرېښودل شي چې پۀ پښتو کې تش ځای ډکؤي، یعنې پۀ پښتو کې ؤرته مناسب لغت نۀ ؤي، لکه: راپور یا ګزارش، اعتصاب، مبارزه، جایزه، جزا اؤ یا د ټاکلي مقدار ښوؤنکی ؤي، کله: کیلو ګرام، کیلو، متر، لېتر، ټن ...
د: د هغو پۀ زرګونو اؤ لسګونو زرو لغاتو پۀ خپل حال پرېښودل پۀ کار دي چې د ماشینونو اؤ فابریکو د پروژو، د نساجي د تؤلیداتو اؤ د صنعت د نورو برخو لۀ لارې زموږ ټولنې ته را ؤاردېږي اؤ یؤازې د حرفؤي کسانو پۀ ژبه جاري ؤي. د دغسې تؤلیداتو خو اؤل د پښتو کؤلو امکان نۀ شته اؤ کۀ فرضاً ترجمه هم شي باید پۀ سلګونو علما پرې بوخت ؤي، پۀ سلګونو قاموسونه پرې ؤلیکل شي اؤ څرنګه چې صنعت پر مخ ځي اؤ نؤي نؤي اختراعات اؤ انکشافات دؤام لري، دغه قاموس لیکنه بۀ هم دؤام ؤلري.
هـ: پۀ هغو مؤاردو کې چې د یؤۀ مصلحت لۀ پاره د یؤۀ لغت څرګنده افاده ملحوظ نۀ ؤي، لکه: الکولي مشروب، جنسي ارتباط، شنیع فعل...
دویم: هغه مؤارد چې بهرني لغت باید پۀ پښتو ترجمه شي:
و: پۀ هغۀ مؤاردو کې چې د بهرني لغت پۀ مناسب پښتو لغت زیات عام فهم اؤ زیات ساده ؤي، لکه: خپلؤاکي (د استقلال پۀ ځای)، پوهنتون (د یونیؤرسیټي پۀ ځای)، الؤتکه (د ایرپلین، سمه لیوت، طیاره پۀ ځای)... د مثال لۀ پاره کومه سمه افاده چې د (خپلؤاکۍ) کلیمه لري، هغه د استقلال پۀ کلیمه کې نۀ شته، ځکه چې پۀ عربي کې استقلال د خپلؤاکۍ تر څنګ د خپل مختاري، خپل سري اؤ د کمښت د غوښتنې معنا هم لري؛ ضمناً دا یؤه عربي کلیمه ده، خو خپله عرب د خپلؤاکۍ لۀ پاره (الحریه) کلیمه استعمالؤي، نۀ د استقلال.
ز: هغه لغات اؤ اصطلاحات چې د نورو ژبو لۀ پاره هم بهرني منشا ؤلري خو پۀ هغو ژبو کې بسیا هم ترجمه اؤ خپله کلیمه اؤ اصطلاح ؤرته ؤضعه کېږي، څۀ ممانعت لري چې پۀ پښتو کې خپله کلیمه ؤرته ؤضعه شي. د مثال لۀ پاره موږ پوهېږو چې (اوز لوبې) یا (بزکشۍ) د پیدایښت، ؤدې اؤ عمومیت ټاټوبی تورکي نژاد ټولنه ده، نو مثلاً کۀ اوزبکان ؤرته خپله کلیمه (اوغلاق چاپیش) یا (اوغلاق تازیک) ؤایي اؤ بسیا پۀ فارسي سره پۀ (بزکشي) اؤښتی شي، نو مانع بۀ څۀ ؤي، کۀ پۀ (اوز لوبه) هم ؤاړؤي.
همدارنګه جرمني کلیمه (FEUERWER) فیورو ؤرک چې اصل معنا یې ( اور، اوره کی) ده، پۀ (اتش بازي) ترجمه کېدای شي پۀ (اور لوبه) یې د ترجمې مانع څۀ ده؟
ح: پۀ هغو مؤاردو کې چې پښتو ترجمه یا ؤرته ؤضعه شؤي لغت د مطلوب مفهوم پۀ افاده کې د پردۍ ژبې د لغت یا انډؤل بله سیاسي افاده ؤکړای شي، لکه د (پولیس) اؤ (څارندوی) کلیمه چې د کلیمو تر منځ د افادې تقابل ؤي، هلته څارندوی پۀ پولیس اؤ پولیس پۀ څارندوی هیڅکله نۀ ترجمه کېږي، مثلاً: د انګلستان پولیس پۀ څارندوی اؤ د افغانستان څارندوی پۀ پولیس نۀ شي ترجمه کېدای.
ط: پۀ هغو مؤاردو کې چې د بهرنۍ کلیمې پۀ انډؤل د پښتو ؤضعه شؤې یا ؤضعه کېدونکې کلیمه زیاته مناسبه، رسا معنا افاده کؤلای شي، پۀ هغۀ صورت کې د بهرنۍ کلیمې پۀ ځای د پښتو کلیمې ؤضعه کؤل، ترؤیجؤل اؤ عامؤل افضلیت لري. مثلاً د استثمار اؤ د استعمار د کلیمو نه د زبېښاک اؤ ښکلېلاک د کلیمو ؤضعه اؤ ترؤیج افضلیت لري، ځکه چې: (استثمار) لۀ (ثمر) څخه استفعال فعل دی چې اصلاً معنا یې (شی اخیستل، د شي مطلب) ده، لکه یؤ باغؤان یې چې لۀ خپله باغه کؤي، دا یؤ ښۀ کار دی خو پۀ سیاسي لحاظ استثمار د یؤ چا لۀ خؤا د لږ بدل پۀ مقابل کې قؤت، تؤان اؤ انرژي زبېښل دي چې دا یؤ کار دی اؤ افاده یې پۀ زبېښاک ښه ده.
یادؤنه:
د بهرنیو لغاتو پۀ منلو یا ردؤلو کې باید دا دؤه خبرې پۀ نظر کې ؤنیؤل شي:
الف: د بهرنیو کلیمو ردؤل د ژبې د چاڼؤلو اؤ تصفیه کؤلو پۀ نیت نۀ ؤي، د بهرنیو کلیمو پۀ موجودیت سره ژبه لا بډاینه کېږي.
ب: د بهرنیو لغاتو د منلو اؤ یا د هغو پۀ مقابل کې د خپلې ژبې د لغاتو د ؤضعه کؤلو اؤ تعمیمؤلو لاره هیڅکله شخصي پرېکړه نۀ ده، بلکې دا کار یؤازې اؤ یؤازې د مربوطو علمي موسیسو د پوهانو پۀ ګډ کوشش اؤ تصمیم سره کېدای شي اؤ بس.
سرچینه: دوست شینؤاری. «پۀ پښتو کې د بهرنیو لغاتو د اخیستلو نورم»، پښتو د جمعي مفاهمې پۀ ؤسایلو کې، د زلمي هیؤادمل تدؤین اؤ ټولؤنه، د افغانستان د علمو اکاډمي، د پښتو څېړنو بین المللي مرکز، ۱۳۶۷ل، ۱-۹مخونه.
26.09.2024